مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

هغه ښځې چې الله تعالی په قران کې ذکر کړي دي


په قرانکريم کې دڅو ښځو ذکر او حکايت شويدی چې په هغه جمله کې دبی بی مريم نوم په صراحت سره بار بار ذکر شويدی خو دنورو ښځو نومونه صراحتا نه دی ذکر البته حکايات يې په مختلفو سورة ونو کې بيان شويدی همدارنګی په قران کې دوه غټ سورة ونه دښځو په نوم باندې نومول شوي دی چې يو ته سورة النساء وائی او نساء په عربی ژبه کې ښځو ته وائی او بل سورة په سورة مريم باندې نومول شويدی چې دا هم په اسلام کې د ښځې دعظمت او عزت يو لوې دليل دے مونږه په راتلونکی عباراتو کې دهغو ښځو بيان کوو چې دهغوی نوم او يا حکايت په قرآن کې ذکر شوی وي چې په لاندې ډول دي .

اول : مريم بنت عمران عليها السلام چې دعيسی عليه السلام مور وه دغه نيکه ښځه چې د ولايت مقام ته رسيدلې وه په قرانکريم د هغې نوم صراحتا څلور ديرش کرتې په دولسو سورتونو کې ذکر شويدی چې هغه سورة بقره ، آل عمران او سورة النساء ، سورة المائدة ، سورة التوبة ، سورة مريم ، سورة المومنون ، سورة الاحزاب ، سورة الزخرف ، سورة الحديد ، سورة الصف سورة التحريم دي
الله تعالی دبی بی مريم په باره کې داسې فرمايلي (( اذ قالت الملائکة يامريم ان الله اصطفاک وطهرک واصطفاک علی نساء العالمين ))
( سورة آل عمران ايت ٤٣ )
ژباړه : او کله چې وويل ملايکو ای مريم يقينا الله تعالی غوره والی ورکړې تاته او پاکه ساتلې ئې ته او غوره کړې ئې ته په زنانه و د خلکو باندې.
او په بل ځاې کې يې دهغې په صفت کې داسې فرمائلی : (( ومريم بنت عمران التی احصنت فرجها فنفخنا فيه من روحنا وصدقت بکلمات ربها وکتبه وکانت من القانتين ))
(سورة التحريم ايت ١٢ )
ژباړه : او بيان کړيدی الله تعالی مثال دمریم لور دعمران هغه زنانه چې بچ ئې وساتلو عورت خپل نو پوکی وکړلومونږ په هغې کې دروح دطرف زمونږ نه او تصديق کړی وه دې دکلمو درب خپل او دکتابونو دهغه او داوه دپوره تابعداری کوونکو څخه .
همدرانګه چې کله بی بی مريم پخپله عبادتخانه کې په عبادت باندې مصروفه وه نو په ژمی کې ورته د اوړی ميوه غائبانه راتله او په اوړی کې به ورته دژمی ميوه غائبانه راتله چې داد هغې لپاره يو لوې کرامت وو الله دغه خبره داسې بيان کړی دی :
(( کلما دخل عليها زکريا المحراب وجد عندها رزقا قال يا مريم انی لک هذا قالت هو من عندالله ان الله يرزق من يشاء بغير حساب ))
( سورة ال عمران ايت ٣٧ )
ژباړه : هرکله چې به داخل شو زکريا عليه اسلام په هغې باندې عبادتخانې ته نو وبه وموندلو دهغې سره روزي ( يعنې دژمي ميوه په اوړی کې او داوړی ميوه په ژمی کې نو زکريا عليه السلام به وويل چې ای مريم دا روزی دکوم ځې نه تاته راغله ؟ نو هغې به وويلې چې دا دالله تعالی له طرف نه دی يقينا الله تعالی روزی ورکوي چالره چې وغواړي بغير حسابه .
همدارنگه الله تعالی دبی بی مريم خدمت او ساتنه او پالنه دماشومتوب نه زکريا عليه السلام ته سپارې وه چې دا دټولو ښځو لپاره يو لوې افتخار او عظمت دی چې دخپلې زمانې پيغمبر ديوې ښځې خدمت او پالنه او ساتنه کوی ددې نه معلوميږي چې نيکې ښځې دالله په نزد او هم دهغه دپيغمبرانو په نزد څومره اوچته مرتبه لري الله تعالی داسې فرمائی : (( وکفلها زکريا ))
(سورة ال عمران ايت ٣٧ )
ژباړه : الله تعالی دبی بی مريم پالنه او ساتنه زکريا عليه السلام ته وسپارلو . ان تردې پورې چې کله بی بی مريم دمور نه پيدا شوه نومور ئې هغه بيت المقدس ته راوستله چې هلته زکريا عليه السلام او نور علماء ناست وه نو هغوی ته ئې وويلی چې دغه ماشومه ما دبيت المقدس دخدمت لپاره ورکړي نو په دغه وخت کې په دغه مجلس کې هر يو غوښتل چې هغه دې د بی بی مريم خدمت او ساتنه او پالنه وکړي خو آخر فيصله په دې وشوه چې هريو به خپل قلم درياب ته وغورځوي نو که دهرچا قلم داوبو دپاسه ودريد نو هماغه به دبی بی مريم خدمت او پالنه کوي نو دوي چې کله خپل قلمونه وغورځول په درياب کې نو يواځې دزکريا عليه السلام قلم داوبو دپاسه ودريده نو بی بی مريم هغه ته دخدمت لپاره وسپارل شوه . دغه قصه الله تعالی داسې ، بيانوی (( وما کنت لديهم اذ يلقون اقلامهم ايهم يکفل مريم وما کنت لديهم اذ يختصمون ))
(سورة ال عمران ايت ٤٤ )
ژباړه : او نه وي ته (ای پيغمبره ) ددوی سره حاضر چې کله دوی غورځول خپل قلمونه ( اوبو ته چې معلومه شی ) چې کوم يو کس به پالنه کوی دمريم او نه وی ته حاضر ددوی سره کوم وخت چې دوي بحث کول په باره دساتلو دمريم کې )
همدارنګه الله تعالی دبی بی مريم څخه يو عظيم پيغمبر چې عيسی عليه السلام و زيږولې وه او خپل عظیم قدرت ئې پکې ښودلې دی چې هغه ئې بغير دپلاره پيدا کړې وه دغه قصه الله تعالی داسې بيانوی : (( اذ قالت الملائکة يا مريم ان الله يبشرک بکلمة منه اسمه المسيح عيسی بن مريم وجيها فی الدنيا والاخرة ومن المقربين ويکلم الناس فی المهد وکهلا ومن الصالحين قالت رب انی يکون لي ولد ولم يمسسنی بشر قال کذلک الله يخلق ما يشاء اذا قضى امرا فانما يقول له کن فيکون ويعلمه الکتاب والحکمة والتوراة والانجيل ورسولا الی بنی اسرائيل ))
( سورة ال عمران ايت ٤٥ -٤٩ )
ژباړه : کوم وخت چې وويل ملايکو ای مريم يقينا الله تعالی زيری درکوی تاته په يوی کلمی دطرف دالله تعالی نه چې نوم دهغه مسيح عيسی ځوې دمريم دی چې مخور به وي په دنيا او په آخرت کې او الله ته دنزدې کړی شوی بندګانو څخه به وی او دې به خبرې کوي دخلقو سره په غيږ دمور کې او په پوخ عمر کې او دپوره نيکانو څخه به وي . نو وويل مريم : ای ربه څرنګې به ځما لپاره ځوې وي او حال دا چې هيڅ يو بشر ماباندې لاس نه دی لګولی نو وويل ( جبريل ) دغسې الله تعالی پيدا کوۍ څه چې وغواړی هر کله چې هغه ديو کار دکيدلو فيصله وکړي نو هغه ته ووائی اوشه نو هغه وشي او ښودنه به کوي ده ( عيسی ) ته دکتاب او دسنت اود تورات او دانجيل او دي به رسول وګرځوي بنی اسرائيلو ته يعنې دبني اسرائيلو پيغمبر به وي .
همدرانګې الله تعالی دبی بی مريم لاندې ښه صفتونه او کرامات بيان کړیدی
١-ملائکو دهغې سره خبرې کړې وه .
٢-هغه الله تعالی په ټولو ښځو دزمانې باندې غوره کړی وه
٣-هغه الله تعالی دګناه څخه پاکه ساتلې وه
٤-هغه يوه پاک لمنه ښځه وه
٥-هغه يوه ريښتينی ښځه وه
٦-هغه دالله تعالی په خبرو او کتابونو ايمان او باور درلوده .
٧-هغه دالله تعالی تابعداره بنده وه.
٨-هغې ته به غيبی او خارق العاده رزق ورکول کيده .
٩-دهغې نه الله تعالی بغير خاوند نه پيغمبر پيداکړو .
١٠-دهغې خدمت او پالنه دزمانې پيغمبر زكريا عليه السلام کوله .

دوهم : حنة بنت فاقوذ چې دعمران ښځه او دبی بی مريم موروه :
ددغې نيکې ښځې حکايت په سورة ال عمران کې ذکر شويدی دغې ښځې حمل درلود او دا يې نذر ایښی و چې کله دغه حمل پيدا شی نو هغه به دبيت المقدس خدمت کوي نو کله يې چې دغه حمل وزيږاوه نو هغه ښځه وه نو دهغې نوم ئې مريم کيښوده . نو الله تعالی دغه نذر قبول کړلو او مريم بيا په بيت المقدس کې دزکريا عليه السلام ترپالنې لاندې اوسيدله او هغې ته ئې يوه خاصه کوټه جوړ کړې وه .
الله تعالی فرمائی : (( اذقالت امراة عمران رب اني نذرت لک ما فی بطنی محررا فتقبل منی انک انت السميع العليم فلما وضعتها قالت رب انی وضعتها انثی والله اعلم بما وضعت وليس الذکر کالانثی واني سميتها مريم واني اعيذها بک وذريتها من الشيطن الرجيم فتقبلها ربها بقبول حسن وانبتها نباتا حسنا وکفلها زکريا ..))
(سورة ال عمران ٣٦-٣٧ )
ژباړه : هر کله چې ووئيل ښځې دعمران عليه السلام ای ربه زما يقنيا ما منخته کړې ده خاص تالره دهغه ماشوم چې ځما په خيټه کې دی ازاد کړی شوی ددين لپاره نو قبول کړې زمانه يقينا ته هرڅه اوری او په هر څه باندې عالم ئې نو هر کله چې هغې وزيږوله هغه نو هغې وويلې يا ربه يقينا ما جينی وزيږوله او الله تعالی ښه پوهه دی په هغه چې هغې زيږولی دی او نه دی هغه نارينه ( چې ده طلب کړې وه دهغه ) پشان دهغه زنانه ( چې ورکړی شوه ) او يقينا ما نوم ايښودلې دی دهغې مريم او يقينا زه پناه غواړم هغې لره په تاسره او اولاد دهغې لره دشيطان رټلی شوی نه نو قبول کړلو هغه رب دهغې په ښائسته قبلولو سره او زرغون ئې کړو هغه په ښائسته زرغونولو سره او هغه ئې زکريا ته وسپارلو ( دخدمت او پالنې لپاره )

دريم : آسيه بنت مزاحم عليها السلام چې دفرعون ښځه وه او مسلمانه وه فرعون هغې ته سخت عذابونه ورکړلو چې هغه بيرته داسلام څخه وګرځيږي خو هغه دقوي ايمان او عقيدې خاونده وه او دحق په لار کې ئې شهادت قبوله کړه او فرعون هغه شهيده کړه . الله تعالی دهغې په صفت کې داسې فرمائی : (( وضرب الله مثلا للذين امنوا امراة فرعون اذقالت رب ابن لی عندک بيتا فی الجنة ونجنی من فرعون وعمله ونجنی من القوم الظالمين ))
(سورة ا لتحريم ايت ١١ )
ژباړه : او بيان کړيدی الله تعالی مثال دمومنانو لپاره دښځې دفرعون کوم وخت چې وويل هغې ای ربه ځما جوړ کړه ما لپاره ستا په خوا کور په جنت کې او ماته نجات راکړه دفرعون او دهغه دعمل څخه او ماته نجات راکړه دظالم قوم څخه .

څلورم : بی بی سارة چې دابراهيم عليه السلام ښځه وه :
ددغې ښځې څخه دوه پيغمبران پيدا شوی وه چې يو اسحق عليه السلام وه او بل يعقوب عليه السلام يعنې دی د دوو پيغمبرانو مور وه او دپيغمبرښځه وه الله تعالی دهغې حکايت په سورة هود او سورة الذاريات کې داسې کړيدی : (( وامراته قائمة فضحکت فبشرناها باسحاق ومن وراء اسحق يعقوب ))
(سورة هود ایت۷۱)
ژباړه : او دابراهيم عليه السلام ښځه ولاړه وو نو هغه خوشحاله شوه نو مونږه زيری ورکړلو هغې ته په اسحق او وروستو داسحق نه په يعقوب سره.
او په سورة الذاريات کې يې داسې فرمائی : (( وبشروه بغلم عليم ، فاقبلت امراته فی صرة فصکت وجهها وقالت عجوز عقيم ، قالوا کذلک قال ربک انه هوالعليم الحکيم))
(سورة الذاريات ايت ٣٠ )
ژباړه او ملائکو زيری ورکړلو ابراهيم عليه السلام ته په يو علم والا ځوې سره نو مخامخ شوه ښځه دهغه په ډله دملائکو کې په چغې سره نو خپل مخ ئې په لاس ووهلو او وې وئيلې زه يوه شنډه بوډۍ يمه نو ملايکو وويل دغسې به ئې ته ستا رب ويلي دي يقينا هغه حکمتونو والا دی .

پنځم :دزکريا عليه السلام ښځه چې دبی بی مريم خاله وه اويوه مسلمانه ښځه وه ددغې ښځې ذکر دسورة ال عمران په څلويښتم ايت او سورة مريم په پنځم او اتم ايت کې شويدی .

شپږم : دموسی عليه السلام مور چې يوه مسلمانه ښځه وه دسورة طه په اته ديرشم او څلويښتم ايت کې او دسورة القصص په اووم او دولسم ايت کې ئې ذکر شويدی .

اووم : بلقيس : دغه ښځه مخکې دايمان راوړلونه ديمن ملکه وه سليمان عليه السلام هغې ته يو خط وليږلو او هغه ئې اسلام ته دعوت کړې وه چې ددغه خط نه وروسته هغه سليمان عليه السلام ته راغله او مسلمانه شوه او دشرک او دکفر نه ئې خپل برائت اعلان کړلو .
الله تعالی ددغې ښځې قيصه په سورة النمل کې د ٢٣ اايت څخه تر ٤٤ ايت پورې په تفصيل سره ذکر کړی دی .

اتم: زينب بنت جحش رضی الله عنها چې دزيد بن حارثة رضي الله عنه ښځه وه او زيد ته رسول الله صلی الله عليه وسلم ځوې ويلې وه او دهغه سره ئې ئې زياته مينه درلودله زيد بن حارثة خپله ښځه طلاقه کړه او دهغه دطلاق نه وروسته الله تعالی دغه ښځه خپل پيغمبر ته په نکاح کړلو او الله تعالی دغه قصه داسې بيانوی : (( فلماقضی زيد منها وطرا زوجناکها لکی لايکون علی المومنين حرج فی ازواج ادعيائهم اذا قضوا منهن وطرا وکان امرالله مفعولا ))
( سورة الاحزاب ايت ٣٧)
ژباړه : پس هرکله چې پوره کړلو زيد دهغې ( زينب بنت جحش ) نه حاجت نو په نکاح سره مونږ درکړله تاته دغه ښځه ددې لپاره چې نه وي په مومنانو باندې تنګسيا په باره دنکاح کولو دښځو دمتبنی ګانو ددوي هر کله چې پوره کړي دوي دهغوې نه حاجت او دې حکم دالله تعالی پوره کړی شوی .
د رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه ښځه دومره اوچته مرتبه درلودله چې رب العالمين پخپله دعرش دپاسه دهغې نکاح دخپل پيغمبر سره تړلې وه ځکه خوبه دغه ښځه درسول الله صلی الله عليه وسلم په نورو ښځو افتخار کولو او دابه ئې ويلی چې ځما نکاح رب العالمين د عرش دپاسه دخپل پيغمبر سره تړلی دی .

نهم :عائشه رضي الله عنها چې درسول الله ښځه وه دسورة النور دلسم ايت څه تر شلم ايته پورې د هغې دبرائت لپاره نازل شويدی .

لسم : درسول الله صلی الله عليه وسلم نورې بيبيانې :
درسول الله صلی الله عليه وسلم دټولو بيبيانو ذکر په سورة الاحزاب او سورة التحريم کې په تفصيل سره شوی دی .
سورة الاحزاب ايت ٦ او ايت ٢٨ الی ٣٤ او ايت ٥٠ تر ٣ او ايت ٥٩ اوسورة التحريم دايت ٣ څخه تر ايت ٥ پورې.

يوولسم : دشعيب عليه السلام لورګانې چې يوه ئې بيا دموسی عليه السلام ښځه شوه . ددوی حکايت په سورة القصص کې الله تعالی ذکر کړی دی . سورة القصص ايت ٢٣ .

دولسم : دعزيز مصر ښځه چې راعيل نوميده او مشهوره په زليخا باندې ده .
ددغې ښځې حکايت الله تعالی په سورة يوسف کې په تفصيل سره ئې ذکر کړی دی .

ديارلسم :دنوح عليه السلام ښځه او دلوط عليه السلام ښځه دغه دواړه ښځې اګر که دپيغمبرانو ښځې وې خو کافرې وې ځکه دواړه دجهنم مستحق شول الله تعالی ددغو دواړو په باره کې داسې فرمائي : (( وضرب الله مثلا للذين کفروا امراة نوح وامراة لوط کانتا تحت عبدين من عبادنا صالحين فخانتاهما فلم يغنيا عنهما من الله شيئا وقيل ادخلا النار مع الداخلين )
(سورة التحريم ايت ١٠ )
ژباړه : او بيان کړيدی الله تعالی مثال کافرانولره دښځې دنوح او دښځې دلوط چې دا دواړه ځما ددوه صالحو بندګانو په نکاح کې وه نو خيانت وکړو دغو دواړو دخپل ميړونوسره ( ايمان ئې رانه وړ ) نو دفع نه کړلو هغوی د دوې نه هيڅ شی دالله دعذاب نه او وویل شو چې داخلې شی اورته داخليدونکو سره .

څوارلسم : دابو لهب ښڅه چې ام جميل نوميده او کافره وه الله تعالی ددغې ښځې حکايت په سورة اللهب کې کړيدی او داسې ئې فرمائلی دی : (( وامراته حمالة الحطب في جيدها حبل من مسد ))
(سورة اللهب ايت ٤-٥ )
ژباړه: او ښځه دده چې بارونکې دخاشاک ده په سټ دهغې کې رسی ده دپوستکو دکجورو څخه .
مطلب دا چې د ابو لهب ښځه به هم د جهنم اور ته داخلیږی دغه ښځه ډیره سخته کافره وه او رسول الله صلی الله علیه و سلم ته به زیات تکلیف رسولو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery