مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

محرم الحرام او د کربلا شهيدان

بسمه تعالی !!
محترمو وروڼو ! په دې لړۍ کښي به وتاسي محترمو ته د �أشهرالحرم �يعني د حرامو يا حرمت والا مياشتوبيان ، او د محرم الحرام د مياشتي فضيلت او د � عاشورآء� په ورځ کښي د طاعت او عبادت فضيلتونه ، او دارنګه د عاشورآء په ورځ کښي تاريخي پيښي او بالآخره د کربلا د شهيدانو په اړه په زړه پوري معلوماتونه تقديم کړه سي
البته په دغه لومړۍ برخه کښي به و تاسي محترمو ته د حرامو مياشتواو خصوصًا د محرم الحرام د مياشتي په باره کښي په مختصر ډول تفصيل وړاندي کړ سي .

الله (جل جلاله) په قرآنکريم کښي فرمايلي دي :
إن عدة الشهورِ عندَ اللهِ اثنی عشرَ شهرًا في کتابِ اللهِ ( الی قوله تعالی) منها أربعة حرم .
يعني : بېشکه شمير د مياشتو ، په نزد د الله تعالی (چي نوشته دئ په لوح محفوظ کښي ) دوولس مياشتي دي .

يعني ټول قمري کال دوولس مياشتي دئ ، چي له دغو دوولسو مياشتو څخه څلور مياشتي حرامي ، يا د حرمت والا مياشتي دي ، چي په عربي لُغت کښي د دغو دوولسو مياشتو نومونه په دې ترتيب دي :

مُحَرَّم ، صَفَر ، رَبِيعُ الأول ، ربيع الآخر ، جِمَادي الأولی ، جمادي الأخری ، رَجَب ، شُعبان ، رمضان ، شوال ، ذوالقعدة ، ذوالحجة .

لکه چي يوه عالِم په فارسي بيتو کښي په دې ډول دغه نومونه ذکر کړيدي ، رباعي :

از محرم چو ګذشتي چي بود مـــاه صفر
بعد از وَی دوربيـــــع و دو جــميدِ دګـــر
پس رَجَب باشد وشعبان رمضان وشوال
باز ذوالقعدة و ذوالحجة شد اثـــنی عـشر .
او د روميانو په ژبه يې نومونه په دې ډول دي :
تشرينِ اول ، تشرين ثاني ، کانون اول ، کانون ثاني ، شَبات ، ادار ، نَيسان ، ايار ، حَذيران ، تموز ، آب ، اياوَل .

په فارسي زبان يې نومونه په دې شرحه دي :
پروردين ، اردِبهشت ، خرداد ، تير ، مرداد ، شهريور ، مِهر ، آبان ، آذر ، دِې ، بهمن،اسفندارمز .

او حرامي مياشتي له دغو دوولسو څخه څلور مياشتي دي ، چي رجَب ، ذوالقعدة ، ذوالحجة او د محرم الحرام مياشت ده .
و دغو څلورو مياشتو ته په دې وجه � أشهرِ حُرُم � يعني حرامي مياشتي و يلي کيږي چي يو خو تر إسلام په له مخه دورو کښي او د جاهليت په زمانه کښي عربو د يوه او بل و مال او و نفس ته تعرض کول په دغو څلورو مياشتو کښي حرام باله ، سره له دې چي غلا ، ډاکه ، لوټ ، قطع اوشکونه د لاري ، ناروا قتل ، يو پر بل باندي ظلم او تيرئ ددوۍ له إفتخاري عنعناتو څخه ول ، خو چي کله به په دخو حرامو مياشتو کښي يوه مياشت رابره سوه نو بيا به دوۍ ل دغو ټولو کارو څخه لاس اخستئ او ددغي مياشتي عزت او إحترام بې کاوئ .
کله چي د إسلام دور راغلئ نو په إسلام کښي هم تر ډيري مودې پوري ددغو څلورو مياشتو إحترام او عزت کيدئ ، او مسلمانان په دې سره له الــهي لوري څخه مأمور سوي وو چي په دغو مياشتو کښي به دوۍ ابتداء په جنګ له کافرانو سره نکوي .
علماوو په دې باره کښي إختلاف کړئ دئ چي ايا دغه حُکم اوس هم باقي دئ او که منسوخ سوئ دئ ؟ چي تفصيل يې په کتابو کښي د تفسير او په �موسوعة الکويتية� او غيره کښي مذکور دئ .

د محرم الحرام د مياشتي فضيلت :
د إسلام پيغمبر په هغه مبارک حديث کښي چي مسلم ، أبوداؤد ، ترمذي ، نسائي او إبن ماجه يې سره له يو څه تفاوته روايت کړئ دئ فرمايلي دي :

أفضل الصيامِ بعدَ رمضان شهرُ اللهِ المُحَرَّم ، وأفضل الصلاة بعدَ الفريضَةِ صلاة الليل .
يعني : بهترينه د روژې (يعني بهترينه مياشت د روژې لپاره ) وروسته له رمضان شريف څخه مياشت د الله تعالی ده چي مُحَرَّم ده ، او بهترين د لمانځه وروسته له فرضي لمانځه څخه د شپې لمونځ دئ (يعني چي عبارت دئ له لمانځه څخه د تهجد ) .
إمام نووي (رح) فرمايلي دي چي د إسلام پيغمر په اول کښي د شُعبان په مياشت کي روژې نيولې (يعني د شعبان مياشت يې أفضله ګڼله ) او بيا يې د خپل حيات په اخير کښي د محرم الحرام مياشت بهتره وګڼله ( کذا في حاشية الترغيب والترهيب ) .

همدارنګه د إسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم ) په هغه مبارک حديث کښي چي طبراني يې په معجم صغير کښي روايت کړئ دئ فرمايلي دي :
و مَنْ صامَ يومًا مِنَ المحرم فلَه بکل يومٍ ثلاثونَ يومًا .

مطلب ددغه مبارک حديث دادئ چي د محرم الحرام په مياشت کښي که څوک يو ورځ روژه ونيسي نو ددې ثواب به دونه وي لکه په بل وخت کښي چي پوره مياشت روژه ونيسي .
محترمو وروڼو ! د محرم الحرام د مياشتي د شان عظمت به د عاشورآء د ورځي چي ددغي مياشتي لسمه ورځ ده د بياناتو په سلسله کښي ښه درته ښکاره سي .
( والسلام ومن الله التوفيق )
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery