مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مختار العقاید


د محرم الحرام مياشت يعني حسن حسين(رض):
لفظ د محرم اسم مفعول دی (د باب تفعيل) په عربي کي په معنْی د تعظيم ګڼل سوې ده يعني معظم مياشت د عظمت او لويي خاونده ده ځکه چي دا مياشت د عظمت او عزت قابله ده نو په دغه سبب د دغه مياشتي نوم محرم سو، په کوم وخت کي چي په زمانه او ورځ او وخت کي، څه عظمت او حرمت راځي د هغه اصل وجه دا وي چي د الله تعالْیﷻ انوار او تجلې په دې کي ښکاره سوي وي او يا عظيم الشان واقعې پکښې راغلي وي نو په دغه واسطه هم فضيلت پکښي راځي يعني د رسول اللهﷺ په وخت کي به په دغه مياشت کي جنګونه نه کېدل احترام او قدر بې د دغه مياشتي کاوی وروسته بيا هغه حکم منسوخ سو چي تر قيامته به په دغه مياشت کي جنګونه جاري وي.[مجموعه رسائل ص ۱۰۵]
په دغه مياشت خو جنګ روا دی خو بهتره خبره دا ده چي
د جنګ ابتداء په دغه مياشت کي ونه سي. [شامي ج ۳ ص ۳۰۲]
دا پوره مياشت د اولي ورځي څخه تر آخري ورځي پوري د الله تعالْیﷻ د خصوصي توجهاتو محل دی ځکه په دغه ورځو کي عبادت په ښه کوشش او اخلاص سره په کار دی چي دا د خير او برکت مياشت هسي تېره نه سي. [مجموعه رسائل ص ۱۰٦]
دغه مياشت د برکت ده او د اسلامي کال ابتداء هم د دې مبارکي مياشتي څخه کېږي او د دغه مياشتي نسبت رسول اللهﷺ د اللهﷻ لور ته کړی دی او داسي يې فرمايلي دي چي: رمضان المبارک
د مياشتي د روژو څخه وروسته تر ټولو افضله روژې د الله تعالْیﷻ د مياشتي روژې نيول دی چي د محرم مياشت ده او مياشتي خو ټولي د الله تعالْیﷻ دي خو د اکرام او عزت لپاره يې نسبت د الله تعالْیﷻ و لور ته کړی دی لکه څنګه چي د حضرت صالح علیه السلام
د اوښي نسبت د الله تعالْیﷻ و لور ته سوی دی لپاره د عزت او اکرام او ويې فرمايل: (ناقة الله وسقياها) ټول حيوانان خو الله تعالْیﷻ پيدا کړی دی. [صدای ممبر ص ۱۰۵]
د عاشورا يعني د دهې ورځ:
د حسن حسين(رض) د مياشتي لسم تاريخ ته عاشورا ويل کېږي رسول اللهﷺ چي کله مدينې منورې ته تشريف راوړی نو يهودانو به د عاشورا په ورځ روژه نيول نو رسول اللهﷺ پوښتنه وکړل چي دا څنګه روژې نيسي خلکو ورته وويل چي په دغه ورځ موسْی علیه السلام او بني اسرائيلو ته الله تعالْیﷻ د فرعون د ظلم څخه نجات ورکړی وو او فرعون يې غرق کړي وو، نو يهودانو به د شکرانې په طور د عاشورا د ورځي روژه نيول نو رسول اللهﷺ وفرمايل چي موږ خو تر يهودانو و موسْی علیه السلام ته ور نژدې يو يعني ډېر ورتېر يو موږ به هم روژه نيسو نو د عاشورا د ورځي روژه فرض سول بيا چي د رمضان المبارک روژې فرض سوې، نو د عاشورا د روژې فرضيت منسوخ سو، خو استحباب يې لا اوس هم پاته دی، لکه څنګه چي رسول اللهﷺ فرمايي: اجر او ثواب
د دغه ورځي د روژې، د حضرت قتاده(رض) څخه روايت سوی دی چي د رسول اللهﷺ څخه د عاشورا د روژې پوښتنه وسول، نو رسول اللهﷺ ورته وفرمايل چي: څوک د لسم د محرم روژه ونيسي دا د تېر سوي پوره کال ګناهونه رژوي. [مسلم]
مسئله: د عاشورا د ورځي روژه به يوازي نه نيسي مکروه ده ځکه مشابهت د يهودانو سره راځي لکه د نهم ورځ يا يوولسم ورځ دي هم روژه ورسره ونيسي نو به هغه مشابهت ورک سي،
د حضرت ابن عباس(رض) روايت دی چي کله رسول اللهﷺ ته معلومه سول چي يهودان هم د لسم تاريخ روژه نيسي نو رسول اللهﷺ وفرمايل: که را روان کال ژوندی وم نو به د نهم تاريخ روژه هم ورسره نيسم. [مسلم]
ډېر فکر او سوچ په کار دی د مسلمان لپاره چي رسول اللهﷺ
د مشابهت د يهودانو سره د نه کولو په غرض بله روژه ورسره نيسي، ډېر افسوس د هغه چا پر حال باندي چي دعوه د محبت
د رسول اللهﷺ کوي او دعوه د کلمې کوي او د دوی پوره ژوند او د ژوند ټول کارونه د يهوديانو او نصرانيانو پر طريقه باندي کېږي د دوی شکل او صورت او لباس او دود رواجونه د يهوديانو او نصرانيانو په رنګ دي او مغربي تهذيب يې د خپلو سينو سره نيولی وي، نو د امت دا اعمال چي و رسول اللهﷺ ته وړاندي سي نو بيا به څنګه تېرېږي، الله تعالْیﷻ مو دي د کفارو د رواجو څخه په خپل فضل وکرم وساتي، نو دغه دوې روژې نيول چي نهم دی لسم دی دغه د عاشورا د ورځي فضيلت دی چي څنګه شيعه ګان دي د هغو سره مجلسونه جلوسونه او ديګونه پخول د هغو سره خوراک او چښل کول د مسلمان لپاره نه دي په کار ځکه هغوی دښمنان د صحابه کرامو(رض) دي ځانونه وساتئ چي اختلاط ورسره رانه سي ځکه رسول اللهﷺ فرمايي: (من تشبه بقوم فهومنهم)
څوک چي د يو قوم سره مشابهت وکړي هغوی د هغه قوم څخه شمارل کېږي.
او دغه رنګه رسول اللهﷺ فرمايلي دي: (من کثرسواد قوم فهو منهم)
څوک چي د يو قوم شمېر ور زيات کړي هغوی د هغه قوم څخه شمارل کېږي.
ډېر احتياط کول په کار دی په دغه ورځ کي بس خپلي روژې ونيسي خپل استغفار او توبه او ذکر الْهي وکړئ، مفتي محمد شفيع صاحب ليکلي دي چي دا خبره ډېره د بې غيرتيا ده چي شيعه ګان زموږ مېندو ته چي امهات المؤمنين دي او صحابه کرامو(رض) ته ښکنځل او بد وايي او په کافر ورته وايي او موږ
د هغوی ډوډۍ او دعوتونه او مجلسونه او اختلاط ورسره کوو چي دغه زموږ روحاني مېندي دي که زموږ جسماني مېندو ته څوک ښکنځل وکړي نو موږ يې د مرګ تياری کوو او که مو طاقت نه وي نو په ټول عمر خبري نه ورسره کوو نو چي څوک دعوه
د ايمان کوي بايد په اسلام خوابده کړي. [صدای ممبرص ۱۱۰]
په اسلام کي موږ ته دغه تعليم راکول کېږي چي په دغه ورځ کي دوه کارونه کول په کار دي:
۱- روژه نيول نهم لسم تاريخ د نفلي عباداتو اذکارو سره.
۲- پر خپل اهل او عيال باندي فراخي راوستل چي مستحب ده د دغه په برکت سره به الله تعالْیﷻ ټول کال پر دغه بنده باندي
د رزق او روزۍ فراخي راولي ځکه په دغه ورځ باندي د رحمت باران ورېږي نو څوک چي په کوم شکل ځان جوړوي الله تعالْیﷻ به ټول کال هغسي ورسره وکي چي ذکر استغفار او نفلي عبادات وکړي او په دغه ورځ چي مشغول وي په هر قسم عبادات الله تعالْیﷻ به ټول کال توفيق د عبادت ورکړي. [مجموعه رسائل ص ۱۰۸]
سُرُوري چهارشنبه:
د هجري قمری کال دوهمه مياشت صفره بولي په دغه مياشت کي د محمد رسول اللهﷺ آخري مريضي وه چي پر سر مبارک باندي يې درد پيدا سوی وو او په بعضو روايتو کي راځي چي
د صفري د مياشتي آخري چهارشنبه وه او په بعضو کي روايت سوی دی چي تردغه دمخه وه خو په آخري چهارشنبه کي څه شفا ده مبارک پيدا کړل او په بعضي روايتونو کي راځي چي په دغه آخري چهار شنبه کي د صفري د مياشتي وده مبارک ته حضرت جبرائيل علیه السلام اووه سلامونه ورته راوړل نو الله تعالْیﷻ وده مبارک ته په دغه آخري چهارشنبه د صفري د مياشتي صحت او شفا ورکړل، نو په همدغه خاطر په مسلک د اهل سنتو کي دا ورځ سُرُوري چهارشنبه بولي چي نسبت يې و سرور عالمﷺ ته کېږي سُرُوري يعني د خوشحالۍ چهارشنبه ده هغه اووه سلامونه دادي:
۱- ﴿     ﴾.[النمل/۵۹]
۲- ﴿     ﴾.[يْس/۵۸]
۳- ﴿      ﴾.[الصْفات/۷۹]
۴- ﴿    ﴾.[الصْفات/۱۰۹]
۵- ﴿    ﴾.[الصْفات/۱۲۰]
٦- ﴿     ﴾.[الصْفات/۱۳۰]
۷- ﴿   ﴾.[الصْفات/۱۸۱]
نو دغه د خوشحالۍ چارشنبه ده. [جلال ربي الرفيع ص ۵۳۷ وګورئ]
په بعضو ځايو کي راځي چي ابوبکر صديق(رض) او نورو صحابه کرامو(رض) ډېر خيراتونه وکړل چي محمدﷺ جوړ سو.
د تصوف په ځينو کتابو کي يو حديث رانقل سوی دی:
(من بشرني بخروج صفر بشرته بالجنة).
ترجمه: که چا پر ما زيری وکړ چي صفره و وتل زه به د جنت زيری پر وکړم.
دا داسي نه چي بدفالي به کېږي بدفالی سخته ګناه ده کېدای سي چي د رسول اللهﷺ دي په دغه مياشت کي د خپلي مريضۍ په سبب ويلي وي او يا د لومړۍ خور پر ۱۲ نيټه چي د ده مبارک ملاقات د خپل پروردګار سره راتلونکیی وو نو دغه سبب هم کېدای سي ځکه د ده مبارک شوق زيات وو چي صفره ووزي او لومړۍ خور را داخله سي او بدفالي به څوک نه کوي په حديث شريف کي راځي چي رسول اللهﷺ درې واره په تکرار سره وفرمايل چي بدفالي نيول شرک دی په ښځه او آس او مکان کي چي کوم سپيرتوب په بخاري او مسلم کي روايت سوی دی د هغه مطلب هم دا دی که سپيره توب په يو شي کي کېدای نو به په دغه درو شيانو کي وای. [مجموعه رسائل، د مولانا سيد عبدالکريم ګمتهلوي(رح) ص ۱۳]
مولود يعني په دوولسمه چي نبيﷺ پيدا سوی دی:
د لومړۍ خور پر دوولسمه نېټه چي محمدﷺ د دنيا څخه رخصت سو نو تر اوسه پوري هغه دوولسمه په هر کال کي راځي په دغه ورځ مسلمانان سره ټول سي او علماء کرام د محمدﷺ ٦۳ کاله عمر په دنيا کي او ۲۷ کاله عمر په آسمانو کي عوامو ته روښانه بيان کي هغه داسي چي د محمدﷺ ولادت، حالات، واقعات، غزاګاني، ښه اخلاق او د هغه مبارک ژوند نو دغه ټولنه د مسلمانانو ښکاره محبت او د ايمان نښانه ده. بعضي عوام وايي چي دغه مجلس بدعت دی، خو د هغو سره د بدعت هيڅ دليل نسته او که څوک په دغه مجلس کي ناروا عملونه او يا د ځان څخه خرافات بيانوي چي هغه زموږ د مذهب په کتابو کي نه وي نو بيا خو ثواب نه لري دغه نو د بې ايمانۍ نښانه ده، او که علماء کرام حق بيان کړي دا باعث د رحمت ګرځي الله تعالْیﷻ فرمايي:
﴿     �﴾.[آل عمران/۳۱]
ترجمه: ته ور ته و وايه اې محمد!ﷺ که تاسو ياست محبت کوونکی له خدای تعالْیﷻ سره نو زما متابعت وکړئ.
او سلفو به دا شيان سره ذکر ول په خپل منځ کي او دا چي تخصيص د وخت دی لکه تخصيص د مياشتي داسي دی دغه تخصيص خو څه نقصان نه لري ځکه تخصيص سوی دی د ښځو په جمع کېدو سره په خاصه ورځ او خاص ځای کي د رسول علیه السلام
د تقرير لپاره چي ښځو به بيان د دين اورېدی، او په دغه مجلس کي که څوک منکرات وکړي نو د مجلس څخه وتل نه دی په کار ځکه چي امر په معروف سره د منکر له وجې څخه نه پاتېږي.
او مولانا خليل احمد سهارنپوري صاحب په عقائد د علماء ديوبند کي چي هغه ذکر کړې ده مسئله د دولسمي يعني ميلاد په صفحه ۳۱ کي عقيده درباره ميلاد شريف او دوولسمه ذکر کړې ده علامه عبدالحي صاحب په فتاوْی کي د مجلس جوړولو د ميلاد شريف او د شيخ دهلوي څخه نقل کړی دی چي دا ذکر د ميلاد شريف په علاقه کي سبب د امان دی په دغه کال کي او زيری
د خوشحالۍ دی په رسېدو د مقصد باندي دا خاصه او ګټه
د ميلاد شريف ده. [مجموعة الفتاوْی عبدالحی صاحب ج ۲ ص ۲۹۷]
او په دغه صفحه کي ليکلي دي چي څوک معذور نه وي نو په وخت د مولود کي دی ولاړ سي او دغه ته قيامه وايي يعني بعضي د آدابوڅخه چي حاضرين هم قيام وکړي او په آخر کي يې دا ذکر کړي دي چي علماء د حرمينو شريفينو به هم ولاړه يعني قيامه بې کول او بيا يې د امام برزنجي قول نقل کړی دی په رساله د ميلاد کي چي قيام مستحسن دی په وخت د ذکر د مولود شريف کي په نزد د امامانو چي صاحبان د روايت دي نو خوشحالي ده هغه چالره چي د هغه مطلب تعظيم د محمدﷺ وي. [مجموعة الفتاوی ج ۲ ص ۲۹۷]
او دغه مولانا مذکور په صفحه ۱۵۰ کي ليکلي دي چي نقل يې کړی دی د رسالې د ابن حجر(رح) څخه چي هغه رساله په نامه ده (النعمة الکبْری علی العالم لمولد سيد ولد ادم) چي ميلاد هغه دی چي آيت او حديث او د هغو پر معاني او شروحو او تفصيل او فضايل او خصائل باندي خبري وسي، او ده په دغه کتاب کي مولانا عبدالحی صاحب ذکر کړی دی چي ميلاد فرد دی د افراد د نشر د علم څخه و هر فرد د نشر د علم مندوب وي نو ميلاد هم مندوب سو. [ص ۱۵۱ ج ۲]
د دغه ميلاد شريف په باره کي د علامه سيوطي(رح) څخه پوښتنه وسول نو هغه په جواب کي وويل:
(عندي ان اصل عمل المولدالذي هو اجتماع الناس و قراءة ماتيسر من القرآن ورواية الاخبار الواردة في مبداء امر النبيﷺ وما وقع في مولده من الايات ثم يمدلهم سماط يأکلونه و ينصرفون من غير زيادة علْی ذالک هومن البدع الحسنه اللتی يثاب عليها صاحبها لمافيه من تعظيم قدرالنبیﷺ و اظهار الفرح والا ستبشار بمولده الشريف).
[الحاوی للفتاوی ج ۱ ص ۱۸۹]
نو سيوطي(رح) وايي چي دا بدعت حسنه دی يعني ښه عمل دی د ولادت د ذکر په باره کي د مولانا احمد علي سهارنپوري(رح) فتوْی، چي څوک په دوولسمه سره کښېني او د رسولﷺ د ولادت او سيرت ذکر سره کوي پر طريقه د صحابه کرامو(رض) او پر طريقو د امامانو مجتهدينو او د ناروا او بدعاتو وهم نه پکښې کېږي نو دغه ميلاد موجب د خير او برکت ګرځي خو چي په ښه نيت او صداقت وي.
[المهند علی المفند ص ۸۰]
د معراج شپه يعني د خدای تعالْی د مياشتي اووه ويشتمه:
د دغي مياشتي مبارکي نوم ماه رجب ده دا مبارکه مياشت ده، رسول اللهﷺ به د دغه مياشتي په راتلو کي دا دعا کول چي يا اللهﷻ موږ لره په رجب او شعبان کي برکت واچوې او موږ تر رمضان المبارک پوري په خير ورسوې. [بيهقي]
هم په دغه مياشت کي رسول اللهﷺ معراج ته تللی دی چي همدغه عزت د نورو پيغمبرانو نه وو نصيب سوی، يعني د دغه انساني جسم سره رسول اللهﷺ د مکې مکرمې څخه بيت المقدس ته او بيا له هغه ځايه اوو آسمانو ته ولاړی چي تر اووم آسمانه هم لوړ ولاړی و داسي ځای ته ولاړی چي انسان خو نه فرشتې هم
و هغه ځای ته نه سي رسېدای د ملايکو سردار جبرائيل علیه السلام هم تر سدرة المنتهْی پوري ورسره ولاړی تر هغه نه سو تېر او پاته سو، نو رسول اللهﷺ ورته وويل چي اې وحي راوړونکې! راځه راسره ولاړسه چي وخېژونو جبرائيل علیه السلام ورته وويل چي نور طاقت نه لرم چي درسره ولاړسم ځکه انوار او تجلې زياتي دي که د يوه ورېښته په اندازه پورته سم نو وزر مي سوځي ډېر بې عقله بې ادبه خلک سته چي وايي د انساني جسم سره و آسمان ته ختل نه سي کېدای ځکه ايمان نه لري چي د الله تعالْیﷻ ټول کارونه په کلمه د (کُن) سره کېږي که نور تفصيل غواړئ د مولانا اشرف علي تهانوي(رح) رساله په نامه د (انتباهات مفيد) وګورئ.
څومره نبيان چي دنيا ته راغلي دي هغو ته الله تعالْیﷻ مختلفي معجزې ورکړي دي چي دا به د هغو د نبوت دليل وو، او د معجزې حقيقت دا دی چي يو خلاف عادت او خلاف عقل څه واقعه د يو نبي پر لاس باندي ښکاره سي چي د خلکو عقل او پوهي کار نه پکښې کوي او پر اسبابو هم موقوف نه وي نو دغه ته معجزه ويل کېږي، او که د الله تعالْیﷻ د يو نېک بنده يا اولياءالله پر لاس باندي ښکاره سي، نو هغه ته کرامت ويل کېږي، او که د يو فاسق فاجر پر لاس ښکاره سي، نو هغه ته استدراج ويل کېږي، ځکه د الله تعالْیﷻ له لوري وفاسق ته مهلت ورکول سي، چي قيامت ته نژدې به دجال کافر راځي چي د هغه پر لاس به ډېر داسي کارونه راځي چي هغه به د عقل څخه خلاف وي، نو دا به ټول استدراج وي، د معجزې مثال چي الله تعالْیﷻ و ټولو نبيانو ته د خپل وخت او ماحول د هغه زمانې سره برابري معجزې ورکړي دي.
د موسْی علیه السلام په زمانه کي جادوګر ډېر عام وه، و هغه ته اللهﷻ داسي معجزه ورکړل چي د پوره ملک او پاچاهۍ جادوګران ورته عاجزه سول، او د عيسْی علیه السلام په زمانه کي طب ډېر مشهور وه، هغه ته الله تعالْیﷻ داسي معجزه ورکړل چي د وخت ټول حکيمان او ډاکټران طبيبان يې د مقابلې څخه عاجزه سول، چي
د دنيا ډاکټران حکيمان سره يو ځای سي مورزاده ړوند به جوړ نه کړي ليکن عيسْی علیه السلام به لاس پر تېر کړ هغه به بينا او جوړ سو،
د دنيا ډاکټران چي سره يوځای سي مړی نه سي راژوندی کولای خو عيسْی علیه السلام به مړي ته وويل چي: (قُم باذن الله) نومړی به راژوندی سو، نو دغه معجزې به د نبيانو د نبوت دليل وو، نو چي رسول اللهﷺ دنيا ته تشريف راوړي د رسول اللهﷺ شان مبارک د ټولو نبيانو څخه زيات وو، د ټولو نبيانو سردار او امام وو پر ټولو نبيانو افضل وو او د رسول اللهﷺ نبوت د ټولي نړۍ لپاره وو تر قيامته پوري د راتلونکي انسانانو لپاره وو، نو په دغه وجه رسول اللهﷺ ته بې شماره معجزې ورکړل سوې بلکه د ټولو نبيانو معجزې د ده په ذات مبارک کي جمع کړل سوې شاعر ويلي دي.
حسن يوسف دم عيسْی يد بيضا داری
آنچه خوبان همه دارند تو تنها داری

د رسول اللهﷺ پر معجزو باندي علماوو مستقل کتابونه ليکلي دي، خو د رسول اللهﷺ دوې معجزې ډېري عظيم الشانه معجزې دي چي:
۱- قرآن کريم ډېره لويه معجزه ده ځکه يو داسي (اُمي) سړی چي نې خط زده وي نې سبق زده وي، خو تر خوله يې يو داسي کلام راوزي چي عقل ورته حيران سي، چي څوک يې اوري لېونی او عاشق سي، چي د دغه د مقابلې کولو څخه د عربو لوی شاعران بلغاء فصحاء عاجزه سول.
۲- بله معجزه د معراج ده، چي د شپې په معمولي برخه کي
د مسجد حرام څخه بيت المقدس ته د هغه څخه اووه آسمانو ته
د هغه څخه وعرش معلْی ته رسول اللهﷺ تشريف يووړی، او بېرته راغلی او په لاره کي بې شماره واقعې حيرانوونکي عجائبات او د جنت او دوزخ کتل هم و رسول اللهﷺ ته وروښودل سول او
د انبياء سره هم ملاقاتونه وسول چي د مځکي څخه تر آسمانه پوري د پنځو سوو کالو مزل دی او بيا د هر دوو آسمانو په منځ کي دغومره فاصله ده، نو دومره لوی لوی واقعې د شپې په يو مختصره برخه کي را پېښي سوې، نو دا لويه معجزه ده، چي څوک يې لزومي و نه ګڼي، نو په دغه شپه کي عبادت او تلاوت او صدقه پر سنت طريقه لوی ثواب لري او په دغه ورځ کي روژه او نور عبادت او د رسول اللهﷺ د معراج واقعه چي علماء کرام يې په عوامو واوري هم ثواب لري خو اصل مقصد نيت په کار دی چي په دغه ورځ او شپه کي تر الْهي حدودو تېر نه سي نو موجب د ثواب ګرځي د اوويشتم شپه ډېره مبارکه او د قدر شپه ده. [مجموعه رسائل ص ۲٦]
د شعبان د مياشتي پنځه لسمه (پنځلسی):
د برات مياشت مقدمه د روژې ده او الله تعالْیﷻ فرمايي:
﴿           �              �   ﴾.[الدخان/۱ الْی ۵]
ترجمه: په دغه واضح کتاب مي دي قسم وي چي موږ په دغه برکتناکه شپه کي نازل کړی دی بېشکه موږ خبروونکي يو په دغه شپه کي د حکمت هره معامله هم زموږ په حکم پوري اړه لري او هم موږ تالره پيغمبري ورکوونکي يو.
نو په دغه آيت کي د برکت د شپې څخه مطلب د برات د مياشتي پنځلسمه شپه ده، او دغه د برات په مياشت کي به اکثره روژې رسول اللهﷺ نيولې، د عائشې څخه روايت دی چي رسول اللهﷺ به څو ورځي کم د برات د مياشتي روژې نيولې، او د ام سلمې څخه روايت دی چي ما هيڅکله رسول اللهﷺ دوې مياشتي مسلسل پر روژو نيولو باندي نه دی ليدلی مګر د برات او رمضان المبارک د مياشتي څخه ماسېوا يعني په دې دواړو مياشتو کي به رسول اللهﷺ مسلسل روژې نيولې، نو دا ډېره مبارکه مياشت ده چي پر پنځلسمه نيټه د دغي مياشتي الله تعالْیﷻ اراده وکړل
د قرآن کريم د نازلېدو د لوح محفوظ څخه و اول آسمان ته او بيا د اول آسمانه څخه په ۲۳ کالو کي پر حضرت محمدﷺ آيت آيت نازل کړ، نو د دغه پنځلسي برکت رسول اللهﷺ ډېر زيات بيان کړی دی په حديث شريف کي راغلي دي چي په دغه برکتناکه شپه کي الله تعالْیﷻ بلاکيف د آسمان دنيا لور ته نزول کوي او داسي فرمايي چي: د بنو کلب د قوم د پسو د ورېښتانو په حساب تر هغه زيات
و ګناه کارانو ته عفوه کوي، خو هر شپه الله تعالْیﷻ پر دنيا باندي رحمتونه نازلوي خو په نورو شپو کي د شپې په آخر کي وي لږ موده دا رحمت نازلېږي او د دغه شپې خصوصيت دا دی چي په دغه شپه کي چي لمر ولوېږي فوراً د الله تعالْیﷻ رحمت آسماني پر دنيا باندي نازلېږي، او آواز کوي:
(اَلاَهَل مِن مُستَغفِرٍ فَاغفِرلَهُ، اَلاَهَل مِن مُستَرزِقٍ فَارزُقهُ).
ترجمه: اې زما بندګانو! څوک بخښه غواړي چي بخښه ورته وکړم، او څوک رزق غواړي چي رزق ورلره ورکړم.
د شکر ځای دی د لوی مهربانه اللهﷻ رحمت څومره زيات دی چي ګناهکارانو د احکامو ماتوونکو نافرماني کوونکو خلکو ته هم آواز ورکوي، که په دنيا کي کشر ورور د مشر نافرماني وکي نو چي کوم وخت د مشر ورور دروازې ته درېږي نو شرمېږي بېرېږي په وهم او ترس کي وي، همدغسي نافرمانه زوی، نافرمانه شاګرد، نافرمانه مريد ټول په هغه اندازه کي بېرېږي شرمېږي، غرض دا چي د دنيا قانون دا دی چي کشر د نافرمانۍ کولو څخه وروسته د مشر دروازې ته د ورتللو لپاره نه تيارېږي، نو په دغه وجه کېدای سي چي يو ګناه کار بنده د خپل مولْی نافرمانه بنده د خپل بادار دروازې ته په ورتلو باندي شرم وکړي او يا بېره وکړي، نو په دغه وجه الله تعالْیﷻ اعلان وکړي چي اې خلکو ما کله ويلي دي چي تاسو ماته نېکياني راوړئ زه خووايم ماته ګناهونه هم راوړئ دومره ګناهونه چي د مځکي او آسمان په اندازه وي، او ستاسو د ګناهو دوچنده رحمت ما را اخستی دی، او ستاسو په انتظار کي يم، دوهم طلب د رزق راڅخه وکړئ چي څومره رزق غواړئ زه به هغومره در مقرر کړم، د بېري شپه ده د الله تعالْیﷻ رحمت داسي تېز ورېږي لکه تېز باران، رحمت بيان ليکلي دي چي: د پنځلسي په شپه عبادت کول د پوره کال ګناوي رژوي لکه د جمعې د شپې عبادت چي
د هفتې ګناوي رژوي او يا د شب قدر د شپې عبادت د ټول عمر ګناوي رژوي. او په دغه شپه کي رزق، عمر، غنْی، فقر، عزت، ذلت، ژوند، مرګ، حجونه مقررېږي او په ټول کال کي پنځه شپې دي چي په هغو کي الله تعالْیﷻ دعا قبلوي:
۱- د جمعې شپه، ۲- اوله شپه د رجب، ۳- پنځلسمه شپه
د برات، ۴- د کوچني اختر شپه، ۵- د لوی اختر شپه.
او په حديث شريف کي راغلي دي که چا دغه پنځه شپې په عبادت تېري کړې نو جنت ورته واجب دی:
۱- د لوی اختر د اتم شپه، ۲- د نهم شپه، ۳- د لسم شپه،
۴- د کوچني اختر شپه، ۵- د برات د پنځه لسم شپه.
په بل حديث شريف کي راغلي دي که چا دغه درې شپې په عبادت تېري کړې زړه بې ژوندی وي په هغه ورځ چي زړونه مري:
۱- د کوچني اختر شپه، ۲- د لوی اختر شپه، ۳- د برات د پنځلسم شپه.
نو که پر حق باندي سترګي نه سي پټي حق ښکاره دی شپه او ورځ يو تر بله فضيلت سره لري يعني د محرم څخه چي د کال شروع فضيلت را روان دی عاشورا ده، سُرُوري چارشنبه، دوولسمه، اووه ويشتمه او پنځلسمه د برات دا ټولي غټي ورځي دي
د رمضان المبارک مياشت او اخترونه دي د الله تعالْیﷻ عبادت مقصود ګرځول دي.
الله تعالْیﷻ دي موږ او تاسو ته نجات او امان د دغه بې دينه او بې مذهبو ډلو څخه راکړي او الله تعالْیﷻ دي موږ ته توفيق راکړي چي په دغه ټولو شپو او ورځو کي عبادت وکړو.آمين يا رب العْلمين
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery