مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ادبياتو پوهنځي پښتو کتابښود

ژبو اوادبياتو پوهنځي
چاپ کړي کتابونه

له ١٣٢٣-١٣٧٠ ل کاله پورې د ژبو او ادبياتو پوهنځي له خوا يو زيات شمېر علمي، ادبي او هنري غونډې او سيمينارونه جوړ شوي، دغه راز د ادبياتو پوهنځي له خوا يو شمېر علمي موضوعات تحقيق او څېړل شوي او يو لړ کتابونه خپاره شوي، چې موږ به دلته ددې ډول اثارو نومونه واخلو:
١- د پشه يانو شفاهي ادبيات.
٢- په افغاني ټولنو کې د ښځو اجتماعي وضع.
٣- انګېرنې، کرکې او کږنې: زېورالدين زېور او سپوږمۍ نوري، ١٣٤٦ل کال چاپ.
٤- د خوشال د کلياتو انساني قاموس.
٥- پښتو ويي پوهنه؛ مجاور احمدزيار، ١٣٥٧ل کال چاپ.
٦- پښتو پښويه (ګرامر)، مجاوراحمد زيار، ١٣٦٢لمريز کال چاپ.
٧- د غلام محى الدين افغان افکار او اثار، ١٣٦٢ل کال چاپ.
٨- د پښتو ادبياتو تاريخ (دويم ټولګي لپاره)، ډاکټر زېورالدين زېور، ١٣٥٨ل کال.
٩- د پښتو ادبياتو تاريخ (درېيم ټولګي لپاره)، ډاکټر زېورالدين زېور، ١٣٦٨ل کال چاپ.
١٠- د پښتو ادبياتو اوسنۍ دوره، (درېيم ټولګي لپاره)، ډاکټر زېورالدين زېور، ١٣٦٠ل کال چاپ.
١١- اوسني ادبيات، ډاکټر زېورالدين زېور، ٣٦١ل کال.
١٢- د پښتو اصطلاحي قاموس، ډاکټر زېورالدين زېور، ١٣٦١ل کال چاپ.
١٣- د پښتو ګرامر، زرغونه زېور، ١٣٦٠ل کال چاپ.
١٤- د پښتو نحو، زرغونه زېور، ١٣٦٦ل کال چاپ.
١٥- د پټې خزانې فرهنګ، پوهاند عبدالشکور رشاد.
١٦- د پښتو ادبي سبکونه،
١٧- د پښتو ادبياتو تاريخ، لومړى ټوک، پوهاند حبيبي، ١٣٥٤ل کال چاپ.
١٨- د ګولډ شتيت پښتو فرهنګ، پوهاند رشاد، ١٣٥٦ل کال چاپ.
١٩- د جبر او اختيار ډيالکټيک، پوهاند مجروح ، ١٣٥٦ل کال چاپ.
٢٠- ژبنۍ څېړنې، پوهندوى شاکر.
٢١- د وږمې مجلې د تاريخي مضامينو فهرست، تدوين لامان مراد.
٢٢- تاريخي پېښې، عبدالروف بېنوا.
٢٣- پښتو متون، لومړى ټوک، عبدالرزاق زهير.
٢٤- پښتو متون، دويم ټوک، عبدالرزاق زهير.
٢٥- د بايزيد روښان خيرالبيان.
٢٦- پښتو مصادر، محمداعظم ايازى.
٢٧- انشا او پښتو ادب، پاينده محمد زهير.
٢٩- د تاريخ په باره کې، محمد حسن ضمير ساپى.
٣٠- د پښتو ګرامر، هربرت پنزل، د محمد رحيم الهام ژباړه.
٣١- خلاصة المريدن، شمس الدين کاکړ، د پوهنوال ميرحسين شاه اهتمام او مقدمه.
٣٢- د افغان ياد
٣٣- د خلکو تجربې
٣٤- د غرونو څوکې، عبدالکريم پتنګ.
٣٥- پښتو نوى مصدر.
٣٦- نومورکي مورخين، پوهاند حبيبي
٣٧- فوايد فقيرالله.
٣٨- د ميا فقيرالله پېژند ليک.
٣٩- اسماء الحسنى.

د ژبو او ادبياتو پوهنځي پر پښتو کتابونو سربېره د وږمې مجله هم په پښتو ژبه تر ١٣٣٦ل کال راهيسې بيا تر شپېتمو کلونو پورې خپره کړې ده.
(( د وږمې مجلې لومړۍ ګڼه د ١٣٣٦کال د تلې پر مياشت چاپ شوه)) (1). همدغه راز دغه پوهنځي د علمي، ادبي او هنري مسايلو په باب په لسګونو سيمينارونه جوړ کړي او يو زيات شمېر لکچرنوټونه او نور درسي مواد يې چاپ او خپاره کړي دي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery