مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ادبياتو پوهنځي پښتو کتابښود

د ژبو او ادبياتو پوهنځي استادان او د هغوى کتابونه
 
 
١- پوهاند عبدالحى حبيبي:
لوى استاد پوهاند عبدالحى حبيبي زموږ د هېواد د معاصر فرهنګ او ادب د لويو خدمتګارانو له جملې څخه دى. استاد له يوې خوا د هېواد د فرهنګ د پرمختګ او زرغونتيا لپاره ګڼ شمېر اثار وليکل او له بلې خوا يې د فرهنګي او علمي مرکزونو په جوړولو کې هم کارنده ونډه واخيستله، استاد د يو شمېر نورو فرهنګي بنسټونو ترڅنګ د ژبو او ادبياتو پوهنځي د رغښت په کار کې هم خپلې هلې ځلې نه دي سپمولي او د هېواد ددغه فرهنګي بنسټ په جوړښت او فعاليت کې يې ستړياوې ګاللي دي. استاد  پر ١٣٢٣ل کال (د ژبو او ادبياتو پوهنځى د تاسيس له کال څخه) تر ١٣٢٥ل کال پورې د ژبو او ادبياتو پوهنځي د رئيس په توګه پاتې شوى(1))) او تر دې وروسته يې هم پر بېلابېلو وختونو د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو او دري ژبو او ادبياتو استاد پاتې شوى دى.
تراوسه پورې د هېواد په دننه او بهر کې د استاد تر (١٠٠)زيات ادبي او علمي اثار چاپ شوي دي، د استاد زيات اثار په دري ژبه خپاره شوي دي او يو شمېر يې هم په عربي او اردو ژبو خپاره شوي دي.
څرنګه چې موږ دلته د پښتو اثارو کتابښود ترتيبوو، نو دلته به د استاد د هغو کتابونو نومونه واخلو، چې په پښتو ژبه ليکل شوي او پر بېلابېلو وختونو خپاره شوي دي.
(( ١- د خوشال خټک مرغلرې ( د خوشال خټک کليات) سمون مقابله، تعليقات او مقدمه، کندهار، ١٣١٦ل کال چاپ.
٢- د عبدالقادر خټک دېوان؛ سمون، مقابله، تعليقات او مقدمه، کندهار، ١٣٣٧ل کال چاپ.
٣- پښتو او پښتونواله: کندهار، ١٣٣٧ل کال چاپ.
٤- پسرلنۍ سندره، پښتو منظومه: کندهار، ١٣١٧ل کال چاپ.
٥- د احمدشاه بابا دېوان: سمون، مقابله او مقدمه، کابل، ١٣٢٢ل کال چاپ.
٦- پټه خزانه: تصحيح، تعليق او دري ترجمه، کابل، ١٣٢٢ ل کال چاپ، تهران، ١٣٤٠ل کال چاپ، کابل، ١٣٥٤ درېيم چاپ، کابل، ١٣٥٧ل کال څلورم چاپ، کابل پوهنتون.
٧- د پښتو ادبياتو تاريخ لومړى ټوک.
٨- د پښتو ادبياتو تاريخ دويم ټوک، کابل ١٣٢٤ل کال چاپ.
٩- پښتانه شعرا لومړى ټوک؛ کابل، ١٣٢٠ل کال چاپ.
١٠- د پښتو ادبياتو تاريخ: د ادبياتو پوهنځي د درېيم ټولګي لپاره، ١٣٤٧ ل کال چاپ.
١١- د افغانستان پېښليک (کرونولوجي)) کابل، ١٣٥٣ل کال چاپ.
١٢- د پښتو ادبياتو تاريخ: د ادبياتو پوهنځي د څلورم ټولګي لپاره، ١٣٤٧ل کال چاپ.
١٣- د البيروني کتابښود: کابل ١٣٥٢ل کال چاپ.
١٤- په اوسني پښتو شعر کې د ژوند څپې: کابل ١٣٦٠ل کال چاپ.
١٥- پير روښان، د خيرالبيان مقدمه: کابل ١٣٥٣ل کال چاپ.
١٦- د پښتو ادب په تاريخ کې قصيده: کابل ١٣٥٧ل کال چاپ.
١٧- پښتو د تاريخ او لغت په رڼا کې: کابل ١٣٤٧ل کال.
١٨- د پښتو ژبې او ادب موقف د مرکزي اسيا د خلکو په تمدونونو کې: ( په پښتو او انګليسي ) ژبه خپور شوى، کابل، ١٣٥٦ل کال چاپ.
١٩- د شيخ الاسلام عبدالله انصاري سيرت او شخصيت: کابل ١٣٤١ل کال چاپ.
٢٠- د خوشال سواتنامه: مقدمه او تعليقات، کابل ١٣٥٨ل کال چاپ.
٢١- د امير علي شېر فکري او سياسي شخصيت: کابل ١٣٦٠ ل کال چاپ.
٢٢- پښتو نثر ته کره کتنې: کابل، ١٣٦٠ل کال چاپ.
٢٣- اسماني نغمې او لاهوتي سرودونه: کابل ١٣٦١ل کال چاپ.
٢٤- تذکرة الاوليا، کابل ١٣٦٢ل کال چاپ. ))(1)
دغه راز د استاد حبيبي يو شمېر نورې ليکنې د هېواد په بېلابېلو خپرنيو ارګانونو کې لکه: وږمه، کابل، عرفان مجلو، زېري، ازاد افغانستان جريدو او ځينو نورو خپرونو کې خپرې شوي دي او هم يې د يو شمېر ليکوالو پر ادبي، تاريخي او نورو اثارو ليکنې، حاشيې، تعليقات او سريزې ليکلي دي.
 
٢- غلام جيلاني جلالي:
نوموړى هم د هېواد د ملي فرهنګ له لويو خدمتګارانو څخه و، پر خپل وخت يې يو زيات شمېر اثار ليکلي، د اثارو زياته برخه يې په پارسي ژبه ليکلې، خو په پښتو ژبه کې يې هم د يادونې وړ اثار ليکلي دي. نوموړى (( پر١٣٢٥ل کال په ادبياتو  پوهنځي او منځني دارالمعلمين کې د پښتو او دري ژبو استاد پاتې شوى دى (١).)) دا دى دلته ددغه استاد د پښتو اثارو يادونه کوو:
((١- د مصر مختصر تاريخ له ٥٠٠ ق م څخه تراوسه: د کابل کالنۍ ٣ ګڼه کې چاپ شوى دى.
٢- د اولي اعدادې تاريخ، ناچاپ.
٣- د افغانستان د طبيعي جغرافيې په باب يوه رساله: د ١٣١٣ل کال د کابل کالنۍ چاپ.
٤- د پنځم ټولګي حساب: د پوهنې د وزارت له خوا چاپ شوى دى.
٥- د پښتو ادبياتو اجمالي تاريخ: ٣ ټوک (اريانا دايرة المعارف) کې پر ١٣٣٧ کال چاپ شوى دى.
٦- د پښتو ځانتنۍ ادب او موسيقي: پر ١٣٦٠ل کال چاپ شوى دى.
٧- د اندلس مدنيت: د پوهنې وزارت له خوا چاپ شوى دى.
٨- د پښتو ملي ادب او موسيقي: ناچاپ.
٩- د علم صوت رساله: په کابل مجله کې خپره شوې ده.(٢)))
 
 
٣- استاد ګل پاچا الفت:
استاد ګل پاچا الفت (( پر ١٣٣٥ ل کال په لومړۍ رتبه د پښتو ټولنې رئيس شو او د پوهنې (ښوونې او روزنې) وزارت د عالي شورا په غړيتوب ومنل شو، همدارنګه د کابل پوهنتون د حقوقو او ادبياتو پوهنځيو د پښتو استادي هم ورپه غاړه شوه.(١))) د استاد الفت اثار په دې ډول دي:
(( ١- د پسرلي نغمه: د شعرونو لومړۍ مجموعه، ١٣٢٠ل کال چاپ.
٢- ښه لمسون: د شعرونو دويمه مجموعه، چې د هغه په خپل ليک ملي ارشيف کې خوندي ده.
٣- عالي افکار: د شعرونو درېيمه مجموعه، د ننګرهار مطبعه، ١٣٢٧ل کال چاپ.
٤- د ازادۍ پيغام: د شعرونو څلورمه مجموعه، کابل افيسټ چاپ.
٥- غوره اشعار: د شعرونو پنځمه مجموعه، کابل، ١٣٤١ل کال چاپ.
٦- د زړه وينا: د شعرونو شپږمه مجموعه، کابل، ١٣٤١ل کال چاپ.
٧- بله ډيوه: د نثرونو لومړنۍ مجموعه، د پښتو قرائت درسي مرستيال مجموعه، کابل، ١٣٢٠ل کال.
٨- نوى سبک او نوى ادب: د هنري نثرونو دويمه مجموعه، کابل چاپ.
٩- غوره نثرونه: د ادبي نثرونو درېيمه او بشپړه مجموعه، کابل، ١٣٣٦ل کال چاپ.
١٠- څه ليکل يا ليک پوهه: څېړنه، ننګرهار مطبعه، ١٣٣٨ل کال چاپ.
١١- املا او انشاء: څېړنه، کابل ١٣٣٨ ل کال چاپ.
١٢- ليکوالي، (املا اوانشاء: کابل، ١٣٣٩ ل کال چاپ.
١٣- لغوي څېړنه: کابل ١٣٢١ل کال .
١٤- پښتو سندرې: څېړنه، کابل، ١٣٢٥ل کال.
١٥- ملي قهرمان: (د خوشال خټک په باره کې)، کابل ١٣٤٤ل کال چاپ.
١٦- منطق: علمي اثر، کابل،  ١٣٣٥ ل کال.
١٧- پښتو کلي پنځم جلد، لومړى ټوک: درسي، کابل، ١٣٢١ل کال.
١٨- پښتو کلي پنځم جلد، دويم ټوک: درسي، کابل، ١٣٢١ل کال چاپ.
١٩- لوړ خيالونه او ژور فکرونه: د ادبي نثرونو ترجمه، کابل ١٣٣٥ل کال.
٢٠- احمدشاه بابا: له دري نه پښتو ته ترجمه، کابل مجله، ١٣٢٣ل کال.
٢١- نوى څرک: ( د پښتو لغاتو مقايسه له نورو ژبو سره).
٢٢- څه ګورم او څه اورم؟
٢٣- اجتماعي نظريات: په پېښور کې چاپ شوى دى.
٢٤- د ټولنې علم: (ترجمه)
٢٥- د موفقيت لار: (ترجمه) (1)
٢٦- اسلام او د اسلام نقش د فرد او جامعې په جوړولو کې: پر ١٣٥٨ل کال په لاهور کې چاپ شوى دى.
٢٧- د استاد الفت نثري کليات: پر ١٣٧٠ل کال په کابل کې چاپ شوى دى.
 
٤- استاد عبدالروف بېنوا:
استاد عبدالروف بېنوا هم يوه موده د ادبياتو پوهنځي استاد پاتې شوى دى.
پښتو اثار يې دادي:
١- پښتو کلي: څلورم جلد، لومړى ټوک، ١٣٢٠ل کال، پښتو ټولنه.
٢- پرديس: د علامه اقبال د ((مسافر)) نومي منظوم کتاب، په پښتو نظم ترجمه ده، پر ١٣٢١ ل کال په انيس ورځپاڼه کې خپره شوې ده.
٣- پښتو د شاهانو په دربار کې: (رساله)، ١٣٢٢ل کال، کابل کالنۍ.
٤- پښتنې مېرمنې: (تذکره) ١٣٢٣ل کال، د مطبوعاتو رياست.
٥- د هوتکو په دوره کې پښتو: (رساله)، ١٣٢٤ل کال، کابل مجله کې خپره شوې ده.
٦- ميرويس نيکه: ١٣٢٥ل کال، پښتو ټولنه.
٧- اريايي، فارسي، پښتو مرثيې او وېرنې: تحقيقي رساله، ٢٦-١٣٢٥ کلونه، کابل کالنۍ.
٨- د غنمو وږى: تاريخي منظومه رساله ده، په دې رساله کې د احمد شا بابا د جلوس د ورځې منتظره ترسيم شوې ده، ١٣٢٥ل کال چاپ.
٩- د پيرمحمد کاکړ د دېوان تدوين، تصحيح او مقابله، ١٣٢٥ل کال پښتو ټولنه.
١٠- ادبي فنون: دا کتاب پر ١٣٢٦ل کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوى دى او دا لاندې ادبي فنون يې په پښتو بيان کړي او په پښتو کې يې تطبيق کړي دي:  معاني بيان، بديع، عروض، قافيه، خطابه او د ليکنې اصول، دا کتاب دهغو درسونو مجموعه ده، چې استاد بېنوا د ادبياتو پوهنځي دافتتاح پر لومړي کال د هغه پوهنځي لومړي ټولګي ته ورښودلي وو.
١١- ويښ زلميان: ١٣٦٦ل کال پښتو ټولنه.
١٢- د ډارمستتر پښتو څېړنې: دا کتاب فرانسوي مشهور ليکوال او مستشرق جيمس ډارمستتر، په فرانسوي ژبه ليکلى، ښاغلى سيدقاسم رښتيا په پارسي ترجمه کړى او استاد حبيبي او استاد بېنوا په پښتو ترجمه کړى دى، پر ١٣٤٦ل کال د پښتو ټولنې له خواچاپ شوى دى.
١٣- د رحمان بابا د دېوان تدوين، تصحيح او مقابله، وړه جيبي قطع، ١٣٢٨ل کال چاپ.
١٤- خوشال خټک څه وايي؟ يو وار په هند کې چاپ شوى او دويم ځل پر ١٣٢٩ل کال د مطبوعاتو دمستقل رياست له خوا چاپ شوى دى.
١٥- پښتونستان: ١٣٣٠ل کال، د مطبوعاتو مستقل رياست.
١٦- د کاظم خان شيدا د دېوان تدوين، تصحيح او مقابله، ١٣٣٣ل کال، پښتو ټولنه.
١٧- پرېشانه افکار: د شعرونو مجموعه، ١٣٣٥ل کال، د کابل راډيو نشراتي څانګه.
١٨- ګيتانجلي: د رابندرنات ټاګور اثر، پښتو ترجمه، ١٣٣٦ل کال، د کابل راډيو نشراتي څانګه.
١٩- لنډۍ: يو شمېر پښتو منتخبې لنډۍ له پارسي او انګرېزي ترجمې سره، انګرېزي ترجمه يې ښاغلي شريقي کړې ده، دغه ترجمه له ښو رنګه تابلوګانو سره پر ١٣٣٧ل کال د کابل راډيو له خوا چاپ شوې ده.
٢٠- خوشال او پسرلى: پر ١٣٣٧ل کال د کابل راډيو د پښتون ږغ مجلې له خوا چاپ شوې ده.
٢١- د زړه خواله: ادبي نثرونه، پر ١٣٣٨ل کال په اصلاح ورځپاڼه کې خپاره شوي او هم د يومستقل اثر په توګه چاپ شوي دي.
٢٢- پښتو قرائت: د لسم ټولګي لپاره، ١٣٣٩ل کال چاپ.
٢٣- زوړ ګنهکار: ١٣٣٦ل کال چاپ.
٢٤- اشتباه: (ډرامه)
٢٥- اوسني ليکوال، لومړى ټوک، ١٣٤٠ل کال، د مطبوعاتو مستقل رياست.
٢٦- اوسني ليکوال، دويم ټوک ، د مطبوعاتو مستقل رياست.
٢٧- اوسني ليکوال، درېيم ټوک، ١٣٤٦ل کال، د پښتو د تعميم او انکشاف لوى مديريت(1).
 
 
٥- قيام الدين خادم:
استاد قيام الدين خادم هم د يوې مودې لپاره په ادبياتو پوهنځي کې تدريس کړى دى، اثار يې دادي:
چاپ شوي اثار:
١- معلم پښتو: د کندهار چاپ.
٢- پښتو کلى: ١-٤ ټوکونه (له مګرو سره).
٣- د کوچنيانو اخلاقي پالنه: (ترجمه)
٤- نوى ژوندون: ( د ادبي نثرونو مجموعه)
٥- پښتونولي: (د پښتو دودونه او اخلاق).
٦- بايزيد روښان: ( تاريخي، تحقيقي رساله)
٧- د شريف سرګذشت: ( له اردو نه ترجمه شوى ناول)
٨- د مرغلرو امېل: (د شعرونو لومړۍ مجموعه)
٩- څاروان: (د شعرونو دويمه مجموعه)
١٠- خيالي دنيا: ( د ادبي نثرونو دويمه مجموعه)
١١- نبوغ او عبقريت: ( اجتماعي فلسفي څېړنه)
١٢- نوې رڼا: ( د مقالو مجموعه)
١٣- د پښتو ننني ليکوال: تذکره پر ١٣١٧ او ١٣١٨ل کال په کابل کالنۍ کې چاپ شوې ده.
١٤- د پښتو د تاريخ يوه سره پاڼه.
١٥- د خوشال او رحمان موازنه.
١٦- مکارم الاخلاق: (له عربي څخه ترجمه)
١٨- پښتانه شعرا: د لومړي او دويم ټوک ځينې برخې.
١٩- پارسيان څوک وو؟: (تاريخي څېړنه)
٢٠- په تذکرة الاوليا تبصره.
٢١- کوشانيان څوک وو؟: (تاريخي څېړنه).
٢٢- د بابا نصيحت نامه: (منظومه).
٢٣- سيدکمال او ببوجانه: (داستان).
٢٤- د پښتو پټۍ: ( د پښتو الف بې په باره کې).
٢٥- لوى اصحابان: (مذهبي تاريخ او سيره).
٢٦- نشنيليزم او انتر نشنليزم: ( مليت او بين المليت).
٢٧- افغاني حکومت.
٢٨- د پښتو نثر تاريخي تطورات او د نثر ليکونکو تذکره: کابل کالنۍ ١٣١٩-١٣٢٠ کلونه.
٢٩- معياري پښتو.
٣٠- لرغوني پښتانه قومونه.
٣١- پښتو قرائت د دويم ټولګي لپاره.
٣٢- پښتو قرائت د درېيم ټولګي لپاره.
      ناچاپ اثار:
١- د پښتونخوا قيصې.
٢- مکالمات.
٣- عزيزه حب خير.
٤- سورګل.
٥- کانفرانسونه.
٦- کره پښتو.
٧- پښتو زده کړه.
٨- نصوص الحکم.
٩- د پښتو شاعري.
١٠- پښتو په غربي ليکدود.
١١- پښتني پور.
١٢- پېړۍ او پښتانه.
١٣- د پښتنو قامولي.
١٤- غوره سندرې.
١٥- د پښتو مشاعرې.
١٦- اينده پښتنو ته.
١٧- د تنقيد حق.
١٨- ساتلې خزانې
١٩- د پښتو ولسي ادب.
٢٠- د شعرونو درېيمه مجموعه.
٢١- د ادبي نثرونو مجموعه
٢٢- د داستانونو مجموعه
٢٣- مجلسي شاعران.
او نور...(1)
 
٦- پوهاند صديق الله رښتين:
پوهاند صديق الله رښتين د پښتو ادب يو لوى خدمتګار اوعالم دى. رښتين صاحب زياته موده د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد پاتې شوى او زموږ د ځوان نسل د روزنې لپاره يې د يادونې وړ هلې ځلې کړي دي. د استاد رښتين اثار په دې ډول دي:
١- پښتانه شعرا: دويم ټوک.
٢- پښتو کلي لومړى ليار ښوونکى.
٣- پښتو کلي شپږم سمستر
٤- د پښتو ادب تاريخ.
٥- پښتو اشتقاقونه او ترکيبونه.
٦- د پښتو لومړى ګرامر (فارسي)
٧- نوى ژوند: ( د پښتونستان په باره کې)
٨- د پښتنو مجاهدې: (تاريخي اثر)
٩- د مومند عبدالحميد دېوان.
١٠- د پښتو قيصې.
١١- پښتونيار.
١٢- د ميوند هنداره: (ژباړه)
١٣- دهند سفر.
١٤- د خوشال خټک بازنامه.
١٥- دمعارف د دويم او درېيمو ټولګيو قرائت.
١٦- د معارف د شپږم ټولګي دينيات.
١٧- د پښتونستان واقعات: (رساله).
١٨- پښتو ادبيات: (رساله)
١٩- پښتو نثر.
٢٠- د پښتو ادب درې مشهورې کورنۍ.
٢١- د پښتو او سانسکريت نژدېوالى.
٢٢- پښتو ژبښودنه.
٢٣- نوميالي شاعران.
٢٤- ادبي اوتاريخي سمونې.
٢٥- ګرامري اصطلاحات.
٢٦- ديني هنداره: (له عربي نه ژباړه)
٢٧- د خوشال طب نامه: (چاپونه،کتنه او سمونه)
٢٨- د حميد نيرنګ عشق: ( چاپونه، کتنه او سمونه).
٢٩- د ميا شرف عروض: (چاپونه، کتنه او سمونه).
٣٠- پښتنې مېرمنې: (ډرامه، ناچاپ).
٣١- د ژوند وظيفې: (ترجمه، ناچاپ)
٣٢- ځلاندې پلوشې: (ترجمه، ناچاپ).
٣٣- د پښتو اشعارو قسمونه: ناچاپ
٣٤- پښتو څېړنه: ناچاپ
٣٥- د ننګرهار او قطغن سفر: ناچاپ
٣٦- د پښتونستان مقالې: ناچاپ
٣٧- د معارف د دويم ټولګي پښتو قرائت: ناچاپ.
٣٨- د ژوند سندره: ناچاپ
٣٩- د مصر سفر: ناچاپ.
٤٠- د شوروي اتحاد سفر: ناچاپ.
٤١- د قلمي نسخو د څېړنې لار: ناچاپ
٤٢- پښتو پېژندنه: ناچاپ
٤٣- روښان ستوري: ناچاپ
٤٤- سبک پېژندنه: ناچاپ
٤٥- د هېواد نندارې: ناچاپ
٤٦- نوميالي پوهان: ناچاپ
٤٧- پښتني لارښود: ناچاپ
٤٨- د هند کتابخانې: ناچاپ
٤٩- د پښتو قلمي نسخې: ناچاپ
٥٠- د مهتمم پېژندنه: ناچاپ
٥١- د خپلواکۍ هڅې: ناچاپ
٥٢- د پښتو تاريخي څېړنه: ناچاپ
٥٣- تاريخي ليکونه: ناچاپ
٥٤- د فکر پلوشې: ناچاپ
٥٥- د شعرونو مجموعه: ناچاپ
٥٦- پښتو ګرامر: ناچاپ، دوه ټوکه کې.
٥٧- خوږه وږمه: ناچاپ
٥٨- نړۍ وال کنفرانسونه: ناچاپ
٥٩- رنګارنګ ګلونه: ناچاپ
٦٠- د پښتو نثر هنداره: چاپ.(1)
 
٧- اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد:
استاد عبدالشکور رشاد د هېواد له نومياليو پوهانو څخه يو پوه دى. ډېره موده د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د استاد په توګه پاتې شوى دى او زموږ د اوسني ادبي بهير زيات ليکوال د استاد له پوهنيزو وړانګو څخه برخمن شوي دي. دا دى دلته د استاد د پښتو اثارو يادونه کوو:
((١- لودي پښتانه: پښتو ټولنه، ١٣٣٦ کال چاپ.
٢- د تولستوي درې نکلونه: ژباړه، د هېواد ورځپاڼې له خوا پر ١٣٣٩ کال کې چاپ.
٣- د زړه وينې: شعرونه، ١٣٧٠ل کال چاپ.
٤- د بېلتون غږ: ناچاپ.
٥- لاله:  ناچاپ
٦- روڼې اوښکې: ناچاپ
٧- ملحد شاهي او ملاشاهي: شعرونه، ناچاپ.
٨- پښتو قرائت: د (١١) ټولګي لپاره، د ښوونې او روزنې وزارت له خوا چاپ شوى دى.
٩- پښتو قرائت: د (١٢) ټولګي لپاره، د ښوونې او روزنې وزارت له خوا چاپ شوى دى.
١٠- د احمدشاه بابا د شهنامې تحشيه او تعليق.
١١- د قيصه خوانۍ خونړۍ پېښه: د سرحدونو چارو وزارت له خوا چاپ شوى دى.
١٢- مکتبي قاموس چې له (٦-١٢) ټولګي پورې د ښوونځيو د پښتو کتابو د پنځو او شپږو زرو لغاتو تشريح کوي.))(1)
١٣- ډيلى د پښتنو په وخت کې: ١٣٣٩ ل کال چاپ.
١٤- دامير خسرو دهلوي هندي شاعري: ١٣٥٣ل کال
١٥- دخيرالبيان په سريزه کې درې مقالې: ١٣٥٣ل کال
١٦- دخيرالبيان لغتونه: په ١٢٢ مخونو کې د ١٣٥٣ل کال چاپ.
١٧- د دولت لواڼي د دېوان سريزه: د ١٣٥٣ل کال چاپ.
١٨- د واصل روښاني د څو شعرونو سريزه او سموونه، د ١٣٥٣ل کال چاپ.
١٩- پاڼي ڼي، اښت او هيايي او په هغه کې پښتو کلمې، د ١٣٥٤ ل کال چاپ.
٢٠- ګيتانجلي سريزه په ١٠٤ مخونو کې د ١٣٥٤ل کال چاپ.
٢١- دتاج سريزه: د ١٣٥٤ل کال چاپ.
٢٢- د ګولډن شتت د فرهنګ سريزه، د ١٣٥٦ل کال چاپ
٢٣- د ګلشن روه سريزه، په ١٩٢ مخونو کې د ١٣٥٦ل کال چاپ.
٢٤- د احمدشاه بابا د څو اشعارو د پښتو شرحې سريزه، د ١٣٥٦ل کال چاپ.
٢٥- د احمدشاه بابا د دېوان غورچاڼ د ١٣٥٧ل کال چاپ
٢٦- بديع: درسي کتاب د دارالمعلمين له خوا پر ١٣٥٩ل کال کې چاپ شوى دى.
٢٧- د پښتو تجديدونو تاريخچه، په ٧٤ مخونو کې د ١٣٥٩ل کال چاپ.
٢٨- د ابن سينا د مخارج الحروف پښتو ژباړه.
٢٩- د اسماالحسنى سريزه، د ١٣٥٩ل کال چاپ.
٣٠- د څمکنو ميا عمر، د ١٣٦٠ل کال چاپ.
٣١- د حاجي جمعه بارکزي د دېوان سريزه او لغتنامه د ١٣٦١ل کال چاپ.
٣٢- پر افغانستان او هند برتانوي څو خبرې، د ١٣٦١ل کال چاپ.
٣٣- د پټې خزانې فرهنګ.
٣٤- درباره ظفرنامه اکبري و ناظم ان، د ١٣٦٥ل کال چاپ.
٣٥- لس مقالې.
٣٦- سوبهياش چند رابوس.
د استاد ناچاپ اثار:
١- پښتانه شعرا (په اردو کې): په دغه اثر کې هغه په خټه پښتانه شاعران معرفي شوي، چې په اردو ژبه يې شعرونه ويلي دي، په دغه اثر کې (٣٨٣) تنه شاعران راغلي دي.
٢- پښتانه شعرا: (په فارسي ژبه کې) په دغه اثر کې (٢٠٠) تنه شاعران معرفي شوي دي.
٣- ايا؟ ، په دغه اثر کې هغه تېروتنې په ګوته شوي، چې هغه په پښتو او فارسي ادبياتو او تاريخ کې د پاملرنې وړ دي.
٤- غالب جنګ نواب احمدخان بنګښ او د هغه کورنۍ.
٥- د پښتني قومونو او قبايلو په باب ياداښتونه، په ٢٠٠ مخونو کې.
٦- مستشرقين: په دغه اثر کې (٢٠٠) ختيځپوهان چې د افغانستان پښتو او فارسي ژبو په باب يې څېړنې کړي، معرفي شوي دي.
٧- امين الملک ګل محمدخان غورياخېل بابړ او د هغه کورنۍ (چې د استاد له نيکونو څخه دى).
٨- ملي قهرمان غازي محمداکبرخان.
٩- سوري پښتانه (لکه لودي پښتانه چې مخکې مو ياد کړل).
١٠- د کندهار دمدرسو تدريسي نصاب.
١١- حضرت ابوبکرصديق(رض) په پښتو ژبه، ١٤٠ مخونو کې.
١٢- په زړه فارسي او اوستا کې پښتو کلمې (د ماسټرۍ دورې لپاره).
١٣- د کندهار زيارتونه.
١٤- ادبي قاموس: دغه اثر شپږ ټوکه دى:
لومړى ټوک: (١٠٠٠) مخه.
دويم ټوک: (٥٠٠) مخه
درېيم ټوک: (١٠٠٠) مخه
څلورم ټوک: (٤٧٠) مخه
پنځم ټوک: (٤٨٠) مخه
شپږم ټوک: (٩٢) مخه، چې تراوسه هم ترلاس لاندې دى.
١٥- جغرافيايي يادښتونه: دغه اثر دوه ټوکه دى.
١٦- د کندهار تاريخي يادښتونه: په دوه ټوکه کې:
لومړى ټوک: تر مغولو دمخه د کندهار په باب.
دويم ټوک: تر مغولو وروسته د کندهار په باب.
١٧- د احمدشاهي عصر نوميالي، په دوه ټوکه کې:
لومړى ټوک: هغه برخه ده، چې د احمدشاهي شاهنامې د تعليقاتو په نامه راغلي دي.
دويم ټوک: له احمدشاهي شاهنامې پرته نور نوميالي دي.
١٨- پښتانه مشاهير: دا اثر درې ټوکه دى:
لومړى ټوک: (١٥٠) مخه، دويم ټوک(٢٠٠) مخه او درېيم ټوک تر لاس لاندې دى.
١٩- د طريقت شجرې: د هغو طريقو په باب دى، چې په افغانستان او پښتنو کې مشهورې دي.
٢٠- نسبي شجرې: دغه شجرې څلور ټوکه دي:
لومړى ټوک: په هندوستان کې د پښتنو نوابۍ او مشهورې کورنۍ.
دويم ټوک: د سدوزيو پاچهانو او شهزاده ګانو په باب.
درېيم ټوک: د محمدزيو پاچهانو او شهزاده ګانو په باب.
څلورم ټوک: د پښتنو قومونو په باب عمومي شجرې.
٢١- سل متله په اوو ژبو: دغه اثر په څلورو ټوکو کې تراوسه کښل شوى دى. دغه متلونه، په پښتو، فارسي، عربي، روسي، انګرېزي او اردو ژبو ليکل شوي دي.
٢٢- دوه زره (٢٠٠٠) پښتو متله په روسي ژبه.
٢٣- د خوشال فرهنګ: دغه اثر په اوو ټوکو کې دى:
لومړى ټوک: طب نامه، دويم ټوک: بازنامه، درېيم ټوک: رباعيات او قطعات، څلورم ټوک: دستارنامه، پنځم ټوک: غزليات او قصايد، شپږم ټوک: رباعيات او قطعات، اووم ټوک غزليات او قصايد.
٢٤- د پټې خزانې فرهنګ دويمه برخه.
٢٥- د ګلشن روه لغتنامه.
٢٦- د خيرالبيان لغتنامه.
٢٧- د فرهنګونو په باب: په دغه اثر کې ټول هغه فرهنګونه چې په ختيز کې کښل شوي دي، معرفي شوي :
_ پښتو فرهنګونه د الفبا په ترتيب.
_ پارسي فرهنګونه د الفبا په ترتيب.
_ عربي فرهنګونه د الفبا په ترتيب.
_ ترکي فرهنګونه د الفبا په ترتيب.
_ هندي فرهنګونه د الفبا په ترتيب.
٢٨- بديع: په (٢٧١) مخونو کې.
٢٩- بيان: په (٣١٧) مخونو کې.
٣٠- قافيه: په (٣٠٠) مخونو کې.
٣١- عروض: په دوو ټوکو کې، لومړى ټوک (٧٦٧) او دويم ټوک (٣٥٠) مخونو کې.
٣٢- معاني: په (٣٨٣) مخونو کې.
٣٣- نقد: د پښتو، پارسي او عربي ادبياتو په تاريخي او علمي برخو کې په (٢٩٣) مخونو کې.
٣٤- په ګلشن روه کې د بابوجان منتخباب نثر نه دى (دپوهاندۍ اثر).
٣٥- لوى احمدشاه بابا د خلکو له نظره)). (1)
٣٦- د کارنامو مېرمنې، ناچاپ.
 
٨- حبيب الله تږى نيازى:
حبيب الله تږى يوه ټاکلې او يوه د يادونې وړ موده د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د استاد په توګه پاتې شوى دى.
پښتو اثار يې په دې ډول دي:
١- ژبه خپله سرته پرېږدئ: د کارنل پوهنتون د پروفيسور ښاغلي جان هال تاليف دى، چې استاد تږي ترجمه کړى، خو چاپ شوى نه دى.
٢- د شعرونو يوه مجموعه: چاپ شوې نه ده.
٣- د ليک تاريخ او تحول: په متفرق ډول په کابل مجله کې چاپ شوى دى.
٤- معاصر افغاني ادب: ډېره مختصره برخه يې د ١٣٣٩ل کال په کابل کالنۍ کې خپره شوې ده.))(١)
 
٩- پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار:
پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار د هېواد له مخکښو ليکوالو او وتلو ژبپوهانو څخه دى. استاد د خپل ژوند يوه زياته برخه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګه کې د استاد په توګه تېره کړې ده او تر اوسه يې يو زيات شمېر اثار او ليکنې د هېواد په دننه او بهر کې خپرې شوي دي، دلته يې د ځانګړو اثارو يادونه کوو:
١- نومتړنګونه يا اسمي ترکيبونه: په الماني ژبه د سويس د برن پوهنتون د ١٩٧٤م کال خپرونه.
٢- پښتو پښويه (ګرامر): د کابل پوهنتون د ١٣٦٢ل کال خپرونه.
٣- پښتو ويي پوهنه (لکزيکولوژي): د کابل پوهنتون د ١٣٦٠ل کال خپرونه.
٤- پښتو ليکلار: د ننګرهار د بايزيد روښان پوهنتون د ١٣٦٠ل کال خپرونه.
٥- زنداني نغمې: د شعرونو مجموعه، ١٣٥٩ل کال چاپ.
٦- سوزونه او سازونه: شعري غونډ، د چاپ او خپرونې د دولتي کمېټې رياست، ١٣٦٤ل کال چاپ.
٧- اور او وينې: د شعرونو غونډ، د چاپ او خپرونې د دولتي کميټې رياست، ١٣٦٤ل کال چاپ.
٨- وينه او مينه: شعري غونډ، د ملي دفاع وزارت، د ١٣٦٠ل کال خپرونه.
٩- نظر کوتاهى بر زبان وزبان شناسي: د کابل پوهنتون ګستنر چاپ ١٣٦٣ل کال.
١٠- پښتانه او ورونه مليتونه: ژباړه، د چاپ او خپرونې د دولتي کمېټي رياست، ١٣٦٦ ل کال.
١١- مينه د زړه په وينه: رمان، ١٣٧٢ل کال چاپ، لاهور.
١٢- اندو ژوند: شعري طرحې او څلوريځې، د سرحدونو چارو وزارت، ١٣٦٨ل کال چاپ.
١٣- پښتو-دري فرهنګ: د برلين د پوهنتون په غوښتنه کښل شوى دى.
١٤- ګلکڅونه: شعري غونډ، د افغانستان د ليکوالو د انجمن خپرونه، ١٣٦٧ل کال.
١٥- الماني- پښتو فرهنګ: د برلين پوهنتون په غوښتنه کښل شوى دى.
١٦- د پښتو الماني ژباړيز پرابلمونه ( په الماني ژبه، ناچاپ
١٧- سپين غر: شعري غونډ، ناچاپ.
١٨- کارپوهه (رارګولوژي): برخه برخه په فولکور مجله کې خپره شوې ده.
١٩- ټولنوال رياليزم: برخه برخه په هنر او ژوندون مجلو کې خپور شوى دى.
٢٠- پښتو ګړدودونه (لهجې): په وږمې مجله کې چاپ شوى دى.
٢١- پښتو آر پوهه (اتمولوژي): تر ((ژ)) پورې په وږمه مجله کې خپره شوې ده.
٢٢- پښتو بدلمېچ يا پښتو شعر څنګه جوړېږي؟: د اطلاعاتو او کلتور وزارت، ١٣٦٩ل کال.
٢٣- ليکونه ( په پښتو،دري،الماني او انګليسي) ناچاپ.
٢٤- ځان پېښې ( په پښتو، دري، الماني او انګليسي، ناچاپ
٢٥- د هېواد پر ١٤ ژبو (پښتو، دري، ازبکي، ترکمني، بلوڅي، براهوي، ورخي، پشه يي، پاراسوني، کتي (نورستان)، ګوجرو، ((ګجراتي)) تيرو ((تيراهي))، شغني، کشمونډي، ١٠٤ ټوکه ګړدودي (لهجوي څېړنې چې د سويس د ملي فونډ له خوا د يونسکو په سپارښتنه د افغانستان ( د ژبپوهنې اتلس) په نامه په برن پوهنتون کې ترکار لاندې دي.
٢٦- پښتو، دري، پشه يي فولکوري څېړنې.
٢٧- د سبرونو نڅا: شعري غونډ، د سيد جمال الدين افغان فرهنګي ټولنه، ١٣٧٢ل کال.
٢٨- ګلوييونه: شعري غونډ، د سيد جمال الدين افغان فرهنګي ټولنه، ١٣٧٢ل کال.
٢٩- رزم و بزم: شعري غونډ، د سيد جمال الدين افغان فرهنګي ټولنه، ١٣٧٢ل کال.
٣٠- څڅواکي: شعري غونډ، د سيد جمال الدين افغان فرهنګي ټولنه، ١٣٧٢ل کال.
٣١- نندارليک (ډرامه): پر ١٣٥٧ل کال کښل شوې، خو چاپ او نندارې ته نه دى وړاندى شوى.
٣٢- د پټې خزانې ليکزيکي شننه (پټه خزانه، لغوي خزانه)، ١٣٧٥ل کال چاپ.
٣٣- د هندو اروپايي ژبو لرغونى تاريخ ( له الماني سرچينو څخه ژباړه)، دکابل مجلې د ١٣٧٠ل کال د ٣ ګڼې برابر ٣٤ مخونه يې نيولي دي.
٣٤- د پټې خزانې الماني ژباړه او ګرامري شننه، دا ژباړه د فرانسوي افغانپوهاند (کيفر) لپاره شوې ده.
٣٥- سيندګى (جيبي قاموس) ١٣٧٣ل کال چاپ.
٣٦- تر ١١٠٠ زياتې علمي، ادبي، تحقيقي او ژورناليستيکي ليکنې په پښتو، دري، انګليسي او الماني د هېواد دننه او د باندې خپرې شوي دي. دغه راز يې يو لړ ادبي اثار ( د شوروي اتحاد) په څو ژبو او مجاري، الماني، انګليسي، بلغاريايي او داسې نورو ژبو اړول شوى دى.
د ژوندون مجلې د ١٣٦٧ل کال د ميزان او عقرب د ګڼې له مخې د زيار صيب د اثارو شمېر په دې ډول ښوول شوى دى: داثارو ټول شمېر يې له مقالو پرته ادبي (١٠) اثره، علمي (١٦) اثره، تحقيقي (١٠٤) اثره، مجموعي (١٣٠) اثره.))(1)
 
١٠- پوهاند محمد رحيم الهام:
استاد محمد رحيم الهام د علومو اکاډمۍ د غړي او يوه زياته موده د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د دري او پښتو څانګو د استاد په توګه پاتې شوى دى. استاد خپلې زياتې ليکنې په دري ژبه کړي دي. موږ به يې دلته د پښتو اثارو پېژندنه وکړو:
١- په اسلامي تصوف يوه مقدمه، ناچاپ.
٢- د تشريحي ژبپوهنې مقدمه، په کابل مجله کې چاپ شوې ده.
٣- د ژبڅېړنې مقدمه، په کابل، وږمه او رهبر مجلو کې خپره شوې ده.
٤- د پښتو ژبې فونيمي جوړښت تحليل (د پوهندوى علمي رتبې ته) ناچاپ.
٥- د پښتو ګرامر طرح: په وږمه مجله کې چاپ شوى دى.
٦- د پښتو ګرامر، هربرت پنزل، ژباړه، د ادبياتو پوهنځي له خوا چاپ شوى دى.
٧- تطبيقي ادب: (پښتو ژباړه) په کابل مجله کې چاپ شوى دى.
٨- د پښتو او انګرېزۍ مقابله يي فونيم پېژندنه ( د ماسټرۍ تيزس) ناچاپ.
٩- د سانسکريت د دوو ټوټو شعرونو ترجمه او تحليل، ٢ ټوکونو کې، ناچاپ.
١٠- ادبي مسالې: د ليکوالو انجمن خپور کړى دى.
١١- پښتو خجڅېړنه، يرژي پيچکا، ژباړه، ١٣٦٨ل کال چاپ.
 
١١- پوهاند سيد بهاوالدين مجروح:
استاد مجروح پر ١٩٥٩م کال د ادبياتو پوهنځي رئيس او هم پر ١٩٧٠م کال د دويم ځل لپاره د نوموړي پوهنځي رئيس و. همدا راز استاد مجروح زياته موده د ادبياتو پوهنځي د تاريخ او فلسفې د څانګې استاد پاتې شوى دى.
د مجروح صيب پښتو اثار دادي:
١- د جبر او اختيار ډيالکټيک: د ادبياتو پوهنځي چاپ.
٢- ځانځاني ښامار: د ادبياتو د پوهنځي چاپ.
٣- د مور پيغام: پښتو منظومه، د پېښور چاپ.
٤- دښمن وپېژنئ: يوه تحليلي ليکنه ده، د پېښور چاپ.
٥- نا اشنا سندرې: د پېښور چاپ.
استاد مجروح په دري او فرانسوي ژبو هم يو شمېر اثار ليکلي دي.
 
١٢- پوهاند عبدالرزاق زهير:
عبدالرزاق زهير هم يو وخت د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد پاتې شوى دى، دلته يې د اثارو يادونه کوو:
١- د اروپا ادبي ليکونه: پر ١٣٣٥ل کال يې تاليف کړى او ادبياتو پوهنځي ته يې سپارلى دى.
٢- د پښتو ادب سخنوران: پر ١٣٣٦ل کال يې د مطبوعاتو په کالنيو جايزو کې د خوشال خټک جايزه اخيستې.
٣- د انشا فن او ليکوالي: په عرفان مجله کې، پر ١٣٤١ل کال خپور شوى دى.
٤- پښتو ادب: پر ١٣٤١ل کال په پوهنې مجله کې خپور شوى دى.
٥- شهلا: ټولنيز- اقتصادي داستان، ١٣٣٢ل کال په انيس کې خپور شوى دى.
٦- پښتو متلونه: چاپ شوي نه دي.)) (1)
 
١٣- پوهاند دوکتور محمد حسن کاکړ:
(( ښاغلى محمد حسن کاکړ هم يو وخت د ادبياتو پوهنځي د بهرنيو زده کوونکو په کورس کې ښوونکى و. دغه لاندې اثار يې ليکلي دي.
١- سود او زيان: ناچاپ
٢- د لرغوني يونان ژوند او فکر: ناچاپ
٣- پښتو د باندنيو لپاره: ناچاپ
٤- د ماکسيم ګورګي ادبي نکلونه: (ژباړه) پر ١٣٣٩ل کال د پښتو ټولنې له خواچاپ شوى دى.
٥- د برتانيې سياسي سيستم: ژباړه، ناچاپ،
٦- اوسنۍ سياسي فلسفې: ژباړه، ناچاپ.))(1)
 
١٤- عبدالباري اشنا:
نوموړى هم (( يو وخت د ادبياتو پوهنځي استاد پاتې شوى دى تراوسه يې دغه اثر لاسته راغلى دى:
١- ادبيات: پر ١٣٦٦ل کال په طلوع افغان اوونيزه او هم په ځانګړي ډول خپور شوى دى.))(2)
 
ګل محمد نورزى:
د زيات وخت لپاره د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد پاتې شوى دى، دغه لاندې اثار يې لاسته راغلي دي:
١- د مغلو په دولت کې د وروستيو کودتاوو تاريخ: له روسي ژبې نه پښتو ته ژباړل شوى او په دوو ټوکو کې پر ١٣٥٢ل کال، د کابل پوهنتون له خوا چاپ شوى دى.
٢- د درانيانيو امپراتوري: ژباړه، ١٣٥٨ل کال، پښتو ټولنه.
٣- مفتش: د ګوګول د يو اثر ژباړه،د ليکوالو ټولنه.
٤- د ماشومانو قيصې: د ماشومانو لپاره دوه واړه کتابونه دي چې له روسي ژبې څخه ژباړل شوي او دواړه په شوروي کې چاپ شوي دي.
٥- خوشال پېژندنه: درسي نوټ دى، لنډيز يې په ګستز ډول چاپ شوى دى.
٦- د پښتو ادبياتو ژانرونه: ناچاپ
٧- ادبي مکتبونه: ناچاپ
سعدالدين شپون:
سعدالدين شپون د ادبياتو پوهنځي فارغ التحصيل دى او هم په نوموړي پوهنځي کې استاد پاتې شوى دى، تراوسه يې دغه اثار ليکلي دي:
١- پرخه په ترخه: د شعرونو جونګ، په پېښور کې چاپ شوى دى.
٢- د بنګي غاړه ((ناول)): په سپېدې مجله کې يې ځينې برخې خپرې شوي دي.
٣- ليکوالي: ١٣٥٢ل کال، د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې له خوا.
 
نور احمد شاکر:
استاد نوراحمد شاکر څه دپاسه پنځه ويشت کاله د ادبياتو پوهنځي استاد پاتې شوى دى. دغه اثار يې تراوسه چاپ شوي دي:
١- بديع او بيان: د لسمو او دولسمو ټولګيو لپاره، د ښوونې او روزنې د وزارت له خوا، پر ١٣٦٥ل کال خپور شوى دى.
٢- ژبنۍ څېړنې: د ادبياتو پوهنځي له خوا چاپ شوى دى.
 
_ پاينده محمد زهير:
يوه موده د ژبو او ادبياتو پوهنځي د استاد په توګه پاتې شوى دى. اثار يې په لاندې ډول دي:
١- د افغانستان د معارف تاريخ: پاينده محمد زهير او ډاکتر محمديوسف علمي په ګډه ترتيب کړى او پر ١٣٣٩ل کال د پوهنې وزارت له خوا چاپ شوى دى.
٢- پښتو خبرې: کابل، ١٣١٤ل کال چاپ.
٣- د پښتولغات: (٤٠٠ لغات)، ١٣١٤ ل کال چاپ.
٤- د پښتو زر متلونه: کابل مطبوعات،١٣١٧ل کال چاپ.
٥- د پښتو يو زر لنډۍ.
٦- پښتو فولکوري مجموعه: (په درېيو رسالو کې)، ١٣٢٧ل کال چاپ.
٧- د پښتوادب او انشاء: ادبياتو پوهنځى، ١٣٢٥ل کال.
٨- د پښتو تحليلي او مقايسوي ګرامر.
٩- پښتو منثورې ادبي ټوټې.
١٠- د پښتنو يرغل: (ژباړه).
١١- په پښتو ژبه د معارف وزارت لپاره د ځينو درسي کتابونو لکه: (فزيک، کيميا، جغرافيه، رياضي، هندسې، دينياتو، تاريخ او بيولوژي ژباړه.
١٢- د راډيو درسونه: په پښتون ژغ مجله کې چاپ شوي دي.
١٣- د پښتو رهنما: په نوي طرز د پښتو زده کوونکو لپاره.
١٤- د پښتو بول چال: په پښتو او فارسي په نوي طرز.
١٥- د کليوالو ښوونځيو لومړى کتاب: په نوي طرز، ١٣٢٨ل کال، کابل.
١٦- د پښتو قرائت: د لومړيو ښوونځيو لپاره.
١٧- د پښتو قرائت: د منځنيو ښوونځيو لپاره.
١٨- د پښتو قرائت: د ثانوي ښوونځيو لپاره.
١٩- د دايرة المعارف د رسالو ژباړه: ټولې ١٤ رسالې.
٢٠- د مرحوم مستغني د کلياتو تدوين او د سريزې ليکنه.
٢١- د پښتو الفباء: د مجلې او تحليل په اصولو د لومړيو ټولګيو لپاره پر ١٣٢٦ل کال ليکل شوې ده.))(1)
 
محمداعظم ايازى:
محمد اعظم ايازى يو وخت د ادبياتو پوهنځي استاد پاتې شوى دى، پښتو اثار يې دادي:
١- قواعد پښتو: په کابل کې چاپ شوى دى.
٢- الفاروق: له اردو څخه ژباړل شوى، ناچاپ.
٣- رياضي او جغرافيه له لومړي څخه بيا تر څلورم جماعته پورې چاپ شوى دى.
٤- الانسان: له اردو څخه ژباړه، ناچاپ.
٥- لس زره لغاتونه: کابل چاپ.
٦- د پښتو ګرامر: چاپ. (٢)
طاهر علمي:
د ادبياتو پوهنځي استاد پاتې شوى دى. اثار يې دادي:
١- د روښانيانو د تصوف په باب: ناچاپ.
٢- د پښتو معاصر ادب: لکچر نوټ.
 
نصرالله سوبمن:
نوموړى هم يوه موده د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد پاتې شوى. اثار يې دادي:
١- د لرې شرق او جنوبي شرقي اسيا جغرافيه: پر ١٣٥٢ل کال د کابل پوهنتون له خوا چاپ شوى دى.
٢- د کابل سلطنت بيان (ژباړه): د پښتو څېړنو بين المللي مرکز، ١٣٥٩ل کال چاپ.
٣- دراني احمدشاه: ژباړه، د علومو اکاډمۍ، ١٣٦٦ل کال چاپ.
 
عبدالروف خپلواک:
پوهندوى خپلواک د يو وخت لپاره د ادبياتو پوهنځي د تاريخ څانګې استاد پاتې شوى دى.
١- د پرمختيايي هېوادونو ټولنيز، اقتصادي او سياسي تحليل: له الماني ژبې څخه ژباړه، ١٣٥٨ل کال چاپ.
 
نورمحمد غمجن:
ارواښاد نورمحمد غمجن زياته موده، د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد و. نوموړي استاد د خپل لنډ عمر په بهير کې د يادونې وړ ادبي فعاليتونه ترسره کړي دي، دلته يې د پښتو اثارو يادونه کوو:
١- د پشه يانو د محيط ژبې، خلکو، د ځينو شاعرانو او متلونو معرفي (مونوګراف).
٢- د پشه يانو شفاهي ادبيات.
٣- د پښتو او پشه يي ژبو د ګرامر نږدېوالى (د پوهنملۍ علمي ترفيع لپاره).
٤- پشه يي-پښتو قاموس ( چې تر لسو زرو زيات لغتونه لري.)
٥- د پشه يانو متلونه (ناچاپ).
٦- د پشه يانو پيداوار (ناچاپ).
٧- د پشه يانو د جغرافيايي محيط معرفي (ناچاپ).
٨- د پشه يي ژبې د ادبياتو تاريخ.
٩- پشه يي کيسې، روايتونه، (ناچاپ).
١٠- د پښتو شعرونو مجموعه. (ناچاپ)
١١- په پښتو ژبه مقالې، (ناچاپ)
١٢- پښتو خواږه نثرونه. (ناچاپ)
١٣- د پشه يي ژبې تاريخچه: (ناچاپ)
١٤- د نورستاني ژبې تاريخچه: (ناچاپ)
١٥- د روښاني دورې منظوم متون، د ژبو او ادبياتو پوهنځي د درېيم ټولګي لپاره درسي کتاب. ګستسنر چاپ.
١٦- د روښاني دورې منظوم او منثور ادب تاريخ: د پښتو د دويم ټولګي لپاره (د دوکتور زېورالدين په ګډون).
١٧- پښتو متلونه، راټولونه. (1)
 
سرمحقق محمدصديق روهي:
کانديد اکاډميسين سرمحقق محمدصديق روهي يوه زياته موده د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد و. د استاد اثار په لاندې ډول دي:
١- د څېړنې لارښود: د ١٣٥٤ل کال چاپ.
٢- پښتو په بېلګه يي جملو کې: د ١٣٥٧ل کال چاپ.
٣- ادبي څېړنې: ١٣٦٠ل کال چاپ.
٤- د ژبښودنې مسلې: د ١٣٦٠ ل کال چاپ.
٥- د ادب او فلکور په باره کې: د ١٣٦٥ل کال چاپ.
٦- فلکور پېژندنه: د ١٣٦٥ل کال چاپ.
٧- پښتو معاصر ادبيات: دوه جزوې: د ١٣٦٦ل کال چاپ.
٨- د روښاني غورځنګ ماهيت: ناچاپ
٩- شعر پېژندنه:
١٠- د نصيحت اکسير: يوعلمي، انتقادي اثر، ناچاپ.
١١- د دولسم ټولګي لپاره د ادبياتو تاريخ: ناچاپ.
 
بايزيد اڅک:
ډېره زياته موده د ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد پاتې شوى دى.
١- پښتو فونولوژي او مورفولوژي (پوهنملۍ رتبې لپاره): ژباړه.
 
دوکتور زېورالدين زېور:
پوهنوال دوکتور زېورالدين زېور هم ډېره زياته موده د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد پاتې شوى دى، دغه اثار يې تراوسه پورې ليکلي دي:
١- پښتو ادبياتو تاريخ: د پښتو څانګې د دويم ټولګي لپاره، کابل پوهنتون، ١٣٥٩ل کال چاپ.
٢- پښتو ادبياتو تاريخ اوسنۍ دوره: د پښتو څانګې څلورم ټولګي لپاره، کابل پوهنتون، ١٣٦٠ل کال چاپ.
٣- پښتو معاصر ادبيات: د ماسټرۍ دورې د محصلينو لپاره، کابل پوهنتون، ١٣٦٥ل کال چاپ.
٤- انګېرنې: يو درسي کتاب دى، چې پر ١٣٦٤ل کال چاپ شوى دى.(1)
٥- پولاد څنګه کلکېده: په دوو ټوکو کې د نامتو ليکوال استروفسکي د رومان ژباړه، ١٩٧٧م کال د مسکو چاپ.
٦- پښتو ادبياتو تاريخ: د پښتو څانګې د درېيم ټولګي لپاره، کابل پوهنتون، ١٣٥٧ل کال.
٧- د ښاغلي ډزه: دا د مختار عوزوف رومان دى، چې په پښتو ژباړلى شوى، مسکو چاپ.
٨- د ادبياتو اصطلاحي قاموس: کابل پوهنتون خپور کړى دى.
 
ډاکتره زرغونه زېور:
نوموړې هم له ډېرو کلونو راپدېخوا د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې استاده پاتې شوې او تراوسه د پوهندوى علمي رتبې ته رسېدلې ده، دغه اثار يې کښلي دي:
١- د پښتو ژبې ګرامر، لومړۍ برخه (فونولوژي) لومړى چاپ، ١٣٦١ل کال، دويم چاپ، ١٣٦٣ل کال ګستنر .
٢- پښتو ژبه کې د لرې او برې پښتونخوا د لهجې خصوصيات او د اجمل خټک ژبه، د ډاکترۍ تېزس، ناچاپ.(1)
٣- د پښتو ژبې نحوه: (ګستنرچاپ).
 
پوهندوى عبدالخالق رشيد:
استاد عبدالخالق رشيد تر ١٣٥٨ل کال راهيسې د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد دى. دغه لاندې اثار يې تراوسه پورې ليکلي دي:
١- پښتني لنډۍ: دا د پښتو لنډيو يوه کوچنۍ رساله ده، چې چاپ شوې ده.
٢- د پښتو ژبې تاريخي متون: يو درسي کتاب دى، چې په ګستنر ډول چاپ شوى دى.
٣- ډولۍ: د لنډو کيسو مجموعه ده، پر ١٣٦٧ل کال د ليکوالو انجمن خپره کړې ده.
٤- د پښتو هنري کره کتنې تاريخچه: پر ١٣٦٩ل کال د ليکوالو انجمن خپور کړى دى.
٥- د خطر زنګ: ناچاپ.
٦- مخکښه هيله: ناچاپ.
٧- مرسله (ناول):
٨- بارانونه او سېلابونه: ناچاپ.(1)
٩- استوګن او نا استوګن ادبي بهير: ( د پوهندوى علمي ترفيع لپاره)، ناچاپ.
١٠- کنګل ژمى، کنګل لاسونه (د لنډو کيسو مجموعه) دغه مجموعه د خوشال فرهنګي ټولنې له خوا پر ١٣٧٣ل کال په پېښور کې چاپ شوې ده.
 
پوهنوال جلال الدين:
استاد جلال الدين خان هم له ډېرو کلونو راهيسې د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد دى، دغه اثار يې تراوسه پورې ليکلي دي:
١- پښتو مثنوي: ناچاپ، ( د پوهندوى علمي ترفيع لپاره)
٢- دپښتو نظم شکلي ډولونه، (د پوهنوالۍ علمي ترفيع لپاره).
 
پوهنمل محمد رفيق:
پوهنمل محمد رفيق له ١٣٥٨ل کال راهيسې د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد دى. تراوسه يې دغه لاندې اثار ليکلي دي:
١- وزن پوهنه، درسي نوټ، ١٣٦١ل کال، ګستتنر.
٢- د بديع علم څېړنه او اوډنه، درسي نوټ، ١٣٦٢ل کال، ګستتنر.
٣- ادبي فنون، درسي نوټ، ١٣٦٣ل کال، ګستتنر.
٤- قافيه، درسي نوټ، ١٣٦٢ل کال ګستتنر.
٥- د عبدالحى حبيبي د ژبنيو ادبي چاپي اثارو څېړنه، د پوهنيارۍ تيزس.
٦- د پښتو اوسني شعر سبک، د پوهنملۍ علمي ترفيع لپاره.
٧- د پښتو هنري نثر.
 
بخت مير وزيري:
بخت مير وزيرى د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد دى. تراوسه يې دغه لاندې ليکنې کړي دي:
١- د وزيرو د لهجې مقايسه له معياري لهجې سره (د ماسټرۍ تيزس).
٢- د وزيرستان د وزيرو پېژندل، ( د ليسانس دورې مونوګراف).
محمد صابر خويشکى:
نوموړى هم له شلو کلونو راهيسې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد دى او تر دې وخته د پوهندوى علمي رتبې ته رسېدلى دى.
١- په پښتو ادبياتو کې رياليزم. (د ماسټرۍ تيزس).
 
بريالى باجوړى:
پوهنمل بريالى باجوړى له ١٣٦٠ل کال راهيسې د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتوڅانګې استاد دى. تراوسه يې دغه اثار ليکلي دي:
١- تښتېدلى خوب: د لنډو کيسو مجموعه ده، چې پر ١٣٦٤ل کال د ليکوالو انجمن خپره کړې ده.
٢- منزلونه: (تدوين او سريزه) د مصري خان خاطر د شعرونو مجموعه، ١٣٦٥ل کال چاپ.
٣- ګيلې: د لنډو کيسو دويمه مجموعه، د قومونو او قبايلو وزارت له خواچاپ شوې ده.
٤- سندريز شفقونه: (تدوين او سريزه) د سيف الرحمن سليم د شعرونو مجموعه ده، چې پر ١٣٦٥ل کال د چاپ او خپرولو د دولتي کمېټې له خوا چاپ شوې ده.(1)
٥- د خاطر د شعر څېړنه او تحليل له ژوند ليک سره ( د پوهنيارۍ تيزس).
٦- د کوزې پښتونخوا د معاصر شعر ځانګړنې ( د پوهنملۍ تيزس).
٧- زما د کلي لېوني بادونه ( د خان بهادر حسرت د شعرونو مجموعه).
٨- د ناپښتو څانګو لپاره د پښتو ژبې ګرامر او ادب، د آصف بهاند په ګډون.
 
احمد شاه ويښ:
احمدشاه ويښ له ١٣٦٤ کال راهيسې د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد دى. تراوسه د پوهنملۍ علمي رتبې ته رسېدلى دى، دا يې اثار دي:
١- پښتو ازاد شعر، د پوهنيارۍ علمي رتبې ته، ناچاپ.
٢- د شعرونو لومړۍ مجموعه، ناچاپ.
٣- د شعرونو دويمه مجموعه، ناچاپ.
٤- د شعرونه درېيمه مجموعه، ناچاپ او هم يو شمېر نورې ادبي ټوټې او طنزونه.
 
لطيف بهاند:
پوهنيار لطيف بهاند هم د يو وخت لپاره د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد پاتې شوى دى. نوموړي تراوسه پورې دغه اثار کښلي دي:
١- ناول د ماه رخې: ( د راحت زاخيلي)، دغه اثر پر ١٣٦٣ل کال کابل پوهنتون  خپور کړى دى.
٢- د اشرف خان هجري منتخبات: دا د هجري د شعرونو منتخب دى، چې پر ١٣٦٤ل کال د اشرف خان هجري د علمي سيمينار په وياړ د قومونو او قبايلو وزارت د نشراتو او فرهنګي چارو د رياست له خوا چاپ شوى دى.
٣- د رڼا ناوې: د کوزې پښتونخوا د نامتو شاعرانو د شعرونو منتخب، ليکوالو انجمن، ١٣٦٥ل کال.
٤- د پښتو ژبې ګرامر: دغه اثر پر ١٣٥٩ل کال د کابل پوهنتون له خواچاپ او خپور شوى دى.
٥- څلور اورني کلونه: دا د کورنيو چارو وزارت له خوا پر ١٣٦٥ل کال خپور شوى دى.
٦- د خيرالبيان منتخبات: پر ١٣٦١ل کال چاپ شوى دى.
٧- رياليزم او د رياليزم ضد (پښتو ژباړه) په ګستنر ډول د قومونو او قبايلو وزارت د نشراتو او فرهنګي چارو د رياست له خوا چاپ شوى دى.
٨- پل: د شعرونو مجموعه ده، چې پر ١٣٦٩ل کال د ليکوالو انجمن له خوا چاپ او خپره شوې ده.
٩- ماتې کړۍ: د کوزې پښتونخوا د نامتو شاعرانو د ازاد شعر منتخب، ناچاپ.
١٠- د هنر ټولنپوهنه: ژباړه، ناچاپ.
١١- لس مقالې: د مقالو مجموعه، ناچاپ.(1)
 
محمد آصف بهاند:
محمد آصف بهاند له ١٣٦٥ل کال راهيسې د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد دى. تراوسه يې دا لاندې اثار ليکلي دي:
١- د پښتو ژبې ګرامر، دويم کتاب، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د ناپښتو څانګو درسي کتاب.
٢- د پښتو ژبې ګرامر، درېيم کتاب، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د ناپښتو څانګو درسي کتاب.
٣- د پښتو ادبياتو د لرغونې دورې منظوم متون، د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې درسي کتاب، ١،٢،٣ ګستسنر چاپ.
٤- د کوچنيانو ادبيات: د ليکوالو انجمن له خوا پر ١٣٣٦ل کال کې چاپ شوى دى.
٥- شعر د پښتو د کلاسيکو شاعرانو له نظره: د پوهنيارۍ تيزس، ناچاپ.
٦- پښتو ادبيات له ١٢٥٠ څخه تر ١٢٩٧ پورې، د ليسانس مونوګراف، ناچاپ.(1)

==========================
(1)  پښتانه شعرا، پنځم ټوک، ١٦٦٩ مخ.
(1)  پښتانه شعرا، پنځم ټوک، ( ١٦٧٠-١٦٧٥) مخونه.
(١) پښتانه شعرا، پنځم ټوک، ١٦١٣ مخ.
(٢)  پښتانه شعرا: پنځم ټوک، ١٣٦٧ل کال چاپ، ١٦١٤-١٦١٥ مخونه.
(١)  پښتانه شعرا: پنځم ټوک، ١٣٦٧ل کال چاپ، ٧-١٥ مخ.
(1) پښتانه شعرا، پنځم ټوک، ١٣٧٠-١٣٧٢ مخونه.
(1) اوسني ليکوال، ٣ ټوک، ١٥١٠-١٥١٢ مخونه.
(1)  پښتانه شعرا، پنځم ټوک، ١٦٠٠- ١٦٠٣ مخونه.
(1) اوسني ليکوال: عبدالروف بېنوا، لومړى ټوک.
(1)  اوسنى ليکوال، لومړى ټوک.
(1)  خالق رشيد، قلم جريده، ١٣٧٠ل کال د ليندۍ ٣٤-٣٥ ګڼه، ٥-٧ مخونه.
(١) اوسنى ليکوال، عبدالروف بېنوا، لومړى ټوک، ١٩٢ مخ.
(1)  استاد زيار د پښتني فرهنګ يو ځلاند ستورى. محمداسماعيل يون، ١٣٧٢ل کال، لاهور.
(1)  اوسنى ليکوال، ٢ ټوک، ١٣٤١ل کال، ٥٧١-٥٧٢ مخونه.
(1)  اوسنى ليکوال، درېيم ټوک، ١٣٤٦ل کال، ١٠٦٩-١٣٧٠ مخونه.
(2) اوسنى ليکوال، درېيم ټوک، ١٣٤٦ل کال، ١٠٦٩-١٠٧٧ مخونه.
(1) اوسنى ليکوال دويم ټوک، ٥٥٨-٥٥٩ مخونه.
(٢ )اوسنى ليکوال، لومړى ټوک، ١١٥ مخ.
(1)  پښتانه شعرا، پنځم ټوک، عبدالله بختانى خدمتګار، ١٦٤٤-١٦٤٦ مخونه.
(1) دا ليکوال او دا څېرې: افضل ټکور، ١٣٦٦ل کال، ٢٢٦ مخ.
(1) دا ليکوال دا څېرې: افضل ټکور، ١٣٦٦ل کال، ٢٠٣ مخ.
(1) دا ليکوال او دا څېرې، افضل ټکور، ١٣٦٦ل کال، ١٩٤ مخ.
(1) دا ليکوال او دا څېرې، افضل ټکور، ١٣٦٦ل کال، ٥٩-٦٠ مخونه.
(1) دا ليکوال او دا څېرې، افضل ټکور، ١٣٦٦ل کال، ٧٥-٧٦ مخونه.
(1)  دا ليکوال او دا څېرې، ١٣٦٦ل کال، ٨ مخ.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery