مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دیارلسم باب د مرزا معتوهی (دلیونتوب ) حالت


معتوه (پاګل ) هیڅکله هم نبی کیدای نشی ، ځکه چی هغه به نوروته ، په داسی حال کی چی پخپله پاګل او لیونی و ، څه لارښوونه وکړی. راځۍ چی دلته دمرزاغلام احمد د پاګل کیدو او لیونتوب د څو نمونو په لوستلو سره پر همغه باندی لعنت هم ولیږۍ .
۱ـ مرزا جی غوښتل چی چورګړی حلال کړی نود هغی په غاړه یی د چړی د راښکلو پر ځای په خپله ګوته را ښکله او په توبی توبی ویلو سره د چورګوړی د حلالولو څخه پور ته شو ( سیرة المهدی دویم جلد ۴ م مخ )
۲ـ کله به یی چی ډوډۍ خوړله نو هغه به یی په وړو وړو ټوټو باندی ویشله بیا به یی کومه ټوټه تری وخوړه اوپاته به یی په دستر خوان پریښوده . ( الفضل قادیان دریم مارچ ۱۹۳۵)
۳ـ د نوو څپلیو پیوندنی به یی تری غوڅولی نو بیا به یی چی پوندی ایښودلی نو د تللو پر وخت کی به ګرد را الوت او په بنډیو باندی به یی کښیناسته ، اوکله به یی چی تیل په ځان لګول نو په قیمتی کوټ به یی داغونه جوړول . ( الحکم قادیان ۲۱ فروری ۱۹۳۵)
۴ـ کله به چی مرزا جی بوټان په پښو کول نو د ښی او چپ تمیز به په کی نشوکولای ، بلاخره ددی غلطۍ څخه د په څنګ کیدو په خاطر یی د یوی پښی په بوټ باندی توره نښه و لګوله .( منکرین خلافت کا انجام د جلال الدین قادیان لیکنه ۹۶م مخ)
۵ـ د واسکټ صدفونه به یی تل د سوریو څخه جدا ساتل نو ځکه به ډیر ژر ماتیدل. (الحکم قادیان ۲۱ فروری ۱۹۳۵)
۶ـ وخت به یی د ساعت د هندسو د شمیر لو په واسطه معلوماوه او په ګوته به یی د ساعت هندسی شمیرلی او په خوله به یی هم دغه شمار کاوه (سیرة المهدی ۱۸۰ مخ)
۷ـ مرزاجی د خوږی ( شیرنۍ ) سره ډیره مینه وه ، او د متیازو په ناروغتیا هم ککړ و په دی خاطر به یی د خاوری پنځه لوټی له ځآنه سره په جیب کی ایښودلی او په همدی جیب کی به یی د ګوړی غونډاری هم ایښودل ، کله به داسی هم کیدل چی د ګوړی د غونډاری پر ځای لوټه په خول کی واچوی . ( حالات مرزاجی مرتبه معراج الدین)
۸ـ دنفرت د ځای کیدو دعوا:
د مرزا شعر:
کرم خاکی هو میری پیاری نه آدم زاد هون -- هون بشرکی جای نفرت او انسانون کی عار.
( درثمین اردو ۱۱۶ م مخ زمرزا قادیانی )
یعنی مرزا وایی چی زه ادم زاد نه یم بلکه د خاوری چینجی یم (وایی چی ترقی می کړی ) بلکه د بشر ( ښځه یانر ) دنفرت ځای ( دشرم ځای ، شرمګاه ) او د انسانانو عار یم .
مرزاییان وایی چی دا دهغی د عاجزی او انکسار ښکاروندوی دی .
په داسی عقل دی تف وشی چی دغسی د لیونی خبرو ته عجز او انکسار وایی !!!
مونږ په اتم باب کی د مرزا دناروغتیاو یادونه کړی و ه چی په هغی کی هغه د مراق ، مالخولیا ، حافظی دکمزورتیا او ددماغ د ضعف تر څنګ ، د سر دوران ، د سر درد ، کم خوبی ، تشنج او .......نوری زیات شمیر ناروغتیاوی مووګڼلی.
زما په واړاندی صحیح خبره داده چی د مرزا دغه تیر شوی حال د هغی د سادګۍ او هیرونۍ په اساس نه دی ، بلکه د هغی د ناروغتیاو حقیقی اغیز دی چی د معتوه ( پاګل کیدواو لیونتوب ) ناروغی تری جوړه شوی ده. نو دداسی شخص الهام او وسوسه ، ریښتونولی او درواغ ، حق او باطل ، کی څه ډول تمیز او بیلتون کیدای شی ؟ څومره صادقین انبیأ چی د الله تعالی له لوری مبعوث شوی دی نو هغوی د لیونتوب او د لیونتوب د هرډول فروعاتو څخه خوندی اومامون ول.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery