مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ادبياتو پوهنځي پښتو کتابښود

د ژبو او ادبياتو پوهنځي فارغان او د هغوى کتابونه

زلمى هېوادمل:
زلمى هېوادمل پر ١٣٥٢ل کال د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي د ژورناليزم له څانګې څخه فارغ شوى دى او تراوسه پورې يې دغه لاندې اثار پښتو ادب ته وړاندې کړي دي.
الف- ليکنې: زاړه متون:
١- حکايت رسول: د ارزاني روښاني يوه منظومه رساله ده، چې له څرګندونو او يادونو سره پر ١٣٥٥ل کال د وږمې مجلې له خوا چاپ شوې ده.
٢- د قلندر دېوان: ترتيب، سريزه او تعليقات، ١٣٥٦ل کال چاپ، پښتو ټولنه.
٣- د سره غره ګلونه: د جانان هوتک او جان محمد کاکړ منتخبات او اثار دي ( له حبيب الله رفيع سره يې په ګډه ترتيب کړى دى) د زېري کالنۍ لومړۍ ګڼه، ١٣٥٧ل کال چاپ.
٤- اسماء الحسنى: ميافقيرالله جلال ابادى (تدوين او د متن لارښود) ١٣٥٩ل کال، کابل پوهنتون.
٥- فوايد فقيرالله: (تدوين)، ١٣٥٩ل کال، کابل پوهنتون.
٦- د حاجي جمعه بارکزي دېوان: (سريزه او تدوين)، ١٣٦٠ل کال چاپ، پښتو ټولنه.
٧- د خانګل خليل څو شعرونه: (تدوين، سريزه، لغتنامه او شرح)، ١٣٦٠ل کال، پښتو ټولنه.
٨- حسن و دل، مسافر مروت، (مقدمه، لغتنامه او فهرست)، ١٣٦١ل کال، پښتو ټولنه.
٩- د عبدالحميد مومند دېوان: (سريزه، لغتنامه او فهرست)، ١٣٦١ل کال، پښتو ټولنه.
١٠- د خوشال منظومه بازنامه: (سريزه او فهرست)، ١٣٦٢ل کال، پښتو ټولنه.
١١- د خوشال فراقنامه: (شرح او تعليق)، ١٩٨٤م کال، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي چاپ.
١٢- نافع المسلمين، نور محمد علي: (سريزه او تعليق) ١٣٦٣ل کال، د کلتور دولتي کمېټې چاپ.
١٣- د مست منتخبات: د ملا مست له سلوک الغزات او نورو رسالو څخه د ده د اثارو انتخاب ( له سريزې او تعليقاتو سره)، ١٣٦٤ل کال د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوى دى.
١٤- د سکندر خان خټک شمايل نامه او پند نامه: (سريزه، شرح او تعليقات)، ١٣٦٤ل کال.
١٥- د شمس الفلک دېوان: پښتو اکاډمۍ پېښور، ١٩٩٣م کال.
١٦- د خوشال پارسي منثوره بازنامه: (سريزه، ترتيب، شرح او تعليقات)، ١٣٦٥ل کال، خراسان مجله.
١٧- رابعه او بکتاش: ١٣٧١ل کال، پېښور چاپ.
١٨- د واصل روښاني دېوان: (تدوين)، ١٣٦٥ل کال چاپ.
١٩- رستم او سهراب: د ملا نعمت الله نوښاري د رستم او سهراب د متن چاپ ته برابرول له سريزې سره، ١٣٦١ل کال، ناچاپ.
٢٠- د عبدالرحيم هوتک دېوان: د موجودو معلومو خطي او چاپي منتخبو نسخو له مخې چاپ ته تيارول.
٢١- هدايت المبتدي: د پيرمحمد کاکړ د هدايت المبتدي د متن چاپ ته تيارول له سريزې او شرحې سره، ناچاپ.
٢٢- ياقوت السير: د محقق العلما عبدالحق خروټي د ياقوت السير د لومړي ټوک چاپ ته تيارول، پر ١٣٦٠ل کال چاپ شوى دى.

ب- د معاصرو ادبياتو پر مجموعو کار:
١- د غلام محى الدين افغان افکار او اثار: د سراج الاخبار له پاڼو څخه د غلام محى الدين افغان د اثارو راټولونه، د ده ژوند، اثارو افکارو په باب له يوې څېړنې سره، ١٣٦٠ل کال، د کابل پوهنتون چاپ.
٢- د عقيدت ګلونه: د ارواښاد محمد نواز خټک پر مزار د يوې مشاعرې د نظمونو ترتيب له سريزې سره، ١٣٦٣ل کال.
٣- داغستان، راحت زاخيلي، (سريزه او راټولونه) د هېواد ورځپاڼې له خوا، ١٣٦٣ل کال ( د عبدالله بختاني خدمتګار مقدمه هم ورسره مله ده).
٤- د غني کليات: (تدوين)، ١٣٦٤ل کال، د قومونو او قبايلو وزارت د نشراتو رياست.
٥- خوشال نامه: د مرحوم سرفراز خان عقاب د څلورو ليکنو مجموعه له سريزې او تعليق سره چاپ ته برابرول، پر ١٣٦٥ل کال چاپ شوى دى.
٦- د کره کتنې ډولونه، د ليکوالو انجمن، ١٣٧٠ل کال.
ج- د کتابپوهنې او ادبي تاريخ په باب اثار:
١- فرهنگ زبان و ادبيات پښتو، ١ ټوک، ١٣٥٦ل کال چاپ، د ښوونې او روزنې وزارت.
٢- د محمد هوتک ژوند او مزار: ١٣٦٢ل کال، د بايزيد روښان پوهنتون.
٣- بيدياني ګلونه: (تذکره)، ١٣٦٢ل کال چاپ، پښتو ټولنه.
٤- د هند د کتابخانو پښتو خطي نسخې: د هند په کتابتونونو کې د پښتو د اثارو يوه ببليوګرافي ده، له سريزې او تعليقاتو سره، ١٣٦٣ل کال، پښتو ټولنه.
٥- فرهنگ زبان و ادبيات پښتو، ٢ ټوک، ١٣٦٥ل کال، د چاپ او خپرولو دولتي کمېټه.
٦- فرهنگ زبان و ادبيات پښتو، ٣ ټوک،کابل چاپ.
٧- په هند کې د پښتو ادبياتو د ايجاد او ودې پړاوونه، ١٣٧٠/١٣٧٣ل کال چاپ، پېښور.
٨- د پښتو د ادبي تاريخ خطي منابع: ( د تاشکند، دوشنبې، ماسکو، ليننګراد او ايران) په کتابتونونو کې د پښتو خطي فهرست، د ١٣٦٦ل کال په نشراتي پلان کې شامل و.
٩- د پښتو شاعرانو تذکره: هېوادمل صيب وايي: (( دا تذکره اوس زما تر کار لاندې ده، نوم مې ورته نه دى خوښ کړى، د چاپ او خپرونو د دولتي کمېټې د ١٣٦٦ل کال په نشراتي پلان کې شامل وه)).
١٠- د جاج په تله: د قومونو او قبايلو وزارت د نشراتو د رياست له خوا، ١٣٦٥ل کال چاپ.
د- د مقالو مجموعې چې ښاغلي هېوادمل راټولې کړې دي:
١- د پښتو ټولنې تاريخچه: پر ١٣٥٦ل کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوى دى.
٢- تاريخي پلټنې: پر ١٣٥٧ل کال دعلومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوى دى.
٣- اميرعلي شېر نوايي: د نوموړي پر ژوند او اثار د مقالو مجموعه، ١٣٦٠، پښتو ټولنه.
٤- د افغان ياد: د غلام محى الدين افغان د مړينې د شپېتمې کاليزې په درنښت د مقالو مجموعه، ١٣٦٠ل کال، کابل پوهنتون.
٥- شيخ بوستان بړېڅ: د شيخ د څلورم سوم تلين په مناسبت مقالې، ١٣٦٠ل کال، د اطلاعاتو او کلتور وزارت.
٦- د الفت ياد: د استاد الفت د پنځم تلين په مناسبت د مقالو مجموعه، ١٣٦١ل کال، د قبايلو وزارت خپرونه.
٧- د زرغونې ياد: د مقالو مجموعه (تدوين)، ١٣٦٢ل کال، پښتو ټولنه.
٨- د محمد هوتک ياد: د محمد هوتک د نمانځنې د غونډې په وياړ د مقالو مجموعه، ١٣٦٢ل کال، پښتو ټولنه.
٩- د نوري ياد: د محمدګل نوري د لسم تلين په وياړ د مقالو مجموعه، ١٣٦٢ل کال، پښتو ټولنه.
١٠- د راحت ياد: د نوموړي د زوکړې دسلمې کليزې په وياړ د مقالو مجموعه، ١٣٦٣ل کال، کابل پوهنتون.
١١- د استاد ياد: د علامه لوى استاد پوهاند حبيبي د مړينې په مناسبت د مقالو مجموعه، ١٣٦٤ل کال، پښتو ټولنه.
١٢- د امير کروړ ياد: د امير کروړ سوري د دولس سوه پنځوسم تلين په مناسبت مقالې، ١٣٦٤ل کال چاپ.
١٣- د ننګونو شاعر: د ارواښاد محمد اکبر خادم د زوکړې د سلمې کاليزې په مناسبت مقالې، ١٣٦٤ل کال چاپ.
١٤- غني او اجمل: د نوموړو د زوکړې دکليزو په مناسبت مقالې، د قبايلو وزارت، ١٣٦٥ل کال چاپ.
١٥- تاريخ مرصع د څېړنو په بهير کې: کابل پوهنتون، ١٣٦٦ل کال چاپ.
١٦- د حمزه ياد: د قومونو او قبايلو وزارت د نشراتو او فرهنګي چارو رياست، ١٣٦٩ل کال چاپ.
١٧- د عبدالحميد مومند ياد: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز، ١٣٦٥ل کال چاپ.
ح- د نورو پر اثارو مقدمې:
١- فولکوري مرغلرې: مولف يې عبدالکريم پتنګ دى او هېوادمل پرې يوه اوږده سريزه کښلې، ١٣٥٦ل کال چاپ.
٢- د خلکوتجربې: دا اثر هم ښاغلي پتنګ ليکلى چې هېوادمل صيب پرې اوږده سريزه کښلې، کابل پوهنتون، ١٣٥٧ل کال.
٣- پښتو روزنه: د استاد بېنوا اثر دى، د هېوادمل (٣٨) مخه مقدمه يې په پيل کې راغلې ده، ١٣٥٧ل کال چاپ.
٤- نومورکي مورخين: د لوى استاد حبيبي صاحب اثر دى، د هېوادمل پر سريزه، کابل پوهنتون، ١٣٥٩ل کال چاپ.
٥- د غرونو څوکې: مولف يې عبدالکريم پتنګ دى، په (٥٠) مخونو کې هېوادمل پرې سريزه کښلې ده، کابل پوهنتون، ١٣٥٩ل کال چاپ.
٦- غرنۍ سندرې: د ښاغلي (م،ع،غ) اثر دى، هېوادمل پرې (٧٠) مخه سريزه کښلې ده، پښتو ټولنه، ١٣٦٠ل کال.
٧- قصې او افسانې: د سليمان لايق اثر دى، هېوادمل پرې سريزه کښلې ده، پښتو ټولنه، ١٣٦١ل کال چاپ.
٨- د ښکارندوى غوري پر قصيده مشاعره: د استاد الفت ټولونه ده، هېوادمل پرې سريزه کښلې، ١٣٦٢ل کال چاپ.
٩- اريايي، پارسي، پښتو ويرنې: د استاد بېنوا اثر دى، هېوادمل پرې سريزه کښلې، پښتو ټولنه، ١٣٦٢ل کال چاپ.
١٠- د رضواني منتخب نثرونه: ښاغلي ځدراڼ ټول کړي دي، هېوادمل پرې سيزه کښلې، پښتو ټولنه، ١٣٦٢ل کال.
١١- د خوشال په باب د خارجي پوهانو اثارو ته ژوره کتنه: د استاد کامل مومند د يو اثر پښتو ژباړه ده، چې ډګروال کريمي ترسره کړې ده، هېوادمل پرې سريزه کښلې ده، پښتو ټولنه، ١٣٦٣ل کال چاپ.
١٢- اميرکروړ سوري اور چند پښتو شاعران: د اردو رساله ده ښاغلي متين چاپ ته تياره کړې ده، هېوادمل پرې سريزه کښلې ده، د قومونو قبايلو وزارت، ١٣٦٣ل کال چاپ.
يادونه: پر ٤،٥،٦،٧، نومره کتابونو چې د هېوادمل کومې سريزې راغلي، بې نومه چاپ شوي دي، پر ٨،٩،١٠،١١ او ١٢ نومرو کتابونو چې کومې سريزې راغلي په پاى کې د اميرکروړ سوري د بين المللي سيمينار د علمي سکرتريت امضا ليدل کېږي دا ځکه چې ددغه سيمسينار علمي سکرتر ښاغلى هېوادمل و.
١٣- د هجري منتخبات: لطيف بهاند تدوين کړى، هېوادمل پرې سريزه کښلې، ١٣٦٤ل کال چاپ.
١٤- د زنځيرونو شاعر: زرين انځور ليکلى او هېوادمل پرې سريزه کښلې، پښتو ټولنه، ١٣٦٤ل کال چاپ.
١٥- د پټې خزانې پر څلورم چاپ يوه مقدمه ( د کتابپوهنې)، ١٣٥٧ل کال، کابل پوهنتون.
د هېوادمل صيب د سريزو يادون مې ځکه وکړ چې دده سريزې هم د يوې رسالې يا کتابګوټي، په انډول او تناسب دي.
ط- د شفاهي ادبياتو او فولکور په باب ليکنې:
١- په ولسي شعرونو کې اړونه: دا رساله په فولکور مجله کې پرله پسې نشر شوې ده، ١٣٥٦ل کال.
٢- پښتو سندرې د تاريخ د يوې منبع په توګه: د دې رسالې څو برخې متفرقې چاپ شوي دي، ١٣٥٦ل کال.
٣- ولسي سندرې: لومړى ټوک يې پر ١٣٦١ل کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوى دى، په دې مجموعه کې د ٢٢٠ په شاوخوا کې سندرې له مقدمې او تعليقاتو سره راغلي دي.
٤- په پښتني فولکور کې د تصنيف مساله: ددې رسالې لنډيز د جاج په تله نومي اثر کې چاپ شوى دى.
٥- د پښتني فولکور ټولونې ربړې: ددې رسالې لنډيز ( د افغان ياد) نومي مجموعه کې چاپ شوى دى.
٦- پښتني هنداره: د ختيز ولايت (لغمان) دودونه دي ( له زانګو تر هديرې) چاپ ته تياره ده.
٧- ولسي سندرې: دويم ټوک، ١٣٦٦ل کال چاپ.
٨- پښتو ځانتني ادب او موسيقي: دا د مرحوم جلالي يوه رساله ده، چې هېوادمل پرې يوه هر اړخيزه مقدمه او حاشيه ليکلې او اصلي متن يې هم ايډټ کړى او چاپ ته تيار کړى دى.

ى- ژباړې:
١- د پټې خزانې د درېيم چاپ د مقدمې پښتو ژباړه: لوى استاد حبيبي په پارسي کښلې او هېواد مل په پښتو ژباړلى او پر ١٣٥٤ل کال د پټې خزانې د درېيم چاپ په سريزه کې چـــاپ شوې

ده او ژباړه يې پر ١٣٥٧ل کال د څلورم چاپ د سريزې په توګه راغلې ده، کابل پوهنتون چاپ.
٢- د بوعلي سينا ژوند ليک: دا د (زنده گى نامه بوعلي سينا) پښتو ژباړه ده، چې لوى استاد حبيبي يې پارسي متن ترتيب کړى او پښتو ژباړه يې هېوادمل کړې ده، اصل پارسي متن او پښتو ژباړه يې پر ١٣٥٩ل کال د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوې ده.
٣- د ميا فقيرالله ژوند ليک: دا رساله هم د (شناخت نامۀ فقيرالله) پښتو ژباړه ده، پارسي متن يې استاد حبيبي تهيه کړى دى. ١٣٥٩ل کال، کابل پوهنتون چاپ.
٤- اميرکروړ او دده کورنۍ: دا رساله د (امير کروړ و دودمان او) پښتو ژباړه ده، چې لوى استاد حبيبي په پارسي ژبه کښلې ده، دا ژباړه له پارسي متن او انګرېزي ژباړې سره يوځاى پر ١٣٦١ل کال د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوې ده.
٥- متن پوهنه: هېوادمل د متن پوهنې او نسخه پوهنې د بېلابېلو څانګو په باب له اردو ژبې څخه تر شلو زياتې مقالې راژباړلي دي، چې په کابل مجله، عرفان مجله، کتاب مجله او زېري جريده کې نشر شوي دي.
٦- دملتان لودي شاهي کورنۍ: د لوى استاد حبيبي يوه اردو رساله ده، چې هېوادمل يې لنډيز په پښتو ژباړلى دى.
٧- خوشال خان خټک: دا ژباړه د ننګرهار مجلې په څو ګڼو کې خپره شوې ده.
٨- د شوروي د مطبوعاتو سيستم: د پوهاند حبيب الرحمن هاله د پوهندوى اثر، پښتو ژباړه. د ليسانس دورې مونوګراف، ١٣٥٢ل کال.
ک- مقالې:
هېوادمل تراوسه پورې تر دوو سو زياتې اخباري او تحقيقي مقالې کښلي، چې دغو لاندې خپرونو کې خپرې شوي دي: اصلاح، هېواد، جمهوريت، ژوندون، (پخوانى، اوسنى) وږمه، پلوشه، اريانا، کابل، زېرى، ننګرهار مجله، کندهار مجله، پکتيا مجله، کتاب، عرفان، فولکور او خراسان.
ل- تخليقي اثار:
١- بېوزلي ګوجر (لنډه کيسه) وږمه مجله، ١٣٥٠ل کال، ٦ ګڼه.
م- د کتابونو چاپ.
کومو موسسو ته چې هېوادمل کتابونه چاپ کړي دي دادي:
١- بايزيد روښان پوهنتون: درې کتابونه.
٢- د اطلاعاتو او کلتور وزارت او کلتور کمېټه: درې کتابونه.
٣- د قومونو او قبايلو وزارت: دېرش کتابونه.
٤- پښتو ټولنه او د علومو اکاډمۍ: تر اتياوو زيات کتابونه او رسالې.
٥- کابل پوهنتون: دېرش کتابونه.
٦- د هېواد ورځپاڼه: دوه کتابونه.
٧- د چاپ او خپرونې دولتي کمېټه: دوه کتابونه.
ټول تر (١٢٠) څخه زيات بېلابېل عنوانه کتابونه.
ن- د جغرافيا په باب څېړنې:
١- د لغمان اقتصادي جغرافيا: دا رساله پر ١٣٥١ل کال د ننګرهار ورځپاڼې د يوې مياشتې په ګڼو کې پرله پسې نشر شوې ده.
٢- د لغمان تاريخي جغرافيا: دا رساله پر ١٣٦٤ل کال د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو د پوهنځي له خوا چاپ شوې ده.(1)
٣- د ننګرهار تاريخي جغرافيه: پر ١٣٦٧ل کال د کابل پوهنتون له خوا چاپ شوې ده.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery