مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

بسم الله الرحمن الرحيم


الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام علی سيد المرسلين محمد وآله وصحبه اجمعين
وبعد :
قدرمنو ورونو او خويندو :
الله تعالی په قرآنکريم کې فرمايلی دی : ( ان الدين عندالله الاسلام )
(سورة آل عمران آیت ۱۹ )
ژباړه : بيشکه مقبول او معتبر دين دالله په نزد داسلام دين دی
او په سورة مائده کې ئې داسې فرمايلی دی : (( ورضيت لکم الاسلام دينا ))
(سورة مائده آيه ٣ )
ژباړه : ما د اسلام دین تاسی ته خوښ کړۍ دۍ .
او په سورة الحج کې ئې داسې فرمايلي : (( وما جعل عليکم فی الدين من حرج ))
(سورة الحج آيه ٧٨ )
ژباړه : الله تعالی داسلام په دين کې پرتاسو مشقت او سختي نه ده راوستې .
او رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايې : (( ان الدين يسر ))
(صحيح بخاری جلد ١ صفحه ١٠)
ژباړه : داسلام دين دآسانۍ دين دی
دپورتنيو قرآني آياتونو او نبوي حديث نه دا معلومه شوه چې داسلام مقدس دين هغه دين دی چې الله تعالی دې امت ته خوښ کړی دی او دا هغه دين دی چې بشريت ته يې سعادت او آساني راوستی دي نه مشقت او سختي لیکن څرنګه چې زيات شمير مسلمانان داسلام ددين دهداياتو او ارشاداتو څخه ناخبره دي نو دوي په مختلفو رسمونو او رواجونو او خرافاتي عنعنو کې چې داسلام په دين کې نيشته اخته او واقع شوي دي او اسلامي جامعه په ډيرو مشکلاتو او جنجالونو کې راګير شوي دي او دعدل او انصاف ځاې ظلم او جبر نيولی دی او حقوق دپښو لاندې شوي دي خاصتاً دښځو حقوق چې زمونږ دجامعې يوه زياته برخه تشکيلوي او دوي دظالمانو دظلم او دخرافاتي عنعنو ترتاثير لاندې راغلي دي او بيا دا ډيره بده ده چې بعضې خلکو دغه خرافاتي عنعنې دغيرت په نوم داسلام مقدس دين ته منسوبوي چې دغه کار داسلام دين سره يوه لويه جفا او ظلم دی ، الله تعالی فرمائي : (( اليوم اکملت لکم دينکم ))
(سورة مائدة آية ٣)
ژباړه: (( نن ورځ ما ستاسو دين مکمل کړو )) .
او رسول الله صلي الله عليه و سلم فرمايي (کل بدعة ضلالة وکل ضلالة فی النار )
(صحيح مسلم جلد ١ صفحه ٢٨٥ مشكوة صفحه ٢٧ بخاری جلد ٢ صفحه ١٠٨٠)
ترجمه : هرهغه نوی عمل چې دثواب په نيت كيږي او په اسلام کې اصل او اساس ونه لري ګمراهي ده او دګمراهی دهر عمل کوونکی ځاې اور دجهنم دى.
همدا رنګه رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايي : (( ان شر الامور محدثاتها ))
(بخاري جلد ٢ صفحه ١٠٧٠ مسلم جلد ١ صفحه ٢٨٥)
ژباړه : ډير بدکارونه هغه دي چې دثواب په نيت په دين کې پيدا شوی او په دين کې څه اصل او اساس و نه لري.
او په بل ځاې کې رسول الله صلی الله علیه و سلم داسې فرمايې : (( من عمل عملاً ليس عليه امرنا فهو رد ))
(بخاري جلد ١ صفحه ٢٨٧ مسلم جلد ١ صفحه ٧٧)
ژباړه : چاچې دثواب په نيت داسې يو عمل وکړلو چې زمونږ امر ورباندې نه وي نو دا عمل مردود دی .
او په بل ځاې کې رسول الله ص داسې فرمايې ((من احدث في امرنا هذا ماليس منه فهو رد ))
(بخاري جلد ١ صفحه ٣٧١ مسلم جلد ١ صفحه ٧٧ )
ژباړه :چاچې زمونږ په دين کې داسې يو عمل پيدا کړو چې ددغه دين څخه نه وي نو دغه عمل مردود دی.
خلاصه دا چې هر هغه عملونه چې داسلام په دين کې څه دليل او سند ونه لري او يو کس هغه دغيرت يا دثواب په نيت سرته رسوي هغه عملونه مردود او قابل دقبول نه دی او دثواب په ځاې به دغه عمل کوونکي ته عذاب ورکول كيږي چې هغه دجهنم اور دی لکه څنګه چې مخکې په نبوي احاديثو کې تير شو .
قدرمنو وروڼو او خويندو : -
نو ما ددې لپاره چې خپل ايماني او علمي او دعوي وجيبه اداء کړی وي ومې غوښتل چې په اسلام کې دښځو داو چت مقام او دهغوې دحقوقو او دهغو ظلمونو چې زمونږ په ټولنه پر ښځو باندې كيږي په باره کی يو څو خبرې دقرآن او سنت په رڼا کې وليکم او همدارنګه ددې لپاره چې دمظلوم څخه دفاع کول او دظلم او ظالم سره مقابله کول دهر مسلمان فرض
دی لکه چې رسول الله ص فرمايې (( انصر اخاک ظالما او مظلوما قال يا رسول الله انصره اذاکان مظلوما فکيف انصره اذاکان ظالما قال تمنعه من الظلم ))
(متفق عليه مشكوة صفحه ٤٢٢ )
ژباړه : دخپل مسلمان ورور سره که ظالم وي او که مظلوم وي مرسته وکړئ يو صحابي وويل يا رسول الله صلي الله عليه و سلم چې ځما مسلمان ورور مظلوم وي نو زه به ورسره مرسته وکړم نو که ظالم وي څرنګه مرسته ورسره وکړم ؟ رسول الله صلي الله عليه و سلم وفرمایل چې دظالم سره مرسته داده چې هغه دظلم څخه منع کړې .
او ددې لپاره چې رسول الله صلي الله عليه و سلم فرمائلی : (( استوصوابالنساء خيرا ))
(متفق عليه مشكوة صفحه ٢٨)
ژباړه: تاسې يو بل ته دښځو سره دنيکې رويې او دهغوې دحقوقو د رعايت په باره کې نصیحت وكړى .
نو دغه رساله هم ټولو مسلمانانو ته د ښځو په باره کی یوه توصیه ده . ددغې رسالې نوم دی : (( دښځو دحقوقو څخه دفاع په قرآن او سنت کې )) او دغه رساله څلور فصلونه او څلور بحثونه لري چې په لاندې ډول دي
اول فصل : دښځو اوچت مقام په اسلام کې .
اول بحث : دښځواوچت مقام دقرآن کريم په رڼا کې .
دوهم بحث : دښځواوچت مقام دنبوي احاديثو په رڼاکې
دوهم فصل : دښځو او دنارينه و حقوق يو پر بل باندې
اول بحث : دښځو حقوق پر نارينه و باندې دقرآن او سنت په رڼا کې
دوهم بحث دنارينه و حقوق پرښځو باندې دقرآن او سنت په رڼا کې
دريم فصل : هغه ظلمونه چې زمونږ په ټولنه کې پرښځو باندې کیږي او دهغې دحرمت او نارواوالي دليلونه دقرآن او سنت څخه .
څلورم فصل : بعضې سوالونه او د هغې جوابونه .
زه دالله تعالی څخه غواړم چې دغه رساله ددې وسيله شي چې دښځو حقوق ژوندي او مراعت شي او پرهغوې باندې چې کوم ظلمونه كيږي هغه لرې او له منځه لاړ شي او ښځو ته دعزت او آرامي او دخوشحالې ژوند ورپه برخه شي ، آمين .
زه په دې ضمن کې دټولو قدرمنو ورونو او خويندو څخه احترامانه هيله کوم که لما څخه په دغه رساله کې کومه سهوه يا خطا صادره شوي وي چې ماته خبر راکړي ترڅو په راتلونکې کې بيا تکرار نشي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery