مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دژباړی په هکله

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله نحمده و نستعینه و نستغفره ونؤمن به و نتوکل علیه ، و نعوذ بالله من شرور انفسنا و من سیْات اعمالنا من یهده الله فلا مضل له ومن یضلله فلا هادی له ، و نشهد ان لا اله الا الله وحده لاشریک له و نشهد ان سیدنا و مولانا محمد عبده و رسوله ، ارسله بالحق بشیرا و نذیرا . فجعله خاتم الرسل و النبیین ، و سیدهم و سیدالعالمین .
الحمد لله ، د خپل ځان له پاره افتخار ګڼم چی د شیخ القران ، علامه عبدالسلام رستمی ،حفظه الله ، دغه ستره تاریخی اومستدللـــــه څیړنه چی د قادیانیت د فتنی دله منځه وړلو او دهغوی د یو شمیر بی دلیله پو ښتنو په ځواب کی یی لیکلی خپلو وطن والو مسلمانانو وروڼو ته په پښتو ژبه وژباړم .
دغه دروند او ستر عالم ،په محمدرسول الله صلی الله علیه والسلم باندی د نبوت د پایی ته د رسیدو او د قادیانیت د فتنی په هکله، چی په برتانوی هند کی یی د شلمی پیړۍ په لمړیو کی د انګریزانو، دا دسلامی عقایدو او مسلمانانو سوګند خوړلی دښمنان او د مسلمانانو په شتمنیو باندی غاصب استثماری ځواک ،د شیطانی سیاست تر سرپرستی لاندی او دهغوی دمستقیم ملاتړ په واسطه سر راپورته کړ او اوس هم د همدی طاغوتی ځواک په ملاتړ او د صلیبی کلیسا او یهودانو په مالی بسپنه ، نژدی په ټولو اروپایی او یو شمیر افریقایی هیوادونو کی په پوره حیلی ، مکر او فریب سره دیو شمیر ، د اسلام د عقیدی څخه د ناخبره ، مسلمانانو د عقایدو دخرابولو له پاره فعالیت کوی اود خپلو تبلیغا تو دخپرولو له پاره یی د انګریزانو په پایتخت ، لندن کی ،یو لړ خپرنیز مرکزونه جوړ کړی او په تلویزونی چینلونو کی هره ورځ ژوندۍ خپرونی لری، پوره څیړنه او تحقیق کړی د ی.
شیخ القران علامه عبدالسلام ، نه یواځی د ا چی د قادیانیت د فتنی د مشر غلام احمد قادیانی یو لړ د عقل نه لیری درواغژنو دعوو ته یی دقران کریم او نبوی احادیثو په رڼا کی مستدلل ځوابونه ویلی دی ، بلکه ددغی فتنی تر شا یی ، د مسلمانانو او اسلامی امت پرخلاف د انګلیس د طاغوتی نظام د شیطانی سیاست او ددښمنۍ نه ډکی توطی او دسیسی ، چی همدا نن ورسره اسلام امت د نړۍ په ګوډ ، ګوډ کی مخ دی ، هم په مستنده توګه را بر بنډی کړی دی او دایی په ډاګه کړی ده چی دغه فتنی څه ډول ،د چا له اړخه او د څه له پاره په کار اچول شوی دی ، او څه ډول یی ورته وده ورکړی ده ، همدا اوس یی څوک پالنه کوی او څوک یی د پرمختګ او ودی له پاره کار کوی . او څه ډول وګړی یی ښکار ګرځی، د نمونی په توګه د کتاب د متن دغه لاندی جملی چی پخپله د غلام احمد قادیانی لیکنه ده و لولۍ:
[مرزا غلام احمد قادیانی دسیالکوټ د ډپټی کمشنر په کچرۍ کی د ۱۸۶۴ عیسوی کال څخه تر ۱۸۶۸ کاله پوری په ډیره کمه تنخوا ملازم و. په همدی وخت کی یی د پادری (مسټر شفیر ایم ای ) سره اړیکی و غزول . د برتاییی د مرکزی انټلیجنس د راپور په مطابق ، د سیالکوټ د څلور وګړو څخه مرزا ډیر د ښه نصیب خاوند و چی د نبوت له پاره منتخب کړل شو .]
همدا راز د خپل کتاب ،تحفه قصریه، په اتم مخ کی لیکی چی :[او دویم اصول چی زه یی پری قایم کړی یم هغه د جهاد دهغی غلطی مسلی اصلاح کول دی چی په ځینو مسلمانانو کی مشهوره دی . نوخدای تعالی زه په دی پوهه کړم چی کومی طریقی چی تر اوسه پوری جهاد ګڼل کیدی هغه د قران دتعلیماتو څخه بلکل مخالفی دی]. او بیا لیکی چی:
[زما دعمر ډیره برخه د انګریزانو د سلطنت په تایید او ملاتړ کی تیره شوه او ما د جهاد ممانعت او د انګریزانو د اطاعت په هکله دومره کتابونه ولیکل او دومره اشتهارات می خپاره کړل چی که چیر ی هغه رسالی او کتابونه راټول کړل شی نو پنځوس المارۍ به تری ډکی شی. ما خپل لمړنۍ عمر کی (دا د ۱۸۹۳ کال خبره ده )، یعنی تر دی وخته چی نژدی شپیته کلنۍ ته رسیدلی یم دخپلی ژبی او قلم له لاری په دی کار کی مشغول وم چی دمسلمانانو زړونه د انګلیسی حکومت سره د ریښتنی محبت او خیرغوښتنی او دهغوی دملاتړ په لور را و ګرځوم او دیو شمیر ناپوهه خلکو د زړونو څخه د جهاد غلط خیال او فکر لری کړم]. ( ضمیمة شهادت القران ۱۰م مخ ). همدا راز خپلی ډلی ته هم وصیت کوی او لیکی چی :
[خدای تعالی زه په همدی اصولو باندی قایم کړی یم چی د محسن حکومت ، لکه څرنګه چی د برتانیی حکومت دی، په ریښتونی توګه اطاعت و کړم اوپه ریښتونی توګه د هغی شکر ادا کړم ، نو زه او زما ډله په دی اصولوباندی پابند یو]. (تحفه قیصریه ۹ مخ )
�ددی ټولو خبرو څخه او په ځانګړی توګه ددی اخری خبری څخه یی په ډاګه کیږی چی انګریزانو د مرزاییت بنسټ په دی خاطر ایښودی و تر څو دجهاد نظریه له منځه یوسی او په هندوستان کی دتل لپاره برتانوی حکومت مسلط کړی�..............
ماچی کله ددی کتاب د ژباړی له پاره غوښتل د انګلیس د شیطانی سیاست په هکله چی همدا اوس یی په اسلامی نړۍ کی د فساد د را پیداکولو له پاره تر لاس لاندی نیولی څه ولیکم ،نو خبره را دومره اوږده شوه ، چی د یوی ځانګړی څیړنی په څیر باید خپره شوی وایی، نو په دی اساس می په همدغه څو جملو لیکلو او د کتاب څخه د لنډ اقتباس په اخستلو سره بسنه وکړه .
دا په اسلامی امت باندی د الله جل جلا له ډیر ستر احسان دی چی دغه ډول ستر ، جید ، فقیه او دحق علمایی په کی را پیدا کړی چی هر وخت او هره ګړۍ د علم او پوهی له لاری دباطل په مقابل کی یی خپلی سینی سپر ګرځولی دی او د حق خبره په پوره ډاګیزه توګه د امت تر مخ ږدی . الله جل جلاله دی زمونږ دغه د حق علماو ته د اسلامی دعوت د خپرولو او د باطل د مقابلی کولو توفیق نور هم ور اعطا کړی .
همدا راز غواړم د دروند ورور مولوی عبدالرؤف ساپی څخه چی ددی کتاب په را رسولو کی یی له ماسره مرسته کړی د زړه له کومی مننه وکړم او هم د خپلی کورنی غړو ته چی د ژباړی په وخت کی یی راته ټولی اسانتیاوی برابری کړی اوپه ځانګړی توګه دخپل زوی محمود الرحمن یاسر سعید څخه چی دکمپیوټر په ټایپ او ستونزو کی یی را سره مرسته کړی د الله تعالی څخه دخیر اوعافیت او په دنیا او اخرت کی د ستر اجر او عزت دورکړی له پاره دعا وکړم.
د الله جل جلا له څخه غواړم چی دد غه کتاب ژباړه د ټولو مسلمانانو له پاره د پوهی او خیر سبب و ګرځوی او زما له پاره یی په دنیا او اخرت کی د اجر او سرلوړۍ ذریعه کړی . امین

قریب الرحمن سعید
۴م اګست ، ۲۰۰۷م عیسوی کال
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery