مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دښځو اوچت مقام دقرآنکريم په رڼا کې


قدرمنو وروڼو او خويندو!
داسلام دراتګ نه مخکې دجاهليت په زمانه کې دښځو نه دژوندانه حق سلب شوې وه او خلکو دپيغور دويرې له کبله به ژوندي ښخول کيدل او که کومه يوه به ژوندی پاتې شوه نو بيا به دهغې ټول حقوق تر پښو لاندې کيده لکه دميراث حق دملکيت حق داحترام اودعزت حق اوداسې نور او هغې ته به په سپک نظر کتل کيده .
خوداسلام مقدس دين پخپل راتګ سره دښځو ټول حقوق راژوندي کړلو او هغوې ته ئې او چت مقام وروبښلو حتی چې په شرعی کارونو کې ئې ښځو او نارينه و ته يو ځاې په قرآنکريم کې خطاب کړی چې ان شاء الله په دغه رساله کې به بيان شي .
الله تعالی دقرآنکريم په زياتو آياتونو کې دښځو او چت مقام او عظمت بيان کړيدی چې دهغې جملې څخه ديو څو آياتونو په بيانولو سره زه اکتفا کوم چې په لاندې ډول دي :
١- الله تعالی دښځو پيدايښت پرانسانانو باندې يو لوې انعام او دخپل قدرت يوه معجزه ګڼلی دی او ښځې ئې دنارينه و لپاره دآرامی او سکون مصدر او پناه ګاه او ددوستی او مهربانی وسيله ګرځولي دي لکه چې الله تعالی فرمائی : (( ومن آياته ان خلق لکم من انفسکم ازواجا لتسکنوا اليها وجعل بينکم موده ورحمة ))
( سورة الروم آية ٢١ )
ژباړه : دالله تعالی دقدرت دنښو څخه داده چې تاسې ته ئې ستاسو دجنس څخه ښځې پيدا کړي ترڅو تاسې مائل شی دوي ته او مطمئن اوسی او ګرځولی ئې دی ستاسې ترمنځ دوستي او شفقت .
٢ � لکه څرنګه چې ښځه يوه عزتمند مخلوق دی اودنارينه و لپاره دسکون او آرامي وسيله ده همدارنګه ښځه هغه قيمتي او اوچت نعمت دی چې دځامنو او لمسيانو وسيله ده الله تعالی فرمائی : (( والله جعل لکم من انفسکم ازواجا وجعل لکم من ازواجکم بنين وحفده ))
(سورة النحل آيت ٧٢ )
ژباړه : الله تاسې ته ستاسې دجنس څخه ښځې پيدا کړي او ستاسو دښځو نه ئې تاسې ته ځامن او لمسيان پيدا کړ .
٣ - انساني ټولنه الله تعالی دښځو او نارينه و نه جوړ کړيدی او دځمکې په سر دانسان پاتې کيدل او له منځه تلل دښځو او نارينه و دواړو پورې تړلي دي که يو جنس نه وي نو پشريت جنس له منځه ځي .
الله تعالی فرمائي : (( يا ايها الناس انا خلقناکم من ذکر وانثی ))
( سورة الحجرات آيت ١٣)
ژباړه : ای خلکو مونږه تاسې ديو نر ( ادم ) او يوې ښځې ( حوا ) نه پيداکړي ياستئ
٤ � ښځه دانسانانو ترمنځ دنزدې والي او دوستي يوه مهمه وسيله ده الله تعالی فرمائي (( وهوالذي خلق من الماء بشرا فجعله نسبا وصهرا ))
( سورة الفرقان آيت ٥٤)
ژباړه : او الله تعالی هغه ذات دی چې بشر ئې داوبو نه پيدا کړيدی او بيا ئې ګرځولی دی خاوند دنسب او سخرګنی .
او دا معلومه خبره ده چې دسخرګنی او زومولي قرابت دښځو په واسطه منځ ته راځي .
٥ - الله تعالی دښځو پيدايښت يوه تحفه ګڼلی ده او هغه ئې په ايت کريمه کې دنارينه و نه مخکې ذکر کړی ده .
الله تعالی فرمائى: ( يهب لمن يشاء اناثا ويهب لمن يشاء الذکور ))
(سورة الشوری ايت ٤٩ )
ژباړه : چاته چې دالله تعالی خوښه وشي نو جينکی ورکوی او چاته ئې چې خوښه وشي نارينه ورکوي .
٦- الله تعالی ښځې هغه مخلوق ګرڅولی دی چې په هغې باندې دنارينه و سترګو يخې او روښانه كيږي الله تعالی فرمائی : (( والذين يقولون ربنا هب لنا من ازواجنا وذرياتنا قرة اعين ))
(سورة الفرقان ايت ٧٤ )
ژباړه : او دالله تعالی نيکان بندګان هغه کسان دي چې دوی وائې ای ربه زمونږ مونږ ته پخپلو ښځو او ځامنو باندې دسترګو يخ والی راوبښه.
يعنې زمونږه ښځې او ځامن نيکان وګرځوه چې دوی زمونږ ددنيا و اودآخرت دسعادت او دسترګو ديخی او روښانيدو وسيله وګرځي .
٧-الله تعالی جنت د نيكانو ښځو او نارينه و دواړو لپاره داوسيدو ځاې ګرځولی دی او ادم او حواء عليهما السلام ته ئې امر وکړ چې دواړه جنت کې ووسيږى لکه چې فرمائی (( اسکن انت وزوجک الجنة ))
(سورة الاعراف ايت ١٩ )
ژباړه : اوسيږه ته ای ادم او ستا ښځه جنت کې .
او بيا ئې ادم عليه السلام ته وفرمایل : (( ان هذا عدو لک ولزوجک فلا يخرجنكما من الجنة فتشقی ))
( سورة طه ايت ١١٧)
ترجمه : بيشکه دا ابليس ستا او ستا دښځې دشمن دی پس خبردار ودې نه باسي خامخا تاسې له جنته پس په مشقت کې به پريوځئ .
نو معلومه شوه چې شيطان دښځو او نارينه و دشمن دی او دواړه دوکه کوي نو بيا ولې ښځې يواځې ملامت ګڼل كيږي .
٨-په ورځ دقيامت کې به نارينه مومنان او دهغو مومنانو ښځو ته به دالله تعالی له طرف نه خطاب وشي چې جنت ته داخل شئ هلته به تاسې خوشحالولی شئ .
الله تعالی فرمائی : (( ادخلوا الجنة انتم وازواجکم تحبرون ))
(سورة زخرف ايه ٧٠)
ژباړه: داخل شی جنت ته ای مومنانو تاسې او ستاسې ښځې هلته به تاسې خوشحالولی شي
٩- ښځه او نارينه هر يو که په دنيا کې نيک عمل وکړي دجنت مستحق كيږي الله تعالی فرمائي : (( ومن عمل صالحا من ذکراو انثی وهو مومن فاولئک يدخلون الجنة يرزقون فيها بغير حساب )
( سورة المومن ايت ٤٠ )
ژباړه : او هرهغه څوک چې نيک عمل وکړي که له نارينه و وي يا له ښځو وي حال داچې مو من وي پس دغه نيکان بندګان به جنت ته ننوځي هغوې ته به روزي ورکول کیږی دغلته بې حسابه .
١٠-د عرش او داسمانونو ملائک نيکان سړی او دهغوې نيکانې ښځې ته دعا کوي الله تعالی فرمائي : (( ربنا وادخلهم جنات عدن التي وعدتهم ومن صلح من ابائهم وازواجهم وذرياتهم .... ))
(سورة المومن آيت ٨ )
ژباړه : او وائی دغه ملائک ای ربه زمونږ داخل کړه دغه نيکان بندګان دهميشوالی په جنتونو کې هغه چې وعده کړيدی تاله دوي سره او څوک چې نيکان وي ددوي له پلرونو او ددوي له ښځو او ددوي له اولادونه .
١١-الله تعالی هغه کسان چې دجينکو په پيدايښت باندې خفه كيږي سخت تقبيح کړی او دهغوې دغه کارته ئې بد ويلي دي الله تعالی فرمائی : (( واذا بشراحدهم بالانثی ظل وجهه مسودا وهو کظيم يتواری من القوم من سوء مابشربه ايمسکه علی هون ام يدسه فی التراب الا ساء ما يحکمون ))
( سورة النحل اية ٥٨)
ژباړه : او کله چې خبر ورکړی شي يو تن ددغو کفارو ته په پيدا کيدو دلور سره نو ټوله ورځ وګرځي مخ دده تک تور له غمه حال دا چې دې ډک وي له قهر ه او بيا له خپله قومه پټ ګرځي له سببه دناخوښی دهغه شی چې خبر ورکړی شوی ده ته په هغه سره او بيا دځان سره سوچ کوي چې دغه لور سره دسپکوالي وساتي او که ژوندی ئې په خاورو کې ومنډي خبردار چې بد دی هغه چې حکم کوي دغه کفار .
ددغه مبارک ايت څخه دا معلومه شوه چې کافران دلورګانو په ولادت باندې خفه كيږي او دلورګانو په پيدايښت باندې خفه کيدل دکافرانو صفت دی نه دمسلمانانو .
١٢- الله تعالی امر کړيدی چې دمور او پلار سره نيكې وکړی او دهغوی د سپکاوی او هغوی ته د ضرر سولو څخه يی منع فرمايلی دی الله تعالی فرمايی ((و قضی ربک الا تعبدوا الااياه و بالوالدين احسانا اما يبلغن عندک الکبر احدهما او کلاهما فلا تقل لهما اف ولا تنهرهما وقل لهما قولا کريما و اخفض لهما جناح الذل من الرحمه وقل رب ارحمهما کما ربيانی صغيرا ))
(سورة الاسرا‌ء ایت ۲۳-۲۴)
ترجمه : او حکم کړيدی رب ستا چه عبات مکوی تاسی د بل هيچا مگر یوازې د همدغه الله او نيكې کوی له مور او پلار سره که یو د دوی او يا دواړه زوړوالی ته ورسيد نو مه وايه ته دوی ته کلمه د اف او مه رټه دوی ووايه دوی ته ښائسته خبره او ښکته کړه دوی دواړو ته وزری د تواضع له مهربانی اووايه ای ربه ځما مهربانی وکړی پر دوی دواړو باندې لکه چې پالنه او تربيه يې کړيدی ځما په هغه حال کی چې وړوکی ووم.
همدارنګه الله تعالی په نورو اياتونو کی هم دا خبره کړيده چې د مور او پلار سره احسان کوی او د هغوی شکريه ادا کړی او د خپل عبادت د حق نه وروسته يې دمور او پلار حق بيان کړی چې هغه عبارت دی د لاندې آیتونو څخه:
سورة بقره ايه٢٣ ، سورة النساء‌ ايه ٣٦ ، سورة لقمان ایه ١٤_١٥، سورة الاحقاف ايت ١٥ سورة العنکبوت ايه ٨
١٣_الله تعالی هغه کسان چې په پاک لمنو ښځو باندې تهمت وائی په دنيا او اخرت کې ملعونان گرځولی او دغه تهمت ويونکو ته يې د لوې عذاب وعده ورکړی دی .
الله تعالی فرمائی :(( ان الذين يرمون المحصنات الغافلات المومنات لعنوا فی الدنيا و الاخرة و لهم عذاب عظيم))
(سورة النور آيت ۲۳ )
ترجمه : بيشکه هغه کسان چه په پاک لمنو او نا خبرو او مومنانو ښځو باندې د زنا تهمت لگوی لعنت كړی شويدی پر دوی باندې په دنيا او په اخرت کې او شته ددوی لپاره لوې عذاب .
١٤_الله تعالی امر کړی دی چه هغه کسان چه په مومنو او پاک لمنو ښځو باندې د فحشاو تهمت لگوی اتيا دری ووهی او په راتلونکی کی يې هيڅ کله گواهی مه قبلوې او دغه تهمت کوونکی فاسقان دی مګر هغه څوک چه ځان اصلاح کړی او توبه اوباسی .
الله تعالی فرمائی (( و الذين يرمون المحصنات ثم لم ياتوا باربعة شهداء فاجلدوهم ثمانين جلدة ولا تقبلوا لهم شهادة ابدا و اولئك هم الفاسقون الا الذين تابوا من بعد ذلک و اصلحوا فان الله غفور رحيم))
( سورة النور ايت ٥_٤ )
ترجمه : هغه کسان چه په پاک لمنو ښځو باندې تهمت لگوی او دوی څلور گواهان ونه لري. پس تاسی دغه تهمت ويونکی اتيا دری ووهی او هيڅکله هم ددوی گواهی مه قبلوې مگر هغه کسان چه توبه وباسی او نيت او عمل اصلاح کړی نو الله بښوونکی او مهربانه دی .
سبحان الله : څومره الله تعالی د یوی مؤمنی ښځې په عفت او شرف او عزت باندې اهتمام کړی دی ان تر دی پوری چې څوک په مومنه ښځه تهمت وائی هغه يې په دنيا او اخرت کې ملعون گرځولی او د هغه
گواهی يې مردوده شميرلی ده او هغه يې د فاسقانو د جملی څخه گرځولی او هغه ته يې د لوې عذاب وعده ورکړی دی .
١٥_ کله چې منافقانو د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې په ام المومنين حضرت عائشه رضی الله عنها باندې بد تهمت ولگولو نو الله تعالی د هغی په برائت او پاکی کی لس ايانونه نازل کړل او تهمت ویونکو ته يې د لوې او دردناک عذاب وعده ورکړی دی دغه واقعه په سورة النور كې د لسم آيت څخه تر شلم آيته پورې ذكر دي.
سبحان الله : الله تعالی ديوی مومنی ښځې د برائت لپاره جبريل د لسو اياتونو سره ليږی او د يوی مومنی ښځې څخه پخپله دفاع کوی چه دا يوی لوې عزت او کمال او افتخار دی دښځو د پاره .
١٦-يوه صحابيه ښځه چه خولة بنت ثعلبه نوميده د رسول الله صلی الله عليه وسلم حضور ته راغله او د خپل ميړه څخه يې شکايت وکړو نو الله تعالی ددغی ښځې شکايت وواريد او دهغه د مشکل د حل لپاره جبريل عليه السلام سره د لس اياتو وليږل لکه چې الله تعالی فرمائی (( قد سمع الله قول التی تجادلک فی زوجها و تشتکی الی الله و الله يسمع تحاورکما ان الله سميع بصير )) .
(سورة مجادله ايات ١-٤ )
ترجمه : په تحقيق سره وواريد الله تعالی خبره د هغې ښځې چې سوال او جواب يې کاوه په شان دخاوند خپل کې او شکايت يې کاوه طرف د الله ته او الله اوريده سوال او جواب ستاسی بيشکه چې الله ښه اوريدونکی او ښه کتونکی دی.
سبحان الله : الله تعالی د يوی ښځې د مشکل د حل دپاره دومره ډير اهتمام کوی يقينا پدغه الهی اهتمام کې پدغه ښځه باندې د ټولو ښځو د پاره لوې افتخار او کمال عزت او کرامت دی او ددغی ښځې قصه داسې وه چې ددغی ښځې ميړه اوس بن الصامت رضی الله تعالی عنه د هغې څخه ظهار کړی وو چې او ظهار په شريعت کې دی ته وای چې يو کس خپله ښځه د خپلې مور يا بل محرم سره مشابه کړی وی لکه چې داسې ووائی چې ستا شا پرما داسې حرامه ده لکه ځما دمور شا نو دغه ښځه پر خپله ميړه باندې حرامه ده او تر څو چې ميړه يی کفاره نه وی ادا کړی خپلې ښځې ته نشی نزدی کيدلی .
نو دغه ښځه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته شکايت وکړو او وی ویلی چې ما په ځوانی کی د خپل خاوند خدمت وکړلو او بچيان می ورته وزيږولو او اوس چې بوډی شومه نو زه يې پر ځان حرامه کړم او زه يې بی سرپرسته کړمه نو زه اوس څه وکړم يا رسول الله نو پدغه وخت کې جبريل راغی او دسورة مجادلی اولنی اياتونه نازل شول چې مضمون يې دادی که دغه سړی د ددې ظهار کفاره ادا کړی نو ښځه يې ورته بيرته حلاليږی او دغه کفاره به يا ديوی مرئی ازادول وىاو يا شپيتو مسکينانو ته ډوډې ورکول او کنه بيا دوه مياشتی روژه نيول دی .
او همدارنگه په نورو آياتو کی يې د ظهار عمل سخت تقبيح کړيدی او دائی بده او دروغ گنړلی دی چې دا ټول پر ښځو باندې الهی کمال شفقت او ترحم دی .
١٧_الله تعالی مؤمنان نارينه او مؤمنانې زنانه وو ته د ضرر رسولو څخه منع کړی دی او دغه کار يې سخت تقبيح کړی دی او داسې فرمائی (( والذين يؤذون المؤمنين و المؤمنات بغير ما اکتسبوا فقد احتملوا بهتانا و اثمامبينا))
(سورة احزاب ايت ٥٨)
ترجمه : او هغه کسان چې ضرر رسوۍ مومنان سړی او مؤمنانې ښځو ته ( په اتهام سره ) به غير دهغه کار چې کړی وی دوی (يعنې په ناکړی کار ) پس په تحقيق سره دوی باروی پخپل ځان غټ دروغ او بیکاره گناه .
١٨_همدارنگی الله تعالی په بل ځای کې داسې فرمائی (( ان الذين فتنوا المؤمنين والمؤمنات ثم لم يتوبوا فلهم عذاب جهنم و لهم عذاب الحريق))
( سورة البروج آیت ۱۰)
ترجمه : بی شکه هغه کسان چه په فتنه کی يي غورځولی وی يعنې ضرر يې رسولی وی مومنانو سړيو ته او مومنانو ښځو ته او بيا يې توبه نه وی ويستلی نو دوي نه دی (په اخرت کې ) عذاب ددوزخ او دوی ته دی عذاب د اور سوزونکی .
د پورتنې آياتونو څخه معلومه شوه چې بی مو جبه مؤمنانو نارينو او ښځو ته ضرر رسول حرام او گناه او ددوزخ د داخليدو سبب دى.
١٩_الله تعالی امر کړيدی چې خپل ځانونه او خپلې ښځې او بچی ددوزخ داور څخه بچ کړی يعنې هغوی دالله تعالی طرف ته دعوت کړی او هغوی ته روغه او صحيحه اسلامي تربيه ورکړی .
الله تعالی داسې فرمائی : (يا ايهالذين امنوا قوا انفسکم و اهليکم نارا وقودها الناس والحجارة)
(سورة التحریم ایت ۶)
ترجمه (ای مومنانو تاسی خپل ځانونه او اهل او عيال له اور څخه وساتۍ له هغه اور څخه چې خس او خاشاک يې خلک او تيږی دی .
٢٠_الله تعالی دمسلمانو او مؤمنو سړيو او ښځو ستاينه کړيدی او هغوی سره يې دمغفرت او لوې اجر وعده کړيدی او ټول يې نيکو کارونو ته دعوت کړيدی الله تعالی فرمائی :((ان المسلمين والمسلمات والمؤمنين والمؤمنات والقانتين والقانتات والصادقين والصادقات والصابرين والصابرات والخاشعين والخاشعات والمتصدقين والمتصدقات والصائمين والصائمات والحافظين فروجهم والحافظات والذاکرين الله کثيرا والذاکرات اعدالله لهم مغفرة و اجرا عظيما)
(سورة الاحزاب ایت ۳۵)
ترجمه: يقينا مسلمان سړی او مسلمانې ښځې او مومنان سړی او مؤمنانې ښځې او تابعداری کوونکی سړی او تابعداری کوونکی ښځې او رشتيا ويونکی سړی اورشتيا ويونکی ښځې او صبر کوونکی سړی او صبر کوونکی ښځې او عاجزی کوونکی سړی او عاجزی کوونکی ښځې او صدقه کونکی سړی او صدقه کوونکۍ ښځې او روزه نيونکی سړی او روژه نيونکی ښځې او بچ ساتونکی عورتونو خپلو لره سړی او بچ ساتونکی ښځې او ډير يادونکی الله تعالی لره سړی او ډير يادونکی ښځې تيار کړی الله تعالی دوی لره بخشش او لوې ثواب .
٢١_ همدارنگه الله تعالی ښځو ته خصوصی خطاب کړی دی او داسې يې فرمائيلی (و اقمن الصلاه واتين الزکاه واطعن الله ورسوله ........)
( سورة الاحزاب ایت ۳۲)
ترجمه : (ای دپيغمبر بيبيانو )( پابندی کوی دمونځ او ورکوی زکات او تابعداری کوی دالله او درسول د هغه ..) .
٢٢_همدارنگی الله تعالی فرمائی چې مومنان نارينه او مؤمنانې ښځې سره دوستان دی او ټول امر کوی په نيكې باندې او منع کوی د بدوکارونو څخه او دمونځ پابندی کوی او زکات ورکوی او دالله او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم فرمانبرداری کوی .
الله تعالی داسې فرمايي : (والمؤمنون والمؤمنات بعضهم اولياء بعض يامرون بالمعروف وينهون عن المنکر ويقيمون الصلاة ويؤتون الزکاة و يطيعون الله ورسوله .....)
( سورة التوبه ایت ۷۱ )
ترجمه : او مومنان سړی اومؤمنانې ښځې بعضې ددوی د بعضو دوستان دی دوی امر کوی په نيكې سره او منع کوی دبدی نه او پابندی کوی د لمانځه او زکات ورکوی او تابعداری کوی دالله جل جلاله او درسول دهغه .
د ذکرشوی آياتونه څخه د جندر موضوع هم ښه معلومه شوه چه اسلام هغه سوارلس سوه کاله مخکې بيان کړی دی او جندر دنارينو او زنانه و نقش او فعاليت ته وائی د يوی ټولنې په مختلفو سطحو کې .
٢٣_همدارنگه الله تعالی د پيغمبر بيبيانو ته خصوصی خطاب کوی او هغوی ته دشرعی علم د تحصيل امرکوی او داسې فرمائی ( واذکرن ما يتلی فی بيوتکن من ايات الله والحکمه )
(سورة الاحزاب آیت ۳۴)
ترجمه : اويادوی هغه چې لوستل کيدي شی په کورونو ستاسو کی داياتونو دالله تعالی او حديث دنبی صلي الله عليه وسلم) څخه.
په ذکر شوی ايت کې اگر که خطاب بيبيانو ته دی خو حکم ټولو مسلمانو ښځو ته عام دی نو ټولو مسلمانو ښځو ته ضرور دی چې قران او حديث ولولی ځکه چې دا دټولو علومو اساس دی او دغه دواړه ياد کړی او پر دغه دواوه ځانونه پوه کړی او په هغه باندې عمل وکړی ترڅو ددنيا او اخرت سعادت اودالله تعالی رضا او دايمی جنت ددوی په نصيب شی .
٢٤_همدارنگه الله تعالی چې نارينه يې دبدکارونو څخه منع کړی نو زنانه يې په خصوصی توگه د بدو کارونو څخه منع کړيدی چې دا په زنانه باندې کمال مهربانی او شفقت دی .
الله تعالی داسې فرمائی ( يا ايهالذين امنوا لا يسخر قوم من قوم عسی ان يکونو ا خيرا منهم ولا نساء من نساء عسی ان يکن خيرا منهن ولا تلمزوا انفسکم ولا تنابزوا بالالقاب .....)
(سورة الحجرات ١١)
ترجمه : ای مؤمنانو مسخری دی نه کوی هيڅ نارينه په نورو نارينو باندې کيدايشی چې هغوی به غوره وی ددوی نه او نه دی زنانه مسخری کوی په نورو زنانه پوری کيديشی چې هغه به غوره وی د دوي نه او يو د بل عيبونه مه وائی او یو بل ته په بدو نومونو اواز مه کوي.
٢٥_ددنيا ژوند دښځې او نارينه په مشارکت سره مخ په وړاندې ځی او يو بل ته ضرورت لری او که په دغو دواړو کې يو نه وی نو ژوند سخت دی دغه مطلب ددغه ايت څخه اخيستل کيږی (هن لباس لکم وانتم لباس لهن ))
(سورة بقره ايت ١٨٧)
ترجمه : ښځې جامه ده ستاسو دپاره او تاسو جامه يې دښځو دپاره
يعنې نارينه دښځې د لباس حيثيت لری او ښځې د نارينه دپاره د لباس حيثيت لری او دا په څو وجه سره دی .اوله وجه دا چې لکه څنگه چې جامه او بدن يو بل سره جوخت او لازم او ملزوم دی نو داسې ښځې او ميړه هم سره لازم او ملزوم دی
دويمه وجه داده چې جامه دبدن پټونکی دی نو دارنګی ښځه او خاوند د يو بل دپاره پرده ده د فحش کاری او بدنامی نه .
درېمه وجه داده چه په جامه کې دبدن دپاره سکون او ارام وی نو دغه شانتی ښځه او خاوند هم ديو بل دپاره سکون او ارام دی
څلورمه وجه ئې‌ داده چې ښځه په شان د توشکی ده او خاوند په شان د بړستن دی نو دا دواړه يو بل سره ارتباط لری او يو بل ته محتاج دی او پنځمه وجه داده چې لکه څرنگه چې بغير دجامو نه ژوند سخت وی نو همدارنگه د نارينه و نه بغير دښځو ژوند او د ښځو نه بغیر د نارینه ژوند سخت دی (تفسير احسن الکلام صفحه ۳٥ جلد ۲ )
٢٦_ الله تعالی خپل پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته امر کړيدی چې دمومنو زنانه و سره بيعت وکړی او هغوی د پاره دالله تعالی نه مغفرت وغواړی چې دا دښځو د پاره ډير لوې شرف او عزت دی .
الله تعالی داسې فرمائی ( ياايهاالنبی اذا جاءک المومنات يبا يعنک علی ان لا يشرکن بالله شيئا ولا يسرقن ولا يزنين ولا يقتلن اولادهن ولا ياتين ببهتان يفترينه بين ايديهن و ارجلهن ولا يعصينک فی معروف فبايعهن واستغفرلهن الله ان الله غفور رحيم )
( سورة الممتحنه ايه ١٢)
ترجمه : ای نبی کوم وخت چې راشی تا ته مؤمنانې ښځې ددې دپاره چې بيعت وکړی دوی له تا سره پدی خبرو باندې چې دوی به شريک نه گڼی الله تعالی سره هيڅ څيز او نه به غلا کوی او نه به زنا کوی او نه به وژنی خپل بچی او دوی به راتگ نه کوی داسې دروغ ته چې جوړوی دخپلو لاسونو او خپو تر منځ (يعنې ديو چا اولاد بل چا ته منسوب نکړی ) او نافرمانی به نه کوی په هيڅ کار ددين کې نو ته بيعت وکړه دوی سره او بښنه وغواړه ددوی دپاره د الله تعالی نه يقينا الله تعالی بښونکی او رحم کوونکی دى.
٢٧_ الله تعالی هغو کسانو ته ډير بد وويلی دی چې څوک غواړی دښځې او خاوند د محبت نه ډک علاقات خراب کړی او دهغوی ترمنځ جداوالی راولی .
الله تعالی فرمائی (فيتعلمون منهما ما يفرقون به بين المرءوزوجه....)
(سورة البقره ایت ۱۰۲ )
ترجمه : يهوديانو به دهاروت او ماروت نه هغه شی زده کولو چې دهغه په وسيله به يې دښځې او دخاوند تر منځ جداوالی راوستله .
او بيا ددې ايت په اخر کې ئې فرمائلی دی چې دغه کسان چې دښځې او خاوند تر منځ جداوالی راولی دجنت څخه به محروم وی او د ايت څخه دا هم معلومه شوه چې چه پر ښځو ظلم او دښځې او خاوند تر منځ جدایې راوستل دا ديهودو دبدو کارونو څخه يو کار دی .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery