مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

محرم الحرام او د کربلا شهيدان

بسمه تعالئ....
محترموپه دي برخه کښي په دي باب بيان درته کوم چي دحضرت امام حسين اودده داهل بيت اوملګريو له هغو مصائبو څخه چي په کربلاکښي دوۍ ورسره مخامخ سول ، اودارنګه دحضرت امام حسين له شهادت څخه داسلام پيغمبراو فاطمة الزهرااوعلي کرم الله وجهه له پخوالا دالله جل جلاله له طرفه اګاه اوخبردار ګرځيدلي ‌وو ، لکه چي په تيره برخه کښی دروضة الشهداء په حواله يوروايت ما درته ذکرکړ خواوس غواړم چي په دي باب پوره وضاحت درته وکړم نوورته متوجه سي .
اول : له ثابت بن انس څخه روايت دئ چي فرشتي او ملکي دباران له الله پاک څخه ونبي عليه السلام ته دورتللو اجازه وغوښتله نوالله پاک اجازه ورکړه يعني نودغه فرشته ونبي عليه السلام ته راغله ، بیانبي عليه السلام و ام سلمي رضي الله عنها ته حکم وکړ چي ودروازي ته ګوره اوڅوک مه راپریږده ، بیا حضرت حسين راغلي یعني هغه وخت چي دی کوچني وو اودنبي عليه السلام ومبارکووږو ته ورغورځيدي نودغي فرشتي و رسول عليه السلام ته عرض وکړ چي ایا ! ته حسين خوښوي ده مبارک ورته وفرمايل چي هو: نودغي دباران فرشتي ورته وويل چي بيشکه ستادامت له لاسه به دي قتل کړسي بيا یې له کربلا څخه يوقسم سره خاوره هم راواخستله اونبي عليه السلام ته یې ورښکاره کړه بياحضرت
ام سلمي دغه خاوره دخپلي جامي په يو طرف کښي واچوله

انتهی مع ادنی اختصار . رواه احمد کذا في البدايه والنهايه ج ۸ص ۵۹۶
دوهم : له حضرت انس بن حارث څخه روايت دئ چي ما به له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوريدل چي ده مبارک به فرمايل (ان ابني [یعني الحسين] يقتل بارض يقال لها کربلاء فمن شهد منکم ذالک فلينصره) رواه ابوالقاسم البغوي

کذافي البدايه والنهايه .
يعني بيشکه ځما ځوۍ حسين به قتل کړکيږي په داسي ځمکه کښي چي کربلا ورته ويل کيږي نوڅوک که له تاسي څخه په هغه وخت کښي حاضروو نومدَت دي وکړي يعني دحسين .
دريم :له حضرت علي ابن ابي طالب څخه روايت دئ چي دي مبارک کله چي صفين ته تلي نوپرکربلاء باندي راغلي بيا یې پوښتنه وکړه چي ددغه ځاۍ نوم څه دئ خلګوورته وویل چي ددي ځاۍ نوم کربلاء دئ ، نوده مبارک وفرمايل چي (کرب وبلاء)يعني دادغم اوبلاء ځاۍ دئ بيا یې هلته له يوي درختي سره لمونځ وکړ بيايې وفرمايل چي دلته به داسي شهيدان وژل کيږي چي پرته له صحابووڅخه به ترنوروټولو شهيدانو بهتره وي چي وجنت ته به بي حسابه داخليږي ، او په دغه ځمکه کښي یی ويوځاۍ ته اشاره وکړه بياخلګو هغه ځاۍ نښاني کړ چي وروسته په هغه ځاۍ کښي حضرت امام حسين شهيد کړسو.
راوه ابن سعد کذا في البداية والنهاية لابن کثير .
ابوالجناب کلبي حکايت کړيدئ چي دکربلاء خلګ همیشه دپيرانا نو ژړاوي پرامام حسين باندي اوري .
کذا في البداية والنهاية لابن کثير .
ابن عساکر روايت کړيدئ چي يوي ډلي دغازيانو دروم په ځيني ښارو کښي په يوه کنيسه اوعبادتګاه کښي دنصاری وو دغه بيت ليکل سوي وليدي .

اترجوامة قتلت حسينا شفاعة جدهِ يوم الحساب .
نودوۍ له روميانو څخه پوښتنه وکړه چي دغه بيت چا ليکلي دئ نوروميانو ورته وويل چي ستاسو دنبي تربعثت دري سوه ۳۰۰ کاله له مخه دغه بيت ليکل سويدئ .
کذا في البداية والنهاية ج ۸ .

دارنګه داسي روايت هم راغلي دئ چي هغو خلګو چي امام حسين یې شهيد کړ په داسي حال کښی چي دشرابو په چښلو مشغول ول اودحضرت امام حسين سرمبارک یې هم رااخستي وو ،په غيبي ډول داوسپني يو قلم ورته ښکاره سو اوپريوه ديوال باندي یې ذکرسوۍ بيت ورته وليکۍ .
کذا في البداية والنهاية ج ۸ ص ۵۹۷

څلورم : له حضرت ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دئ چي ما په خوب کښي
رسو ل لله صلی الله عليه وسلم دغرمي په ټيم کښي وليدي په داسي حال کښي چي دسر ويښتان یې په ګرد اوغبار سپيره وو اويوه شيشه ورسره وه چي په هغه کښي وينه وه نوماورته وويل چي زما مور اوپلاردي ترتاقربان سي اي دخدائ رسوله ! داڅه وينه ده چي په شيشه کښي دي اچولي ده نوده مبارک راته وويل چي دادحسين اودده دملګريو و ينه ده چي ترنن وځي پوري مي راټولوله ،
حضرت عمار فرمايلي دي چي موږ چي معلو مات وکړ نوپه هم هغه ورځ حضرت امام حسين په شهادت رسيدلي وو .
رواه احمد وتفرد به واسناده قوي .

پنځم : له حضرت علي بن زيد بن جدعان څخه روايت دي چي حضرت بن عباس له خوب څخه راويښ سو نو(انا لله وانا اليه راجعون )یې ووايو اووي ويل چي قسم په خدائ دئ چي حسين شهيد کړسوي د ئ ، نودده ملګروورته وويل چي له څه وجهي دي دا وويل ، نوده مبارک ورته وفرمايل چي مارسو ل الله صلی الله عليه وسلم په خوب وليدئ چي له وينو څخه ډکه ښيښه ورسره وه اووماته یې وويل چي ايا! ته عالم سوي یې پردي باندي چي له ما څخه وروسته ځما امت څه کړيدئ حسين یې قتل کړ اودادده اودده دملګريو وينه ده چي والله جل جلاله ته یې عرضه وم ، بیا چي دوۍ معلومات وکړ په هغه ټيم امام حسين شهيد سوئ وو

رواه ابن ابي الدنيا کذافي البداية والنهاية .
شپږم : له حضرت ابن عباس څخه روايت دئ چي الله پاک وحضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته وحي وکړه چي ما دحضرت يحي بن ذکريا په سبب چي کله دي ګمراهانو شهيد کړ اويا زره انسانان په قتل ورسول ،اودحسين په سبب به دوه واره اویا زره انسانان په قتل رسوم .
رواه الخطيب کذا في البداية والنهاية .
له حضرت ام سلمي څخه روايت دئ چي دي مبارکي فرمايلي دي چي ما له پیرانانوڅخه واوريدل چي پرامام حسين باندي یې ژړل اوپرده مبارک باندي یې نَوحه کوله او هم دارنګه له جنيانو څخه دغه بيتونه ما و اوريدل چي دوۍ ويل .

ايها القاتلون جــــهلا حســـــينا ابــشروبالـعذاب والتنکيل
کل اهل السماء يدعوعليـــــکم ونبـــي ومرسل وقبيــــــــــــل
قدلعنتم علی لساني ابن داود وموسـی وصـــاحب الانجيل

کذافي البداية والنهاية لابن الکثير .
مولانا حسين واعظ کاشفي په روضة الشهداء کښي ذکرکړيدي چي پنځه واره دخدائ جل جلاله له لوري ورسول عليه السلام ته دامام حسين له شهادت څخه خبرورکړه سويده .
والسلام ومن الله التوفیق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery