مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دمرزا دحیرانونکودعوو مختلف منزلونه:


دمرزا دعوی په تدریج سره د پرمختګ منزلونه طۍ کوی:

۱ـ دلیکونو لړۍ یی د ۱۸۷۷ نه پیل شوی ، په هغی کی یواځی د اسلام مبلغ و. په هغه وخت کی دهغی په لیکنو او ویناو کی د اسلام پر خلاف هیڅ خبره نه وه . بلکه په ۱۸۸۰ کال کی یی د براهین احمدیه په دویم جلد ، ۱۵۹م مخ کی یی په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی د نبوت پای ته رسیدل (ختم نبوت ) ، او دهغی وروسته یی چاته الهام کول هم محال او ناشونی ګرځولی دی.
۲ـ ۱۸۸۲ کال کی یی په براهین ااحمدیه په دریم جلد ، ۱۲۷م مخ څخه تر ۲۶۷ م مخه پوریی ، خپل ځان د الهاماتو اوکراماتو څښتن ګڼلی دی.
۳ـ ۱۸۸۴ کال کی یی( دبراهین احمدیه په څلورم جلد ، ۵۰۲م مخ څخه تر ۵۵۸م مخه پوری یی) خپل ځان بزرګ او خدای ته رسیدلی شخصیت او محدث را څرګند کړی دی . او خپل ځان ته یی د ابراهیم، موسی ، او داود په څیر خطاب کړی او د فاروقی مادی دعوی یی کړی ده .
۴ـ په دی جلد کی یی نړۍ ته د مسیح علیه السلام دتشریف راوړلو په هکله اقرار کړی دی ، خو خپل ځان یی د مسیح سره د مشابه کیدو دعوی کړیده . یعنی د مسیح په هکله په( حدیث کی د ذکر شوو ) وړاندوینو ښکاره او جسمانی مصداق همدا دی . او مرزا په روحانی او معقوله توګه د هغی ځای او مورد دی او ددی له پاره یی اعلانات هم نشر کړل .
۵ــ بیا یو څو کاله وروسته په ۱۸۸۸ کال کی یی د یوه اعلان ( اشتهار ) په واسطه د مجدد دعوی وکړه ، او دخلکوڅخه یی د بیعت د اخستلو غوښتنه وکړه ، او اعلان یی وکړ چی زه الله تعالی د امت د کارونو د اصلاح له پاره مامور کړی یم. (مجموعه اشتهارات مسیح موعود ، ۲۹م مخ)
بیا نژدی دری نیمی میاشتی وروسته لدهیانه ته ولاړ او هلته یی په ۲۳دمارچ (۱۸۸۹) کال د یو شمیر پیروانو څخه بیعت واخست او د یوه منظمی ډلی بنسټ یی کښیښود. ( سیرة المهدی ۶۳م مخ)
او دا لړۍ د ۱۸۹۰ کال تر پایه پوری روانه وه .
۶ــ بیا (مرزا ) په ۲۲ م د جنوری ۱۸۹۱ کال ، د فتح الاسلام او دمرام دتوضیح تر نامه لاندی دوه مجلی نشرول پیل کړل اوپه هغوی کی یی دوه دعوی وکړی .
لمړۍ دا چی مسیح عیسی ( علیه السلام ) په خپل طبیعی مرګ مړ شوی دی ، د هغی دوباره نزول نشته . او په حدیث کی د مسیح عیسی ابن مریم څخه مقصد دهغه شبیه دی . د فتح الاسلام د ۱۵ می صفحی په حاشیه کی لیکی چی : هغه مسیح چی راتلونکی و نو هغه همدا (مرزا) دی . او د توضیح المرام په لمړی سر کی لیکی چی : د نزول څخه مراد په حقیقت کی د مسیح ابن مریم نزول نه دی بلکه د استعاری په توګه دیوه (مثیل) مشابه مسیح د راتلو خبر دی ، چی مصداق یی د اعلان او الهام په مطابق همدا عاجز( مرزا) دی .

د ګولړویه دتحفی په ۱۶۵م مخ کی لیکی چی : زما دعوه ده چی هغه موعود (وعده کړل شوی ) مسیح زه یم ، د چا په هکله چی د خدای تعالی په پاکو کتابونو کی وړاند وینی (پیشنګویانی) شویدی ، چی هغه (مسیح) به په اخری زمانی کی راڅرګندیږی.
۷ـ) ددی وروسته یی حیرانونکی او د عقل نه لیری تغیرات ذکرکړی دی، ( د کشتی نوح ) په ۴۶م مخ کی لیکی چی : دوه کاله ما په مریمیت باندی دموصوفی په غیږ کی پالنه کړی ده ، او په پردی کی را ستر کیدلم . او بیا یی همدا خبره د ازالة الاوهام په ۴۱۸م مخ کی او دحقیقة الوحی په ۷۲مخ کی هم کړی ده

۸ـ بیا په دغه نسوانی (دښځیتوب ) حالت کی یی د الله تعالی سره د پټو اړیکو ذکر کړی دی . په براهنی احمدیه ،پنځم جلد ، ۶۳م مخ کی یی لیکلی دی چی : ( زما له خدای سره یو (نهانی ) پټ تعلق دی ، چی د بیان وړ نه دی ) بیا یی په کتاب البریه ، ۷۲م مخ کی لیکلی دی : ( ای مرزا ! خدای په تاکی را ننوتی دی !) � العیاذ باالله �ـ
بیا دهغی یو ځانګړی مرید قاضی یارمحمد راوی ( په خپل کتاب (اسلامی قربانی ، چی مرزا د تصویر د ۷۳ صفحی څخه اخستل شوی )) لیکی چی : موعود مسیح یو ځل خپل حالت داسی بیان کړی دی ، چی پر ما دکشف حالت داسی راغی چی( ګویا ) زه (مرزا) ښځه یم او الله تعالی د نارینتوب د قوت څرګندونه را سره کړی ده .((العیاذباالله )) .((العیاذباالله ))
اوبیا پر خپل کتاب ( اینه کمالات ۹۴م مخ کی او د مکاشفاتو په ۹ م مخی کی یی ، ددی څخه نور هم ډیر چټیات او ارزلی برزلی ویلی دی .( د کفر نقل دی کفر نه وی )د اصولو پر بنسټ دا لیکل روا دی او که نه قلم د هغی د لیکلو څخه شرمیږی.

۹ــ د مرزا حیض په حمل ( په ګیډی کی په بجی) باندی تبدیل شو :
یعنی ددغو پټو اړیکو په واسطه حیض بند شو او حمل تر ی جوړ شو .

دکشتی نوح د کتاب په ۴۵م مخ کی لیکی چی : دغه کوچنی دمور په ګیډه کی (د مرزا په ګیډه کی ) تر لسو میاشتو پوری پالل کیده . بیا لیکی چی : (دمریم څخه مراد همدا عاجز (مرزا) څخه دی ، (دکوچنی دپیدا کیدو ) درد زه د کجوری دتنی په لور یوړم او بیا دغه کوچنی په یوه ټوپ وهلو سره د پنځوسو کالو زوړ انسان ( مرزا ) و ګرزید .[نعوذبالله من هذه الخرافات و الوهیات اللهم العن من وضعها] ( په الله تعالی باندی دداسی خرافاتو اوواهیاتو څخه ( چی دغه درواغجن مرزا یی بیانوی ) پناه غواړم او الله تعالی دی پری خپل لعنت وکړی. امین ))
۱۰ــ ازالة الاولهام چی په ۱۸۹۱ کی نشر شوی دی دهغی د ۷۹ صفحی په حاشیه کی (لمړۍ چاپ او د پنځم چاپ په ۳۵م مخ کی ) لیکی چی : هغه وړاند وینه چی په سنن ابوداود کی شوی دی ، چی دماورا النهر څخه به د حارث ترنامه لاندی یو وګړی راښکاره کیږی چی د مهدی ملاتړی به وی نو دهغی وړاند وینی مصداق هم زه پخپله یم .
ددی نه وروسته د ۱۷مارچ ۱۸۹۴) مرزا د معیار الاخبار ترنامه لاندی یو اعلان خپور کړ چی په هغی کی خپل ځان په ډاګه مهدی موعود ښوولی دی.

۱۱ــ دمحدث یعنی دجزوی او ناقص نبی کیدو دعوی :
د رسالة توضیح المرام په ۱۸ او ۱۹ مخونو کی لیکی چی: په دی کی شک نه شته چی زه عاجز(مرزا) دالله تعالی له اړخه ددی امت له پاره (محدث ) پیدا کړل شوی یم. او محدث هم د خپلی یوی معنی له مخی نبی وی که څه هم هغه سره نبی نامه نه وی خو په جزوی توګه هغه نبی وی . بیا لیکی چی زه وایم چی : نه خو د ټولو وجوهاتو په بنسټ د نبوت دروازه بنده ده او نه د هریوه څخه په وحی مهر (ټاپه ) لګول شوی ده . بلکه په جزوی توګه د وحی اونبوت دروازه ددی مرحوم ملت له پاره د تل له پاره پرانستی ده . خو دا نبوت ، نبوت تامه (مکمل) نه دی بلکه یواځی جزوی نبوت دی .

۱۲ـ د مجازی نبوت دعوی :
د سراج منیر په دریم مخ کی او د قول فیصل په ۴ او ۵م مخونو کی لیکی چی: د نبوت د حقیقی معنی له مخی د انحضرت صلی الله علیه وسلم څخه وروسته نه کوم نوی نبی را تلای شی او نه پخوانی ، قران دداسی معنی د راښکاره کیده مانع دی . خو د مجازی معنی له مخی ، د الله تعال اختیار دی چی کوم ملهم دنبی په لفظ یا د مرسل په لفظ سره یادکړی .بیا بیا وایم چی دا د رسول او مرسل او نبی الفاظ زما د الهام په اساس د الله تعالی سره بی له شکه زما نسبت په ډاګه کوی خو د خپلو حقیقی معناو له مخی نه شی محمول کیدای .
د انجام اتهم په ۱۶ او ۲۷ مخونو کی هم نژدی همداسی لیکی .
کله د هغی نوم لغوی نبی ږدی ، ( ددویم اربعین په ۱۸ مخ کی لیکی چی ) د ا د استعاری الفاظ دی ، ښکاره ده چی هر هغه څوک چی الله یی را استوی نو هماغه دهغی استازی به وی او لیږونکی ته په عربی کی رسول ویل کیږی . او د د الله تعالی څځه د غیب د خبرو د ترلاسه کولو ( دیوی ) ته به عربی کی نبی وایی . د اسلام اصطلاحی معنی یی بیله ده، دلته یواځی لغوی معنی تری مراد دی .
۱۳ـ ظلی (د سیوری ) نبوت :
مرزا په خپلو کتابونو ، دین حق ۶۷م مخ کی او قول فیصل ۴م مخ کی لیکی چی :کوم کمالات چی الله تعالی د نبوت پر لړۍ کی ایښی دی نو په مجموعی توګه هغه په کامل هادی باندی پایی ته رسیدلی دی، خو اوس په ظلی توګه ، دتل له پاره د دین د مجدد په واسطه به نړیوالو ته خپل اغیز څرګندوی .
تر ۱۹۰۰ کاله پوری که څه هم هغه مختلفی دعوی کولی خو دهغی سره سره یی د نبوت دختم (ختم نبوت ) اقرار په څرګنده توګه هم کاوه . په ازالة الاوهام لمړی چاپ کی په ۵۷۷م مخ کی د ۵م چاپ په ۲۳۹م مخ کی او د جماعة البشری په ۴۹م مخ کی لیکی چی [ مونږ ته د محمد صلی الله علیه وسلم څخه وروسته دکوم نبی ضرورت نشته .]
او بیا د همدی کتاب په ۹۶م مخ کی لیکی چی : ایا داسی شخص چی په قران باندی ایمان و لری او دا آیت ( ولکن رسول الله و خاتم النبیین ) د الله تعالی کلام باندی یقین ولری ویلای شی چی زه د محمد صلی الله علیه وسلم نه وروسته رسول او نبی یم؟ په نورو کتابونو کی یی هم همداسی لیکلی دی .
۱۶ـ دغیر تشریعی بروزی نبوت دعوی :
دمرزا خاص خطیب مولوی عبدالکریم سیالکوټی په ۱۷ د اګست ۱۹۰۰کال د خپلی جمعی دلمانځه په خطبه کی مرزا ، الهی مرسل ثابت کړ او د ( لانفرق بین احد من رسله ) آیت یی پری ورسلییښت کړ . هغی دا خطبه ډیره غوره کړه او وروسته یی د هغی په تاییدکی وویل چی زمونږه هم همدا مذهب او دعوی ده .
د حقیقه النبوة په لمړۍ برخه کی ( چی دضیاالاسلام قادیانی په چاپ ځای کی په ۵ م دمارچ ۱۹۱۵ کی دلمړۍ ضمیمی په شکل ، د ۲۶۱م مخ نه تر ۱۶۹م مخه پوری ،نشر شوی دی ) په دی کی یی بیا بیا دا دعوه کړی ده چی زه، پرته دکوم نوی شریعت څخه ، رسول او نبی یم. . ماته دداسی نبی د ویلو څخه ما هیڅکله هم انکار نه دی کړی .بلکه په همدی معناو باندی الله تعالی ما ته د نبی او رسول اواز کړی دی . نو اوس هم زه په هماغه معنو سره نبی او رسول کیدو څخه منګرنه یم .. مخته لیکی چی: د ( محمدرسول الله والذین معه ) آیت په وحی کی یی زما نوم محمد ایښودی دی او رسول هم .
په همدی اقتباساتو کی هغه د بروزی نبی لفظ هم لګولی دی . او دهغی مطلب یی داسی لکیلی دی .: په داسی حال کی چی زه په بروزی توګه ( انحضرت صلی الله علیه وسلم) یم او په بروزی رنګ کی ټول محمدی کمالات د دمحمدی نبوت سره یوځای زما د ظلیت په آینه کی منعکس کیږی ، نو بیا څرنګه انسان به وی چی په علیحده توګه یی د نبوت دعوی کړی وی . لکه چی په ۱۹۰۲ کال کی یی په خپل تصنیف دافع البلا په ۱۱ م مخ کی لیکلی دی چی : ریښتونی الله هغه دی چی قادیانیانو ته یی خپل رسول ( استازی ) را ولیږه . او په څلرم اربعین کی یی په ۶ م مخ کی لیکلی دی : دهغه نه پرته ، په دی هم پو ه شۍ چی شریعت څه شی دی ، چا چی دخپلی وحی په واسېه څو امرو نهی بیان کړی دی او خپل امت ته یی قانون ټاکلی دی . هماغه دشریعت خاوند ګرځیدلی دی . نو دهمدی تعریف له مخی زمونږ مخالفین ملزم دی ، ځکه چی زما په وحی که امر هم شته اونهی هم .
په حقیقة النبوة کی میامحمود لیکی چی : کله چی د اسلام شریعت د نبی کومه معنی کوی دهمغی معنی له مخی حضرت( مرزا ) هیڅکله هم مجازی نبی نه دی بلکه حقیقی نبی دی (۱۷۶م مخ)
او بیا په ۱۲۱م مخ کی لیکی چی : دا خبره ثابته ده چی د ۱۹۰۱ څخه دمخه په هغو حوالو کی چی هغه د نبی کیدو څخه انکار کړی دی ، اوس منسوخ شوی دی او دهغی څخه حجت کول غلط دی .
درنو لوستونکو :! ایا کوم نبی داسی ګډی وډی ، ښکته پورته خبرو کولو سره داسی حیرانونکی سرکونډالی خوړی شی؟ او اایا دداسی مجمع الهفوات والخرافات ویونکی الله تعالی نبی ګرځوی او د خپلو بندګانو د لارښوونی له پاره یی ټاکی ؟ ابدا، هیڅکله هم نه !
تبصره :
د مرزایانو د ډلی څخه څو پوښتنی ؛
۱ـ دغه پورته په تدریج سره د پرمختګ پنځلس دعواوی ، دبل هیڅ یوه نبی اورسول څخه ثابتی نه دی . هیڅ رسول د خپل رسالت نه تر مخه د دغه ډول دعواوو څخه یوه هم نه ده کړی . داخو دمرزا ډیر حیرانونکی او عجیب او غریب نبوت دی ، چی دټولو مرسلینو دسنتو څخه یی طریقه او لاره بلکل جدا او سرچپه روانه ده .
الله تعالی فرمایی چی :[ سنة الله فی الذین خلوا من قبل وکان امر الله قدرا مقدورا ( احزاب ۱۳۸)]

۲ـ کله چی هغه تشریعی نبی وګرزید نو ایا دهغی شرعی احکام د هغی په کوم کتا ب کی په تفصیل سره شته ؟
حقیقت دادی چی دهغی هر کتاب کی اود هغی اصرار، یواځی دهغی په دعوو باندی دی ، دهغه سره هیڅ ډول شرعی حکم نشته .

۳ـ هر نبی او رسول تر هر څه لمړی د توحید په لور بلنه ورکوی . الله تعالی فرمایی :

و ما ارسلنا من قبلک من رسول الا نوحی الیه انه لا اله الا انا فاعبدون . ( انبیأ ۲۵)

ولقد بعثنا فی کل امة رسولا ان اعبدوا الله و اجتنبوا الطاغوت . ( النحل ۳۶)
د مرزا په زمانه کی په هندوستان کی هندوان ، سکهان ، نصارا او.....دنورومشرکو عقیدو خاوندان موجود و ، نو مرزا ، کله او په کوم بیان کی هغوی ته د توحید په لور بلنه ورکړی ده ؟

۴ـ هر یو نبی په خپل وخت کی دخپل وخت د طاغوت په مقابله کی جهاد کړی دی ، د مرزا به زمانه کی د تر ټولو دستر طاغوت، برطانیه ( انګلیس ) حکومت و ، خو مرزا د هغوی پر خلاف دحق یوه کلیمه هم ونه ویله ،بلکه برعکس د هغوی حکومت یی دخپل ځان له پاره درحمت سیوری و ګاڼه ، لکه چی وروسته به یی مونږ ،انشاالله، ثابته کړو .

۵ـ ایا دنبوت ترمخه چی څومره دعواوی هغی کړی ، په هغوی کی دمرزا له پاره شرعی دلیل (وحی ) وه او که نه ؟
که چیری شرعی دلیل یی وحی نه وه ، نوبیاخو دهغی دعواوی بلکل باطله دی . ځکه چی یواځی کشف ، الهام او کرامت په شریعت کی دلیل نه دی او که چیری دهغی سره د وحی دلیل وی نو بیا خو دهماغه وخت څخه مرزا باید نبی ګرزیدلای وای ، نو په هغه وخت کی یی د حقیقی نبوت دعوا ولی ونه کړه ؟
څرګنده شوه چی دا ټوله خبره د شیطانی ځواکونو پر مټ جوړه شوی وه .

دنبوت د مدارجو ددعواو څخه پرته نوری حیرانونکی دعوی :

۱ـ دسلمان کیدو دعوا:
د ۱۹۰۶م کال داپریل د میاشتی په (اویویوآف ریچنز ) کی مرزا لیکی چی : خدای ماته وویل چی ( انت سلمان ومنی یاذا البرکات !) یعنی ای د برکتونو خاوند مرزا ! ته سلمان یی او زما څخه یی .
د سلمان رضی الله عنه څخه یو شمیر صحابه په مرتبه کی پورته و ،دنمونی په توګه ، راشدین خلفاْ رضی الله عنهم . خو دمرزا له پاره په سلمان کی کومه ځانګړتیا تر لاسه شوی ده ؟

۲ـ د علی ، حسن او حسین رضی الله عنهم ، کیدو دعوا.
په (الحکم قادیان ۱۰نومبر ۱۹۰۵) کی لیکی چی:
زه ژوندی علی یم ، او په فتح الاسلام کی په ۵۷ مخ کی لیکی چی ، زه ددی زمانی حسن او حسین یم .
په دی ترتیب د علی، حسن ، او حسین سره د برابرۍ ددعوی په کولو سره ، هغه دچاد ملاتړد تر لاسه کولو مقصد درلود ؟

۳ـ د ذوالقرنین کیدو دعوا:
دبراهین احمدیه په پنځم جلد، ۱۰۱ م مخ کی لیکی چی ، خدای تعالی زما نوم ذوالقرنین هم ایښودی دی ، زه ددی امت له پاره ذوالقرنین هم یم . په قران شریف کی ، په مثالی توګه زماپه نسبت وړاند وینه شته ،مګر دهغی خلکو له پاره چی فراست ولری .
حال داچی ذوالقرنین ، د نړۍ دری واړو اړخونو ته د الهی ددین د غلبی له پاره جهاد کړی او ملکونه یی فتح کړی دی ،خو ددی برعکس مرزا ټول عمر مسلمانان دبرتانوی حکومت د غلامولو په لار کی خپلی ناروا هڅی کړی دی !

۴ـ د آریو د بادشاه کرشن کیدو دعوا:
په خپل کتاب ( تتمه حقیقة الوحی کی په ۸۵ مخ کی لیکی چی:
خدای بیا بیا پر ما څرګنده کړی چی هغه کرشن چی په اخری وختونو کی را پیدا کیږی ،نو هغه خو همدا پخپله د آریو بادشاه دی ، اووایی چی ددی څخه مراد اسمانی بادشاهت دی
دا د مرزا ډیره ستره عجوبه ده چی د آریو بادشاه او دمسلمانانو نبی ( ظلی بروزی مجاز لغوی ) ، دا خو د متضاد و شیانو یو بدبوی لرونکی څادر دی .

۵ـ دحجر اسود کیدو دعوا:
په څلورم اربعین کی په ۱۵ م مخ کی لیکی چی ( یکی پای من بوسید ---- من ګفتم که حجر اسود منم ) یعنی یوه سړی زما پښی ماچ کړی نو ما وویل چی حجر اسود همدا زه یم .
نبی اکرم صلی الله علیه وسلم د خپل ځان تر مخه د انحنا او سجدی کولو نه منه راوړی. خو مرزا هیڅ هم ونه ویل او نه یی هغه منه کړ .

۶ـ دبیت الله کیدو دعوا:
د څلورم اربعین په همدی ۱۵م مخ کی مرزا لیکی چی :
خدای په خپل الهام کی زما نوم بیت الله هم ایښی دی .
یعنی مرزا خپل ځان د کعبی د طواف کولو اوقبله جوړیدو له پاره هم جواز ګرزولی دی .
۷ـ د کوثر حوض د ورعطاکولو دعوا :
په انجام آتهم کی په ۵۸م مخ او حقیقة الوحی په ۱۰۲ م مخ کی مرزا دعوا کړی چی هغه ته دکوثر حوض ور کړل شوی دی . الهامی الفاظ دادی ( انا اعطینا ک الکوثر ) او په دی ترتیب یی خپل ځآن د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم سره برابر کړی دی ( والعیاذ باالله )

۸ـ دکایناتو د پیدایښت دعلتونو دعوا:
په حقیقة الوحی ۹۹مخی کی مرزا ویلی دی چی خدای تعالی ماته وویل ( لولاک لما خلقت الا فلا ک .). په دی ځای کی یی هم زمونږ د نبی صلی الله علیه وسلم سره د ځان دبرابر والی دعوا کړی ده ، خو دناپوهۍ او جهل نه ډک (مرزا) په دی هم نه پوهیږی چی د (حدیث ) دا روایت هم ثابت نه دی بلکه موضوعی دی
۹ـ د الله تعالی له اړخه د مرزا احمد کیدل او دهغی په لور د راتګ بلنه :
په انجام آتهم ، ۵۵ م مخ کی مرزا د یوه الهام یادونه کوی . ( یحمدک الله من عرشه و یمشی الیک ) یعنی ای مرزا الله تعالی د عرش څخه ستا ستاینه کوی او ستا په لوری را روان دی (نعوذ بالله من ذلک )
په یوه بل الهام کی ( بشری لمړی ج ، ۵۶مخ ) کی لیکی چی : ( خدای به په قادیان کی را نازلیږی .
۱۰ـ دالله تعالی سره د ملګرتیا دعوا:
په ( انجام آتهم ضمیمه کی په ۱۷ مخ کی لیکی چی : خدای ماته وویل ( ان الله معک ، ان الله یقوم این ماقمت ) یعنی ای مرزا خدای له تا سره دی او الله تعالی په هغه ځای کی دریږی چیری چی ته دریږی . او په یوه بل الهام کی لیکی چی : تا له ماسره یی او زه له تاسره یم ، ستا راز زما راز دی .(انجام آتهم ۵۹م مخ)

۱۱ـ د آدم ، یعنی د الله د ځآی ناستی کیدو دعوا:
ددریم اربعین په ۳۳م مخ کی لیکی چی : ماته خدای تعالی وویل ( یا آدم اسکن انت و زوجک الجنة ) ، او په بل ځای کی په خپل کتاب البدیه کی په ۷۶م مخ کی لیکی چی : ماته خدای وویل : ما اراده کړی چی خپل ځای ناستی جوړ کړم نو ما آدم ( ای مرزا ته ) پیدا کړی.

۱۲ـ د ټولو انبیاو دمظهر کیدو دعوا:
دحقیقة الوحی د۷۲م مخ په حاشیه کی لیکی چی: خدای تعالی زه د ټولو انبیأو مظهر ګرزولی یم ، او د ټولو انبیاو نوم یی زما لوری ته منسوب کړی دی ، زه آدم یم ، زه شیث یم ، زه نوح یم ، زه ابراهیم یم ، زه اسحاق یم ، زه اسماعیل یم ، زه یعقوب یم ، زه یوسف یم ، زه موسی یم ، زه داود یم ، زه عیسی یم او د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د اتم مظهر یم یعنی په ظلی توګه محمد او احمد یم .

۱۳ـ تر ټولو انبیأو د افضل کیدو دعوا :
دغه دعوا یی په اجمالی توګه د حقیقة الوحی په ۱۰۷ م مخ کی لیکلی دی. ( آتانی مالم یؤت احدا من العالمین ) او بیا یی په خطبه الهامیه کی په ۳۵م مخ کی یی لیکلی دی چی ( ان قدمی هذه علی منارة ختم علیها کل رفعة ) او بیا یی د همدی خطبی په ۱۹ مخ کی لیکلی دی چی ( لا تقیمونی با حد و لا احدابی .) ، په همدی ترتیب سره یی نور ی لیکنی په اردو شعر اونثر کی راغلی دی .

تفصیلی دعوا:
یعنی په هر نبی باندی په جلا ، جلا توګه د فضیلت دعوا:

د آدم علیه السلام څخه دافضل کیدو دعوا:
په خطبه الهامیه کی د حاشیی پر حاشیی کی یی لیکلی دی چی:
آدم علیه السلام د شیطان له لاسه دماتی په خوړو سره په ذلت اورسوایی ککړ شو او زه شیطان ته دماتی ورکولو له پاره په اخری زمانه کی دمسیح موعود په شکل کی را پیدا شوی یم .
خو زه وایم چی دغی بی وقوفه مرزا خو د تر ټولو لوی شیطانی نظام ( انګلیس ) سره موافقه او جوړ جاړ ی وکړ .

د نوح علیه السلام ةڅخه د افضل کیدو دعوی :
د حقیقة الوحی په تتمه کی پ ه ۱۳۷ مخ کی لیکی چی :
خدای تعالی ماته دومره زیاتی نښی نښانی را څرګندوی چی که چیری دنوح په زمانه کی هغی نښی را څرګندی شوی وایی نو هغه خلک به نه و غرق شوی.
دمرزا دا وینا په حقیقت کی په الله تعالی باندی اعتراض اونیوکه ده او دمرزا د ډیری زیاتی بی حیایی دلیل دی .

دموسی علیه السلام څخه د افضلیت دعوا :
دهمدی کتاب په ۸۳ م مخ کی لیکی چی : هغه نښی چی زما د تصدیق له پاره په راتلونکی کی راځی ،هغه به دموسی نبی دنښو نښانو څخه زیاتی وی .
حال داچی ، لاتر اوسه ورته دا نښی ورکول شوی هم نه دی خو ورته معلومه شوه چی هغه ډیری ستری دی ، دا خو د مرزا د پاګلۍ ، او دهغی د خیال پلوۍ څرګنده نښه ده .
دیوسف علیه السلام څخه د افضل کیدو دعوا:
په براهین احمدیه کی په ۵م جلد ۷۶ او ۸۲ مخونو کی لیکی چی : نوبیا ددی امت یوسف یعنی دا عاجز (مرزا) د اسراییلی یوسف څخه پورته دی .
په انصاف سره دهغی شکل ته وګوۍ چی هغه د یوسف علیه السلام سره څه مناسبت لری ؟ لکه یوه زنګ وهلی او تور شی ته چی دکافورو نوم ورکړی .
د نبی صلی الله علیه وسلم څخه د افضل کیدو دعوا:
په تحفه ګولړویه کی په ۴۰ م مخ کی لیکی چی : زمونږ نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته دری زره معجزات ښکاره شوی دی .
بیا دخپل ځان په هکله لیکی چی : هغی (الله ) زما د تصدیق له پاره ستری ستر ی نښی را څرګند کړی چی تر دری لکو پوری رسیږی .(تتمة حقیقة الوحی ۶۸م مخ ، اوبیا د حقیقة الوحی په ۶۷م مخ کی ددری لکو څخه ډیری بیاونوی .
په اصل کی دغه دواړه دعوی بلکل د حقیقت نه مخالف دی ، او که نه مونږ چلینج ورکوو چی یوڅوک دی مونږ ته د دری لکو څخه یواځی لس هم په صحیح توګه را وشماری ،نومونږ به ورته تسلیم شو . بلکه دا به هم ثابتی نه کړای شی! البته د مرزا د حماقتو نښی نښانی شاید د دری لکو څخه هم زیاتی وی .
اوس نو ددی ټولو څخه د ډیری بی حیایی څرګندونی واورۍ :
قادیانی اخبار ریویو دجون د ۱۹۲۹ کال کی لیکی چی :
حضرت مسیح موعود ( مرزا ) ذهنی ارتقاد انحضرت صلی الله علیه وسلم څخه زیاته و ه ، د نبی کریم صلی الله علیه وسلم ذهنی وړتیا د تمدن د نشتوالی په اساس و نشوه او نه ورته قابلیت تر لاسه شو.(نعوذباالله )
او اخبار الفضل کی مرزا محمود د ډایری الفاظ یوځل دا ډول خپاره شول .
دا بلکل صحیح خبره ده چی هر څوک پرمختګ کولی شی او ستری ستری درجی تر لاسه کولی شی . ان تردی چی دمحمد صلی الله علیه وسلم څخه هم مخته تلای شی.(الفضل قادیانی ۱۷ جولای ۱۹۲۲)
دغه ډول لیکنی او دعوای صریحا کفر دی او درسول الله ء صلی الله علیه وسلم استهزا او توهین دی .

تبصره :
ددی ټولو دعواو په هکله مرزایی ډلی نه غوښتنه کوو چی ووایی چی ددی دعواوو د اثبات له پاره له دوی سره کوم دلیل شته ؟ او د دلیل پرته دعوا منل د احمقانو او ناپوهه خلکو کار دی.
نو که چیر ی دوی وایی چی مرزا نبی دی او دهغی خبره ددلیل پرته منل کیږی نو ځواب دادی چی د مناظر په قانون کی دی ته ( مصادره علی المطلوب ) ویل کیږی . دلیل پر مدعی باندی موقوف او مدعی پر دلیل باندی موقوف کیږی ، یعنی مرزاییان دغه دعواوی د مرزا غلام احمد په نبوت باندی دلیل ګرزوی او دهغی په ګمان او جعلی درواغجن نبوت د حقانیت له پاره دلایل جوړوی . حال داچی ددی لوبی او تماشی په واسطه د چا دنبوت اثبات نشی کیدای .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery