مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

اووم باب دمرزا غلام احمد دپیداکیدو نیټه ،مړینه یی ، او د ژوندانه حالات یی .


د مرزا غلام احمد قادیانی د ژوند د حالاتو یو څه دلته په دی خاطر لیکو چی هیڅ په حقه نبی دداسی حالاتو سره نه دی مخ شوی لکه څرنګه چی (دغه درواغژن )مرزا غلام احمد ورسره مخ شوی دی. او دا دهغی په کذابیت (درواغژنی ) ، بلکه دهغی په احمقۍ ، بی وقوفۍ اوناسنجیدګۍ باندی ستر دلیل دی .
مرزا غلام احمد قادیانی ، دپنجاب دایالات د ګوردا اسپور په یوه کلی قادیان کی پیدا شوی دی . دا سیمه د امرتسر څخه تر شمال شرق پوری د ریلوی د لاین تر څنګ نژدی یولس میله لری پرته ده . دهغه د پیداکیدو به تاریخ کی ډیر اختلاف دی . مرزا په خپله لیکی چی زه په ۱۸۳۹ یا ۱۸۴۰ کال د سکهانو په اخری وخت کی پیدا شوی یم . او به ۱۸۵۷ کال کی د شپاړسو یا اولسو کالو په عمر کی وم او لاتر اوسه می بریت او ږیره نه و راوتلی (روحانی خزانی ، ۱۳م جلد ، ۱۷۷مخ، مرزا خپله لیکنه )
بیا دهغی زوی مرزا بشیر احمد په خپل کتاب ( سیرة المهدی : دریم جلد پنځم مخ )کی لیکی چی د هغی د پیدا کیدو کال ۱۸۳۶ یا ۱۸۳۷ عیسوی کال دی . بیا په دریم جلد ، ۷۶م مخ کی لیکی چی دهغی پیدایښت ، ۱۳م د فروری ، ۱۸۳۵ عیسوی کال کی چی ۱۴ م شوال ، ۱۲۵۰ هجری کیږی د جمعی دورځی تاریخ یی صحیح ګرځول شوی دی .
بیا په همدی دریم جلد، ۲۰۳ مخ کی لیکی چی د هغی د پیدایشت تاریخ ،معراج الدین ، اولسم د فروری ۱۸۳۲ټاکلی دی . بیا دهمدی دریم جلد په ۱۹۴ مخ کی لیکی چی : په داسی حال کی چی نورو ۱۸۳۳، یا ۱۸۳۴ عیسوی کال کی د هغه پیدا یښت ښوولی دی.
د مرزا د ملګرو په حال باندی انسان حیرانیږی چی په داسی حال کی چی مرزا پخپله دخپل پیدایښت وخت ۱۸۳۹ یا ۱۸۴۰ یادوی ، نو ملګری یی ولی دخپل نبی سره مخالفت کوی او دنورو مختلفو تاریخونو یادونه کوی . په داسی خلکو باندی دی تف وی چی دخپل نبی خبره نه منی .
بلی ! هغوی دا مخالفت په دی خاطر کړی دی چی هغه د خپل عمر په هکله یوه وړاند وینه کړی وه او دغه خلک په حقیقت کی دهغی د ریښتیا د ثابتولو هڅی کوی . لیکن انشأالله تعالی مونږ به یی په ۱۴م باب کی ثابته کړو چی دهغی دغه وړاندوینه په هرصورت درواغ وو.
دهغی په خپله ژبه د هغه دپیدا کیدو څرنګوالی:
زه توأم ( جوړه ) پیدا شوی وم ، زما سره یوه نجلۍ وه ، چی نوم یی جنت و . او دغه الهام چی [یا آدم اسکن انت و زوجک الجنة] چی د نن څخه شل کاله پخوا ، د احمدیه د براهینو په ۴۹۶م مخ کی درج شوی دی په هغی کی د جنت لفظ سره یوه لطیفه غوندی ا شاره ده ، چی هغه نجلۍ چی له ماسره یوځای پیدا شوی وه دهغی نوم جنت و .
(بریاق القلوب ) په ۳۵۱م مخ کی پورتنۍ لیکنی ، د روحانی خزاینو به ۱۵م جلد ۴۷۹م مخ کی په همدی صفحه کی لیکی چی : لمړۍ هغه نجلی د ګیډی څخه راوتلی وه او تر هغی وروسته زه را ووتم . ددی وروسته زما د والدینو په کور کی هلک یا نجلۍ پیدا نه شوه او زه د هغوی له پاره خاتم الاولاد وم ( دلته خاتم د اخر په معنی دی )
په دی الهام او د هغی په مصداق کی ډیر توپیر موجود دی . الهام ( د هغی په زعم ) کی دادی چی ، ته او ستا ښځه په جنت کی اوسۍ، جنت د یوه خاص ځای نوم دی چی استوګنه په کی کیږی. نو د مرزا د خور په دننه کی څرنګه سوکونت کیدای شی.؟ په دی اساس دا د کوم عاقل نه بلکه د کوم لیونی وینا او لیکنه ده .
سیرة الهدی لسم جلد ، ۳۶ مخ کی لیکی چی :
ستا(مرزا ) څخه د مخه ، دوه کوچنیان ( دهغی خور او ورور) مړه شوی و په دی اساس مو ستا په غاړه کی بند(هنسلی) واچاوه ، او تاته به سیندهی ویل کیده . دکوم کوچنی په غاړه کی به چی سیندهی ( هنسلی ) واچول شو نو د (غیرالله ) نذر به پوره کیده او نوم به یی سندهی ایښول کیده .
دمرزا نسب او کورنۍ :
په نسبی توګه هغه د قراچاربرلاس نومی یو قوم سره تړلی و چی د تصدیق له پاره یی پخپله ، په خپلو لیکنو کی ډیره اوږده نسب نامه درج کړی ده ( کتاب البریه ۱۶۴ مخ ، او دحقیقة الوحی ضمیمة ۷۱مخ )
خو د مسیحیت او مهدیت د دعوی وروسته مرزا کله خپل ځان د فارسی النسل څخه ګڼی ، کله ځانته اسراییلی وایی او کله هم د چینی نسل څخه ځان ګڼی . اوبیا کله هم د فاطمة رضی الله عنهاد نسل څخه ځان ګڼی. او د حیرانتیاوړ خبره داده چی په دی څلورو مختلفو نسلونو کی د خپل ځان د ویشلو تر څنګ بیا هم په خټه پوره مغل دی .( دا تفصیل پخپله د مرزا په لیکنو کی ، کتاب البریه ۱۳۶- ۱۳۵ مخونو ، د اربعین دویم، رساله ۱۷ مخ ، د اشتهار د یوی غلطۍ ازاله تحفه ګولړویه ۲۶ او ۴۰ مخونه کی موجود دی .)
دهغه د پلار نوم غلام مرتضی و دنیکه نوم یی عطا محمد او د غورنیکه نوم یی ګل محمد و، همدا ګل محمد دهمدی پنځوسو کلیو، د جایداد دهقان و چی په ۱۸۰۰ میلادی کال کی و مړ.
دمرزا دمور نوم چراغ بی بی وه چی پخپله د هغی په ژوند کی مړه شوی ده .
تعلیم یی :
دشپږو کالو په عمر یی دقادیان په کلی کی د مولوی فضل الهی حنفی څخه د قران مجید اوفارسی ژبی ښوونه پیل کړه . او بیا یی نژدی دلسو کالو په عمر کی دګوجرانواله د فیروز پوردسیمی داوسیدونکی مولوی فضل احمد (اهل حدیث ) څخه د صرف نحو درس پیل کړ( کتاب البریة حاشیه ۱۶۸-۱۶۹ مخونه ) ، بیا یی د منطق او حکمت او نورو شیانو زده کړه د مشهور شیعه عالم ، مولو ګل علی شاه څخه وکړه اوپه دی ترتیب یی د طبابت علم د خپل پلار څخه یاد کړ.
مرزا غلام احمد قادیانی دسیالکوټ د ډپټی کمشنر په کچرۍ کی د ۱۸۶۴ عیسوی کال څخه تر ۱۸۶۸ کاله پوری په ډیره کمه تنخوا ملازم و. په همدی وخت کی یی د پادری (مسټر شفیر ایم ای ) سره اړیکی و غزول . د برتاییی د مرکزی انټلیجنس د راپور په مطابق ، د سیالکوټ د څلور وګړو څخه مرزا ډیر د ښه نصیب خاوند و چی د نبوت له پاره منتخب کړل شو .
په ۱۸۸۰ کی یی براهین احمدیه یی و لیکه ، مرزا ته لمړۍ الهام په ۱۸۸۲ کال کی وشو نو هغه د ملهم من الله اعلان وکړ او بیا یی دخپل ځان له پاره د مجدد اعزاز منتخب کړ.. او (د هغی په خپل عزم ورته په) ۱۸۸۸ کال کی د بیعت اخستلو حکم نازل شو . په ۱۸۹۱ کال کی د مسیح موعود او ظلی نبی په توګه یی خپل ځان معرفی کړ اوبیا په ۱۹۰۱کال کی یی دنبوت دعوی وکړه .

دمرزا حیرانونکی حالات
د هغی او دهغی قلم دخاوندانو په قلم
۱ـ دمرزا لټون : هر څوک به چی د مرزا لیدلو ته را ته او دهغی په هکله به یی معلومات تر لاسه کاوه نو ورته به ویل کیده چی د مسجد د سقاوی په کومی نلکی کی یی ګوري ، که چیری هلته پیدا نشی نو بیا یی د مسجد په کوم کنج کی ولټوي او که چیری هلته هم پیدا نشی نو بیا ووینی چی په کوم صف کی را تاوکړل شوی درول شوی نه وی ، ځکه چی هغه په ژوندون مړی دی .( مجدد اعظم ۲۷ مخ ، ډاکټر بشارت احمد قادیانی )
دا د خندا وړ خبری دی، په نلکی کی انسان څه کوی ، او په ژوندانه د مړه کیدو څخه څه مقصد ؟ په ژوندانه کی خو هر سړی یوځل مړ کیږی .
۲ـ د پلار ناراضایتی یی :
زما پلار د نیکونو او اجدادو د کلیو د بیرته اخستلو له پاره په انګریزی عدالتونو کی مقدمات چلول ، هغوی په همدغی مقدماتو کی زه هم را لتاړ کړم . او تر یوی اوږدی مودی پوری په همدی کارونو کی مشغول وم. زه افسوس کوم چی زما ډیر قیمتی وخت په دغسی عبسو کارونو او جګړو کی تیر شو . ددی تر څنګ زما پلار د دهقانی په کارونو کی هم مصروف کړم ، زه ددی فطر ت او طبیعت انسان نه وم په دی خاطر به زیات وخت د پلار د ناخوښۍ سره مخ کیدم . ( روحانی خزاین ۱۳م جلد ، ۱۸۲ مخ د مرزا غلام احمد لیکنه )
څرګنده شوه چی خپل طبیعت یی د پلار په خوښیو مقدم ګاڼه ، او دا ډیر بد عادت دی ، بلکه ددی څخه د مرزا د کار څخه د ځان د پټولو د عادت په هکله هم پوره پوره معلومات را په ډاګه کیږی
غولونه او دمال راټولول:
مرزا قادیانی په لمړیو کی د یوه عالم شکل خپل کړی و او اعلان یی کړی و چی هغه د عیسایت ، هندومت او د( اریه) دټولنو په هکله یو کتاب لیکی . چی په هغی کی د اسلام په حقانیت او ددغه یادو کړل شوو مذهبونو په بطلان به په کی څیړنه شوی وی . او دا کتاب به په پنځوسو جلدونو باندی مشتمل وی . مرزا قادیانی اعلان وکړ چی ټول مخیر خلک دی ددی کتاب په چاپولو او نورو امورو کی خپل کومکونه مخکی تر مخکی را ولیږی . د مرزا د وینا په مطابق ددی پنځوسو جلدونو د چاپولو رقم خلکو مخکی ترمخکی را ولیږه ، مرزا د براهین احمدیه په نوم دغه کتاب ولیکه او ویی ویلی چی د پنځوس برخو د لیکلو اراده یی درلوده خو اوس یی د پنځوسو پر ځای پر پنځو جلدو بسنه وکړه . ځکه چی د پنځوسو او پنځو تر مینځ یواځی د یوی نقطی تفاوت دی. په دی خاطر یی د پنځه برخو په پوره کولو یی دا وعده پوره کړه . ( براهین احمدیه ، پنځمه برخه ، مندرجه روحانی خزاین ۲۱ جلد ، ۱۹ مخ )
ددی څخه را څرګنده شوه چی د راغونډی کړل شوی چندی په واسطه د کتاب د چاپ او نورو مصارفو یواځی (۱/۵)برخه پیسی و لګیدی او پاته څلور پر پنځه برخی پیسی هغه پټی کړی . په همدی ترتیب په پنځوسو او پنځو کی توپیر نه کول هم د لیونو کار دی ، خو ددی لیونتوب شاته یوډیر ستر غل ، ټګ او ډیره ستره مکاره او مکروه څهره پټه ده .
ټوکه:
د متعلمی په زمانه کی زما( دکتاب دلیکونکی )یو متعلم ملګری و ، په رستم کی یو پانګه وال و کله به یی چی درجب په میاشت کی د ذکات پیسی ویشلی نو د ځینو په برخه کی به یی خپل خزانچی ته لیکل ، ځکه چی خزانچی یو بل کس و . دغه زکات ورکونکی زما ددی دوست له پاره په رقعه کی پنځه روپۍ ولیکلی ،خو دغه متعلم ورسره یو صفر زیات کړ اوهغه یی پنځوس کړی . د خزانچی لوری ته راغی ،نو دهغی په دغه رسید باندی شک را پیدا شو او د معلومولو وروسته یی دا متعلم ډیر سپک کړ. نو متعلم وویل چی زما ځه جرم دی ؟ ماخو یواځی یو صفر ورته ایښی و ، نو مرزا هم دهمدغی ذهن یوشخص دی .
دزناکارواو کنجرو سره اړیکی :
لیکی چی یو شمیر فاسق، فاجر او زانی او ظالم او غیر متدین ، غل او حرامخور او د الله تعالی د احکامو مخالف تلونکی هم لیدل شوی دی چی په هغوی کی هم کله ریښتونی خوبونه را پیداکیږی ، او دا زما ذاتی تجربه ده چی ځینی ښځی چی دقوم او ولس پریښول شوی ، چی خوراک یی مردار او کار یی د جرایمو مرتکب کیدل و.، هغوی زمونږ تر مخه ځینی خوبونه بیان کړی چی بلکل ریښتونی و ختل . ددی نه اخوا نوره حیرانونکی چی یو شیمر زنا کاره ښځی او د ولس کنجر وګړی ، چی دنده یی شپه او ورځ زناکاری ده ، لیدل شوی دی چی هغوی هم ځینی خوبونه بیان کړی هغه پوره شوی دی ( حقیقة الوحی صفحه ۳، روحانی خزاین ۲۲ جلد ، پنځم مخ )
خبره صحیح ده چی کله کله د کافر خوب هم ریښتیا خیژی ، د هغی مثال د یوسف علیه السلام په واقعه کی د مصر د پادشاه واقعه ده . خو مرزا دلته یواځی د بدکاره او زنا کارو ښځو مثال بیان کړی ، چی تری څرګندیږی چی په (دالو) کی څه نا څه (تور والی ) هم شته . د تجربی د لفظ څخه څرګندیږی چی دهغسی ښځو سره اړیکی ساتل د مرزا عادت و .
ډیری زیاتی نقدی روپۍ په خپله لمن کی لیدل :
لیکی چی د ۱۹۰۵کال دمارچ د میاشتی په پنځمه ما په خوب کی ولیدل چی یو وګړی چی فرشته ښکاریده ما ته مخامخ راغی او ډیری زیاتی روپۍ یی زما په لمن کی واچولی.(داسی خلکوته یواځی مال په سترګو کیږی .) ماتری د نوم پوښتنه وکړه هغه وویل : نوم می نشته ، ما ورته وویل چی اخر کوم نوم خو به لری � هغه راته وویل چی زما نوم ټیچی،ټیچی دی. په پنجابی ژبه کی ټاکلی وخت ته ویل کیږی ، یعنی د ضرورت په وخت کی راتلونکی . زماسترګی وغوړیدی .(حقیقة الوحی صفحه ۳۲۲، روحانی خزاین ۲۲م جلد، ۳۴۶ مخ )
دا تجربه شوی ده چی که کوم مسلمان وګړی کوم قادیانی ته ټیچی ، ټیچی ووایی نو هغه پری په قهریږی ، نو دهغی نه پو ښتنه کیږی چی اخر د فرشتی پر نوم اخستلو باندی ولی دومره قهریږی ؟
د مرزا دژوند د نورو زیاتو حالاتو د پوهیدو له پاره به انشأالله دولسم باب کی څیړنه وکړو
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery