مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ښځو او نارينه و حقوق يو پر بل باندې د قران او سنت په رڼا كې


داسلام مقدس دين ددې لپاره چې دښځې او خاوند مشترک ژوند دسعادت او محبت او خوشحالی نه ډک وي ددواړو يو پربل باندې حقوق ئې بيان کړي دي او دهغه په رعايت ئې امر کړی دی ترڅو په کورنی کې د موجوده او راتلونکو ټولو مشکلاتو مخه ونيول شي .
داسلام مقدس دين لکه څرنګه چې نارينه و ته پرخپلو ښځو باندې حقوق ورکړي دي نو همدارنګې ئې زنانه و ته هم پرنارينه و باندې حقوق ورکړي دي الله تعالی فرمائی : (( ولهن مثل الذي عليهن بالمعروف و للرجال عليهن درجة))
( سورة البقرة ايت صفحه ٢٢٨)
ژباړه : او ښځو لپاره حقوق دي پشان دهغه حقونو چې پر دوي باندې لازم دي چې هغه دخاوند حقوق دي په نيکې طريقې سره يعنې دشريعت مطابق او دنارينه و لپاره پرښځو باندې اوچته درجه ده .
په دغه مبارکه ايت کې الله تعالی دښځو حقوق دنارينه دحقونو څخه مخکې ذکر کړی دی ځکه چې په (( ولهن)) کې هن ضمير دغائب دی چې جمع مونث ته راجع دی نو ددې نه معلومه شوه چې الله تعالی دښځو دحقوقو په موضوع کې زيات اهتمام کړی دی ځکه چې ښځه يو کمزوری مخلوق دی هسې نه چې څوک ئې حقوق ضائع نه کړی چې دا دالله تعالى يو لوې رحمت دی په ښځو باندې او بايد ټولې ښځې ددغه رحمت شکر ادا کړي او الله تعالی ته تسليم او دهغه تابعداری شي ترڅو دوي ته ددنيا او اخرت نيکبختی په برخه شي.
همدارنګه الله تعالی فرمائی (( وعاشروهن بالمعروف ))
(سورة النساء صفحه ١٩ )
ژباړه : اوژوند کوی تاسې دخپلو ښځو سره په نيکې طريقې او مطابق دشريعت.
وګوري چې الله تعالی دښځو پرحقوقو باندې څومره زيات اهتمام کړی دی چې نارينه و ته ئې امر کړی دی چې دخپلو ښځو سره ښه او نيکه رويه او معامله وکړي چې دا يو لوي رحمت دی پرښځو بآندې او دټولو ښځو لپاره يولوې عزت او افتخار دی .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery