مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

شپږم باب د عیسی علیه السلام دنزول په اړوند احادیثوکی د مرزاییانو تحریف او د توفی معنی.


عن ابو هریرة رضی الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : و الذی نفیسی بیده لیوشکن ان ینزل فیکم ابن مریم حکما و عدلا فیکسر الصلیب ویقتل الخنزیر و یضع الجزیة ویفض المال حتی لایقبله احد حتی تکون السجدة الواحدة خیرا من الدنیا ومافیها . ثم یقول ابوهریرة رضی الله عنه � و ان من اهل الکتاب الا لیوْمنن به قبل موته ویوم القیامة یکون علیهم شهیدا. ( د بخاری او ترمذی دواړو په روایت سره )
ژباړه :د ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل : سوګند پر هغه ذات چی زماروح دهغی په لاس کی دی ، چی نژدی ده چی په تاسی کی به عیسی زوی د مریم ،پریکړی کونکی اوعدل کونکی ، را ښکته شی ، نو هغه به صلیب ټوټی ټوټی کړی ، خنزیر به ووژنی او جزیه به له منځه یوسی ، او مالونه به دومره زیات شی چی هیڅوک به یی اخستونکی (قبلونکی ) نه وی ، ان تردی چی یوه سجده به ددنیااو مافیها څخه بهتره او غوره وی.، بیا ابو هریرة رضی الله عنه وویل ، ( دا آیت ولولۍ)، نه به وی هیڅ دکتاب خاوند ، مګر دا چی په عیسی علیه السلام باندی به دهغه د مړینی دمخه ایمان راوړی، او دقیامت په ورځ به عیسی علیه السلام پر هغوی ګواهی وایی .
دا حدیث د (۲۶) صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه روایت شوی دی ، چی مونږیی تفصیل په ( انکار حدیث سی انکار قران تک ) کی په ۳۸۷م مخ کړی دی .
دا حدیث د عیسی علیه السلام د نزول په هکله بلکل صریح او د هرډول تاویل څخه پاک دی . خو کله چی مرزا غلام احمد ته څرګنده شوه چی د محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته بل نبی راتلای نشی او یواځی عیسی علیه السلام به را ښکته کیږی نو مرزا د خپلی نبوت د(درواغجنی ) دعوی د ثبوت له پاره د عیسی علیه السلام سیټ دخپل ځان له پاره خالی کول غواړی ، نو هغه دعوه وکړه چی عیسی علیه السلام وفات شوی دی. او په دی حدیث کی د عیسی علیه السلام څخه مقصد زه (مرزا) یم . دهغی د استدلال کولو لار داده چی د (ینزل ) معنی ( پیدا کیږی به ) دی او په دلیل کی یی ( انزلنا علیکم لباسا ، او انزلنا الحدید) وړاندی کړی دی . چی دلته د انزال څخه مراد پیدایښت ( خلق ) دی په همدی تر تیب یی د ابن مریم سره مشابه ابن مریم مقصد اخستی دی او په دی حدیث کی یی د خپل نبوت د ثابتولو لپاره ناکامه هڅی کړی دی. حال دا چی دغه ډول تاویل بلکل غلط دی .
حال داچی،(ینزل ) د ( نزل ینزل ) مجرد فعل دی. په قرانکریم او یا بل هیڅ عربی کتاب کی دخلق( پیدایښت ) په معنی نه دی استعمال شوی. بلکه د پاسه د را ښکته کیدو په معنی باندی راغلی دی ، په قران کریم کی د هغی استعمال په دی توګه شوی دی .
وبالحق نزل . ــ نزل به الروح الامین ــــ و ماینزل من الحق ــ وماینزل من السماْ
په دی ټولو آیتونو کی د (نزل ، ینزل ) یواځی د راښکته کیدو او یا را ښکته کولو په معنی راغلی دی .
بلی ! په فعل مزید کی ، د افعال په باب کی (انزال ) کله کله د خلق ( پیدایښت ) په معنی هم راغلی لکه ( انزلنا الحدید) او ( انزلنا علیکم لباسا) . خو دلته هم یواځی د خلق پر معنی نه دی بلکه د اسمانی اسبابو او وسایلو او تدبیرونو په ذریعه خلق ته (انزال )ویل شوی دی . حال دا چی په دی حدیث کی د (ینزل ) لفظ د مجرد صیغه ده او دهغی څخه د (پیداکولو) معنی اخستل خالص او سوچه جهالت دی .
په همدی توګه ابن مریم (چی په څرګنده توګه اسم کنیت ) دی د عیسی علیه السلام په هیڅ نص کی مثیل یا دهغی شبییه نه شته . نوبیا مرزا د کومه ځایه دا لفظ را وویست ؟
بلی ! د شیطانی وسوسو اود ابلیس دتلبیس ښکار کیدو سره به یی دا ډول حماقت کړی وی .
توجه: په دی حدیث کی د بخاری په یوه روایت کی (یضع الجزیة) په ځای (یضع الحربة) لیکل شوی دی ، چی معنی یی د قتال پای ته رسول (ختمول ) دی . او دا خبره مرزا پر خپل ځان تپلی ده چی زه ددی له پاره مبعوث شوی یم چی قتال منسوخ کړم ، او د حدیث د همدغی لفظ ( یضع الحربة) څخه یی استدلال کړی دی.
ځواب دادی چی دا لفظ دکوم کتاب څخه سهوا لیکل شوی او یا د چا له اړخه تحریف دی .، ځکه د (الجزیه) د لفظ څخه یی د( جیم ) او( زا)ْ نقطی لری کړل شوی دی او په همدی توګه یی د (یا) څخه یوه نقطه مسخه کړی او( حربة) یی تری جوړه کړی ده . په بخاری کی دا حدیث په دری ځایو کی موجود دی ، چی په دوو ځایو کی د (جزیی)لفظ دی ، او په هیڅ کتاب کی د ( حربة ) لفظ نه ثابتیږی . د حدیثو شاریحیونو هم دی لوری ته توجه نه ده کړی ، نو ددی نه معلومیږی چی دا د کتابت غلطی ده او یا دمرزاییانو تحریف دی .
د (یضع الجزیة ) معنی داده چی عیسی علیه السلام ( اماالایمان و اما السیف ) باندی به عمل کوی ، په داسی حال کی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم د عربو د مشریکینو سره دا ډول معامله کړی ده .
په همدی ترتیب مرزا غلام احمد د خپل ځان له پاره د سیټ دخالی کولو په خاطر د (متوفیک) په لفظ زور راوړی دی ، او وایی چی ددی معنی د روح قبضول دی ، یعنی په مرګ باندی محکوم کیدل ،( نو هغه مړ شوی دی).
په دی هکله ما په تفصیلی توګه تحقیق او څیړنه په خپل کتاب ( انکار حدیث سی انکار قران تک ) کی په ۵۸۲ مخ کی کړی ده . دلته په لنډه توګه لیکم چی : ددی لفظ څخه هیڅکله هم د عیسی علیه السلام وفات نه ثابتیږی . او دهغی څوعلتونه دی.:
لمړۍ علت یی :لغت پوهانو د توفی دوه معناوی ذکر کړی د ی..
(۱) یوشی پوره اخستل ،
(۲) روح قبضول .
خو لمړنۍ معنی حقیقی ده او دویمه معنی مجازی . پرته له اړتیا و (ضرورت ) نه د حقیقی معنا پریښول او دمجازی معنی اخستل د جاهلو خلکو کار دی.
ابن منظور د لسان العرف په ۱۶م جلد( ۳۵۹) م مخ کی لیکی چی :
توفی فلان و توفاه الله اذاقبض نفسه . و توفیت المال منه و استوفیته اذا اخذته کله . توفیت عددالقوم اذاعدتهم کلهم . هکذا فی تهذیب اللغة ص ۴۱۹ جلد ۸ ـ و هکذا فی المحیط ص ۴۳۷ جلد ۱۰ و توفی فی اللغة اخذ الشی وافیاتاما ص ۳۱ جلد ۳.
ژباړه : توفی دوه معناوی لری ، لمړۍ ، د نفس قبضول ، او دویم ، یو شی پوره اخستل ، د (استوفیته) معنی یو شی پوره اخستل ، توفیت عددالقوم ، کله چی یوقوم پوره وشمیرل شی . په همدی توګه په تهذیب اللغة کی ، په محیط او لسان العرب کتابونو کی هم راغلی دی .
تسهیل اللغة العربیة چی د قادیان چاپ دی لیکی چی د توفی حقیقی معنا ( دیو چا پوره اخستل دی او مړینه یی مجازی معنی ده )
زه وایم چی پر هغه ځایو کی چی توفی د مړینی په معنی راغلی دی نو هلته ضرور کومه قرینه شته ، د حیاة (ژوند ) او دهغی د لوازمو په مقابله کی د توفی یادونه به شوی وی . یا د ملایکة الموت یادونه ، یا د( انفس ) ذکر ، یا د عاقبت دعا ، یا وصیت او دوفات دعدت یادونه شوی وی او دقرینی ضرورت د مجازی معنی د اخستلو سره خاص ده .
د عیسی علیه السلام سره د توفی دلفظ د استعمال سره دقراینو څخه یو هم نه دی ذکر شوی بلکه هلته د رفع لفظ استعمال شوی دی. . یعنی کله چی د توفی لفظ ذکر شوی وی نو دا وهم را پیدا شو چی د (توفی کل ) څخه د جسم توفی مراد دی یا صرف د روح ؟ نو د رفعی د لفظ د وریوځای کولو څخه داسی معلومه شوه چی د ټول بدن توفی تری مراد دی .
بله وجه : دا به ومنو چی توفی د مړه کیدو په معنی حقیقت دی ، خو دا هم حقیقت دی چی پوره معنی اخستل هم حقیقی معنی ده . نو داسی معلومه شوه چی دا یو مشترک لفظ دی او په مشترک لفظ کی قانون دادی چی دکومی یوی معنی داخستلو له پاره د قرینی ضرورت پیښیږی. دلته هم ، توفی ، د پوره اخستلو دمعنی له پاره د (رافعک ) قرینه موجوده ده او دلته تری همدا معنی مراد دی.
توجه : مرزا او دعیسی علیه السلام د نزول نور منکرین ، د ( رافعک ) څخه د درجاتو رفع مقصد اخلی ، او دقرانکریم د ځینو آیتونو حوالی ورکوی لکه :[ رفعناه مکانا علیا]، [ یرفع الله الذین آمنوا والذین اوتوالعلم درجات ]
زه وایم چی د (ر، ف ، ع ) ماده په قرانکریم کی په مختلفو صیغوسره (۲۲) ځایه راغلی ده چی د هغی څخه (۱۲) ځایه د (ددرجاتو رفع) مراد دی ، ځکه چی هلته د (درجی ، مکان علی یا بغیر الی ) قرینی موجودی دی ، او په (۱۷) ځا یو کی (رفع ) په خپلی حقیقی معنا باندی راغلی ده . لکه ( رفع ابویه علی العرش، الله الذی رفع السموات بغیر عمد ترونها ، رفع سمکها فسوا ها ....)
او د عیسی علیه السلام په اړوند د رفع د لفظ سره د (الی) ذکر شوی دی چی تر ی د رفعی د حقیقی معنی د اخستلو له پاره واضح او څرګند دلیل دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery