مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سریزه


بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لا نبي بعده وعلی آله وصحبه الذين جاهدوا فی الله حق جهاده وبعد:
دالله تعالی په فضل او کرم سره د ١٣٨٤ کال دقوس دمياشتې په ٩ نيټه زما کتاب ( دفاع از حقوق زن درقرآن وحديث ) په لمړی ځل په درې ژبه دچاپ ډګر ته راووت ، لله الحمد دغه کتاب دمسلمانانو ورونو او خويندو په زړونو کې زيات مقبوليت حاصل کړلو او هر يو کس به چې دغه کتاب ولوستلونو دخوشحالي دښکاره کولو سره سره به ئې ماته دعاګانې کولې او لمانه به ئې شکريه اداء کوله خو ما به ويلی چې دا دالله تعالی فضل دی او کنه زه يو کمزوري بنده يم او دا ځما يوه اسلامي او علمی وجيبه وه چې ما بايد دغه کتاب ليکلای وای .
ددغه کتاب دمقبوليت څو وجی وې او هغه دا چې ما دغه کتاب پرښځو د ظلم مخنيوي لپاره دخپلې اسلامي او علمي وجيبی د اداء کولو او د اصلاح او دحق دښکاره کولو او بالاخره دالله تعالی درضا دحاصلولو په نيت ليکلې وو او څه دنيوي غرض او شهرت مې مطلب نه وو ځکه خو دکتاب په غلاف يا داخل کې زما شهرت مکمله نه ده ليکل شوی فقط دومره ليکل شوی دی چې مولف حافظ مولوي شايق احمد هميم بله داچې په دغه کتاب کې هره خبره مدلله او مستنده بيان شويده چې دهرچا قناعت ورباندې حاصليږی او تنده يې ماتيږي حتی چې بعضو وروڼو او خويندو زما څخه دا غوښتنه وکړل چې زه ددغه کتاب مضامينو ته تفصيل ورکړم .
بله داچې ما دغه کتاب په ډيره ساده درى کې ليکل شوی وه تر څو درې ژبې او پښتو ژبې وروڼه او خویندې وکولای شي چې هغه ولولي خو بيا هم يو زيات شمير زيات پښتنو ورونو او خويندو له ماڅخه په کلکه دا غوښتنه وکړل چې زه دغه کتاب په پښتو ژبه هم وليکم ، نو سره دزياتو مصروفيتونو ما ددوی دغه غوښتنه ومنله او دغه کتاب مې په پښتو ژبه هم وليکله الله تعالی دې وکړي چې دغه پښتو کتاب هم ددري کتاب په شان دوروڼو او خويندو ترمنځ مقبوليت حاصل کړي او الله تعالی دی دغه دواړه کتابونه زما او دټولو مسلمانانو ددنيا او اخرت د کامیابی وسيله وګرځوي او پاتې دې نه وي چې بعضې ورونه او خویندې دا غوښتنه هم وکړه چې دغه کتاب بايد په انګليسي ژبه کې هم وليکلی شي ترڅو غربي نړ‌‌ۍ ته دا معلومه شي چي ښځه په اسلام کې څومره شرف او عزت او عظمت لري او پرهغو باندې دشفقت او مهربانی په باره کې يې څومره تاکيد کړی دی او پرهغو باندې دظلم څخه يې څومره په کلکه منع کړی دی . او د هغوی د حقوقو څخه يې څه دپاسه څوارلس سوه `کاله مخکې په قران او حدیث کی دفاع کړیدی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery