مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

محرم الحرام او د کربلا شهيدان

دحضرت امام حسن اوامام حسين رضي الله عنهما مناقب ا وفضائل:
( ۱ ) : داسلام پيغمبر په يوه مبارک حديث کښي فرمايلي دي :
ان جبریل يعين الحسين واني احب ان اعين الحسن ( انتهی مختصرًا ) .
اخرجه الحارث بن ابي اسامه عن محمد بن علي کذافي الخصائص الکبری للسيوطي جلـ۲ـد صفحـ۴۶۵ـه.
يعني بيشکه جبريل وحسين ته کومک ورکوي اوبيشکه زه نو داخوښوم چي وحسن ته کومک ورکړم.
دا مبارکه خبره داسلام پيغمبر هغه وخت وکړه چی حسنينو غيږ سره ايستله اورسول الله صلی الله عليه وسلم دامام حسن پرطرف خبره کوله نوفاطمي رضي الله عنهاورته وويل چي اي دخدائ پاک رسوله ته له حسن سره کومک کوي لکه چي دي ترحسين درباندي ګران دئ .
( ۲ ) :ابن عساکر له حضرت ابن عُمر څخه روايت کړئ دئ چي ده مبارک فرمايلي دي :
کان علی الحسن والحسين تعويذانِ فيهما زغبٌ مِن زَغبِ جناح جبرئيل ( کذا في الخصائص الکبری في الصفحة المذکورة ) .
يعني پر حسن او حسين باندي دوه تعويذونه راځړيدل چي له وړو او ميده بڼو څخه د وزر د جبريل (ع) ول .
( ۳ ) : له حضرت أبي هريرة (رض) څخه روايت دئ چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي :
مَن أحبَّهما فقد أحبني و مَن أبغضهما فقد أبغضني ( رواه الإمام أحمد ، کذا في البداية والنهاية ج۸ص۶۰۲ ) .
يعني هر چا چي مينه او محبت وکړ له حسن او حسين سره ، نو په تحقيق سره هغه له ما سره مينه او محبت وکړ او هر چا چي بغض وکړ له دوۍ دواړو سره نو په تحقيق سره هغه له ما سره بغض وکړ .
( ۴ ) : له حضرت أنس بن مالک څخه روايت دئ چي له رسول الله (صلی الله عليه وسلم) څخه پوښتنه وسوه چي ستا په أهل بيت کښي کوم يو وتاته ډير محبوب دئ ؟ نو ده مبارک په جواب کښي ورته وفرمايل چي حسن او حسين .
( رواه أبو يعلی الموصلي ، کذافي البداية والنهاية في الصفحة المذکورة ) .
( ۵ ) : له حضرت أبي سعيد څخه روايت دئ چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي :
الحسن والحسين سيدا شِبابِ أهلِ الجنة إلا ابني الخالة : يحيی و عيسی ( رواه أبوالقاسم البغوي ، کذافي البداية ) .
يعني : حسن او حسين دوه سرداران د ځوانانو د جنت دي ، مګر ماسوی له دوو نفرو چي د خالة ځامن دي چي هغه حضرت يحيی او عيسی ( عليهماالسلام) دي .
محترمو وروڼو ! اوس د حسنينو د هر يوه تنها تنها په مختصر ډول څه فضایل درته ذکر کوم :
اول إمام حسن (رضي الله تعالی عنه) :
حاکم له عبدالله إبن عبيدالله څخه روايت کړئ دئ چي حضرت إمام حسن پنځويشت حجه پياده او د پښو په تګ کړيدي ، سره له دې چي سورلۍ او مرکبونه به هم په زياته اندازه ورسره ول ( کذا نقله السيوطي ) .
إبن سَعد له علي بن زيد څخه روايت کړئ دئ چي إمام حسن دوه کرته خپل ټول جايداد په داسي ډول د خدائ د رضا لپاره صرف کړ چي له ده سره به هيڅ شئ په کور کښي پاته نسو ، او دارنګه يې درې کرته بيا د خپل جائداد نيمئ د خدائ د رضا لپاره صدقه کړ تر داسي حده چي خپله يوه چوټه بې خيرات کړه او بله بې پريښووله او يوه موزه بې خيرات کړه او بله بې پريښووله ( ذکره السيوطي ، کذا في النبراس ) .
په � شواهد � کښي ذکر سويدي چي د أهلبيتو له دوولسو إمامانو څخه دوهم امام حضرت إمام حسن (رضي الله عنه ) دئ ، إسم کنية دده مبارک أبو محمد ؤ او لقب يې تقي او سيد وو ، په دريم کال د هجرت درمضان مبارک په نيمايي کي په مدينه منوره کښي دده مبارک تولد وسو .

کله چي د إسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم) دده مبارک له زوکړي څخه خبر سو نو يې د فاطمة الزهرآء وکورته تشريف وروړ او له حضرت علي (کرم الله وجهه) څخه يې پوښتنه وکړه چي پر ده باندي مو کوم نوم ايښئ دئ ؟
حضرت علي ورته وفرمايل چي ستا بې مشورې خو موږ دا د ځان حق نه بلئ چي پر ده باندي نوم کښيږدو ، البته ځما په زړه کښي دا خوښه ده چي د � حرب � په نامه سره يې مسمی کړو !
د إسلا پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم) ورته وفرمايل چي زه بيا د الله (جل جلاله) بې اذنه نسم کولائ چي پر ده باندي نوم کښيږدم ، په دې وخت کښي حضرت جبريل (ع) راغلئ او د إسلام و پيغمبر ته يې وويل چي :
اې محمده ! الله پاک پر تا باندي سلام وايي او بيا فرمايي چي حضرت علي نسبت و تاته داسي دئ لکه چي حضرت هارون نسبت و موسی (ع) ته ؤ ، نو د هارون (ع) ځوۍ � شبر� نوميدئ نو ته هم بايد پر دغه مبارک لمسي باندي او د حضرت علي پر دغه عاليقدره ځوۍ باندي د شبر نوم کښيږدې !
د إسلام پيغمبر ورته وفرمايل چي ځموږ ژبه خو عربي ده او شبر خو د عبري زبان کلمه ده !
حضرت جبرئيل ورته وويل چي په عربي کښي د شبر معنی � حسن � ده ، نو په دې سبب يې پر ده مبارک باندي د حسن نوم کښيښووئ .


د إسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) د حضرت إمام حسن په ښي غوږ کښي اذان او په چپ غوږ کښي إقامت وکړ ( البته د نامه تر ايښودلو له مخه ) بيا يې دده مبارک عقيقة په دوو سپينو پسو سره چي ليږ توروالئ يې هم درلودئ ( چي په عربي کښي أملح ورته ويل کيږي ) وکړه ، او د يوه پسه ورون يې دده مبارک و قابلې ته ورکړ او دده د سر مبارک د وريښتانو په وزن يې سپين زر خيرات کړل .
حضرت إمام حسن له سينې څخه بيا تر ککرۍ پوري تر ټولو خلګو د إسلام له پيغمبر سره ډير مشابه ؤ .
شيخ فريد الدين عطار (قدس سره) په خپل کتاب کښي چي د � ګل وهرموز � په نامه دئ د إمام حسن په شان کښي دا ډول فرمايلي دي ، مثنوي :

إمامي کو امامت را حســـــــن بود حسن آمد که جمله حسن ظن بود
همه حسن و همه خلق و همه حلم همه لطف و همه جودو همه علم
شب از زلف سياهـــش تيره مـانده ز رويش مــاه روشن خيره مانده
لبش قـــــائم مقام حـــوض کــــوثر که بودي چــــشمه نـــوش پيـمبر
چـــنان نوشي بزهر الــود کــردنـد دلش خــون و جګر پالوده کردند
ز زهرش چون جګر شد پاره پاره ز غصه ګشت خونين سنګ خاره .

همدارنګه يو بل بزرګ د حسنينو په بار کښي داسي فرمايلي دي ، مثنوي :

هست بر أهل معرفت روشن صفت حضرن حســـين و حسن
آن يـــکي اختريست ـتــابنده وان ديګر ګــوهريست رخشنده
آن يکي نور ديـــدهء نبوي و ان يکي شمع جان مرتضوي
روي آن صاف تر زلمعهء بدر ګيــسوي اين نمونهء شب قـدر
آن يکي ماه آســمان کمال وان دګر سرو بوســـتان جمال .

( کذا في روضة الشهدآء للکاشفي ) .
صاحب د نبراس د نبراس په ص۵۱۶ کښي فرمايلي دي :
و مِن أعظمِ مناقبه تسليم الخلافة حفظًا للدمآء مع ما کان معه من عساکر کالجبال .
يعني بعضي له ډيرو غټو مناقبو د إمام حسن دادئ چي ده و حضرت معاويه ته په دې وجه خلافت تسليم کړ چي د مسلمانانو وينه تويه نسي ، سره له دې چي د غرو په ډول فوج او لښکر ورسره وو .
په � صواعق � کښي ذکر سويدي چي دده مبارک ښځي په امر د يزيد بن معاويه وده مبارک ته زهر ورکړل ، يعني چي د هغو زهرو په وجه دَی مبارک په شهادت ورسيدئ .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery