مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ښځو اوچت مقام د نبوي احاديثو په رڼا کې


دنبوی احاديثو په ذخيره کې داسې ډير روايتونه موجود دي چې په هغې کې دښځو اوچت مقام ذکر شوی دی خو زه په دغه لويه ذخيره کې صرف يو څو روايتونه ذکر کوم چې دهغې څخه دښځو اوچت مقام په اسلام کې ډير ښه معلوميږي چې هغه په لاندې ډول دى:
١-امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله دابوهريرة رضي الله عنه څخه روايت کړی چې هغه ويلی دي : (( اتی جبريل النبی صلی الله عليه وسلم فقال يا رسول الله هذه خديجة قد اتت معها اناء فيه ادام وطعام فاذا اتتک فاقرا عليه السلام من ربها ومني وبشرها ببيت فی الجنة من قصب لا صخب فيه ولا نصب ))
( متفق عليه مشكوة صفحه ٥٧٣ )
ژباړه : جبريل عليه السلام نبی عليه السلام ته راغی او هغه ته يې وويلې چې ای رسول الله صلی الله عليه وسلم خديجة تاته راتلونکې ده او دهغې سره يو لوښی دی چې په هغه کې قتغ او دخوراک څه شی دی نو چې کله تاته راغله نو په هغې باندې دهغې درب له طرفه او ځما له طرفه سلام ووايه او هغې ته زيری ورکړه په يو کور سره په جنت کې چې دمرغلرو څخه جوړ دی او په هغه کې شور او تکليف نشته
سبحان الله !
يوه ښځه په اسلام کې دومره اوچتې مرتبې ته رسيږي چې رب العالمين او دهغه مقرب ملائک جبريل عليه السلام په هغې باندې سلام وائی او هغې ته په دنيا کې دجنت زيری ورکوي . يقينا دغه ټولو ښځو ته لوې افتخار او دير لوې عزت دی .
٢-امام ترمذي رحمه الله دانس رضي الله عنه څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( حسبک من نساء العالمين مريم بنت عمران وخديجة بنت خويلد وفاطمة بنت محمد وآسية امراة فرعون )
(مشكوة صفحه ٥٧٣)
ژباړه : کافي ده تاته پيژندل دفضيلت دمريم لور دعمران او دخديجې لور دخويلد او دفاطمې لور دمحمد صلی الله عليه وسلم او داسيه ښځه دفرعون .
يعنې دغې ښځې داسې اوچتو مرتبو ته رسيدلي دي چې ډير نارينه هغې ته نه دی رسيدلي .
٣-امام بخاري او امام مسلم رحمه ا الله دعائشة رضي الله عنها څخه روايت کړيدی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( يا عائشة هذا جبريل يقرئک السلام قالت وعليه السلام ورحمة الله قالت وهو يری مالا اری ))
(مشكوة صفحه ٥٧٣ )
ژباړه : ای عائشې دغه جبريل دی او پرتا سلام وائی نو عائشة رضي الله عنها وويلې چې په هغه دې سلام او رحمت دالله وي او بيائې وويلې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم جبريل ليده او مانه ليده .
٤-امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله دعائشة رضي الله عنها څخه روايت کړيدي چې هغې فرمائلی دی : (( کان رسول الله صلی الله عليه وسلم يکثرذکرها( خديجة) وربما ذبح الشاة ثم يقطعها اعضاء ثم يبعثها في صدائق خديجة ))
(متفق علیه مشكوة صفحه ٥٧٣ )
ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم به خديجة رضي الله عنها ډيره يادوله او ډير کرتې به يې چې کله ګډ حلاله کړه نو دهغه اندامونه به ئې جداجدا کړله او بيا به ئې دخديجې رضي الله عنها په دوستانو تقسيموله .
٥-امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله دعلي رضي الله عنه څخه روايت کړيدي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( خير نسائها مريم بنت عمران وخير نسائها خديجة بنت خويلد ))
(متفق علیه مشكوة صفحه ٥٧٣)
ژباړه : مريم لور دعمران د خپلې زمانې بهتره ښځه وه او خديجه لور دخويلد دخپلې زمانې بهتره ښځه ده .
٦-امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله دعائشة رضي الله عنها څخه روايت کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فاطمه رضي الله عنها ته وويل : (( يا فاطمة الا ترضين ان تکوني سيدة نساء اهل الجنة ))
(مشكوة صفحۀ ٥٦٨ )
ژباړه : ای فاطمې ايا ته نه خوشحاليږی چې دجنت دښځو سرداره شی.
او په بل روايت کې امام ترمذی دعائشة رضي الله عنها روايت کړي دی چې فاطمة رضي الله عنها داسې فرمائلی دی : (( واخبرنی انی سيدة نساء اهل الجنه ))
(متفق علیه مشكوة صفحه ٥٧٤ )
ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم ماته خبر راکړه چې زه دجنت دښځوسرداره يم .
٧-امام بخاري او امام مسلم دعمروبن العاص رضي الله عنه څخه روايت کړيدی چې هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويلې : ((ای الناس احب اليک ؟ قال عائشة ))
(متفق علیه � مشكوة صفحه ۵۵۵)
ژباړه : په خلکو کې څوک تاته ډير خوښ دی نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمائل چې عائشة رضي الله عنها .
٨-امام بخاری او امام مسلم رحمهما الله دمسوربن مخرمة رضي الله عنه څخه روايت کړيدی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی : (فاطمة بضعة منی فمن اغضبها اغضبنی وفی رواية يريبنی ما ارابها ويوذيني ما آذاها )
( متفق علیه � مشكوة صفحه ۵۶۸ )
ژباړه : فاطمه ځما دبدن ټوټه ده او چاچې هغه په غصه کړله نو زه ئې په غصه کړلم او په بل روايت کې ئې داسې ويلی دی : (( ما خفه کوی هغه شی چې فاطمه خفه کوی او ماته تکليف او ضرر رسوی هغه شی چې فاطمه ته تکليف او ضرر رسوی .
دپورتنې احاديثو څخه دا معلومه شوه چې داسلام مقدس دين پرښځو څومره زيات اهتمام کړی دی او دا چې ښځې کولای شي هغه اوچتو درجو او مرتبو ته ورسيږي کوم چې دير سړي ورته نه شي رسيدلای البته دغو او چتو مرتبو ته به دتقوی او ديانتداری او خوش اخلاقې له لارې رسيږي .
٩-امام احمدبن حنبل او امام نسائی رحمهما الله دانس رضي الله عنه څخه روايت کړيدی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( حبب الی من الدنيا النساء والطيب وجعلت قرة عينی فی الصلاة ))
(مشكوة صفحه ٤٤٩ )
ژباړه : ددنيا څخه ماته ښځې او خوشبويې محبوب شويدی او ځما دسترګو يخوالي په لمانځه کې ګرځول شوي دي .
١٠-همدارنګې امام نسائی دانس رضي الله عنه څخه روايت کړيدی چې هغه ويلی دی : (( لم يکن شی احب الی رسول الله صلی الله عليه وسلم بعد النساء من الخيل )
( نسائی صفحه ٩٤ جلد ٢ )
ژباړه : داسې شی چې رسول الله صلی اله عليه وسلم ته پس له ښځو دير خوښ وه هغه اسونه وه ، يعنې په اوله درجه کې ئې دښځو سره مينه زياته وه او دهغوې نه وروسته ئې داسونو سره مينه زياته وه
١١-امام مسلم رحمه الله دعبدالله بن عمرو رضي الله عنه نه روايت کړيدی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( الدنيا متاع وخير متاعها المراة الصالحة))
( مشكوة صفحه ٢٦٧ )
ژباړه : دنيا يوه شتمنې ده او غوره شتمنى ددنيا صالحه ښځه ده .
١٢-امام ابوداود رحمه الله دابوالطفيل غنوی رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې هغه ويلی دی : (( کنت جالسا مع النبی صلی الله عليه وسلم اذاقبلت امراة فبسط النبی صلی الله عليه وسلم رادءه حتی قعدت فلما ذهبت قيل هذه ارضعت النبی صلی الله عليه وسلم ))
( مشكوة ٢٧٤ )
ژباړه : زه دنبی عليه السلام سره ناست وم چې يوه ښځه راغله نو نبی عليه السلام خپل څادر هغې ته هواره کړه او هغه ورباندې کښيناستله نو هرکله چې دغه ښځه لاړله نويو چا وويلې چې دا هغه ښځه ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ئې شيدې ورکړيده . يعنې دهغه رضاعی مور وه .
١٣-امام بخاری او امام مسلم رحمهما الله دام هانی بنت ابی طالب رضي الله عنها نه چې درسول الله صی الله عليه وسلم دتره لور روايت کړي دی چې هغې په فتح دمکې کې دوو مشرکانو ته چې دده دميړه خپلوان وو امان ورکړې وه او علی رضي الله عنه غوښتل چې دغه کسان ووژنې نو ام هاني رضي الله عنها رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دغه خبره وکړله نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل :( قداجرنا من اجرت يا ام هانئ )
( مشكوة صفحه ٣٤٧ )
ژباړه : مونږ امان ورکړيدی هغه چاته چې تاورته امان ورکړيدی ای ام هانئ .
سبحان الله !
داسلام په مقدس دين کې دښځې دتصميم او نظر څومره زيات احترام شويدی او په هغه باندې څومره زيات اهتمام شويدی چې يوه مسلمانه ښځه دوو کافرانو ته امان ورکوي او دالله تعالی رسول دغه امان ورکول قبول او نافذوي .
١٤-امام بخاری او امام مسلم رحمهما الله د ابو هريره رضی الله عنه نه روايت کړيدی چې يو سړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل : (من احق الناس بحسن صحابتی ؟ قال امک قال ثم من ؟قال امک .قال ثم من ؟ قال امک . قال ثم من ؟ قال ابوک )
(مشكوة صفحه ٤١٨)
ترجمه : يو سړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل چې څوک پر ما باندې ډیر حقدار دی په ښه ملگرتيا کې ؟ نو رسول الله صلی عليه وسلم ورته وويل ستا مور هغه سړی بيا وويل څوک ؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل ستا مور هغه سړی وويل بيا څوک ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل چې ستا مور هغه سړی وويل بيا څوک ؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل ستا پلار .
سبحان الله .
دا يو لوې شرف عزت او افتخار دی د ټولو ښځو دپاره چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هغوی دری ځلی مکرر زيات حقدار د ښه ملگرتيا او ښې معاملی بولی او نارينه يې په څلورمه درجه کې حقدار گڼلی دی .
١٥-امام بخاری او امام مسلم رحمهما الله دابو هريرة رضي الله عنه نه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( استوصوا بالنساء خيرا ))
(مشكوة صفحه ٢٨٠ )
ژباړه : ترجمه : يو بل ته دښځو په هکله ښه وصيت او سپارښتنه وکړی .
سبحان الله :
وګورئ داسلام د مقدس دين کمال ته چې دښځو په خيراو صلاح باندې څومره زيات اهتمام کوی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل ټول امت ته امر کوي چې يو بل ته دښځو په باره کې ښه وصيت وکړئ يعنې يو بل ته پرښځو باندې درحم او دهغوې سره دنيکې رويې په باره کې وصيت وکړئ .
١٦-امام احمدبن حنبل او امام نسائی او امام بيهقی رحمهم الله دمعاويه بن جاهمه رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې جاهمه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی نو هغه ته يې وويل چې( يا رسول الله صلی الله عليه وسلم اردت ان اغزو وقد جئتک استشيرک فقال هل لک من ام ؟قال نعم قال فالزمها فان الجنة عند رجلها )
( مشكوة صفحه ٤٢١ )
ژباړه : ای رسول الله ما اراده کړې چې غزا ته لاړ شم او تاته راغلی يم چې ماته مشوره راکړئ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل ايا مور دې شته ؟ نو هغه وويل هو نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل چې دهغې سره دخدمت لپاره اوسیږه ځکه جنت دهغې دخپو سره دی .
١۷-امام خطيب بغدادی په خپل کتاب الجامع لاخلاق الراوي کې د انس رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمائلی دی : (( الجنة تحت اقدام الامهات ))
( رواه احمد و النسايی و ابن ماجه و الحاکم والقضاعی فی مسنده مشكوة صفحه ٤٢١ حاشيه ٤ واورده الذهبی فی الکبائر و ذکره الساعاتی فی بلوغ الامانی شرح الفتح الربانی جلد ۱۴ صفحه ۵۸ الفتح الربانی ج ۱۴ صفحه ۵۸ کشف الخفاج 1 ص ۳۳۵ )
ژباړه : جنت دمورګانو دقدمونو لاندې دی .

سبحان الله !
دايولوې افتخار او عزت دی ټولو ښځو ته چې جنت ته تلل دمورګانو په خدمت او پالنه پورې تړل شوي دي.
١۸-امام مسلم او امام بخاری او امام ترمذي دانس رضي الله عنه نه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( من عال جار يتين حتی تبلغا جاء يوم القيامة انا وهو کهاتين واشار بالسبابه والوسطی ))
(رياض الصالحين صفحه ١٥٥ مشكوة صفحه ٤٢١ الادب المفرد جلد ١ صقحه ٤١ )
ژباړه : چاچې ددوو جنکيانو خدمت او پالنه دهغوې تربالغيدو پورې وکړلو نو په ورځ دقيامت کې به ځما سره دومره نزدې وي لکه څنګه چې منځنی ګوته دشهادت د ګوتی سره نزدی دی .
ددغه حديث څخه معلومه شوه چې دښځو خدمت او پالنه او پرهغوی شفقت درسول الله صلی الله عليه وسلم دخوشحاليدو او دجنت دداخليدو سبب دی .
١٨-امام احمدبن حنبل او امام نسائی او امام ابن ماجه رحمه الله د ابوهريرة رضي الله عنه او دابو شريح خزاعی رضي الله عنه څخه روايت کړي دی چې رسول الله صلی اله عليه وسلم فرمائلی دی : (( اللهم اني احرج حق الضعيفين اليتيم والمراة ))
(الفتح الربانی ج ١٦ صفحه ٢٣٢ رياض الصالحین صفحه ١٥٦ )
ژباړه : ای الله زه په سختی سره منع کوم ددوو ضعيفانو يتيم او ښځه دحق دتلفولو څخه يعنې ديتيم او ښځې دحق دپيمالولو څخه خلک سخت ويروم او سخت منع کوم او ديتيم او ښځې دحق پيمالونکې ګنهګار ګڼم .

سبحان الله !
وګورئ داسلام مقدس دين ته چې څومره زيات اهتمام کوی دښځو په حقونو باندې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دهغوې دحقوقو دضائع کولو څخه څومره په سختی سره خلک منع کوي .
١٩-امام بخاري او امام مسلم دعائشی رضي الله عنها نه روايت کړي دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( من ابتلی من هذه البنات بشئ فاحسن اليهن کن له سترا من النار )
(مشكوة صفحه ٤٢١ الادب المفرد صفحه ٤١ جلد ١)
ژباړه : چاته چې لورګانې ورکړی شوی وي او دې ورسره احسان وکړي ( يعنې دهغوې ښه خدمت او پالنه او تربيه وکړي ) نو دغه لورګانې به دده او ددوزخ داور ترمنځه به ديوې پردی په شان وي يعنې دغه لورګانې بۀ دده دنجات سبب شی ددوزخ داور څخه .
٢٠-امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله دابو هريرة رضي الله عنه روايت کړيدی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( الساعی علی الارملة والمسکين کالمجاهد في سبيل الله وکالقائم الذي لا يفتر وکالصائم الذي لا يفطر ))
( مشكوة صفحه ٤٢٢ رياض الصالحين صفحه ١٥٥ )
ژباړه : څوک چې دکونډو ښځو او مسکينانو په مرسته او خدمت او پالنه کې کوشش کوي په درجه او ثواب کې دهغه چاسره برابر دی چې دالله تعالی په لار کې جهاد کوي او دهغه چاسره چې هميشه به لمانځه ولاړ وي او نه ستړي كيږي او دهغه چاسره چې هميشه روژه نيسي او نه بوزه كيږي .
سبحان الله !
وګورئ داسلام مقدس دين ته چې دښځو خدمت او پالنی ته ئې څومره اوچته مرتبه ورکړيدی چې دهغوې دخدمت او پالنې ثواب ئې دجهاد او دایمی تهجد او روژه دارې دثواب سره برابر کړی دی حال دا چې جهاد او هميشه تهجد او روژه نيول سخت عبادت دي .
٢١-امام احمد بن حنبل او امام ابو داود او امام ابن ماجه او امام دارمی د اسماء بنت يزيد رضی الله عنها نه روايت کړيدی چه هغې ويلی دی (مر علينا رسول الله صل الله عليه وسلم ونحن فی نسوه فسلم علينا )
(الفتح الربانی ج ۱۶ ص ۲۲۹ مشکاه ص ۴۰۰ )
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه و سلم د ښځو پر یوه ډله تیریده چې زه هم پکی ووم نو پرمونږ يې سلام واچاوه.
يقينا دا دټولو ښځو دپاره يو لوې عزت او افتخار دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم پر دوی باندې سلام اچوی .
٢٣-امام ابو داود او امام نسائی د ابو هريره رضی الله عنه نه روايت کړيدی چې رسول الله صلی عليه وسلم فرمائلی دی : رحم الله امراة قامت من اليل فصلت و ايقظت زوجها فصلی فان ابی نضحت فی وجهه الماء)
(مشكوة صفحه ۱۰۹)
ترجمه : الله تعالی دی رحم کړی په هغه ښځه باندې چې دشپې دخوبه پاڅيږی او لمونځ کوی او خپل خاوند هم پاڅوی او که خاوند يې پانڅید نو د هغه په مخ اوبه شيندی .
په دغه حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ښځې ته چې خپل رب سره مينه لری او دهغه تابعدارى کوی په خصوصی توگه درحمت دعا کوی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم هره دعا مقبوله ده .
٢٤-امام بخاری او امام مسلم رحمها الله د عبدالله بن عباس نه روايت کړيدی چې يو سړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل :( يا رسول الله امراتی خرجت حاجه واکتتبت فی غزوة کذا و کذا قال ارجع فحج مع امراتک )
(مسلم صفحه ۴۳۴ جلد ۱ ، بخاری صفحه ۷۸۷ جلد ۲ )
ترجمه : ای رسول الله صلی الله عليه وسلم ځما ښځه حج ته روانه ده او زه د فلانی غزا په لښکر کې ليکلی شوی يم نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل غزا پريږده او ښځې سره حج ته لاړ شه .
سبحان الله ! دغه دي په اسلام كې د ښځو اوچت مقام چې د حج په سفر كې د هغې د ملګرتيا او د هغې د ځان او عزت د ساتنې لپاره فرضى جهاد د خاوند څخه ساقطيږي او په هغه باندې دا لازميږي چې جهاد پريږدى او د هغې سره حج ته لاړ شي.
٢٥-امام ترمذی د عائشه رضی الله عنها نه روايت کړيدی چه رسول الله صلۍ الله عليه وسلم فرمائلی دی : (ان من اکمل المومنين ايمانا احسنهم خلقا والطفهم باهله )
(مشكوة صفحه ٢٨٢)
ترجمه : په مومنانو کې پوره ايمان والا هغه څوک دی چې دډيرو ښو اخلاقو خاوند وی او په خپله ښځه باندې ډير شفقت کونکی وی .
٢٦-امام ترمذی د ابوهريره نه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی (اکمل المومنين ايمانا احسنهم خلقا وخيارکم خيارکم لنسائهم ))
(مشكوة ٢٨٢)
ترجمه: په مومنانو کې پوره ايمان والا هغه څوک دی چه دډيرو ښو اخلاقو خاوند وی او په تاسو کې غوره خلق هغه دی چه د خپلو ښځو سره غوره معامله او چلند كوي.
٢٧-همدارنگی امام ترمذی او ابن ماجه د عايشه رضی الله عنها نه روايت کړی دی چې رسول الله فرمائلی (خيرکم خيرکم لاهله)
( مشكوة ٢٨١)
ترجمه : په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې د خپلې ښځې سره غوره اخلاق او معامله ولرى.
٢٨-امام ترمذی او ابوداود او نسائی د سعيد بن زيد رضی الله عنه نه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی (( من قتل دون اهله فهو شهيد ))
(مشكوة ۳۰۶)
ترجمه : څوک چې دخپلې ښځې او محارمو څخه په دفاع کې ووژل شی نو هغه شهيد دی
نو ددغه حديث څخه معلومه شوه چې ښځه په اسلام کې‌ دومره او چته مرتبه لری چې دهغې د عفت نه دفاع په هر مسلمان باندې فرض کړی شويدی او هر مسلمان ته امر شويدی چې د خپل عفت او ناموس نه په دفاع کې تر مرگه وجنگيږ‌ی او که په دفاع کې ووژل شی نو شهيد دی يقينا دا د ښځو د پاره لوې عزت دی مو نږ بايد زرکرته د اسلام مقدس دين باندې شکر وباسو او په هغه باندې افتخار وکړو خصوصا د اناثو طبقه .
٢٩-امام ابو داود د ابوهريره نه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی (( ليس منی من خبب امراة علی زوجها ))
ترجمه : هغه کس ځما دډلی څخه نه دی چې د ښځې او خاوند ترمنځ علاقات خرابوی يعنې حرام دی چې يو کس دی د ښځې او خاوند تر منځ شيطانت وکړی تر څو هغوی سره جدا کړی .
يقينا دغه فرمان کمال ترحم او شفقت دی پر ټولو مسلمانو ښځو باندې .
٣٠-امام مسلم (رح) د ابو هريره نه روايت کوی چې رسول الله صلی عليه وسلم فرمائلی دی چې (( لا يفرک مومن مومنة ان کره منها خلقا رضی الله منها آخر) ))
(مشكوة ٢٨٠)
ترجمه : مومن سړی دی د مؤمنې ښځې سره بغض نه کوی که د هغې کوم خصلت يې خوښ نه شی نو بل خصلت به يې خوښ شی .
ددغه حديث څخه معلومه شوه چې دښځې د يو بد خصلت په وجه د هغې نور ښه خصلتونه باید نظر انداز نه کړی شي يعنې دښځې يو بدخصلت بايد دهغې سره دبغض سبب نه شي حال دا چې نور ښه خصلتونه هم ولري چې دا يو کمال ترحم او شفقت دی پر ښځو باندې .
٣١-امام ابوداوداو ترمذي او نسائي او ابن ماجه دانس بن مالک الکعبي رضي الله عنه نه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي : (( ان الله وضع عن المسافر الصوم و شطر الصلاة و عن الحبلى و المرضع الصوم )
(مشكوة ۱۷۸)
ژباړه : الله تعالی مسافر ته دفرضې څلور رکعتې لمونځ نيمائی معاف کړی دی او همدارنګه روژه ئې مسافر ته او هغې ښځې ته چې ماشوم ته شيدی ورکوي او حامله ښځې ته معاف کړی دی .
وګورئ داسلام دمقدس دين دغه ترحم او شفقت ته پرښځو باندې چې هغې ته ئې دحمل او ماشوم ته دتی ورکولو په حالت کې روژه معاف کړی دی البته دحمل او دماشوم درضاعت دمودې څخه وروسته يې ورباندې قضا لازمه کړيده.
٣٢-امام احمدبن حنبل او امام نسائی دعبدالله بن عمر رضي الله عنه روايت کړی دی چې رسول الله صی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( ثلاثة قد حرم الله عليهم الجنة مدمن الخمر والعاق والديوث الذي يقر اهله الخبث ))
(مشكوة ٣١٨ )
ژباړه : د دريو کسانو الله تعالی جنت حرام کړی دی شراب خور او هغه کس چې مور اوپلار خفه کوي او هغه ديوث چې دخپلې ښځې او محارمو عفت ته توجه نه کوي
سبحان الله !
وګورئ داسلام دمقدس دين دغه عظيم اهتمام ته دښځو دشرف او عزت په باره کې چې څوک دښځې او محارمو دعفت څخه دفاع نه کوي اودهغوې په ساتنه او خدمت کې کوشش نه کوي او هغوې خفه کوي او هغوې ته ضرر رسوي هغه دالله تعالی درحمت او دجنت څخه محروم دي .
٣٣-امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله تعالی دعبدالله بن عمر رضي الله عنه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي :
(( المراة راعية علی بيت زوجها وولده وهي مسئولة عنهم ))
(مشكوة ٣٢٠ )
ژباړه : ښځه دخپل خاوند دکور او اولاد ساتونکې ده او دهغوې په باره کې ورڅخه پوښتنه كيږي يعنې ښځه دخپل خاوند په کور کې دهغه څخه وروسته دمسئوليت مرتبه لري دا دټولو ښځو لپاره يو شرف او عزت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هغوې ته دمسئوول خطاب کړی دی او دا هم معلومه شوه چې ښځې کولای شي دداسې کاروو مسئوليت په غاړه واخلي چې دهغوې دطبيعت او فطرت سره برابروي او دهغوې دتحمل وړ وي .
٣٤- انس رضي الله عنه داسې روايت کوي : (( کان النبی صلي الله عليه وسلم يجلس عند بعيره فينصب رکبته فتضع صفية رجلها علی رکبته حتی ترکب ))
(متفق عليه فتح الباري صفحه ٥٣٢ جلد ٤ کتاب البیوع و مسلم صفحه ۷۷۵ جلد ۲)
ژباړه : نبي عليه السلام به دخپل اوښ سره کښيناست او بيا به يې خپل مبارک زنګون ودراوه نو صفية بی بی رضي الله عنها به خپله خپه دده په زنګون باندې ايښودله چې په اوښ باندې سوره شي .
سبحان الله !
وګورئ داسلام د ستر پيغمبر دغه شفقت او ترحم ته چې يوې ښځې ته یې خپل مبارک زنګون زينه جوړه کړه ترڅو په اوښ باندې سوره شي .
٣٥-يوبل صحابي رضي الله عنه روايت کوي : (( کانت زوجة عثمان بن عفان رقية بنت رسول الله صلی الله عليه وسلم مريضة في غزوة بدر فقال رسول الله صلی الله عليه وسلم : اقم معها ولک اجر من شهد بدرا و سهمه ))
(بخاري صفحه ٥٧٤ جلد ٢ )
ژباړه : بي بي رقية رضي الله عنها چې دعثمان رضي الله عنه ښځه وه او درسول الله صلي الله عليه وسلم لور وه د بدر د غزا په وخت کې مريضه وه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم عثمان رضي الله عنه ته وفرمایل چې ته دخپلې ښځې سره اوسيږه او غزا ته مه ځه او تاته به دهغه چا په اندازه ثواب او د غنیمت برخه ورکول كيږي چې څوک دبدر په غزا کې شريک شوی وي.
وګورئ په اسلام کې دښځې دغه عظمت او عزت ته چې دهغې دخدمت ثواب دجهاد دثواپ يو برابر ګرځولی شوی دی .
٣٦-امام بخاري او امام مسلم دعبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( لا يخلون رجل بامراة ولا تسافرن امراة الا ومعها محرم ))
( مشكوة صفحه ٢٢١ )
ژباړه : هيڅکله دې اجنبی سړی داجنبي ښځې سره يوازی والی ونکړي او هيڅکله دې کومه ښځه سفرونکړي مګر چې محرم ورسره وي ،
وګورئ چې د اسلام مقدس دین دښځو په عفت او شرف او عزت باندې څومره اهتمام کړی دی او دکوم عمل نه ئې چې په دغه حديث کې منع فرمائلي دي دا ددې لپاره نه دی چې په ښځو سختي راولې بلکه دا ددې لپاره دی چې دښځو عزت او عفت ته څوک ضرر ونه رسوي چې دا پر ښځو باندې كمال ترحم او شفقت دى.
٣٧-امام احمدبن حنبل رحمه الله دعرباض بن سارية رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي : (( ان الرجل اذا سقی امراته من الماء اجر ))
(الفتح الربانی جلد ١٦ صفحه ٢٢٣ )
ژباړه : سړی چې کله خپلې ښځې ته اوبه ورکړي نو هغه ته اجر ورکول كيږي .
ددغه حديث څخه معلومه شوه چې دښځو خدمت د الله تعالی په نزد يو ښه عمل دی او ډير ثوابونه لري .
٣٨-امام ابن ماجه دسراقة بن مالک رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي : (( الا ادلکم علی افضل الصدقة ابنتک مردوده اليک ليس لها کاسب غيرک ))
(مشكوة صفحه ٤٢٥)
ژباړه : آيا زه تاسې ته بهترينه صدقه ونه ښايم بهترينه صدقة داده چې ستا لور دخاوند دکور څخه ستا کور ته راغلی وي او بل کوم کسب ګرونه لري او ته ئې خدمت او پالنه کوي او نفقه ورکوي يعنې ستا لور کونډه شوی وي او يا خاوند طلاقه کړی وي او ته يې ساتنه او خدمت کوی .
ددغه حديث نه معلومه شوه چې خيرات پرښځو پاندې دبل هر خيرات څخه غوره ده .
٣٩-امام مسلم رحمه الله دابوهريرة رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمائلي دي : (( دينارا نفقته في سبيل الله ودينار انفقته في رقبة و دينار تصدقت به علی مسکين ودينار انفقته علی اهلک اعظمها اجرا الذين انفقته عی اهلک ))
( رياض الصالحين صفحه ١٦٨ )
ژباړه : هغه دينار ( اشرفی ) چې ته دالله په لار کې خرچ کوی او هغه دينار چې ته ديو مريې دازادولو لپاره خرچ کوي او هغه دينار چې ته يو مسکين ته صدقه ورکوی او هغه دينار چې ته پخپل ښځه او اولاد باندې خرچ کوی په دې ټولو کې هغه دينار ډير زيات ثواب لري چې کوم دې پخپل ښځه او اولاد باندې خرچ کړی وي .
سبحان الله !
دغه دی داسلام دمقدس دين ترحم او شفقت پر ښځو پاندې چې که څوک سخاوت کوي نو اول دې پخپله ښځه او اولاد باندې وکړي .
٤٠-امام حاکم دعائشة رضي الله عنها څخه روايت کړی دی چې هغه ويلی دی : (( جاءت عجوز الی النبی صلی الله عليه وسلم فقال : کيف انتم ؟کيف حالکم ؟ کيف انتم بعدنا ؟ فقالت بخيربابي انت وامي يا رسول الله ))
( رواه الحاکم في المستدرک والبيهقي فی السنن الکبری )
ژباړه : يوه بوډ‌‌‌ۍ ښځه نبي عليه السلام ته راغله نو نبي عليه السلام هغې ته وويل : تاسو څنګه ياستئ؟ستاسو حال څنګه دی ؟ ددې نه مخکې تاسو څنګه وی ؟ نو هغې وويلې زه ښه يم ځما دې مور او پلار درنه قربان شي يا رسول الله صلی الله عليه وسلم .
ددغه حديث نه معلومه شوه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم څومره زيات متواضع او خوش اخلاقه او مهربان وه چې ديوې عادي بوډۍ ښځې سره ئې داسې يو رفتار وکړلو چې داحترام او محبت او شفقت څخه ډکه وه چې دغه ټولو ښځو ته يو لوې عزت او لوې افتخار دی همدارنګې ددغه حديث معلومه شوه چې زنانه لکه دنارينه و غوندې لائق داحترام دی او بايد دهغوې عزت او احترام وشي او دهغوې بې احترامي ونشي او دهغوې سره ښه رفتار وشي .
٤١-امام مسلم او امام ابوداوددعائشة رضي الله عنها څخه روايت کړی دی چې هغې ويلي دي : (( کنت اشرب وانا حائض فيضع رسول الله صلی الله عليه وسلم فاه علی موضع في فيشرب واتعرق العرق ثم اناوله النبي صلی الله عليه وسلم فيضع فاه علی موضع فی ))
(صحيح مسلم صفحه ١٤٣جلد ١ سنن ابي داود صفحه ٣٤)
ژباړه : زه به دحيض په حالت کې وم او چې کله به مې په کوم لوښي کې اوبه وڅښلې نورسول الله صلی الله عليه وسلم به خپله خوله ځما دخولې په ځاې کيښوده او دهغه لوښي څخه به يې اوبه وڅښلې او چې کله به ما په يوه غوښه لرونکی هډوکې باندې خوله ووهله نو بيا په مې هغه هډوکی رسول اله صلی الله عليه وسلم ته ورکوله نو هغه به خپله خوله ځما دخولې په ځاې ايښوده .
سبحان الله !
داسلام ستر پيغمبر صلی الله عليه وسلم ديوې ښځې پس خورده په کمال محبت او لذت او تواضع سره خوري نو معلومه شوه چې ښځه په اسلام كې څومره اوچته مرتبه لري .
٤٢-امام احمدبن حنبل رحمه الله دربيع بنت معوذ رضي الله عنها څخه روايت کړی دی چې هغې ويلي دي (( دخل علي رسول الله صلی الله عليه وسلم يوم عرسی فقعد في موضع فراشي هذا وعندی جاريتان تضربان بالدف))
(الفتح الرباني صفحه ٢١٤ جلد ١٦ )
ژباړه : زما دواده په ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم زمونږ کور ته راغی او ځما سره نژدې کښيناست او لما سره دوه جينکی وې چې هغوې به داريا وهلې.
دغه دی داسلام دستر پيغمبر تواضع او شفقت چې جينکی دهغه په وړاندې په کمال جرئت او خوښې سره داريا وهي ..
٤٣-امام ابوداود رحمه الله دعوف بن مالک الاشجعي رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي (( انا وامراة سفعاء الخدين في الجنة کهاتين وجمع بين اصبعيه السبابه والوسطی امراة ذات منصب وجمال آمت من زوجها حبست نفسها علی ايتامها حتی ماتوا اوباتوا ))
( مشكوة صفحه ٤٢٣)
ژباړه : هغه کونډه ښځه چې خاونده دمنصب او ښائست وي اودخپلو يتيمو بچيانو دډيرخدمت له وجې نه ئې پرمخ باندې توروالی پيدا شوی وي او دخپلو يتيمو بچيانو په خدمت کې ئې دهغوې تروفات يا جدایې پورې صبر کړی وي نو دغه کونډه به لما سره په جنت کې داسې نزدې وي لکه چې منځنی ګوته او دشهادت ګوته سره نزدې دی وګورئ دښځې عظمت ته په اسلام کې چې ديو نيک عمل په وجه داسې اوچتې درجې ته رسيږي چې درسول الله صلی الله عليه وسلم سره به په جنت کې نزدی وي .
٤٤-امام ابوداود او امام ترمذي وغيره دعائشة رضي الله عنها څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( ان النساء شقائق الرجال ))
(مشكوة صفحه ٤٨)
ژباړه : ښځې دسړو پشان دي په پيدائش او طبيعت کې . يعنې ښځې او نارينه ټول دادم او حواء عليهما السلام څخه پيدا شويدي نو نارينه و ته روا نه دي چې پرښځو کبر او لوئی وکړی او هغوې ته په سپک نظر وګوري بلکه زنانه هم لکه دنارينه و غوندې دقدراو احترام وړ او مستحق دي .
٤٥-امام ابونعيم په حلیه الاولياء کې دانس رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دی : (( المراة اذا صلت خمسها وصامت شهرها واحصنت فرجها واطاعت بعلها فلتدخل من ای ابواب الجنة شاءت ))
(مشكوة صفحه ٢٨١)
ژباړه : کومه ښځه چې خپل پنځه وخته لمونځ اداء کړی وي او خپل عورت یې ساتلی وي ( دحرامو څخه ) او دخپل خاوند تابعداری ئې کړی وي ( په نيکو کارونو کې ) نو په ورځ دقيامت کې به هغې ته اختيار ورکړی شي چې جنت ته په کومه دروازه داخليږی داخله دې شي .
وګورئ چې داسلام مقدس دين د ښځې په عزت او شرف باندې څومره تاکيد کړی دی چې ښځو ته ئې دخپل عفت او عزت ساتل دجنت دداخليدو يو سبب ګرځولی دی يعنې کومه ښځه چې دخپل عفت او شرف او عزت خيال نه ساتي هغه جنت ته نشي داخليدی
٤٦-امام ابوداود دعبدالله بن عباس رضي الله عنهما نه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( من کان له انثی فلم يادها ولم يهنها ولم يوثرولده يعنې الذکور، عليها ادخلها الله الجنة ))
(مشكوة صفحه ٤٢٣ )
ژباړه : دچاچې لور وه او هغه ئې ژوندی ښځه نه کړه او دهغې سپکاوی ئې ونکړلو او خپل ځامن یې ورباندې غوره ونه ګڼلو نو الله تعالی به ئې جنت ته دا خل کړي .
دغه دي دښځې اوچت مقام په اسلام کې چې دهغې احترام او پرهغې شفقت کول ئې دجنت دداخليدو سبب ګرځولی دی . نو هرهغه څوک چې ځامنو ته پر لورګانو باندې غوره والی ورکوي او هغوې ته ميراث نه ورکوي نو هغه ظالم دی او دالله تعالی درحمت نه به محروم وي او ددۀ دغه کار دجاهليت دزمانې دخلکو د کار سره مشابه دی . چې هغوې به خپلې لورګانې ژوندی ښخول ځکه خو الله تعالی دهغوې په باره کې داسې فرمائلي دي : (( واذا الموءودة سئلت بای ذنب قتلت ))
( سورة التکويرایت ٨-٩)
ژباړه : او کله چې د ژوندی ښخې شوې جينکو څخه پوښتنه وشي چې دوي په کومه ګناه وژلي شوي وو .
٤٧-امام بخاري او امام مسلم دانس رضي الله عنه څخه روايت کړيدی چې نبي عليه السلام په يو سفر کې خپلې بيبيانې په اوښانو سورې کړی وې او يو صحابي چې انجشه نوميده دغه اوښان چوکاوه نو نبي عليه السلام دغه صحابي ته وويلې (( يا انجشه رويدک سوقا بالقوارير ))
(صحيح مسلم صفحه ٢٥٥ جلد ٢ مشكوة صفحه ٤١٠)
ژباړه : ای نجشه په ارام سره دغه اوښان چو کوه او په دغه ښځو باندې چې دشيشې غوندې نازک دي شفقت وکړه .
نو په دغه حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم ښځې دشيشې سره مشابه کړيدی يعنې لکه څرنګه چې شيشه يو نازک شی دی همدارنګې ښځې هم يو نازک مخلوق دی نو بايد دهغوې سره زياته نرمي وشي او دهغوې په حفاظت کې دې زياته پاملرنه وشي همدارنګې لکه څرنګه چې شيشه يو ښائسته او صفاشی دی او درڼا لپاره استعماليږي نو ښځې هم يوصفا او ښائسته مخلوق دی اوپه هريو کور کې ديوې ډيوی مثال لري چې کور والا ئې درڼا څخه ګټه اخلي او چې په کوم کور کې ښځه نه وي نو هغه کور برباد او په تيارو کې ډوب وي .
٤٨-امام مسلم او امام احمداو امام ترمذي داسماء بنت يزيد رضي الله عنه څخه روايت کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( لا يحل الکذب الا في ثلاث کذب الرجل امراته ليرضيها والکذب فی الحرب والکذب ليصلح بين الناس ))
(مشكوة صفحه ٤٢٨)
ژباړه : دروغ ويل روا نه دی مګر په دريو شيانو کې يو دميړه دروغ ويل دخپلې ښځې دخوشحالولو لپاره او بل کافرانو سره دجنګ په حالت کې دروغ ويل او بل دخلکو ترمنځ داصلاح لپاره دروغ ويل
سبحان الله !
سره ددې نه چې دروغ ويل په اسلام کې يوه لويه ګناه ده خو د ښځې دخوشحالولولپاره روا شوی دی چې ددې څخه په اسلام کې دښځو اوچت مقام او لوې عزت دير ښۀ معلوميږي .
۴۹ : جلیل القدر صحابی سعد بن ابی وقاص رضی الله تعالی عنه د رسول الله صلی الله علیه و سلم نه روایت کړیدی چې هغه فرمایلی دی : (( اربع من السعاده المراه الصالحه و المسکن الواسع والجار الصالح والمرکب الهنیء ))
( رواه الحاکم فی مستدرکه و ابو نعیم فی الحلیه و البیهقی. کشف الخفاء ج ۱ ص ۱۰۷ )
ژباړه : څلور شیان د نیکبختی شیان دی دینداره ښځه، پراخ کور نیک ګاونډی او د سورلی ښه وسیله.
نو د د غه حدیث څخه معلومه شوه چې د ښځو نه بغیر نارینه نیکبخت کیدی نشی او د نارینه و سعادت د ښځو پوری مربو‌ط دی چې دا د ټولو ښځو د پاره د عزت او شرف خبره ده .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery