مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ښځو حقوق پر نارينه و باندې د قران او سنت په رڼا كې


ښځه پر خپل خاوندې باندې يو څه حقوق لرى چې بايد د هغې رعايت وشى چې هغه په لاندې ډول دى:
١- دمهر حق : مهر هغه يو اندازه معلوم مال دی که منقول (د يو ځاې څخه بل ځاې ته نقل كيداې شي لكه نقدي پيسې،سره زر، سپين زر) وی او که غير منقول (چې د يو ځاې څخه بل ځاې ته نه نقل كيږي لكه ځمكه، كور) چه د نکاح دعقد په وخت کې د ميړه له طرفه ښځې ته معجل (سمدستى) یا مؤجل (راتلونکی) کې ورکول كيږى.
دمهر دواجبوالی دلائل :
الف : الله تعالی فرمائی ((وآتوا النساء صدقاتهن نحلة ))
(سورة النساء ايت ١٩)
ترجمه: تا سو ښځو ته مهرونه په خوښی سره ورکړى.
ب: همدارنگه الله تعالی فرمائى(( فما استمعتم به منهن فاتوهن اجورهن فريضة))
(سورة النساءايت ٩)
ترجمه: پس هغه ښځې چې تاسې ورڅخه فائده اخلی (کوروالى وکړی ورسره) نو هغوی ته خپل مقرر مهر ورکړی .
ج: ابو سلمه رضی الله عنها روايت کوی چې ((سالت عائشه رضی الله عنها عن صداق رسول الله صلی عليه وسلم فقال ثنتا عشرة اوقية ونش)
(ابوداود٢٨٧و رواه مسلم بلوغ المرام١٨)
ترجمه. ابو سلمه رضی الله عنه فرمائی ما دعائشی رضی الله عنه څخه پوښتنه وکړه چه رسول الله صلی عليه وسلم خپلو بيبيانو ته څومره مهر ورکړی وه نو هغې وويل چې دولس نيم اوقيه .
اوقيه: مفرد د اواق دی او هر يو اوقيه څلويښت درهمه وی چې دا ټول پنځه سوه درهمه کيږی .
د-عمر بن الخطاب رضی الله عنها فرمائى: (( ما اصدق رسول الله صلی الله عليه وسلم امراة من نسائه ولا اصدقت امرة من بناته اکثر من ثنتی عشرة اوقية ))
(ابوداود صفحه ٢٨٧)
ژباړه : درسول الله صلی الله عليه وسلم بيبيانو او لورګانو ته ددولسو اوقيو
( ٤٨٠درهمه ) څخه زيات مهر نه دی ورکړی شوی .
پټه دې نه وې چې درسول الله صلی الله عليه وسلم دښځو او لورګانو مهرونه دولس نيم اوقيي وي لکه چې دابو سلمه په حديث کې وويل شو خو عمر رضی الله عنه پخپل حديث کې صرف هغه کسر ( نيم ) ندی ذکر کړی همدارنګې درسول الله صلی الله عليه وسلم په بيبيانو کې دام حبيبيه رضی الله عنها مهر څلورزره درهمه وه خو دغه مهر نجاشی رضي الله عنه ورکړې وه .
ر: عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه روايت کوی چې ما د يوې ښځې سره واده وكړه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويلی : (( ما اصدقتها ؟ قال : وزن نواة من ذهب ))
( ابو داود صفحه ٢٨٧ )
ژباړه : تاسو خپلې ښځې ته څومره مهر وکړی دی نو هغه وويل چې دخرما دزړی په اندازه سره زر می ورکړی دی .
دغه وه دمهر دوجوب دلائل دقرآن او حديث څخه او اګر چې په دغه موضوع کې نور زيات احاديث شته دی خو داختصار له خاطره مونږه هغه نه ذکر کوو

دمهر اندازه :
په قرآن او حديث کې د مهر لپاره کومه اندازه نه دی تعيين شوی بلکه طرفين
( ښځه او خاوند ) چې په هرڅه باندې راضی شی ( چې حرام نه وی ) صحيح دی چې مهر شي اودغه نظر دليل له مخې زيات قوي دی چې مونږ ددغه نظر دلائل په لاندې ډول ذکر کوو .
اول دليل : هغه اياتونه چې مخکې ذکر شو چې په هغې کې دمهر اندازه نه دي تعيين شوې .
دوهم دليل : جليل القدر صحابی سهل بن سعد رضی الله عنه روايت کوي چې يو سړی وغوښت چې يوه ښځه په نکاح واخلي نورسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويلې : (( هل عندک من شی تصدقها ؟ قال : ماعندي الا ازاري هذا . قال : فالتمس ولوخاتما من حديد فالتمس فلم يجد شيئاً فقال رسول الله صلی الله عليه وسلم : هل معک من القرآن شـئ ؟ قال : نعم سورة کذا . فقال : قدزوجتکها بما معک من القرآن ))
(متفق عليه مشكوة صفحه ٢٧٧ ابوداود صفحه٢٨٧)
ژباړه : آيا ته څه لرې چې هغې ښځې ته په مهر کې ورکړى؟ نو هغه سړي وويلې چې زه دخپل لنګ نه بغير بل څه نه لرم نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل چې ولټوه که داوسپنې يوه ګوته هم وي راوړه نو هغه سړی داوسپنی ګوته هم پيدا نکړلو نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل چې دقرآن څخه څه برخه درته په ياد دی ؟ نو هغه سړی وويلو چې هو فلانی سورة مې ياد دی نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل چې دغه سورة ونه دغه ښځې ته وښايه همدغه ئې مهر شو .
ددې حديث څخه معلوم شو چې داوسپنې يوه ګوته او دقرآن تعليم هم مهر کې صحيح كيږي خو چې طرفين ورباندې راضي وي او همدارنګې ددغه حديث څخه دعلم او عالم شرف او اهميت هم ښه معلوميږي چې که عالم مال ونه لري نو دهغه علم هم دمهر لپاره کافي كيږي .
دريم دليل : جليل القدر صحابي عامر بن ربيعة رضی الله عنه داسې روايت کوي : (( ان امراة من بني فزارة تزوجت علی نعلين فقال لها رسول الله صلی الله عليه وسلم ، ا رضيت من نفسک ومالک بنعلين ؟ قالت : نعم فاجازه ))
(رواه الترمذي مشكوة صفحه ٢٧٧ )
ژباړه : دفزاره دقبيلې يوه ښځه ديو سړي سره نکاح وکړلو او مهر ئې دوه پڼې وي نو رسول الله صلی الله عليه وسلم دغې ښځې ته وويلې : ايا ته خوښه ئې چې خپل ځان دغه سړي ته وسپارې سره ددې چې ته مال هم لری په مقابل ديو جوړه پڼو کې ؟ نو هغې ښځې وويلې چې هو نورسول الله صلی الله عليه وسلم ددغې ښځې نکاح جائزوګڼله
نوددغه حديث څخه معلوم شو چې يوه جوړه پڼې هم مهر کيدای شي چې طرفين راضي وي .
څلورم دليل : جليل القدر صحابي انس رضي الله عنه روایت کوي چې : (( اسلمت ام سليم قبل ابي طلحة فخطبها فقالت اني قد اسلمت فان اسلمت نکحتک فاسلم فکان صداق ما بينهما ))
(رواه النسائی مشكوة صفحه ٢٧٧ )
ژباړه : ام سليم رضي الله عنها دابو طلحة رضي الله عنه څخه مخکې مسلمانه شوې وه نو ابوطلحه لا اسلام نه وه قبول کړی چې په ام سليم باندې ئې مرکه وکړله دنکاح لپاره نوم ام سليم ورته وويلی کچيرته ته مسلمان شي نوزه به لتا سره نکاح وکړم نو ابوطلحة مسلمان شو او دابو طلحه مسلمانيدل دهغې مهر شو .
نو ددغه حديث څخه معلوم شو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دابو طلحة او ام سليم دغه عمل رد نکړلو بلکه سکوت ئې ورباندې کړي وه چې دا دليل دصحی والې ددغه عمل دی نو معلوم شو چې اسلام راوړل هم په مهر کې صحيح کيږى چې طرفين ورباندې راضى وى .
پنځم دليل :
جليل القدر تابعي سعيدبن المسيب رحمه الله تعالی دخپلې لور مهر دوه درهمه ټاکلي وه کله ئې چې يو عالم ته په نکاح کړې وه .
( فقه السنة صفحه ٢٩٣ جلد ٢ تحفة العروس صفحه ٨٠)
بعضې علماء وائې چې مهر بايد دلسو درهمو څخه کم نه وي او په دغه راتلونکې حديث باندې استدلال کوي چې : (( لا مهر اقل من عشرة دراهم ))
( رواه الدارقطني موقوفا بلوغ المرام صفحه ١٨٢ )
ژباړه : مهر به دلسو درهمو څخه کم نه وي .
لکن دغه حديث ضعيف دی ځکه چې دغه حديث امام دارقطنی روايت کړی دی اوسره ددې نه چې دغه حديث په علی رضي الله عنه باندې موقوف دی ( يعنې دعلی رضي الله عنه خبره ده اود رسول الله صلی الله عليه وسلم خبره نه ده ) بيا هم اسناد ئې ضعيف دي ځکه چې ددغه حديث په سند کې یو ضعيف راوي دي چې مبشر بن عبيدنوميږي امام احمدبن حنبل او امام دارقطنی او امام ابن حبان ددغه راوي په باره کې فرمائلی چې دا دروغجن وه .
( تهذيب التهذيب صفحه ١٦٦ جلد ٦ )
همدارنګه امام ابن حجر عسقلاني فرمائلی : ((احاديث اقل الصداق لا يثبت منهاشی ))
(بلوغ المرام صفحه ١٨٢ )
ژباړه : کوم احاديث چې دمهر دکمی اندازي دتعيين په باره کې راغلی دی صحيح او ثابت نه دی . او امام ابن القيم رحمه الله داسې وائی : (( ان الصداق لا يتقدر اقله وان قبضة السويق وخاتم الحديد والنعلين يصح تسميتها مهرا ))
(بلوغ المرام صفحه ١٨١ حاشيه ٤ )
ژباړه : دمهر کمه اندازه په شريعت کې مقرره نه ده بلکه يوه لپه ستوان يا يوه داوسپنې ګوته يا يوه جوړه پڼی هم مهر کې صحيح كيږي .


د مهر احکام
١-دمهرډيروالی روا دی خو کموالی ئې مستحب دی ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی : (( ان اعظم النکاح برکة ايسره مونة ))
( رواه احمد والحاکم والبيهقي مشكوة صفحه ٢٦٨)
ژباړه : هغه نکاح ډير برکت والا دی چې دهغه مهر کم تکليفه وي .
او په بل حديث ئې داسې فرمائلی : (( اکثر النساء برکة ايسرهن مونة ))
( اخرجه الطبرانی فی الاوسط فقه السنة صفحه ٢٩٤ )
ژباړه : هغه ښځې ډير برکت والا دي چې دهغي دمهر او نکاح تکليف کم وي
ددغو احاديثو څخه معلوم شوه چې دمهر ديروالي کوم عزت نه دی بلکه کموالي يې دبرکت سبب دی .
داسلام دوهم خليفة عمر بن الخطاب رضي الله عنه فرمائلی : (( لا تغالوا صدقة النساء فانها لوکانت مکرمة فی الدنيا وتقوی عندالله لکان اولاکم بها نبي الله )).
( رواه احمدوابوداود والترمذي وابن ماجه والدارمي مشكوة صفحه ٢٧٧ )
ژباړه : دښځو په مهرونو کې ډيروالی مکوئ ځکه چې که ډير مهر په دنيا کې کوم عزت واې او يا دالله په نزد تقوی واې نو دالله پيغمبر به دير حقدار واې چې دغه کار وکړي ، خو هغه نه دی کړی .
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم په بل حديث کې فرمائلي دي : (( ان من يمن المرأة تيسير خطبتها وتيسيرصداقها وتيسيررحمها ))
( رواه احمد والنسائی الفتح الرباني صفحه ١٦٩ جلد ١٦ )
ژباړه : هغه ښځه برکتي ده چې په هغې باندې مرکه کول ( يعنې دهغې غوښتل ) او دهغې مهر او دهغې زيږونه آسانه وي.
ددغو ټولو أحاديثو څخه معلومه شوه چې دمهر ډيروالی کوم ښه کار نه دی لکن متاسفانه چې زمونږ په ټولنه کې دمهر زياتوالی دښځې او دهغې دکورنی لپاره عزت ګنل كيږي چې دا يو غلط نظر او دشريعت مخالف دی بلکه دمهر ډيروالی په ډير وختونو کې دښځې او دخاوند تر منځ دارتباطاتو دخرابيدو سبب كيږي بلکه دښځې دکورنی او دهغې دخاوند دکورنی ترمنځ دمناسباتو دخرابيدو سبب هم كيږي . همدارنګې په ډيروحالاتو کې نارينه مجبوريږي چې دډير مهر دورکولو لپاره قرضداري وکړي چې بيا دهميش لپاره دقرضداري په مشکلاتو کې اخته وي او دهغه اقتصادي حالت نه ښه كيږي او په دې وجه دهغه ښځه هم ضرر ويني او په کور کې مشکلات پيدا كيږي .
همدرانګې که خاوند دخپلې ښځې مهر ادا نکړي نو د غه مهر په هغه باندې يو قرض دی او بايد هغه خپلې ښځې ته ورکړي اوډير وختونه خاوند ئې مړ شي او دښځې مهر ئې ورباندې قرض پاتې شي چې دغه کار په ورځ دقيامت کې دهغه دجنت دداخليدو مانع ګرځي ځکه په حديث کې راغلي دي چې په چا باندې قرض وي او مړ شي نو هغه جنت ته نه شي داخليدای .
( رواه أحمد الفتح الربانی ص۹۰-۹۱ ج ۱۵)
٢-که دنکاح دتړلو په وخت کې مهرونه ټاکل شی نو نکاح كيږي خو ښځې ته بيا مهر مثل يعنې دتره دلورګانو دمهرپشان مهر ورکول كيږي
٣-مهر که دنکاح دتړلو په وخت کې ټاکل شوی نه وي او سړی دخپلې ښځې سره کور واله يا خلوت صحيحه(په پټ ځاې كې يوازې والۍ) کړی وي نو په دغه صورت کې ښځې ته به کامل مهر ورکول كيږي.
٤-که دنکاح دتړلو په و خت کې مهر نه وي ټاکل شوی او ښځه يا خاوند ئې مخکې دکورالي څخه وفات شي نو په دغه صورت کې هم ښځې ته پوره مهر ورکول كيږي .
٥-که مهر ټاکل شوی وي خو سړی خپلې ښځې ته مخکې له کوروالې طلاق ورکړي نو په دغه صورت کې ښځې ته نيمائی مهر ورکول كيږي .
٦-که مهر نه وي ټاکل شوی او سړی خپلې ښځې ته مخکې له کوروالی نه طلاق ورکړي نو په دغه صورت کې ښځې ته متعه ورکول كيږي او متعه هغه شی ته ويل كيږي چې سړی ئې دخپل وس مطابق خپلې ښځې ته ورکوي او بعضې علماء وائي چې متعه يو څادر اويو کمیس او يو لنګ يا پرتوګ ته وائی .
٧-ښځه کولای شي خپل ټول مهر يا يوه برخه دهغه پخپله خوښه خاوند ته بخشش کړي .
٢-د نفقې حق :
داسلام مقدس دين دښځې نفقة په نارينه باندې فرض کړی دی چې دا دټولو ښځو لپاره کمال ، عزت او پرهغوې باندې کمال ترحم او شفقت دی چې نارينه ئې ددوي خادمان ګرځولي دي . دښځې نفقه دواده څخه مخکې پر پلار يا نيکه يا ورور باندې فرض وي خو دواده څخه وروسته دهغې نفقه پر خاوند ئې فرض شي او دغه نفقه بۀ دخاوند د وس او طاقت په اندازه وي او دغه نفقه يو څه شرطونه لري چې وروسته به ذکر شي .
الله تعالی فرمائی : (( وعلی المولود له رزقهن وکسوتهن بالمعروف ))
(سورة البقرة ايت ٢٣٣)
ژباړه : او دماشوم پر پلار باندې دهغه دشيدې ورکوونکی مور نفقة او جامې لازم دی په نيکې طريقې سره .
همدارنګه الله تعالی فرمائی : (( لينفقه ذوسعة من سعته ومن قدر عليه رزقه فلينفق مما اتاه الله ))
( سورة الطلاق ايت ٧ )
ژباړه : خرچ دې کړي خاوند دفراخي دخپلې فراخي نه ( دمال په لحاظ سره ) او هغه څوک چې تنګه وه په هغه باندې روزي دهغه نو خرچ دې وکړي دهغه مال نه چې الله تعالی ده ته ورکړيدی .
اورسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی : (( ائت حرثک انی شئت واطعمها اذا طعمت واکسها اذا اکتسبت ))
(ابوداود صفحه ٢٩١)
ژباړه : دخپلې ښځې سره کوروالې وکړه په کومه طریقه چې دې خوښه وشي او کله چې ته خوراک کوی نو هغه ته هم خوراک ورکوه او چې کله ته جامه آغوندې نو هغې ته هم جامه ورواغوندوه .
او په بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه سولم داسې فرمائی : (( اطعموهن مما تاکلون واکسوهن مما تکتسون ))
(ابوداود صفحه ٢٩٢ )
ژباړه : خپلو ښځو ته خوراک ورکړئ دهغه شي څخه چې تاسو ئې خورئ اوددوي ته جامه ورواغوندوی د هغه شي څخه چې تاسو ئې اغوندئ.
او په بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم داسې فرمائی : (( وحقهن عليکم ان تحسنوا اليهن فی کسوتهن وطعامهن ))
( ترمذي صفحه ٢٢٠ جلد ١ )
ژباړه : ستاسو دښځو حق پر تاسې دادی چې هغي ته ښه جامه او ښه طعام ورکړئ .
اوپه بل حديث کې راغلی چې جليل القدر صحابي معاويه بن حيدة رضي الله عنه درسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړله چې دښځې حق په نارينه باندې څه شی دی ؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته وفرمایل : (( ان تطعهما اذا طعمت و تکسوها اذا اکتسبت ))
(ابوداود صفحه ٢٩١ )
ژباړه : دښځې دحقونو څخه دادی چې کله ته خوراک کوی نو هغه ته هم خوراک ورکړه او چې کله ته جامه آغوندې نو هغې ته هم جامه ورواغوندوه .
او په بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائي : (( وانفق علی عيالک من طولک ))
( رواه احمد مشكوة صفحه ١٨ )
ژباړه : خپلې ښځې او عيال ته دخپل وس مطابق نفقه ورکړه .


پر سړي باندې دخپلې ښځې دنفقې دفرضيت شرطونه :
١-دښځې او خاوند نکاح بايد په صحيح او شرعي طريقې سره سرته رسيدلی وي
٢-ښځه بايد ځان خاوند ته دکوروالي لپاره تسليم کړي او هغه به دشرعی عذر څخه بغير دکوروالې څخه نه منع کوي .
٣-ښځه به داسې وي چې کوروالې ورسره کيدای شي او داسې عيب ونلري چې دکوروالې مانع ګرځي .
٤-ښځه به د خپل خاوند تابعداري کوي په هغه کارونو کې دشريعت مخالف نه وي
٥-دښځې خاوند چې چيرته سفر کوي نو ښځه به ورسره ځی مګر په هغه صورت کې چې ښځې ته ضرر رسيږي نو بيا دا شرط ساقط دی .
(فقه السنة جلد ٢ صفحه ٢٠٦ فتاوی النوازل صفحه ٢٢٤)
٣-دلباس ( جامه ) حق
ښځه پرخاوند باندې حق لري چې هغې ته درواج مطابق داسې جامه برابرکړي چې دهغې ضرورت ورباندې پوره كيږي
الله تعالی فرمائی : (( وعلی المولود رزقهن وکسوتهن بالمعروف ))
( سورة البقرة صفحه ٢٣٣ )
ژباړه : او دماشوم پر پلار باندې دهغه دشيدې ورکونکې مور نفقه او جامې لازم دی په نيکې طريقې سره .
اورسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( واکسها اذا اکتسيت ))
(ابوداود صفحه ٢٩١ )
ژباړه : چې کله ته جامه آغوندې نو ښځې ته هم جامه وروآغوندوه.
او په بل حديث کې رسول اله صلی الله عليه وسلم فرمائلی : (( واکسوهن مما تکتسون ))
(ابوداود صفحه ٢٩٢ )
ژباړه : خپلو ښځو ته جامې ورواغوندوئ دهغه شي څخه چې تاسو ئې آغوندی .
او همدارنګې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی : (( وحقهن عليکم ان تحسنوا اليهن فی کسوتهن وطعامهن ))
( ترمذي صفحه ٢٢٠ جلد١ )
ژباړه : ستاسو دښځو حق پرتاسې دادی چې هغوې ته ښه جامه او ښه طعام برابر کړئ .
دلباس بعضې احکام :
١-دښځې جامه بايد دهغې دټول بدن پټوونکې وي .
٢-جامه بايددښځې دخاوند دوس په اندازه وي .
٣-ښځې ته روا دی چې دخپل خاوند ټول بدن ته وګوري او سړي ته روادی چې دخپلې ښځې ټول بدن ته وګوري او د ښځې او دهغې دخاوند ترمنځ دعورت موضوع مطرح نه دی اوددغې خبرې دلائل وروسته راځي .
٤-دلمونځ داداء کولو په وخت کې بايد دښځې ټول بدن پټ وي بغیر د مخ او ورغوو او قدمو څخه او کچيرته دښځې ديو اندام څلورمه برخه په لمانځه کې ښکاره شو نو مونځ ئې نه كيږي . همدارنګه هغه جامې چې ډيرنری او باريکي وي او بدن په صحيح طريقې سره نه پټوي لکه دګاچ او جالي درختونو څخه جوړ شوي جامې دلمانځه په وخت کې ئې اغوستل روا نه دی ځکه چې لمونځ په داسې جامو کې نه كيږي امادلمانځه نه بغير په نورو حالاتو دداسې جامو اغوستل روا دی خو په دې شرط چې عورت ترې ښکاره نه شی او دنامحرمو نارينه و په وړاندې نه وی .
٥-دهرمودجامو اغوستل روا دی خو په دې شرط چې دعورت پټونکی وي او دکافرانو دجامو سره مشابۀ نه وي .
٧-پر سړی باندې لازم دی چې دواده دجامو څخه بغير په هرکال کې خپلې ښځې ته دوه جوړه نوې جامې وکړي .
( فتاوی النوازل صفحه ٢٢٤)
او که سړی خپلې ښځې ته زياتې جامې اخلي نو روا دی خو په دې شرط چې داسراف او تکبر مرحلې ته ونه رسيږي ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی : (( لا يدخل الجنة من کان في قلبه مثقال ذرة من کبر ))
(رواه مسلم مشكوة صفحه ٤٣٣)
ژباړه : جنت ته نشی داخليدی هر هغه څوک چې دهغې په زړه کې دذرې په اندازه کبر موجود وي . او دا خبره مې ځکه وکړله چې زمونږ ډيرې مسلمانې خويندې خپل ټول مال دغير ضروري جامو په اخستلو کې مصرفوي او بيا بيچاره او مسکينانو ښځو باندې تکبر کوي چې دا يوه لويه ګناه ده . البته که ښځه نوی جامه دخپل خاوند دخوشحالولولپاره اخلي نو دا ښه کار دی او دشريعت امر دادی چې ښځه بايد خپلې ښائسته او نوې جامې دخپل خاوند دخوشحالولو لپاره پخپل کور کې واغوندي خو متاسفانه چې ډيرې مسلمانې خويندې خپلې نوې جامې دواده او کوژدې او سنت ګري وغيره مناسباتو لپاره ساتي او په کور کې یې نه آغوندي چې ددوې دغه کار نارينه خفه کوي او دښځې او خاوند ترمنځ دبغض او نفرت سبب كيږى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery