مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ادبياتو پوهنځي پښتو کتابښود

فضل الهي ګران:
ګران پر ١٣٦٠ل کال د ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغ شوى دى، اثار يې دادي:
١- د هيلو ګودرونه: دشعرونو مجموعه، د ليکوالو انجمن.
٢- د برېښنا پړک: ناچاپ.
٣- افغاني غورځنګ، ناچاپ.
٤- د ننګرهار غږ: ناچاپ.
٥- شنې لوخوړې: ناچاپ.
٦- لګېدلى اور: ناچاپ.
٧- سرې سکروټې: ناچاپ.
٨- د خپګان څپې: ناچاپ.
٩- د پيوستون نغمې: ناچاپ.
١٠- د ګران شاهيکوټي شاعري (حالنامه).
١١- لاسنيوى.
١٢- د شاهيکوټ دودونه او رواجونه.
١٣- د پښتنو د تاريخ ميتودولوژي.(1)
 
ميراحمد ګوربز:
نوموړى پر ١٣٤٨ل کال له ادبياتو پوهنځي څخه فارغ شوى او ( د ګوربزو نکلونه) په نوم يې اثر ليکلى، چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا خپور شوى دى‌.
 
عبدالمتين متين:
متين پر ١٣٤٥ل کال له ادبياتو پوهنځي څخه فارغ شوى او دغه لاندې اثار يې ټولنې ته وړاندې کړي دي:
١- د کامګار خټک دېوان انتقادي متن: ١٣٥٨ل کال چاپ.
٢- د خوشال کليات لومړى ټوک: ١٣٥٨ل کال چاپ.
٣- د خوشال خان خټک سواتنامه.
٤- د خوشال خان خټک دستار نامه.
٥- امير کروړ اور چند شاعران، يوه کوچنۍ رساله ده، چې د نوموړي په زيار چاپ شوې ده.(1)
 
کمال الدين مستان:
مستان پر ١٣٦٤ل کال د ژبو او ادبياتو له شپې پوهنځي څخه فارغ شوى دى، دغه يې اثار دي:
١- ولسي پانګه: د فرهنګ مجلې له لارې خپره شوې ده.
٢- ولسي شاعران: د هنر مجلې له لارې يې ځينې ولسي شاعران معرفي کړي دي.
٣- د خوږ ژبي شاعر بهايي جان ژوند ليک: د رسالې په شکل چاپ شوى دى.
٤- توفان: دګورکي د لنډو کيسو ژباړه ده، ١٣٦٣ل کال چاپ.
٥- د لمر شغلو ته: د شعرونو لومړۍ مجموعه، چاپ.
٦- د شهادت پاڼې: د شعرونو دويمه مجموعه، چاپ.
٧- زما پوهنځى: د ګورکي د يو اثر ژباړه ده، چې چاپ شوى دى.(١)
 
نصرالله خان ناصر:
نوموړى پر ١٣٥٧ل کال د ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغ شوى دى او (د پښتني فولکور د ترجمو تاريخي سير ته يوه کتنه) تر نامه لاندې يو اثر ليکلى چې چاپ شوى نه دى.
نظري اريانا:
له ادبياتو پوهنځي فارغ شوى دى او تراوسه يې د (ليکوال) په نامه يو اثر په پښتو ژبه ژباړلى دى او چاپ کړى دى.
تاج مجمد ياري:
نوموړى د ژبو او ادبياتو له شپې پوهنځي څخه فارغ شوى دى او د (ستورى او سيورى) تر نامه لاندې يې د شعرونو يوه مجموعه د ليکوالو د انجمن له خوا چاپ شوې ده.
سيدالشاه پولاد:
نوموړى پر ١٣٤٠ل کال د ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغ شوى دى او د (ښکلاپېژندنه) په نوم يې يوه رساله د زېري جريدې له خوا په متفرق ډول خپره شوې ده.
 
نورالله ولسپال:
ولسپال پر ١٣٥١ل کال له ادبياتو پوهنځي څخه فارغ شوى دى او دغه ادبي کارونه يې ترسره کړي دي:
١- د خوشال کليات، ٣،٢،١ ټوک (ګډه پروژه) چې لومړى ټوک يې پر ١٣٥٨ل کال چاپ شوى دى.
٢- د عبدالقادر خان خټک دېوان، د علومو اکاډمۍ چاپ.
 
معروف شاه خان:
نوموړى له ادبياتو پوهنځي څخه فارغ شوى او اثار يې دادي:
١- د حميد په دېوان کې د تلميح صنعت ډولونه ( د پوهنيارۍ تيزس) ناچاپ.
٢- په پښتو کې د فاعلي جملو د استعمال جوړښت او ځانګړتياوې ( دماسټرۍ تيزس) ناچاپ.
٣- پښتو پښويز سمونونه يا پښتو ګرامري مطابقتونه ( د پوهندوى رتبې ته)، ناچاپ.
 
خان سلام:
د ادبياتو له پوهنځي پښتو څانګې څخه فارغ شوى او دا لاندې اثار يې ليکلي دي:
١- د ميرزاخان انصاري د دېوان قافيوي نيمګړتياوې (پوهنيارۍ رتبې ته) ناچاپ.
٢- د حميد په دېوان کې د استعارې او کنايې ادبي صنعتونو لټونه او تحليل، ناچاپ.
 
محبوب شاه ارزومند:
د ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغ شوى دى، اثار يې دادي:
١- د امانت او اور لمبې: د داستانو نقد ( د پوهنيارۍ تيزس) ناچاپ.
٢- د پښتو نظم کلاسيک ژانرونه (د پوهنملۍ تيزس)، ناچاپ.
 
شاه ولي خان:
نوموړى د ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغ شوى دى او دا لاندې اثار يې ليکلي دي:
١- پښتو ويي پانګه ( د پوهنملۍ تيزس) ناچاپ.
٢- د پښتو نثر ډولونه او بشپړتيايي پړاوونه ( د پوهندوى تيزس) ناچاپ.
 
 
پري اقبال:
د ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغه شوې ده او اثار يې دادي:
١- د خوګياڼو د وزيرو ګړدود ( د ماسټرۍ تيزس)، ناچاپ.
٢- د لوى ننګرهار نومورکي شاعران، ناچاپ.
 
فياض:
نوموړى د ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې فارغ التحصيل دى، اثار يې دادي:
١- په پښتو لنډو کيسو کې د رياليزم څرنګوالى ( د پوهنملۍ تيزس) ناچاپ.
٢- د روښاني ادبياتو په هنداره کې د روښاني نهضت په باب د بېلابېلو نظريو کره کتنه ( د پوهندوى تيزس) ناچاپ.
 
عزيزالله جبارخېل:
جبارخېل د ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې فارغ التحصيل دى او د (غلجايي حصارک ګړدودونه) په نوم يې يو اثر ليکلى، خو چاپ شوى نه دى.
 


سيد محى الدين هاشمي:
هاشمي پر ١٣٦١ل کال د کابل پوهنتون له ژبو او ادبياتو پوهنځي څخه فارغ شوى دى، اثار يې دادي:
١- ابدي ژوند، چاپ.
٢- د سردرو توتيان، ( د ولسي شاعرانو تذکره) چاپ.
٣- پښتو ګرامر (ژباړه) چاپ.
٤- د ادبي- هنري او کلتوري اصطلاحاتو تشريحي فرهنګ (دوه ټوکه) ناچاپ.
٥- په پښتو لنډيو کې انګېرنې، چاپ.
٦- ليدلى خوب ( د اشعارو مجموعه) ناچاپ.
٧- د سرمنزل په لور، د ادبي ټوټو مجموعه، ناچاپ.
٨- د کونړ سادات، ناچاپ.
٩- په کوز کونړ کې د جهاد پيلامه او ادامه، ناچاپ.
١٠- د روسانو د مزدور رژيم په زندانو کې ليدلي او اورېدلي حالات، ناچاپ.
١١- د ادب پوهنې بنسټونه (درسي کتاب).
١٢- د هجرت پر لار او ديار (سفرنامه) ناچاپ.
١٣- د پښتو معاصر ادب تاريخ ( د ادبياتو درسي کتاب)
١٤- د ليکوالۍ فن، چاپ.
١٥- د جهاد او مقاومت فرهنګي مرکزونه او خپرونې.(1)
 
توريالى ځاځى:
پر ١٣٥٣ل کال د ادبياتو پوهنځي له ژورناليزم څانګې څخه فارغ شوى دى، اثار يې دادي:
١- د شعرونو مجموعه: چاپ.
٢- جهادي لنډۍ: چاپ.
٣- د لنډو کيسو مجموعه: چاپ.
 
سيدګلاب سباوون:
پر ١٣٥٥ل کال د ادبياتو پوهنځي له ژورناليزم څانګې نه فارغ شوى دى:
١- د حمزه ژوند و اند: ناچاپ.
 
محمد نسيم ستانيزى:
پر ١٣٥٥ل کال له ادبياتو او بشري علومو پوهنځي څخه فارغ شوى دى. پښتو اثار يې دادي:
١- ځاله او طوفان ( د لنډو کيسو مجموعه).
٢- د لارې مشال (ژباړه).
٣- دمارکسيزم اشتباه، چاپ.
٤- د اسلام څلور ستر فاتحين.
٥- د توحيد، نبوت او له مرګه وروسته ژوند عقلي ثبوت، ژباړه.
٦- جونګړه او ماڼۍ ( دلنډو کيسو مجموعه) چاپ.
٧- د اسلامي انقلاب هنداره: (ژباړه) چاپ.
٨- هغه ټول پسې ليواله وو: د لنډو کيسو مجموعه. چاپ.
٩- تورې حاشيې: د لنډو کيسو مجموعه، چاپ.
١٠- ځلايي کونجې: د لنډو کيسو مجموعه، چاپ.
١١- د اسلامي دعوت اصول: (ژباړه).
١٢- سور ښامار: (ژباړه).
١٣- د ايشيا په زړه کې طوفان، چاپ.
١٤- د اسلام اقتصادي اصول، ناچاپ.
١٥- څلور زندانونه، ناچاپ.
 
محمد آصف صميم:
پر ١٣٥٦ل کال د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي عربي څانګې څخه فارغ شوى دى. اثار يې دادي:
١- رښتيانۍ کيسې (ژباړه) چاپ.
٢- د رحمان بابا دېوان نوم ښود، چاپ.
٣- مړه يې مه بولئ ژوندي دي، ٢ ټوکه، چاپ.
٤- توحيدي ټولنه او ټولنيز عدالت، (ژباړه) ناچاپ.
٥- د حضرت علي(رض) لنډې ويناوې (ژباړه)، ناچاپ.
٦- رښتيا خبرې، درې جلده، (ژباړه) ناچاپ.
٧- خوشال او قران.
٨- خوشال ياد کړي شاعران.
٩- شاعر د شاعر په هنداره کې.
١٠- خوشال نومښود.
١١- د رحمان بابا فرهنګ.
١٢- پښتو درسي کتاب د ٤ او ٦ ټولګي لپاره.
١٣- وهابيت د قران او سنتو په رڼا کې (ژباړه) چاپ.
١٤- د اسلام په جامه کې د استعمار مزدوران، چاپ.
١٥- د پټې خزانې ميزان رښتيا ميزان دى (ګډ اثر) چاپ.
١٦- په کلاسيکو ادبياتو کې پښتو ګړنې، ناچاپ.
١٧- زندان خوړلي يادونه (ژباړه). ناچاپ.
١٨- ګام پر ګام له خوشال سره، (پوهه) مجله کې چاپ شوى دى.
١٩- د شعرونو مجموعه (سانګې).
٢٠- پښتو نامې.
٢١- زړه ويي پانګه.
٢٢- د خوشال د ژبې ټوپک.
٢٣- د لرغونې شاعرۍ غورچاڼ.
٢٤- په پښتو لرغونې شاعرۍ کې متلونه.
٢٥- شعرونه اياتونه.
٢٦- شعرونه حديثونه.
٢٧- د پښتو د ليکنۍ ژبې د معياري اړخ يوجاج.
٢٨- رښتيني اتلان (ژباړه).
٢٩- د ملا لتاړ د دېوان د چاپي او خطي نسخو مقابله.
٣٠- خوشال ياد کړي کتابونه.
٣١- د حمزه ليکونه.
٣٢- په انساني غړو پورې اړوند ګړنې.
٣٣- روهيلې په هندوبار کې.
٣٤- ځان پېښې له (٩٤-٨٤) پورې.
٣٥- روښاني روحاني فرهنګ.
٣٦- رښتيانۍ خبرې.
 
محمدعارف غروال:
پر ١٣٤٧ل کال د ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغ شوى دى. اثار يې دادي:
١- د دولت لواڼي د دېوان انتقادي متن، چاپ.
٢- د رحمان بابا د دېوان انتقادي متن، چاپ.
٣- د خوشال خټک د کلياتو د لومړي ټوک انتقادي متن، چاپ.
٤- د سيد جمال الدين افغان العروة الوثقى، چاپ.
٥- د حبيب الله دېوان، چاپ.
٦- غرنۍ سندرې، چاپ.
٧- د بنګړو شرنګ ( د معاصرو شاعرانو د اشعارو مجموعه) چاپ.
٨- د وينو فوارې، د جهادي شعرونو مجموعه، چاپ.
٩- تورزن تورن افغان، د جهادي شعرونو مجموعه، چاپ.
١٠- بمونه او غمونه، د جهادي شعرونو مجموعه، چاپ.
١١- راه عمل فارسى ترجمه، چاپ.
١٢- منظر مرگ، فارسى ترجمه، چاپ.
١٣- انګليسي پښتو ورځنۍ خبرې (ژباړه) چاپ.
١٤- د خوشال خټک د کلياتو د دويم ټوک انتقادي متن، ناچاپ.
١٥- اختيارات بديعي د پښتو يوناني طب، ناچاپ.
١٦- د پکتيا ولسي شاعران، ناچاپ.
١٧- د وطن مينه د شعرونو مجموعه، ناچاپ.
١٨- کورنى طب، (ژباړه). ناچاپ.
١٩- غوټۍ نامه د شعرونو مجموعه، ناچاپ.
٢٠- قصص الانبياء (ژباړه)، ناچاپ.
فدا محمد فايض:
پر ١٣٥٦ل کال د ادبياتو پوهنځي له دري څانګې څخه فارغ شوى دى، يوه د شعرونو مجموعه لري، چې تراوسه نه ده چاپ شوې.
 
ذکريا ملاتړ:
پر ١٣٥٦ل کال د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغ شوى دى، اثار يې دادي:
١- د پښتو متلونو او اصطلاحاتو قاموس لومړى ټوک، (تاليف).
٢- په پښتو ادب کې د طالب په نوم شاعرانو تذکره، (تاليف)
٣- چې نه غواړم مه يې راپېښوې، دزندان کيسه، (تاليف).
٤- د پښتو په ولسي ادب کې د ماشومانو شاعري، (تاليف)
٥- تيرايان او تيرايي ژبه، (تاليف).
٦- پر افغانستان باندې د روسانو د تېري اساسي علتونه، (تاليف).
٧- عملي لار او علمي فلسفه، (ژباړه).
 
فضل ولي ناګار:
د ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغ شوى دى، ((دا هغه بالا حصار دى)) په نوم يې د شعرونو يوه مجموعه خپره شوې ده.
محمد حسن ولسمل:
پر ١٣٤٢ل کال له ادبياتو پوهنځي فارغ شوى دى.
١- ظاهر شاه د قضاوت په تله کې، (د ګډو مقالو مجموعه)، چاپ.
٢- زنداني سوغات، چاپ.
 
محمد معصوم هوتک:
پر ١٣٦٦ ل کال د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغ شوى دى. اثار يې دادي:
١- پاشلې ويناوې، د مولوي صالح محمد هوتک، ترتيب، سريزه، تحشيه او تعليقات، ١٣٦٩ل کال چاپ.
٢- سرامنې اوښکې، (شعرونو مجموعه)، ١٣٦٩ل کال چاپ.
٣- د ميرزا حنان بارکزي دېوان، ترتيب، سمون، سريزه، مقابله او ويي پانګه، ١٣٧٠ل کال چاپ.
٤- ميرزا عبدالودود هوتک، ناچاپ.
٥- ښکار او کندهار، ناچاپ.
٦- احمدشاهي کندهار، ناچاپ.
٧- پښتنې قبيلې او روايتي شجرې، ناچاپ.
٨- بحرالعلوم، دوست محمد خټک، ١ ټوک، ترتيب، سريزه، سمون او حاشيه، ناچاپ.
٩- خيرالبيان او درېيم قرائت، چاپ، (ګډ هېواد).
١٠- د ملا امير دېوان، ترتيب او سريزه، ناچاپ.
١١- د غره او دوره (ژوند ليک)، ناچاپ.
١٢- د زړه ايشناو، د شعرونو مجموعه، ناچاپ.(1)
 
وسيع الله سيار:
د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغ شوى دى.
١- په پښتو کې د مسجع نثر د پيدايښت او پايښت مسئله، پر ١٤١٣هـ ق کال ليکل شوى.
 
افضل شېرزاد:
د ژبو او ادبياتو پوهنځي له انګليسي څانګې څخه فارغ شوى دى، د شعرونو يوه مجموعه لري، چې تراوسه لا چاپ شوې نه ده.
 
عبيدالله محک:
محک د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي انګليسي څانګه لوستې، نوموړى په پښتو او دري ژبو يو شمېر اثار ليکلي دي، پښتو اثار يې دادي:
١- د نيمو شپو چغې: د لنډو کيسو مجموعه، د ليکوالو انجمن، کابل چاپ.
٢- ګل په جبه زار کې (ناول)، ١٣٧٠ل کال چاپ.
 
لعل پاچا ازمون:
ازمون تر درېيم ټولګي پورې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګه لوستې او بيا يې د جګړو له امله خپل وروستى کال د ننګرهار په پوهنتون کې بشپړ کړ، تراوسه يې دغه ادبي فعاليتونه ترسره کړي دي:
١- د ملنګ جان خوږې نغمې له نويو زياتونو سره، ١٣٧٠ل کال چاپ.
٢- د سيند غاړې ګلونه، د محمد نور د شعرونو راټولونه او سريزه، لاهور چاپ.
٣- پرهرونه دي چې خاندي: د شعرونو مجموعه، پېښور، ١٣٧٢ل کال چاپ.
٤- کابل د وينو او لمبو په سين کې: د کابل په باب د شعرونو مجموعه، راټولونه، پېښور، ١٣٧٣ل کال چاپ.
٥- د خسرو شعرونه: سريزه او راټولونه، ناچاپ.
 
غلام نبي فراهي:
غلام نبي فراهي د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې فارغ شوى او بيايې له همدې څانګې ماسټري هم ترلاسه کړې ده. د ليسانس دورې پر مونوګراف سربېره ( د استاد بېنوار ژوند او اثار په نامه يې د ماسټرۍ دورې د تيزس په توګه يو بل اثر هم ليکلى دى.


(1)  دا ليکوال او دا څېرې، ٣٧١مخ.
(1) داليکوال او دا څېرې، ٣٩٨ مخ.
(١) دا ليکوال او دا څېرې، ٣٩٨مخ.
(1)  د ليکوالۍ فن: سيد محى الدين هاشمي، پېښور، چاپ.
(1) پوخ کاڼى، محمدمعصوم هوتک، ټورنټو، کاناډا، ١٣٧٥ل کال چاپ د پښتۍ څلورم مخ.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery