مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دولسم باب دمرزا فسق و فجور او ناوړه کارونه


د اهل سنت و الجماعت دټولو په دی اتفاق دی چی انبیا علیه السلام د نبوت په حال کی دهر ډول ګنا څخه معصوم دی ، البته دنبوت تر مخه حالت کی یی اختلاف شته . او په دی هکله صحیح قول دادی چی د نبوت تر مخه هم هغوی د ناوړه کارونو ، بدو عاداتو ،او د سترو (کبیره ) ګناهونو څخه پا ک ساتلی شوی دی .
خو مرزا غلام احمد قادیانی د خپلو کړنو او اخلاقو له اړخه د نبوت ددعوی د مخه او دهغی وروسته هم ډیر چټل او ګنده و. زمونږ دغه وینا دهغی د کتابونو څخه پوره په ډاګه کیږی او هغه داچی :

دهغی د اخلاقو څونمونی وړاندی کیږی :
۱ـ د مرزا شراب څکل او داعلی درجی انګلیسی (ولایتی) شرابو سره دهغی محبت :
هغه خپل یوه مرید ته په خط کی لیکی چی ( اوس درته میا یارمحمد درلیږم ، ته به د خوراک څښاک شیان پخپله واخلی او یو بوتل (ټانک واین ) د (پلومر) ددکان څخه واخله ، خو د (ټانک واین ) (یوډول قوی شراب ) غواړم ، اودا باید په خاطر کی وساتی ) . مرزا غلام احمد ، ( د غلام په نوم خطوط ۵م مخ ).

۲- د افیون سره مینه :
حضرت مسیح موعود (مرزا صاحب ) الهی تریاق ، د الله تعالی هدایت په واسطه ترخپل کنترول لاندی کړی دی چی دهغی لویه برخه افیون دی . او دغه دوایی یوڅه اندازه د افیون د زیادښت نه وروسته حضرت خلیفه اول ( حکیم نورالدین ) دشپږو میاشتو د زیاتی مودی راهیسی ورکوله . او پخپله یی هم د مختلفو ناروغتیاو په خاطر کله ناکله استعمالوله .( اخبار الفضل قادیان ۱۹ جولایی ، ۱۹۲۹)
۳ـ غولول او دوکه ورکول :
دمرزا جی عمر ۲۴یا ۲۵ کاله و نو د ځوانۍ په دغه وخت کی ددادا صاحب تقاوت (پنشن ) داخستلو له پاره لاړ. (تفصیل یی داسی دی ): ماته خپلی مور وویل چی یوځل د ځوانۍ په زمانه کی حضرت صاحب د خپل پلار د تقاعد (۷۰۰کلدارو) داخستلو له پاره ولاړ نو دهغی پسی مرزا امام الدین هم پټ پټ ولاړ . کله چی هغی پیسی واخستی . نو هغه په دوکی او فریب او غولولو سره هغه د قادیان څخه بیرون یوړی . او هلته دلته یی ، چیری پریښودی او ولاړ . حضرت صاحب د شرم او خجالت له مخی کور ته رانغی بلکه سیالکوټ ته ولاړ . او هلته د ډپټی کمشنر په کچهریو کی په ډیره لږه تنخوا (۱۵ کالداری ) باندی نوکر شو .( سیرة المهدی ۴۹م مخ)
په همدی توګه یو ځل هغی په دری سوه دلایلو باندی مشتمل د پنځوسو جلدونو د احمدیه د براهینو د لیکلو اعلان وکړ : چی مسوده یی تیاره ده او دهمدی په واسطه یی دخلکو څخه ستری ستر چندی او د پنځوسو جلدون قیمت ترلاسه کړ.
د هغی وروسته یی یواځی ۴ جلدونه چاپ کړل او نور یی لاس و نیوه اوپه دی تر تیب یی دخلکو رقم هضم کړ .
دمړینی څخه یی لږ دمخه پنځم جلد ولیکه خو هغی د موضوع سره هیڅ ډول اړیکی نه درلودل .اوهغه مخته اخستی رقم یی خلکو ته بیرته ورنکړ.(براهین احمدیه ۹۳م مخ) . په همدی توګه د سراج المنیر د اخبار معامله هم ده.( اشتهار ۲۰ فروری ۱۸۸۶ کال ) په همدی توګه یی دمنارة المسیح جوړولو په اعلان باندی دخلکو څخه چنده را ټوله کړه خو هغه کار یی په نیمایی کی پاته شو او مرزا له نړۍ څخه و لاړ.

۴ـ دستورو د اغیز منونکی نبی:
واقعی او صحیح حبره داده چی په ستورو کی اغیز اوتاثیرا ت شته دی ، چی په زمکه باندی اثر لری . نو په دی خاطر دهغه انسان څخه به ډیر بل ناپوهه او جاهل نه وی چی د بنفشی او نورو (بوټو اوجرړو) قایل وی خو د ستورو د اغیز اوتاثیراتو نه منکر وی. په دی شیانو کی هغومره اثرات دی چی په انسانی ژوند او انسانی تمدن باندی اغیز شیندلی شی. لکه چی پخوانیو علماو لیکلی دی ( حاشیه ګولړیه ۱۸۲م مخ ۱۹۹۱)
حال داچی په صحیح احادیثو کی دغه ډول عقیدی ته مشرکانه او کفر با الله ویل شوی دی چی دباران نسبت (دکوم ستوری ) په لور وکړل شی .

۵ـ دمرزا په خدمت کی نامحرمه ښځی :
المنبر لایل پور ۹ د شوال ۱۸۱۷کال قادیان : د ذرایعو په بنسټ لیکی چی :
مرزا صاحب به د نامحرمه ښځو په واسطه خپلی پښی زور کولی . چی په دی نامحرمه ښځو کی به ځوانی هم وی اوزړی هم.
په سیرة المهدی کی لیکی چی : مګر دهغه جمالیاتی حس دومره تیز ، او د حسن مشاهده یی دومره ژوره او پخه وه چی د ښځو د څهری د یوځل لیدلو څخه به یی دا اندازه معلوموله چی دا حسن به ډیره موده وی یا ژر به له منځه ولاړ شی.

فرایض او سنتونه یی نه ادا کول :
ډاکټر سید محمد اسماعیل صاحب ماته وویل چی حضرت مسیح موعود (مرزا ) حج نه دی کړی ، اعتکاف یی نه دی کړی ، زکاة نه ورکوی ، تسبیح نه کوی ، زکوة په دی خاطر نه ورکوی چی هغه کله هم د نصاب خاوند شوی نه دی . البته حضرت والده صاحبه په زیوراتو باندی ذکوة ورکوی . هغه د تسییح او نورور رسمی وظایفو قایل نه د ی.(سیرة المهدی دریم جلد، ۱۱۹مخ )

ټولو مسلمانانو ته ښکنځلی کول :
زما څخه منکر مسلمانان حرامزادګان دی ( آینه کمالات الاسلام ۵۴۸م مخ)
ځوک چی زمونږ د بریالیتوب قایل نوی نو په دی دی په پوره توګه پوه شی چی هغه ته د (ولدالحرام ) کیدو شوق دی او حلال زاده نه دی.( انوار الاسلام ۱۳۰م مخ )
کل مسلم یقبلنی و یصدق دعوتی الا ذریة البغایا( ټول مسلمانان ما منی او زما دعوت قبلوی ، مګر بدکاره ، د وینځو اولاد، یعنی حرام زادګان ما نه منی . ( اینه کمالات ۵۴۷ م مخ)

بیا په شعر کی لیکی چی :
ان العدی صاروا خنازیر القلا نسأهم من دونهن الا کلب .
زما مخالفین او دشمنان د ځنګلونو خنزیران دی او دهغوی ښځی داسی دی چی سپۍ هم دهغوی تر مخه هیڅ نه دی .
په همدی توګه د علماو او مشایخو هر یوه پر خلاف یی همداسی ګنده اوچټل بکواس کړی دی .
شیخ سید نذیر حسین محدث دهلوی ( رحمه الله ) ته یی د ( ظالم طبع او مات ضالا هایما ) په څیر الفاظ لیکلی دی .(مواهب الرحمن ۱۲۷م مخ )
مولانا محمد حسین بټالوی ، مولانا احمدالله امرتسری ، مولانا ثناالله امرتسری ( رحمهم الله ) ، هریو ته یی په نوم اخستلو سره لیکلی چی :(( دا درواغجن دی او د سپیو په څیر مرداری خوری .) (ضمیمه انجام آتهم ۲۵م مخ )
حال دا چی د مرزا څخه پخپله سپی جوړ شوی او ددغی علمایی کرام پر خلاف ځکه غپیږی چی هغی ټولو کرامو علماو د مرازایت د فتنی پوره پوره مقابله کړی ده .
د اسلام عام علما یی مخاطب کړی اولیکلی یی دی چی :
( ای ژر خفه کیدونکو، بد اخلاقو او په بد ګمانیو کی ډوب ( غرق ) شویو!) ( ایام الصلح ۸۴ م مخ )
ای بدقسمته بد ګمانو ذلیلو ملایانو ، پلیدو ملایانو ، د ناپاک طبیعت لرونکو مولویانو ، پلیدو الطبع مولویانو ، دخدای غضب دی په دی مولویانو وی ، مولوی د انسان څخه ډیر پلید او جاهل دی ( ایام الصلح ۱۱۵ مخ)
ددی نه علاوه یی دومره دبداخلاقی او ناوړی ژبی استعمال ددشمن پر خلاف هم چا نه دی کړی پرته له دی کذاب (درواعجن ) نبی څخه . ( لعنه الله تعالی و اتباعه اجمعین ) امین .
هیڅکله یی هم استغفار نه دی کړی :
د مولوی شیر علی مرزایی وینا ده چی ما هیڅکله هم مرزا په استغفار کولو او ویلو نه دی لیدلی.( سیرة المهدی لمړۍ ټوک ، ۲م مخ )
شاید چی مرزا په دروغو دا بهانه وکړی چی معصوم دی نو په دی خاطر د استغفار له پاره اړتیا نلری . خو دا بهانه غلطه ده . حق او معصوم نبی صلی الله علیه وسلم ته الله تعالی حکم کړی چی ( و استغفر لذنبک )(محمد)
که څه هم جناب محمد رسول الله صلی الله علیه و سلم د ګناه ارتکاب هم نه و کړی خو د الله تر مخه ټول کرام انبیا د خپل نفس دماتولو ( کسرنفس ) په خاطر استغفار او توبه کوله ، لکه چی نبی اکرم صلی الله علیه و سلم به د ورځی اویا ځلی او په یوه روایت کی دی چی سل ځلی به یی استغفار او توبه کوله .
د تحریک چلولو پر وخت کی د سودی او حرام لاسته راوړنی خرڅول :
د مرزا بشیر په الفاظو کی د قادانیت د جواز فتوی هم مرزا جی ورکړی ده . په هغه زمانه کی د اسلام د خدمت له پاره د ځینو شرایطو د لاندی د سودی روپیو خرڅولو فتوی هم حضرت صاحب د همدغی اصولو په بنسټ ورکړی ده ( سیرة المهدی لمړۍ ټوک ، ۲۶۱م مخ)
د مرزا په وړاندی د یوی کنچنۍ ( دزنا له لاری لاسته راوړی رقم ) د اسلام د خدمت له پاره خرڅول جایزدی :
ماته عبدالله صاحب سفوری ویلی دی چی یوځل د انباله یوی کنچنۍ ډیری زیاتی پیسی ګټلی وی بیا هغه مړه شوه او ماته د هغی ترکه تر لاسه شوه . خو وروسته ما ته الله تعالی د توبی کولو او اصلاح توفیق را په برخه کړ . اوس نو زه په دغه مال باندی څه وکړم ؟
حضرت صاحب ځواب راکړ چی زما په فکر په هغه زمانه کی دا ډول مال د اسلام پر خدمت کی مصرفیدای شو . ( کنچنی : کسبی فاحشی ښڅی ته ویل کیږی )( سیرة المهدی لمړۍ ټوک ، ۲۶۱ او ۲۶۲ مخونه )

کله کله زنا کول :
حضرت مسیح موعود ( مرزا قادیانی ) ولی الله و او ولی الله هم کله کله زنا کوی .
که چیری هغی کله ناکله زنا کوله نو په هغی کی څه ستونزه ده ؟
بیا لیکی چی : مونږ ته په حضرت مسیح موعود (مرزا قادیانی ) باندی نیوکه نشته ، ځکه چی هغه به کله کله زنا کوله ، خومونږ په اوسنی خلیفه باندی نیوکه لرو ځکه چی نوموړی هر وخت زنا کوی .(روزنامه الفضل قادیان دارالامان ۳۱ اګست، ۱۹۳۸)
تبصره :
په پورتنیو لیکنو کی دداسی ګناهونو د ارتکاب یادونه شوی ده چی د هر(حق )نبی په شریعت کی هغه ستره ګناه او ممنوع ده . خو دا ټوله ګناه د مرزا قادیانی څخه د پیښیدو سره سره هغه نبی هم دی . کلا و حاشا!!!
اتا مرون الناس بالبر و تنسون انفسکم .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery