مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

( په مجموعی توګه تری انبیأ علیه السلام خوندی ساتل کیږی )

اتم باب دمرزا مختلفی ناروغتیاوی او حالا ت یی :

محقیقیونو او مفسرینو د ایوب علیه السلام د ناروغتیا په اړه لیکلی دی :
قال اهل التحقیق انه لا یجوز ان یکون بصفة یستقذره الناس علیها لان فی ذلک تنفیر ( ثم قال ) یجوز علی الانبیأ کل مرض بشری لیس محرما و لامکروها و لا مباحا مزریا ولا مزمنا و لا ما تعافه الانفس ولا مرض یؤ دی الی النفرة ( تفسیر روح المعانی ۲۰۸ مخ ، سورة ص)
ژباړه : محقیقینو ویلی دی چی دا روا نه دی چی کوم نبی په داسی صفتونو موصوف وی چی خلک یی ګنده وګڼی او نفرت تری وکړی ( بیایی وویلی ) پر انبیأؤ هغه بشری ناروغتیا روا ده چی حرامه او مکروه نه وی او نه داسی مباح وی چی عیب لګونکی زیان رسونکی وی او نه داسی وی چی خلک هغه بده وګڼی او نه داسی ناروغتیا وی چی د نفرت له پاره سبب و ګرځی .
خو د مرزایی جسمانی او دماغی ناروغتیاوی ( چی شمیره یی د یونیم درجن څخه زیاتی دی ) د نبوت شایان شان نه دی بلکه هغه په انسانانو کی معیوب ګڼل کیږی ، بلکه دغه ناروغتیاوی د مرزا د الهاماتو پر خلاف هم دی .
په (تذکره مجموعه الهامات ) کی په ۸۰۳ مخ (دویم چاپ ) کی لیکی چی : ماته الهام و شو ، چی مونږ ستا د صحت ټیکه اخستی ده .
په (دریم نمبر اربعین په حاشیه کی په ۳۰م مخ کی لیکی چی هغه ماته په براهین احمدیه کی زیری راکړی چی د یوی خبیثی عارضی څخه دی خوندی ساتمه..
خو ددی ټولو سره د هغه د ناروغتیاو څخه د یوڅو لست ته ځیر شی:
۱ـ سرګردانی ( هسټیریا ). سیرة المهدی لمړۍ ټوک ۱۳ مخ کی دهغی ددویم زوی بشیر احمد وینا ده چی :
ماته خپلی مور ویلی دی چی حضرت مسیح موعود (مرزا غلام احمد) ته په لمړی ځل دوه ځلی د سر ګرځیدلو دوره (هسټیریا) د لمړۍ بشیر د مړینی (۴ نومبر ۱۸۹۹) څخه څو ورځی وروسته را پیدا شوه، او دهغی وروسته هغه ته په پرلپسی توګه دغه دوری را پیداکیدی .
۲ـ د( تشخید الاذهان ) اوم د جون ۱۹۰۶ ، په ۵ مه صفحه کی لیکی چی:
ماته دوه ناروغتیاوی دی ، یو دپاسه ټکان او بل دلاندی ټکان دی یعنی مراق او د متیازو زیاتوالی .
حکیم نورالدین لیکی چی مالیخولیا د لیونتوب یوه څانګه ده او مراق دمالیخولیا یوه څانګه ده (بیاض القلوب نورالدین لمړی جلد ۲۱۱ مخ )
۳ـ د تریاق القلوب ، ۷۵م مخ ، روحانی خزاین ۱۵جلد ، ۲۰۳ مخ کی لیکل شوی چی :
زما زړه او دماغ ډیر کمزوری و او زه د ډیرو ناروغیو نښه ګرزیدلی وم . او دوه ناروغتیاوی یعنی ذیابطیس (دقندناروغی) او د سر درد د سر د ګرزیدو سره یوځای د ډیر پخوا څخه زما په ژوند کی شامل شوی دی.، کله کله ددی ناروغیو سره د زړه تشنج هم را پیدا کیږی ، په دی خاطر زما د (نارینتوب ) حالت دنشت سره برابر د ی.( براهین احمدیه ۵م جلد، ۲۰۱مخ)
۴ـ د متیازو ډیرښت او ذیابطیس :
ماته د څوکالو راپه دی خوا د قندناروغتیا را پیښه شوی ده ، ۱۵ یا ۲۰ ځلی د ورځی متیازو ته ځم .( ضمیمه اربعین ۴۱۳مخ)
۵ـ نامردی :
تریاق القلوب په ۳۵ او ۷۱ مخونو کی لیکی چی :
د څلویښت کلنۍ په عمر کی می (نارینتوب ) له منځه تللی دی ، او د عمرخوړلیو خلکو په څیر ژوند لرم ، دکمزورتیا په اساس د یوه کوچنی په څیر وم .
۶ـ دق او سل ناروغتیاوی :
د تریاق القلوب په ۷۶م مخ کی لیکی چی :
ماته د (دق) ناروغتیا پیدا شوی ده ، خو دهغه زوی وایی چی مرزا ته د(سل) ناروغتیا پیښه شوی ده .( سیرة المهدی ۴۲۰م مخ)
۷ـ ددماغ کمزورتیا :
د فتح الاسلام په حاشیه کی په ۲۷ مخ کی لیکی چی :
پر ما ددماغ دکمزورتیاډیری سختی، سختی دوری راځی. همدا راز د( حقیقة الوحی ۳۰۷ مخ) کی لیکی چی : زه ددماغی کمزورتیا، ذیابطیس ( شوګر) او د سر د ګرزیدو په اساس بی طاقته شوی یم
۸ـ د حافظی کمزوری :
د نسیم دعوت په ۷۱ مه صفحه کی په حاشیه کی د خپل ځان په هکله لیکی چی: ( حافظه می ښه نه ده ،یاد راته نه پاته کیږی.)
۹ـ اسهال او بدهضمی :
په منظور الهی ۳۴۹ مخ کی مرزا لیکی چی:
ماته د اسهال ( پیچ ) ناروغتیاده او هره ورځ څو څو ځله (دستونه ) کوم . په قادیانی اخبار ریویوکی په شپږم مخ کی ۶م داګست ۱۹۲۶ کی لیکی چی: دا واقعیت دی چی حضرت ته د بدهضمۍ ، اسهال او دسر د ګرزیدو عمومی شکایت و.

۱۰ـ قولنج :
تریاق القلوب صفحه ۱۸۲ او په حقیقة الوحی ۲۲۴ مخ کی لیکی چی:
(ماته یوډول سخت قولنج و، اوګړۍ په ګړۍ به حاجت کی راڅخه وینه تلله .)
۱۱ـ بیکاره جسم اومسلوب القوی :
بدر ۲۴ می ۱۹۰۶ کی یی لیکلی دی چی:
که چیری یوه لکیره هم لیکم او یا پری فکر کوم نو د سر خطرناک دوران را باندی راځی او زړه می ډوبیږی ، جسم بلکل بی کاره کیږی او جسمانی قوتونه داسی ګرځی چی ګویا خطرناک حالت دی ، ته به وایی چی (مسلوب القوی) دی
۱۲ـ لکنت ( دژبی په خوزیدو کی ستونزی )
په سیرة المهدی دویم جلد ، ۲۵م مخ کی لیکی چی :
قاضی محمد یوسف صاحب ماته د پیښور څخه د پوستی له لاری په یوه خط کی لیکلی دی چی د حضرت مسییح موعود(قادیانی ) په ژبه کی څومره لکنت موجود و چی تا پرنالی ته پناله ویلی .
۱۳ـ د پوندو چاودیدل :
سیرة المهدی کی ، دویم جلد ۱۲۵ مخی کی مرزا بشیر لیکلی دی چی:
د پیر پوندی به ځینی وختونه په ګرمیو کی چاودیدی .
۱۴ـ په سترګو کی (مایی اوپیا)
سیرة المهدی په دریم جلد ۱۱۹ مخ کی لیکی چی :
ډاکټر میر محمد اسماعیل ماته ویلی دی چی د حضرت صیب په سترګو کی (مایی اوپیا) دی نو په دی اساس د لمړۍ شپی میاشت نه شی لیدلی .
۱۵ـ په غاښونواو وریو یی ښوره لګیدلی و :
سیرة المهدی دویم جلد ۱۲۵ مخ کی بشیر مرزا لیکلی دی چی:
د هغی په اخری عمر کی دهغی مبارک غاښونه خراب شوی و او ځینو غاښونو باندی چینجی لګیدلی و چی ځینی وختونه به تری تکلیف کیده ، یوو خت د هغه د یوه غاښ څوکه دومره تیزه شوی و ه ، چی په ژبه کی یی ورته زخم پیدا کړ ، کله کله به یی هغه د ریګمال په واسطه برابر کړ خو هیڅکله یی هم غاښ نه دی ویستلی . ددی نه اخوا دهغه زوی بشیر مرزا په سیرة المهدی کی د نورو ناروغتیاو یادونه هم کړی ده.

توجه :
مونږ وایو : که څه هم انبیا علیه السلام د ناروغتیاو څخه خوندی نه و مګر:
لمړۍ دا چی هیڅ نبی د ناروغتیاو په مجموعی ککړ نه و لکه (درواغجن ) مرزا چی و .
دویم داچی په هغوی کی یو شمیر داسی ناروغتیاو ی هم دی چی خلک تری نفرت کوی او انبیأ کرام دداسی ناروغتیاو څخه خوندی و .
دریم داچی : یوڅوک ددومره ناروغتیاتر څنګ د نبوت مسولیتونه څرنګه تر سره کولی شی ؟
څلورم داچی : کله چی حافظه کمزوری وی او بدن هم سخت کمزوری سره مخ وی ، نوبیا دکتابونو دادومره انبار چا ولیکه اوڅرنګه یی را ټول کړل؟ نو څرګنده شوه چی مرزا غلام احمد قادیانی دروازه کوم بل چا خوزوله ، اوهغه یواځی د یوه مهر په توګه استعمالیده .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery