مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ادبياتو پوهنځي پښتو کتابښود

خالد روښان:
نوموړى د ادبياتو پوهنځي فارغ دى او د لسو په شاوخوا کې اثار يې ليکلي دي. روښان خپل اثار په انګرېزي او تر هغې وروسته په پارسي ژبه ليکلي دي. دلته به يې د پښتو اثر يادونه وکړو:
١- د شېرشاهي پېښه (پښتو ډرامه).(2)
محمد حسن ساپى:
محمد حسن ساپى هم د ادبياتو پوهنځي ليسانسه فارغ التحصيل دى او ددغو اثارو نومونه يې موږ ته د مطبوعاتو له لارې رارسېدلي دي:
١- سلطان شهاب الدين غوري: ( د ليسانس دورې مونوګراف).
٢- دتاريخ په باره کې: د ادبياتو پوهنځي له خوا په ١٣٧مخونو کې پر ١٣٣٨ل کال چاپ شوى.
٣- برېښنا: د برېښنا په باب يوه رساله ده، چې له انګرېزي څخه ژباړل شوې ده.(1)
 
محمد ظاهر افق:
دى هم د ادبياتو پوهنځي فارغ التحصيل دى او تراوسه يې دا لاندې اثار ليکلي دي:
١- ليک نښې:
٢- هنر او ښکلا پېژندنه:
سليمان لايق:
ښاغلى لايق هم د ژبو او ادبياتو پوهنځي فارغ دى، اثار يې دادي:
١- کېږدۍ: د شعرونو مجموعه، چاپ.
٢- چونغر: د شعرونو مجموعه، چاپ.
٣- ساحل: د شعرونو مجموعه، چاپ.
٤- يادونه او درمندونه: د شعرونو مجموعه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، ١٣٥٧ل کال.
 
عبدالرحيم هاتف:
ښاغلى هاتف هم له ژبو او ادبياتو پوهنځي څخه فارغ شوى دى، پښتو اثار يې دادي:
١- د حميد ماشوخېل احوال او اشعار: ناچاپ.
٢- د روزنې د نفسياتو اساس: ناچاپ.(1)
 
عبدالقدوس تندر:
د ادبياتو له پوهنځي فارغ شوى دى او د (مينې سوغات) په نوم يې د لنډو کيسو يوه مجموعه ليکلې ده، چې تراوسه چاپ شوې نه ده.
محمد اسماعيل زاهل:
د ادبياتو له پوهنځي څخه فارغ شوى دى او د (کلي ژوند) په نوم يې يو اثر ليکلى دى، چې تراوسه چاپ شوى نه دى.
 
محمد زرين انځور:
پر ١٣٥٦ل کال کې د ژبو او ادبياتو د ژورناليزم له څانګې څخه فارغ شوى او دا لاندې اثار يې ليکلي دي:
١- دا سرونه او دا رسمونه: د لنډو کيسو مجموعه، ١٣٦٣ل کال، د ليکوالو انجمن.
٢- د غزل په اننګو کې: (تدوين او سريزه)، ١٣٦٤ل کال، د قومونو او قبايلو چارو وزارت د نشراتو او فرهنګي چارو رياست.
٣- د شريف دېوان: راټولونه او سريزه، ١٣٦٣ل کال، کتاب مجله.
٤- اشرف خان هجري د زنځيرونو شاعر: ١٣٦٤ل کال، د علومو اکاډمۍ.
٥- اباسين کيسې کوي: (تدوين او سريزه)، ١٣٦٤ل کال، د ليکوالو انجمن.
٦- شعرونه او نقدونه: ١٣٦٥ل کال، د ليکوالو انجمن.
٧- د افغانستان د ژورناليزم مخکښان: ١٣٦٥ل کال، د چاپ او خپرونې دولتي کمېټه.
٨- د مهدي داستاني کليات: (تدوين او سريزه) د ليکوالو انجمن.(1)
٩- تروږمۍ: د لنډو کيسو مجموعه، پېښور چاپ.
١٠- د ثور په تراژيدي کې ادبيات:...
١١- زموږ د کلي پاڼې: د لنډو کيسو مجموعه، پېښور چاپ.
١٢- د پښتو کيسو تاريخ: په دوه ټوکه کې، ناچاپ.
 
نورالله ولسپال:
نوموړى هم د کابل پوهنتون له ادبياتو پوهنځي څخه پر ١٣٥١ل کال فارغ شوى، اثار يې دادي:
١- د خوشال کليات: ٣،٢،١ ټوکونه تيارول او چاپ ته برابرول (ګډه پروژه) لومړى ټوک يې پر ١٣٥٨ل کال چاپ شوى دى.
٢- د عبدالقادر خان خټک دېوان. (٢)
 
عزيزي تحريک:
عزيز تحريک د ادبياتو پوهنځي له انګليسي څانګې څخه فارغ شوى دى او تراوسه يې دغه لاندې اثار ليکلي دي، خو د مجموعې په شکل نه دي چاپ شوي:
١- رنګينه شعرونه، د شعرونو مجموعه.
٢- اوښتون: د شعرونو مجموعه.
٣- انقلابي تحفه: د شعرونو مجموعه.
٤- د اوښکو باران: د شعرونو مجموعه.(١)
٥- الينګاري شاعران: (ادبي تذکره).
 
شاه محمود حسين:
شاه محمود حسين د ادبياتو پوهنځي له تاريخ څانګې نه فارغ شوى دى، نوموړي په پښتو او دري ژبو يو شمېر اثار ليکلي، پښتو اثار يې په دې ډول دي:
١- د هيلو غوټۍ: ( د شعرونو مجموعه)، ١٣٦٣ل کال، د ليکوالو انجمن.
 
بسم الله حقمل:
نوموړى هم د ادبياتو پوهنځي فارغ التحصيل دى، اثار يې په دې ډول دي:
١- لنډې کيسې: دا رساله د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا خپره شوې ده.
٢- د څارندوى غږ: دا رساله پر ١٣٦٢ل کال کې د څارندوى مجلې له خوا چاپ شوې ده.
٣- حماسه هستوونکي: دا رساله هم د څارندوى مجلې له خوا خپره شوې ده.
٤- د خوست د خلکو اتنوګرافيک جوړښت، ناچاپ.
٥- ورکه دې وي وسله او جنګ: ناچاپ.
٦- هغه انسان چې د ځان دښمن دى: ناچاپ.
٧- د شعرونو مجموعه: ناچاپ.(1)
 
عبدالرحيم ځدراڼ:
ځدراڼ هم د ادبياتو پوهنځي فارغ دى، تراوسه يې يو شمېر اثار ليکلي دي:
١- په خارج کې پښتو څېړونکي: ١٣٦٥ل کال، پښتو ټولنه.
٢- روهيله پښتانه: ١٣٥٧ل کال، پښتو ټولنه.
٣- په ملي ازادي بښونکو نهضتونو کې د ښځو برخه: پر ١٣٥٤ل کال په کابل مجله کې په پرله پسې توګه چاپ شوې ده.
٤- دشعر او شاعرۍ په باب يې يوه رساله هم پر ١٣٥٦ل کال د کابل مجلې له لارې چاپ شوې ده.
٥- شېرشاه افغان: دغه رساله پر ١٣٥٧ل کال په زېري کالنۍ مجله کې چاپ شوې ده.
٦- د شرق د تمدن تاريخ: پر ١٣٦٤ل کال يې ژباړلى او د ادبياتو پوهنځي د درسي کتاب په توګه د کابل پوهنتون له خوا چاپ شوى دى.
٧- د ادب مطالعه: دا د ليکوال ژباړل شوى اثر دى، د قومونو او قبايلو وزارت چاپ.
٨- د رضواني منتخب نثرونه: د افغانستان د علومو اکاډمۍ چاپ.
٩- پښتو-پښتو تشريحي قاموس، ګډه پروژه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ چاپ.
١٠- پښتو کلي، درېيم، څلورم او پنځم ټوک کې يې هم له يو درې کسيز هئيت سره کار کړى دى.
١١- خوشال او د هغه ادبي کورنۍ: ژباړه، د کابل مجلې له لارې چاپ شوى دى.
١٢- د ملا لتاړ دېوان: په کابل کې چاپ شوى دى.
١٣- نژادي توپير: ناچاپ.
١٤- د نړۍ د غوره ليکوالانو او ادبياتو معرفي: ناچاپ.
١٥- مادي او معنوي کلتور: ناچاپ.
١٦- د لنډې کيسې فني او تخنيکي خواوې، پر دې سربېره يې يو شمېر ليکنې او مقالې هم د هېواد په مطبوعاتو کې چاپ شوي دي.(1)
 
سهراب ديدار:
ديدار پر ١٣٥٦ل کال له پښتو څانګې څخه فارغ شوى دى، اثار يې دادي:
١- د لنډو کيسو مجموعه، ناچاپ.
٢- د فولکوري کيسو مجموعه، ناچاپ.
٣- ولسي لوبې: ناچاپ.(1)
 
داد محمد راسا:
راسا پر ١٣٦٤ل کال د ادبياتو له شپې پوهنځي څخه فارغ شوى دى او د (رڼا استازى) په نوم يې د شعرونو يوه مجموعه خپره شوې ده.
محمد نعيم سالارزى:
سالارزى پر ١٣٤٦ل کال له ادبياتو پوهنځي څخه فارغ شوى دى او دا لاندې اثار يې ليکلي دي:
١- پښتو-پښتو تشريحي قاموس، ګډه پروژه، پنځه ټوکه، ٣ ټوکه چاپ شوى دى.
٢- شيخ ملي او د ځمکو وېش: ١٣٦٣ل کال، د قومونو او قبايلو وزارت چاپ.
٣- د خوشال فرهنګ: ١٣٦٥ل کال چاپ.
٤- پخوانيو پښتو چاپي دېوانونو کې متلونه او اصطلاحات، د کابل مجلې له لارې په متفرق ډول خپور شوى دى.(1)
 
محمد اسماعيل سړه بن:
سړه بن پر ١٣٤٥ل کال له ادبياتو پوهنځي څخه فارغ شوى دى او دغه اثار يې تراوسه پورې پښتو ادب ته وړاندې کړي دي:
١- د خوشال رباعيات: چاپ.
٢- د دولت لواڼي دېوان، چاپ.
٣- د خوشال خټک دېوان لومړى او دويم ټوک، چاپ.
٤- پښتو لنډۍ، چاپ.
٥- فولکوري طب، چاپ.
٦- د خوشال خټک فرهنګ، چاپ.
٧- د پښتو ادب په تاريخ کې د اخوند دروېزه او دده د پيروانو ادبي مقام، چاپ.
٨- د اماني دورې ريفورمونه، چاپ.(1)
 
نورمحمد سهيم:
سهيم پر ١٣٥٥ل کال د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د ژورناليزم له څانګې څخه فارغ شوى دى، اثار يې په دې ډول دي:
١- د څراغ ارمان: د لنډو کيسو مجموعه، ١٣٦٤ل کال، د ليکوالو انجمن.
٢- په پښتو لنډو کيسو کې رياليستيکي افکار، چاپ.
٣- څلور مقالې پر فردوسي او شهنامه (ژباړه).
٤- د محمد رسول د جغتو د دېوان تحقيقي متن، ناچاپ.
٥- د برې پښتونخوا اوسنيو لنډو کيسو ته کره کتنه، ناچاپ.
٦- په پښتو اوسني شعر کې د نوښت مسئله، ١٣٦٩ل کال، د ليکوالو انجمن.(2)
 
شريفه شريف:
نوموړې پر ١٣٥٤ل کال د کابل پوهنتون له ادبياتو پوهنځي فارغه شوې ده، دغه اثار يې ليکلي دي:
١- د ژوند انځور (د پښتو د نثر او شعر منتخب)، ١٣٥٦ل کال، پښتو ټولنه.
٢- د لنډې کيسې تيوري (ژباړه).(1)
 
محمد نبي صلاحي:
صلاحي پر ١٣٦١ل کال له ادبياتو پوهنځي څخه فارغ  شوى او اثار يې دادي:
١- نوې ادبي تيوري، پر ١٣٦٩ل کال د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوې ده.
٢- ادبي ګلشن (شعرونه او مقالې) ناچاپ.
٣- د حافظ کاڼى، د لنډو کيسو مجموعه.
٤- په پښتو شعر کې د انځور مسئله: ناچاپ.(2)
 
فرهاد ظريفي:
ظريفي پر ١٣٥٦ل کال له ادبياتو پوهنځي څخه فارغ شوى، اثار يې دادي:
١- حيات افغاني: لطيف طالبي او ظريفي په ګډه ژباړلى، د قومونو او قبايلو وزارت چاپ.
٢- د غازي امان الله خان سقوط، له اردو نه په پښتو ژباړل شوى دى.
٣- د صفاري کورنۍ تر مشرۍ لاندې د افغانستان د خلکو د ازادۍ غوښتلو مبارزه، (رساله) ناچاپ.
٤- همدا ډول يې د پکتيا د دودونو په باب يو څه معلومات راټول کړي دي، چې تراوسه لا چاپ شوي نه دي.(1)
 
محمد عيان عيان:
عيان پر ١٣٤٩ل کال د ادبياتو پوهنځي د ژورناليزم له څانګې څخه فارغ شوى دى، اثار يې په لاندې ډول دي:
١- علمي سوسياليزم: په پښتو يې ژباړلى او تر ١٣٥٧کال دمخه چاپ شوى دى.
٢- چپه کښ: يوه کيسه ده، چې پر ١٣٥٧ل کال چاپ شوې او په روسي ژبه ژباړل شوې ده.
٣- کوچۍ: د لنډو کيسو مجموعه ده، چې پر ١٣٦٤ل کال د ليکوالو انجمن له خوا خپره شوې ده.
٤- د ډيالکټيکي ماترياليزم لنډ کورس په نوم يې يو اثر هم ژباړلى، چې تراوسه چاپ شوى نه دى.(1)
غوټۍ خاورې:
غوټۍ خاورې پر ١٣٦٢ل کال د کابل پوهنتون له ادبياتو پوهنځي څخه فارغه شوې او دا يې اثار دي:
١- د ننګرهار نکلونه، چاپ.
٢- د پښتو په شفاهي ادب کې شکل او مضمون.(١)
عاشق الله فرياد:
فرياد پر ١٣٦٤ل کال د ژبو او ادبياتو له شپې پوهنځي څخه فارغ شوى دى، اثار يې په دې ډول دي:
١- ډيوې: د شعرونو مجموعه، د ليکوالو انجمن چاپ.
٢- د چاربيتو د پيدايښت او جوړښت په باب يې تحقيقي څېړنه هم کړې ده، چې تراوسه چاپ شوې نه ده.
٣- د لغمان د ځينو شاعرانو شعرونه يې هم راټول او د مجموعې په شکل ترتيب کړي دي.(٢)
محمداکبر کرګر:
کرګر پر ١٣٥٦ل کال د ادبياتو پوهنځي له فلسفې څانګې څخه فارغ شوى دى او تراوسه يې لاندې اثار ټولنې ته وړاندې کړي دي:
١- کيسې او حماسې (څېړنه او ژباړه)، چاپ.
٢- د اګست يودېرشمه يا بلشويکا: چاپ.
٣- شېبې: د لنډو کيسو مجموعه، ١٣٦٤ل کال چاپ.
٤- ليننيزم په تيورۍ او عمل کې (ژباړه) چاپ.
٥- غني د شګو په محل کې: ١٣٦٥ل کال چاپ.
٦- څو ادبي يادونې، ١٣٦٦ل کال چاپ.
٧- سينده ځه، سينده بهېږه، د لنډو کيسو مجموعه، چاپ.
٨- استتيک مقولې، چاپ.
٩- په حالنامه کې د بايزيد روښان عرفاني افکار، چاپ.
١٠- د ثور انقلاب او د ملي او قبايلي مسايلو مقدماتي څېړنه، ناچاپ.
١١- د پښتو ګړنې يا اصطلاحات، ناچاپ.
١٢- منځنۍ پېړۍ او سکولاستيکي افکار، ناچاپ.(1)


(2)  اوسنى ليکوال، لومړى ټوک، ٥١٣مخ.
(1)  اوسنى ليکوال، دويم ټوک، ٦٠٤ مخ.
(1) اوسني ليکوال، دويم ټوک، ١٣٥٠-١٣٥١ مخونه.
(1) دا ليکوال او دا څېرې، ٣٣-٣٤ مخونه.
(٢) دا ليکوال او دا څېرې، ٤١-٤٢ مخونه.
(١) دا ليکوال او دا څېرې، ٩٨ مخ.
(1) دا ليکوال او دا څېرې، ١٢٨ مخ.
(1) دا ليکوال او دا څېرې، ١٦٣-١٦٤مخونه.
(1)  دا ليکوال او دا څېرې، ١٧٦مخ.
(1) دا ليکوال او دا څېرې، ٢٣٠مخ.
(1) دا ليکوال او دا څېرې، ٢٤٣مخ.
(2) دا ليکوال او دا څېرې، ٢٦٦مخ.
(1) دا ليکوال او دا څېرې، ٢٨١مخ.
(2) دا ليکوال او دا څېرې، ٣٠مخ.
(1) دا ليکوال او دا څېرې، ٣٢٠ مخ.
(1) دا ليکوال او دا څېرې، ٣٢٢مخ.
(١) دا ليکوال او دا څېرې، ٣٣٠ مخ.
(٢)   دا ليکوال او دا څېرې، ٣٦٤-٣٦٧مخونه.
(1) دا ليکوال او دا څېرې، ٣٥٩مخ.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery