مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

محرم الحرام او د کربلا شهيدان

د سبط رسول سيدشباب أهل الجنة ، شهيد کربلا حضرت إمام حسين د مناقبو پاته او ځانګړې برخه :

بسمه تعالی !!!
محترمو وروڼو ! په دې برخه کښي د حضرت إمام حسين (رضي الله عنه) په اړه ځيني ځانګړي مطالب و تاسي محترمو ته ذکر کوم ، او په راتلونکيو برخو کښي به ان شآءالله دده پاڅون په مقابل کښي د يزيد ، دده مبارک د پاڅون شرعي حکم او له ده سره چي کوم څوک ملګري ول دهغوۍ او دده د شهادت ذکر ، د يزيد قبائح او پرده باندي د لعنت ويلو د جواز او د نه جواز په اړه اساسي او موثق معلوماتونه درکړه سي .

اوس ددې برخي په مطالبو پيل کوم :
قدرمنو ! په شواهد النبوة کښي راغلي دي چي حضرت امام حسين د أهل بيت له امامانو څخه دريم إمام دئ او ابوالأئمة هم ورته ويل کيږي ، اسم کنية دده مبارک أبو عبدالله ؤاو ذکي ، شهيد ، سبط او شهيد دده مبارک لقبونه وو .

د هجرت په څلرم کال د شعبان په ۴ يا په ۵ د سي شنبې په ورځ په مدينه منوره کښي دده مبارک توَلد وسو ، علماوو ذکر کړيدي چي موده د حمل دده مبارک شپږ مياشتي وه ، او هيڅ کوچنئ د شپږو مياشتو ندئ له مور څخه پيداسوئ چي بيا دي ژوندئ پاته سوئ وي ماسوا له دوو نفرو : اول يحيی بن زکريا عليهماالسلام) دوهم حضرت امام حسين (رضي الله عنه) ، او د حضرت امام حسن د ولادت ، او د فاطمې د علوق او حمل کيدلو په امام حسين سره پنځوس ورځي مفاصله په منځ کښي راغلې ده ، نو حضرت امام حسين اوه مياشتي او شل ورځي له امام حسن څخه کشر ؤ .

کله چي د امام حسين تولد وسو ، چي يوه بزرګ ددې تولد خوشحالي په دې شکل تعبير کړېده ، قطعه :

طلوع کرد بتائيد حق ز بـــرج کـــــمال مه خجسته روخ و اختري مبـــارک فال
ازين نهال شرف تازه ګشت ګلشن دين چنانکه تازه شود برګ ګل زباد شمال .

د اسلام پر پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) باندي دده مبارک د تولد زيرئ وسو ، حضرت رسول أکرم في الحاله د فاطمة الزهرآء و کورته تشريف يووړئ ، حضرت أسمآء بنت عميس چي د حضرت حسين دايه توب يې کاوئ په داسي حال کښي چي حضرت حسين يې په يوه خرقه کښي پيچلئ ؤ دده مبارک په غيږ کښي کښيښووئ .

د إسلام پيغمبر دده مبارک په ښي غوږ کي اذان او په چپ غوږ کي اقامت وکړ ، بيا يې و حضرت علي ته وفرمايل چي کوم نوم دي پر ده باندي ايښئ دئ ؟ حضرت علي ورته وويل چي ما نه غوښتل چي ستا له صوابديد څخه پرته پر ده باندي نوم کښيږدم ، د إسلام پيغمبر وفرمايل چي زه نو بيا د الله (جل جلاله) و حکم ته ګورم .
په دې حال کي حضرت جبريل (ع) رالئ او وې ويل چي د حضرت هارون (ع) دوهم ځوۍ شبير نوميدئ او د شبير معنی په عربي حسين دئ ، نو يې په دې وجه پر ده باندي د � حسين � نوم کښيښودئ .
دده مبارک د تولد په اومه ورځ يې د عقيقې په نيت دوه پسونه حلال کړل او دده مبارک سر يې وروخريئ او د هغو وريښتانو په تاله يې سپين زر خيرات کړل ( کذا في روضة الشهدآء ص ۱۸۲ للإمام الکاشفي )

همدارنګه په يوبل روايت کښي راغلي دي چي کله چي امام حسين رضي الله عنه پيداسو نو الله جل جلاله وحضرت جبرائيل عليه السلا ته وفرمايل چي ولاړسه زماوحبيب ته زماله طرفه دده دلمسي مبارکي ورسوه اووروسته له هغه یې په دي هم خبرکړه چي دغه حسين به يووخت ستادځینوامتيانوله لاسه په قتل رسيږي اوددي تعزيت اوفاتحه خواني هم زماله طرفه ورورسوه

حضرت جبرائيل عليه السلام چي دغه الهي پيغام دخدائ ورسول ته راورساوه اوداسلام پيغامبر اوحضرت علي اوفاطمه له دي خبري څخه اګاه سول اوداسلام پيغامبر وحضرت فاطمي ته وفرمايل چي داواقعه به هغه وخت وي چي نه به ته یې اونه به زه يم اونه به حسن وي حضرت فاطمي دچغواوبغاروپه حال کښي داسي وفرمايل چي �کاشکي زه هغه وخت ژوندي وائ ترڅوچي دحسين دمصيبت مراسم مي پرځائ کړي وائ�په دي وخت کښي يوهاتفي اواز راغلي چي اي فاطمي ته غم مه کوه دقيامت ترورځي پوري به (يعني په چوکاټ کښي دشريعت هرکال مسلمانان دحسين دمصيبت مراسم ترسره کوي بيت---
زين مصيبت داغهابرسينهء سوزان ماست زين غزاسدشعلهء غم بردل بريان ماست .
کذاذکره مولانا حسين الکاشفي صاحب تفسيرحسيني


توجه...
محترمومسلمانانودامام حسين اودکربلا دشهيدانو دمصيبت مراسم په هغه ډول ترسره کول لکه چي یې شيعه ګان ترسره کوي داداهل السنت والجماعت په مسلک کښي خصوصآ داحنافو په مذهب کښي ناروا اوله اسلام څخه وتلي کاردي ،البته دعاشوراء په ورځ دامام حسين اودکربلا دشهيدانو حالات بيانول يا په هغوئ کښي تأمل اوفکرکول اوپه نتيجه کښي ددي په زړه کښي دلسوزي اودردپيداکيدل اوترسترګو په غيري اختياري ډول اوښکي راتوييدل اوددوي په حق کښي دعاګاني اوخيراتونه کول داسلام له اصولواوله فروعوسره موافق اوصالح عمل دئ کوم څوک چي دغه کارهم بدعت سيئه ياناروا بولي نودادډيرنامرداوبي لاري انسان کاردئ .
شيخ مفيد ذکرکړيدي چي هغه وخت چي جبرائيل عليه السلام دحسين دمبارکي لپاره وحضورعليه السلام ته راتلۍ نوپريوه فرشته باندي راغلي چي پرمځکه باندي غورځيدلي وه دغه فرشته قطرس نوميدله چي په دريم اسمان کښي داويا زره فرشتومشره وه، حضرت جبرئيل ورته وويل چي قطروسه ولي ژاړي اوداڅه کيفيت درپيښ سويدئ قطرس ورته وويل چي دالله جل جلاله په يوه حکم کښي ادناقدر سستي راڅخه وسوه او په نتيجه کښي مي وزرونه وسوځيدل

اي جبرائيله :ماداسلام وپيغمبر ته درسره بوځه ښایې چي دده په برکت دغه مشکل ځما حل سي نوحضرت جبرائيل دغه فرشته داسلام وپيغمبرته حاضره کړه داسلام پيغمبر چي ددي له حال څخه خبرسو نویې ورته وفرمايل چي ورسه اوخپل ځان په حسين ومښه قطرس چي دغه کاروکړ نوفي الحاله یې بيرته وزرونه پيداکړل اوودريم اسمان ته یې پروازوکړ اووخپلي عبادت خاني ته ورسيدله، بيا چي کله دامام حسين رضي الله عنه ل شهادت څخه خبره سوله نویې په افسوس سره وويل چي کاشکي زه له دي واقعي څخه مخکي خبره سوي واۍ چي له نوروټولو خپلو فرشتوسره مي دده دکومک دپاره وځمکي ته ځان رسولاۍ واۍ ..


انظرروضة الشهداء ،لصاحب تفسيرحسيني . والسلام ..........
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery