مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مختار العقاید


د پنځو لمونځونو اهميت

د سهار لمونځ تر ټولو مخکي آدم علیه السلام هغه وخت ادا کړی چي
د جنت څخه را دباندي سو د شپې تياره پر راغلل چي په جنت کي شپه، ورځ او تياره نه وه په فکر کي سو، صبر يې وکړ چي سهار سو نو پوه سو چي شپه او ورځ سته نو يې دوه رکعاته شکرانه ادا کړل په سهار کي، چي اللهﷻ ځني قبول کړل پر موږ فرض وګرځېدی.
د ماپښين لمونځ تر ټولو مخکي حضرت ابراهيم علیه السلام هغه وخت ادا کړ چي الله تعالْیﷻ د نمرود اور ور ته ګل ګلزار کړی او و ده ته يې نجات ورکړ نو يې څلور رکعاته شکرانه ادا کړل چي الله تعالْیﷻ ځني قبول کړه او پر موږ باندي فرض وګرځېدی.
د ماځيګر لمونځ تر ټولو مخکي حضرت يونس علیه السلام هغه وخت ادا کړی چي الله تعالْیﷻ د ماهي د نس څخه رادباندي کړی او نوی ژوند يې په برخه سو نو يې څلور رکعاته شکرانه ادا کړل الله تعالْیﷻ ځني قبول کړ او پر موږ باندي فرض وګرځېدی.
د ماښام لمونځ تر ټولو مخکي حضرت عيسْی علیه السلام هغه وخت ادا کړی چي الله تعالْیﷻ د ده خواست د ترسايانو په هکله قبول کړی او د مجادلې څخه يې نجات پيدا کړی نو يې درې رکعاته شکرانه ادا کړل الله تعالْیﷻ ځني قبول کړل او پر موږ باندي فرض و ګرځېدی.
د ماخستن لمونځ تر ټولو مخکي حضرت موسْی علیه السلام هغه وخت ادا کړی چي په کوه طور کي الله تعالْیﷻ و ده ته ملاقات او نبوت ور په برخه کړی تر هغه وروسته يې څلور رکعاته شکرانه ادا کړل الله تعالْْیﷻ ځني قبول کړل او پر موږ باندي فرض وګرځېدی.
درې رکعاته وتر د ټولي ورځي تر لمونځو آخري دي چي ختم
د لمونځو دی او رسولﷺ هم خاتم الانبياء دی چي د معراج څخه راغلی نو و يې و فرمايل:
(ان الله تعالْی زاد کم صلْوة الا وهي الوتر اوترو يا اهل القرآن فان الله تعالْی و تريحب الوتر و جعل و قتها بعد العشاء الی الصبح).
[صلْوة مسعودي جلد ۱ ص ۳۰، فتح القدير جلد ۱ ص ۱۹٦-۱۹۱]
د حضرت جابر(رض) څخه روايت سوی چي رسول اللهﷺ وفرمايل چي: (بين العبد و بين الکفر ترک الصلْوة)
د بنده او کفر تر منځ بېلتون پرېښوول دلمانځه دي. [مسلم]
په بل روايت کي بيا دغسي راغلي دي چي:
(بين الکفر والايمان ترک الصلوة)
يعني د کفر او ايمان تر منځ بېلتون پرېښودل د لمانځه دی. [ترمذي]
لمونځ ډېر مهم دی ځکه الله تعالْیﷻ د لارښووني او تقوْی اساسي شرط بللی دی، او لمونځ پر آزاد مريي، مالداره، مسکين، جوړ، ناجوړ، مقيم، مسافر پر ټولو فرض دی او په هيڅ حال کي د دغو کسانو څخه نه ساقطېږي، خو روژه، زکات، حج داسي نه دي ځکه هغه په خپلو شرائطو او وختونو کي فرض او لازم ګرځي لمونځ خاص د جنګ او جهاد په ډګر کي هم لازمېږي، داسي مهمه فريضه ده چي يوازي د مجاهد او صالح انسانه څخه نه بلکه
د نبيانو او رسولانو څخه هم نه ساقطېږي.
د پنځو فرضي لمونځو وختونه:
       � .[النساء/ ۱۰۳]
ترجمه:بېشکه چي لمومنځ پر مسلمانانو په خپل معلوم وخت کي فرض دی.
نو بنا پر دغه د لمانځه د وختونو څخه اګاهي او خبرتيا ضروري ده. يو شرط د لمانځه وخت دی. که چيري د لمانځه د وخت څخه دمخه يو سړی لمونځ وکي د هغه لمونځ فاسد دی او هغه راګرځول لازم دي او همدغسي که چيري يو سړی د لمانځه وخت له لاسه ورکړي او لمونځ تر وخت وروسته وکړي دغه لمونځ قضا بلل کېږي او دغه سړی ګناهکاره دی، ولي چي لمونځ يې قضا کړی دی نو هر سړي ته لازمه ده چي لمونځ پر خپل ټاکلي وخت ادا کړي.
د سهار لمونځ:
تر فرضو مخکي د دوو رکعتو سنتو حکم:
دا خبره بايد په زړه کي وساتل سي چي د سهار دوه رکعته سنت که څه هم مؤکد دي ليکن په حديثو کي پردې ډېر تاکيد او ټينګار سوی دی چي له دغي وجي څخه ډېرو علماوو د هغو د وجوب قول کړی دی، د حضرت عائشې څخه روايت دی:
(من عائشه قالت: قال رسول اللهﷺ رکعتا الفجر خير من الدنيا ومافيها).[ رواه مسلم]
ترجمه:معنْی دا چي: رسول اللهﷺ وويل چي د سهار دوه رکعته سنت تر دنيا او تر هغه چي په دنيا کي سته خير او غوره دي.
نو د دغه تأکيد له وجي څخه حکم کېږي چي که چيري يو سړی دغه سنت ونه کړي او پر جماعت ودرېږي نو که د لمونځ کوونکي خيال دا وي چي د فرضو يو رکعت د امام سره نيولای سم نو اول بايد په داسي ځای کي ودرېږي چي د امام قرائت وانه وري او خپل سنت دي وکړي، بيا دي په جماعت کي شريک سي، ځيني علماء لا دا هم وايي که چيري د امام سره آخري ناسته نيولای سئ سنت دي نه پرېږدي ودي کړي.
رسول علیه السلام فرمايلي دي چي: جماعت ودرېږي هيڅ لمونځ نه کېږي په وخت د جماعت کي بې له دوه رکعاته سنت کول د سهار په وخت د جماعت کي. [بيهقي]
رسول علیه السلام به د سهار سنت په کور کي وکړه عائشه فرمايي چي: زما سره بې خبري وکړې چي بلال(رض) خبر ورکړی نو به علیه السلام د جماعت لپاره ولاړی. [بخاري، مسلم، ترمذي]
نو بعضي علماء وايي چي د سنت او فرضو په مابين کي خبري کول نسته او په مسجد کي چي خلک ذکر کوي سلام اچول هم نسته.
د سهار لمونځ څلور رکعته دی او دوه رکعته يې سنت بيا دوه رکعته فرض دا خبره بايد ياد ولرو چي سنت او نفل او وتر واجب، تراويح دا ټول ډک کېږي يعني سورت پکښې ويل کېږي او فرض که دوه رکعته وي ډک کېږي او که څلور رکعته وي لکه د ماپښين، ماځيګر يا ماخستن لمونځ نو په اولو دوو رکعتو کي سورت ويل کېږي او آخري دوه رکعته تش کېږي.
د سهار د دوو رکعتو سنتو نيت په دې ډول دی:
نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم دوه رکعته سنت په متابعت د رسول الله د سهار په دې حاضر وخت خاص خدای تعالْی لره مخ مي دی پر لوري د کعبې شريفي الله اکبر.
د سهار د دوو رکعتو فرضو نيت په دې ډول دی:
نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم دوه رکعته فرض د سهار په دې حاضر وخت خاص خدای تعالْی لره مخ مي دی پر لوري
د کعبې شريفي الله اکبر، او که په امام پسې ولاړ وي، تر خدای تعالْی لره وروسته دي اقتدا مي ده په دې حاضر امام پسې، و وايي.
د ماپښين لمونځ:
د ماپښين د لمانځه اول وخت وروسته تر هغه دی چي لمر تر سر واوړي او زوال سي او د هغه پېژندنه دا ده چي لمر تر آخري درجې لوړ سي او د هر شي سايه تر آخري درجې کمه سي.
کوم وخت چي د سايې کمبود ودرېږي او د ورځي نيمايي، نصف النهار سي تردې وروسته چي د سايې اوږدېدل شروع سي او ورځ مخ پر کموالي سي نو له دغه وخته څخه د ماپښتين وخت شروع کېږي. د ځينو امامانو په قول د ماپښين وخت تر هغو پوري دی چي د هر شي سايه تر دوه چندۍ نه وي بالا سوې خو احتياط دا دی چي د ماپښين لمونځ په يکچندي کي ادا کړل سي.
ليکن که چيري کومه مجبوري يا يو عذر پېښ سي بيا تر دوه چندۍ پوري د ماپښين لمونځ ادا کېدای سي.
د ماپښين لمونځ لس رکعته دي اول څلور رکعته سنت دي بيا څلور رکعته فرض دي بيا دوه رکعته سنت دي.
کوم سړي چي د ماپښين د دغو سنتو پابندي وکړه د هغه په باره کي د نبيﷺ ارشاد دی چي الله تعالْی به پر هغه باندي د دوزخ اور حرام کړي او د هغه لپاره به د آسمان دروازې خلاصي سي. [مسلم]
حضرت ام المؤمنين عائشه فرمايي چي: رسول اکرمﷺ به ماپښين تر لمانځه دمخه څلور رکعته سنت زما په کور کي کول بيا به مسجد ته تلی او فرض به يې د هغو سره کول د ماپښين
د لمانځه امامت به يې ورکاوه، او له جماعت څخه تر فراغت وروسته به کور ته راتلی او دوه رکعته سنت به يې ادا کول.
لکه څنګه چي مخکي موږ وويل چي سنت نفل او وتر، تراويح ټول ډک کېږي نو د ماپښين سنت هم ډک کېږي او فرض يې اول دوه رکعته ډک دي او آخري دوه رکعته تش کېږي. يعني په کومو رکعتو کي چي قول هوالله ويل کېږي هغه ډک دي او په کومو رکعتو کي چي سورت نه ويل کېږي هغه ته تش ويل کېږي.
د څلورو رکعتيز سنتو نيت داسي دی:
نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم څلور رکعته سنت
د ماپښين په دې حاضر وخت خاص خدای تعالْی لره مخ مي دی پر لوري د کعبې شريفي الله اکبر، که جماعت ولاړ وو سړی راغلی څلور رکعاته سنت يې نه وکړل او جماعت يې وکړ نو به اول دوه رکعته سنت کوي بيا به هغه څلور رکعاته سنت کوي. [علم حديث ص ۴۸]
د څلور رکعتو فرضو نيت:
نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم څلور رکعته فرض
د ماپښين په دې حاضر وخت خاص خدای تعالْی لره مخ مي دی پر لوري د کعبې شريفي الله اکبر.
که په ملا پسې ولاړ وي، نو دي تر، په دې حاضر وخت، ورسته دي، اقتدا مي ده په دې حاضر امام پسې، و وايي.
د دوه رکعتيز سنتو نيت داسي دی: نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم دوه رکعته سنت دماپښين په دې حاضر وخت خاص خدای تعالْی لره مخ مي دی پر لوري د کعبې شريفي الله اکبر.
ابوهريره(رض) فرمايي چي رسول علیه السلام وفرمايل:
تاسو داسي نه سئ کولای چي فرض لمونځ وسي، لږ شاومخته يو طرف بل طرفته سئ يعني د فرضو ځای بدل کړی. [ابوداؤد،ابن ماجه]
حضرت علي فرمايي چي: امام دي سنت او فرض پر يوه ځای نه کوي تر څو چي ځای يې بدل کړی نه وي. ابن ابي شيبه.[ابوداؤد]
د ماځيګر لمونځ:
د ماځيګر د لمانځه وخت هغه وخت شروع کېږي چي د هر شي سايه دوچنده سي، بيا تر لمر لوېدو پوري د لمر د لوېدو څخه بايد يو نيم ساعت دمخه د ماځيګر لمونځ ادا سي. زموږ په مذهب کوم وخت چي لمر د مغرب و خواته ډېر کښته سي او د لمر رڼا ژړه سي په داسي وخت کي د ماځيګر لمونځ مکروه دی، تر دې دمخه بايد ادا سي.
د ماځيګر د لمانځه دمخه سنت مؤکد نسته، ليکن نبي کريمﷺ ګاهي څلور رکعته او ګاهي دوه رکعته کړي دي.
او دا خبره په ثبوت رسېدلې ده، حضرت عبدالله بن عمر(رض) ويلي دي چي رسولﷺ فرمايلي دي:
خدای تعالْیﷻ دي خپل رحمت نازل کړي پر هغو کسانو چي د ماځيګر تر لمانځه دمخه څلور رکعته سنت ادا کوي. [ترمذي]
و دې ته سنت زوائد ويل کېږي.
د ماځيګر د لمانځه په باب په احاديثو کي ډېر تأکيد راغلی دی په يوه حديث شريف کي راغلي دي.
(الذی يفوته صلْوةالعصر فکانما وتر اهله وماله). [مسلم، بخاري]
ترجمه: يعني د چا څخه چي د ماځيګر لمونځ قضا سي ګواکي خاندان او مال يې تباه او برباد سو يعني دغه نو هلاکت دی.
د ماځيګر د لمانځه څخه وروسته بيا تر لمر لوېدو پوري هيڅ لمونځ نسته په حديث شريف کي راغلي دي.
(لاصلْوة بعد العصر حتْی تغرب). [بخاري و مسلم]
ترجمه: د ماځيګر تر لمانځه وروسته بل لمونځ نسته تر څو چي لمر لوېږي.
د ماځيګر لمونځ څلور رکعته دي، دا لمونځ فرض دی او دوه رکعته يې ډک دي او آخر دوه رکعته يې تش دي، يعني په اولو دوو رکعتو کي سورت ويل کېږي او په آخرو دوو رکعتو کي نه ويل کېږي.
نيت يې په دې ډول دی:
نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم څلور رکعته فرض
د ماځيګر په دې حاضر وخت خاص خدای تعالْی لره اقتدا مي ده په دې حاضر امام پسې مخ مي دی پر لوري د کعبې شريفي الله اکبر.
د ماښام لمونځ:
څنګه چي لمر ولوېږي د ماښام د لمانځه وخت داخل سي بيا
د شفق تر لوېدو پوري د لمر لوېدو څخه وروسته بيا تر هغه وخته پوري چي آسمان سور وي د ماښام د لمانځه وخت دی، ليکن دومره ځنډ چي په آسمان کي ښه ستوري ښکاره سي حرام دی. بايد د ماښام لمونځ په دغه وخت کي ونه سي، حضرت رسول اکرمﷺ فرمايلي دي:
زما امت به تر هغه وخته پر خير يا پر اسلامي فطرت وي تر څو چي د ماښام لمونځ دغومره ونه ځنډوي چي په آسمان کي ستوري ښکاره سي. [ابوداؤد]
د ماښام لمونځ پنځه رکعته دی: درې رکعته يې فرض دي او دوه رکعته يې سنت دي، د درو رکعتو فرضو لومړي دوه رکعته ډک دي او آخري يو رکعت يې تش دی او پاته دوه رکعته سنت ډک دي.
د درې رکعتو فرضو نيت:
نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم درې رکعته فرض د ماښام په دې حاضر وخت خاص خدای تعالْی لره اقتدا مي ده په دې حاضر امام پسې مخ مي دی پر لوري د کعبې شريفي الله اکبر.
د سنتو نيت:
دا هم لکه د سهار د سنتو نيت په هغه کي سهار ويل کېږي په دې کي ماښام ويل کېږي، د ماښام تر لمانځه وروسته شپږ رکعاته نفل کېږي و هغو ته اوابين ويل کېږي.
د ماخستن لمونځ:
تر ماښام وروسته پر آسمان باندي سور شفق ښکاره کېږي
د دې تر لوېدو وروسته بيا سپينوالی پاته کېږي، وروسته دغه سپينوالی هم ورکېږي. ټول آسمان يورنګه وي، د دغه وخته څخه د ماخستن وخت شروع کېږي بيا تر صبح صادق پوري.
ليکن دا خبره بايد ياد ولرو چي تر نيمي شپې وروسته
د ماخستن وخت مکروه دی او د لمانځه ثواب کمېږي نو له همدغي وجي بايد د ماخستن لمونځ تر نيمي شپې وروسته ونه سي.
او ډېر ښه به دا وي چي دمخه تردې چي د شپې درېمه برخه تېره سي د ماخستن لمونځ ادا سي، په حديث شريف کي راغلي دي چي د ماخستن د لمانځه ساتنه وکړئ، ځکه چي تاسو ته پر نورو امتو په دغه وجه فضيلت او لوړوالی درکول سوی دی تر تاسي مخکي بل هيڅ امت د ماخستن لمونځ نه دی کړی. [ابوداؤد]
د ماخستن لمونځ نهه رکعته دی. اول څلور رکعته فرض، بيا دوه رکعته سنت بيا درې رکعته وتر واجب دي.
دا فرض هم اول دوه رکعته يې ډک وروستني دوه يې تش دي. سنت يې هم ډک دي. پاته سوه وتر واجب، وتر واجب درې سره رکعته ډک دي خو په آخري درېيم رکعت کي تر سورت وروسته دعا قنوت ويل کېږي. که چيري د چا دُعا قنوت نه و په ياد نو بيا دي درې واره اللهم ربنا ووايي، کوشش دي وکړي چي دُعا قنوت ياد کړي.
د ټولو لمونځو نيتونه يو ډول دي، فقط دومره فرق پکښې دی چي د وخت او د رکعتونو شمېر يې فرق کوي، نور ټول الفاظ يې يو ډول دي. که يې يوازي کوي. اقتدا مي ده په دې حاضر امام پسې، توري ځني ايسته کېږي او که يې په امام پسې ادا کوي همدغه توري د نيت سره يوځای کېږي. د ماخستن تر لمانځه وروسته د قرآن مجيد تلاوة ذکر الْهي وعظ نصحيت درس
و تدريس نېکي خبري کول جائز دي او د جنګ او دعوې بې فضول خبري کول جائز نه دي مکروه دي.
يو سړي په توره شپه کي لمونځ وکړی او يا يې په ورځ کي لمونځ وکړی خو سر يې سره وګرځېدی نه ورمعلومېږي قبله ځني ورکه سوه ښه تحرا او فکر يې وکړ خو لمونځ يې په خپل فکر سره سم و قبلې طرف ته وکړ خو بيا وروسته تر لمانځه کولو ورمعلومه سول چي قبله مي خطا کړېده، امام صاحب(رح) فرمايي:
چي لمونځ يې صحيح دی لمونځ به نه راګرځوي مثال د تيمم والا ورکوي لکه هغه سړی چي په تيمم لمونځ وکړي بيا اوبه پيدا کړي نو لمونځ به نه راګرځوي امام صاحب او شاګردان هم دا دليل وايي د عامر بن ربيعه څخه روايت سوی دی چي موږ د رسول علیه السلام سره په سفر کي ملګري وو توره تياره شپه وه موږ ته قبله نه
را معلومېده هر سړي پر خپله رايه باندي پر خپل خيال لمونځ وکړی خو چي رڼا سوه نو معلومه سول چي قبله مو خطا کړې ده نو موږ رسول علیه السلام ته دا خبره ورياده کړه نو دا آيت مبارک نازل سو:
﴿     ﴾.[البقره/۱۱۵]
يو څو ضروري مسئلې د لمانځه په اړه:
د لمر راختو او زوال او د لمر لوېدو په وخت کي د لمانځه کول نه دي روا. ليکن که چيري د دغه ورځي دماځيګر لمونځ يې نه وکړی هغه د لمر لوېدو په وخت کي هم کولای سي، دا بايد ياد وساتل سي چي په قصد او اختيار سره دومره ځنډ ناروا او حرام دی. او دا جواز فقط د دې لپاره دی چي د لمونځو ترتيب پر خپل ځای پاته سي. د لمانځه تر قضا کولو دا ډېر ښه دی چي په آخري مکروه وخت کي لمونځ ادا سي.
د سهار تر لمانځه وروسته تر هغه وخته چي لمر ښه راونه خيژي نفل کول مکروه دي، د دې وخت مقدار او اندازه تقريباً پنځلس دقيقې ده.
د لمر راختو څخه مخکي قضايي لمونځ کول او سجده تلات کول روا دي.
تر صبح صادق وروسته د سهار د دوو رکعتو سنت او دوو رکعتو فرضو ماسوا نور نفلي لمونځونه کول مکروه دي، ليکن قضايي لمونځ او سجده تلاوت کېدلای سي.
نفلي لمونځ په ناسته سره کول هم روا دی، ليکن نيمايي ثواب ورکول کېږي او کوم څوک چي په ناسته لمونځ کوي هغه بايد په رکوع کي سر په دې اندازه ټيټ کړي چي د ځنګنو سره برابر سي.
[درمختار، مراقي الفلاح، شامي او نور کتابونه]
که سړی په دواړو رکعاتو کي يو سورة و وايي يعني مکرر سي په فرض لمانځه کي مکروه والی راولي که په قصد سره وو. او که په هېره سره وو بيا نه دی مکروه او کې نه وو په ياد بيا نه دی مکروه او په نفلي لمانځه کي که په قصد سره يو سورة په دواړه رکعاتو کي و وايي هم نه دی مکروه، حضرت معاذ(رض) بن عبدالله فرمايي: د قبيله جهينه يو سړي ماته بيان وکړ چي ما د رسول علیه السلام څخه د سهار په لمانځه کي په دواړوه رکعاتو کي واورېدل (اذازلزلت) سورة مبارک نو معلومه نه ده چي رسول علیه السلام په هېره کړی وو يا ارادتاً، نو ښکاره ده چي رسول علیه السلام ارادتاً دغسي کړي وه چي خلکو ته معلومه سي چي لمونځ دغسي هم کېږي. [ابوداؤد]
هغه شيان چي په لمانځه کي رکن يا فرض وي بايد هر مسلمان دغه ټول ارکان ياد کړي او ښې زده کړي ځکه رسول علیه السلام فرمايي: (الصلْوة عمادالدين) چي لمونځ مهمه ستن د دين ده او
د کافر او مسلمان فرق په لمانځه سره کېږي نو بايد د تجارت او زراعت څخه څه وخت د لمانځه و ادا ته ورکړل سي.
چي په لمانځه کي رکن او يا فرض وي د هغو شيانو بيان:
په لمانځه کي شپږ فرضونه دي:
۱- تکبير تحريمه، يعني د نيت تړلو په وخت کي الله اکبر ويل.
۲- تر نيت تړلو وروسته سم سيده درېدل.
۳- قرائت يعني د قرآن مجيد ويل.
۴- رکوع کول.
۵- په هر رکعت کي دوې سجدې کول.
٦- آخري ناسته، يعني په آخر رکعت کي د التحيات د ويلو په اندازه کښېنستل.
که د دغو يادو سوو فرضو څخه يو فرض پاته سي. يا پرېښودل سي لمونځ نه ادا کېږي. دوهم وار به لمونځ راګرځوي. همدغه شان که يو څوک د کوږوالي په وخت کي اول الله اکبر و وايي لمونځ يې نه دی صحيح، ځکه چي د فرضو او واجب لمانځه د اول الله اکبر ويلو په وخت کي سم سيده درېدل شرط دی، که عذر نه و.
ډېر داسي خلک سته چي امام د رکوع په وخت کي پيدا کړي نو په تلوار او چابکي الله اکبر و وايي: بېله دې چي لاسونه بند کړي و رکوع ته ولاړ سي د دغسي خلکو لمونځونه فاسد دي. ځکه چي اول الله اکبر د لمانځه د صحت لپاره شرط دی او د اول الله اکبر لپاره ولاړه،درېدل شرط دي نو کوم وخت چي ولاړه نه وي لمونځ نه صحيح کېږي.
د لمانځه د واجباتو بيان:
د لمانځه واجبات هغه دي چي د هغو ادا کول په لمانځه کي ضروري دي. که چيري د هغو څخه يو شی هم پاته سي د سجده سهوي په کولو سره لمونځ صحيح کېږي او که سجده سهوه ونه کړه سي د لمانځه راګرځول ضروري دي د لمانځه واجبات دا دي:
۱- الحمدلله ويل تر پايه پوري.
۲- الحمدلله تر سورت مخکي ويل.
۳- د فرضو په اولو دوو رکعتو کي او د نفلو او سنتو په ټولو رکعتو کي تر الحمدلله وروسته يو غټ آيت يا يو سورت يا درې لنډ آيتونه ويل.
۴- ولاړه، يعني تر رکوع وروسته سم سيده درېدل چي دې ته قومه وايي.
۵- ناسته يعني د دوو سجدو په مابين کي آرام کښېنستل چي دې ته جلسه وايي.
٦- تعديل ارکان، يعني رکوع، سجده او نور ارکان په پوره اطمينان او آراموالي سره کول چي اندامونه دي کرار ونيسي.
۷- ټول لمونځ په ترتيب سره کول، يعني قرائت، رکوع، سجده او رکعتونه په ترتيب سره ادا کول.
۸- په درې رکعتيز او څلور رکعتيز لمانځه کي تر دوو رکعتو وروسته د التحيات د ويلو په اندازه کښېنستل او التحيات ويل.
۹- په اوله او آخره ناسته کي التحيات ويل. تر عبدُهُ ورسُولهُ پوري.
۱۰- تر التحيات ويلو وروسته درېيم رکعت ته درېدل.
۱۱- په هغو لمونځو کي چي کرار قرائت ويل کېږي هلته کرار والی او په کومو کي چي په لوړ آواز قرائت ويل کېږي هلته په زوره او لوړ آواز ويل نه داسي کرار چي په زړه کي يې وايي او نه داسي په زوره چي خلک درڅخه په عذاب سي.
۱۲- په السلام عليکم ورحمةالله سره لمونځ ختمول.
۱۳- د وتر لمانځه په درېيم رکعت کي تر سورت وروسته الله اکبر ويل او تر رکوع مخکي دعا قنوت ويل، که د چا دعاء قنوت نه وي ياد نو هغه بيا بل څه وايي دا غلط دی ځکه ستا سره مسلمانه دغه وخت هم نسته چي ته دعاء قنوت ياد کړې او يا په جنازه کي د مړي دعا په ياد کړې او يا په رکوع کي سبحان ربي العظيم زده کړې دغه نور لمونځ تا څنګه زده کړی دی د هر مسلمان لپاره ضروري ده چي دعا قنوت زده کړي او ياد يې کړي او په جنازه کي ملا درته وايي که د چا د مړي دعا نه وي زده نو اللهم ربنا واياست نو ولي ته مرګ نه لرې څه وخت ته مرګ په يادوې او رکوع څومره مهم عبادت دی بيا هم ته (سبحان ربي الکريم) وايي په کال کي خو بې زده کړې (سبحان ربي العظيم) مسلمانه ډېر غفلت نه دی په کار تکليف برداشت که.
د سجده سهوي بيان:
د سجده سهوي کولو طريقه دا ده چي د آخر رکعت په ناسته کي التحيات و وايي او پر يوه طرف سلام وګرځوي او دوې سجدې وکړي، کښېني بيا التحيات و وايي او درود شريف او دعا ووايي بيا پر دواړو خواوو سلام وګرځوي لمونځ ختم کړي.
که د سړي په لمانځه کي الحمدلله ويل هېر سي يا يې تر الحمدلله مخکي سورت و وايه بيا يې الحمدلهم وويل نو سجده سهوه واجب ده.
د سنتو او نفلو په ټولو رکعتو کي د الحمدلله سره د سورت ملګري کېدل واجب دي که يې د سورت ملګري کېدل هېر سول سجده سهوه کول لازم دي.
که سړي الحمدلله وويل او په فکر کي ډوب سو چي کوم سورت و وايي او په دغه فکر کي دومره وخت تېر سو چي په هغه کي درې واره سبحان الله ويل کېدای سوای بيا يې ياد سوه چي فلانی سورت و وايه. په دې صورت کي هم سجده سهوه کول واجب ده.
که سړي ته په آخري ناسته کي تر التحيات او درود شريف ويلو وروسته شک پيدا سو چي ما څلور رکعته کړي دي او که درې رکعاته او په دغه شک او فکر کي دومره وخت تېر سو چي په هغه کي درې واره سبحان الله ويل کېدای سي بيا ورته ياد سوه چي څلور رکعته مي ادا کړي په دې صورت کي به هم سجده سهوه کوي.
په درې رکعتيز او څلور رکعتيز لمانځه کي چي کوم وخت د اولي ناستي لپاره کښېنستی نو دوه واره يې التحيات وويله وروسته ورته ياد سوه نو سجده سهوه کول واجب ده.
که يې د فرضو يا سنتو په اوله ناسته کي تر التحيات وروسته درود شريف په هېره و وايه نو سجده سهوه کول واجب ده.
که يې په فرضو يا وترو کي تر دوه رکعته وروسته ناسته هېره سوه،سده ولاړ سو نو اوس به بېرته نه راګرځي لمونځ دي پوره کړي په آخره کي دي سجده سهوه وکړي، ځکه د دغي سجده سهوي کول واجب دي.
د نفل لمانځه په دوهم رکعت کي تر التحيات وروسته که سړي درود شريف و وايه سجده سهوه لازمه نه ده ليکن که دوه واره التحيات و وايي نو په نفلو کي هم سجده سهوه لازمه ده.
د څلور رکعتيز او درې رکعتيز فرض لمانځه په آخرو رکعتو کي، تر اولي ناستي وروسته يې الحمدلله هېره سوه او پټه خوله ودرېدی او رکوع ته ولاړی په دې صورت کي سجده سهوه واجب نه ده.
که سړي تر څلور رکعته کولو وروسته د ناستي پر ځای په هېره سره ولاړ سو نو په دې صورت کي که د ده د بدن لاندي برخه، د ورنو څخه تر پښو پوري، سده سوې نه وه نو دي بېرته کښېني او تر التحيات او درود او دعا وروسته به سلام وګرځوي او سجده سهوه دي نه کوي. دغه ډول که سم سيده پنځم رکعت ته ولاړ سوی وو، بيا دي هم کښېني همدغه ډول که يې د پنځم رکعت رکوع کړې وي لا به هم کښېني او التحيات به وايي او سجده سهوه به کوي سلام به ګرځوي. او که يې د پنځم رکعت سجده کړې وه نو د دې پنځم رکعت سره به شپږم رکعت هم ملګری کوي او بې له سجده سهوي کولو به سلام ګرځوي او دغه لمونځ يې نفل سو، فرض به دوهم وار بيا کوي.
که سړي تر څلورم رکعت وروسته په ناسته کي التحيات وويله او ولاړ سو نو د پنځم رکعت تر سجدې دمخه که يې په ياد سوه خو کښېني به او بې له دې چي التحيات و وايي دستي به سلام ګرځوي او سجده سهوه به کوي او که يې د پنځم رکعت سجده وکړه نو به شپږم رکعت هم ورسره کوي په دې صورت کي څلور رکعته فرض سوه او پاته دوه نفل د شپږم رکعت په پوره کېدو سره به سجده سهوه وکړي وروسته به سلام وګرځوي.
که سړی په ناسه کي د التحيات پر ځای څه بل شی د قرآن څخه و وايي: مثلاً الحمدلله يا يې سبحانک اللهم وويله په دې صورت کي سجده سهوه واجب ده.
تر نيت تړلو وروسته که يې د سبحانک اللهم پر ځای دعا قنوت و وايه نو سجده سهوه نه ده واجب.
که سړي ته د وترو په لمانځه کي شک پيدا سو چي آيا دغه دوهم رکعت دی که درېيم، او پر يوه خوا يې لا هم زيات ګمان نه و، بلکي دواړي خواوي ورته برابري وې نو په دغه رکعت کي به دعا قنوت و وايي او کښې دي ني، التحيات به و وايي او يو رکعت به بل هم وکړي او په هغه کي به هم دعا قنوت و وايي او سجده سهوه به وکړي سلام به وګرځوي.
که يې تر الحمدلله وروسته د يو سورت پر ځای دوه يا درې سورتونه وويل نو سجده سهوه نه ده واجب.
که د فرض لمانځه په آخري دوو رکعتو کي يا په يوه رکعت کي تر الحمدلله وروسته سورت و وايي نو سجده سهوه نه ده واجب.
که يې د لمانځه په شروع کي د سبحانک اللهم ويل هېر سول يا يې په رکوع کي سبحان ربي العظيم نه و وايه، يا يې په سجده کي سبحان ربي الاعلْی نه وويل يا د رکوع څخه پورته سو سمع الله لمن حمده ويل يې له ياده ووتل يا يې د نيت تړلو په وخت کي لاسونه پورته نه کړل يا يې په آخر رکعت کي درود شريف يا دعا ونه ويل همداسي يې سلام وګرځاوه په دې ټولو صورتوکي سجده سهوه نه ده واجب.
بايد دا خبره په ياد ولرو چي سجده سهوه د واجبو په پرېښودلو سره واجبېږي.
لوړي ټولي مسئلې له عالمګيري، شامي، او درمختار څخه
را اخيستل سوي دي.
د جماعت د لمانځه مسئلې:
که د ماښام د لمانځه يو رکعت د امام سره ونيول سي، نو د امام تر سلام ګرځولو وروسته به مسبوق سړی ولاړ سي (مسبوق هغه سړی دی چي تر يوه يا دوو رکعتو ادا کولو وروسته په جماعت کي شريک سوی وي) يو رکعت به په سبحانک اللهم اعوذبالله بسم الله الحمدلله او يو سورت سره ادا کړي او ناسته به وکړي. دا خو دوه رکعته سوه، په درېيم رکعت کي به هم الحمدلله او يو سورت ووايي، رکوع، سجده به وکړي، لمونځ يې پوره سو سلام به وګرځوي. [ردالمحتار]
د کښته مسائلو په اړه رحمت بيان درمختار عالمګيري وګورئ.
په هر لمانځه کي چي د امام سره يو رکعت ونيول سي نو يو رکعت به بل وکړي بيا به کښېني.
که يو چا د ماپښين يا ماځيګر يا ماخستن په لمانځه کي يو رکعت ونيوی، هغه نور درې رکعته به داسي کوي:
چي کوم وخت امام سلام وګرځوي دی به ولاړ سي په دغه رکعت کي به سبحانک اللهم الحمدلله او يو سورت و وايي، ناسته به وکړي او تر ناستي وروسته به ولاړ سي، دغه رکعت به هم ډک وکړي يعني الحمدلله او يو سورت به و وايي او په آخر رکعت کي به فقط الحمدلله و وايي، او تر الحمدلله وروسته به رکوع، سجده، قعده وکړي او سلام به وګرځوي.[درمختار، ج ۱ ص ۸٦]
که سړی د ماپښين په لمانځه کي تر فرضو دمخه څلور رکعته سنت هېر کړي، يا يې د وخت د تنګۍ په خاطر سره نه سوای کولای په دې صورت کي بايد تر فرضو وروسته دوه رکعته سنت وکړي، وروسته بيا څلور رکعته سنت وکړي، همدغه حکم
د جمعې د سنتو لپاره هم دی.
که سړي د ماپښين په لمانځه کي تر فرضو دمخه سنت ادا کول او په دې وخت کي جماعت ودرېدی که يې اول رکعت رکوع نه وه کړې بايد خپل نيت مات کړي او په جماعت کي شريک سي او که يې اول رکعت تمام کړی وو بايد چي دوهم رکعت هم وکړي
او سلام وګرځوي په جماعت کي شريک سي او که يې درېيم رکعت شروع کړی وو څلورم رکعت هم بايد پوره کړي په جماعت کي دي شامل سي.
که سړی په جماعت کي د امام سره د قرائت په حال کي شريک سو بايد چي سبحانک اللهم ونه وايي ولي چي سبحانک اللهم ويل سنت ده او د قرآن اورېدل او د امام تر شا پټه خوله درېدل واجب دي نو دي واجب ادا کړي او سنت دي پرېږدي.
که سړي په سهوه او خطا سره په اول رکعت کي قل اعوذ برب الناس و وايه نو په دوهم رکعت کي به همدغه سورت وايي ليکن په قصد سره بايد داسي و نه کړي ځکه چي مکروه دي او سجده سهوه لازمه نه ده.
که مقتدی د جماعت په لمانځه کي سهوه سي سجده سهوه پر ده نه لازمېږي، بې له سجده سهوي د ده لمونځ صحيح دی، ځکه چي مقتدی د امام تابع دی.
که چيري سړی د امام سره فقط په ناسته کي شريک سي د جماعت ثواب ورته رسېږي.
که چيري سړی د امام سره په آخري ناسته کي شريک سي بايد التحيات په داسي کراره او آراموالي سره و وايي چي د امام د سلام ويلو سره يو ځای ختم سي، او که يې چيري د سلام دمخه التحيات ختم کړه بايد چي بيا اشهدان لااله الاالله شروع کړي چي
د امام د سلام سره پای ته ورسېږي.
د وترو څو ضروري مسئلې:
که د سړي په درېيم رکعت کي دعا قنوت نه سو ياد، هېر يې سو رکوع ته ولاړی په سجده سهوه کولو سره يې لمونځ صحيح کېږي.[مراقي الفلاح]
که سړی د وترو په اول بيا دوهم رکعت کي په سهوه سره دعا قنوت ووايه دغه لره کوم اعتبار نسته په درېيم رکعت کي دې بيا و وايي او سجده سهوه دي وکړي. [بحرالرائق]
که مقتدي لا دعاقنوت نه وختم کړی چي امام رکوع ته ولاړی نو مقتدی به هم خپل دعاقنوت پرېږدي او د امام سره به رکوع کوي، څومره چي يې ويلی وي هغه قدري کافي او بس دی. [درمختار]
که سړی د وترو په لمانځه کي د درېيم رکعت په رکوع کي د امام سره شريک سو نو پر هغه باندي دعاقنوت ويل نسته ځکه چي په رکوع کي د شريکېدو له سببه څخه د دعا قنوت رکعت، درېيم رکعت، د ده لپاره ثابت او درست سو يعني اوس په هيڅ رکعت کي د دعا قنوت ضرورت نسته. [درمختار]
مسافرانه لمونځ څه ډول کېږي:
الله تعالْیﷻ فرمايي:
﴿          ﴾. [النساء/۱۰۱]
او کله چي تاسي پر مځکه سفر کوئ په دې کي پر تاسي هيڅ ګناه نسته چي تاسي لمونځ کم کوئ، يعني قصر کوي.
په شريعت کي مسافر هغه څوک دی چي له کوره ۴۸ ميله يا ۷۷ کيلومتره ليري ولاړ سي، د سفر کولو په اراده نو مسافر بلل کېږي او يا د درې ورځو د سفر اندازه د سفر کولو په اراده سړی مسافر بلل کېږي. د درو ورځو د سفر اندازه د لمر تر زواله پوري ده، يعني هغه سفر چي انسانان به پر اوښانو تلل.
د مزل څخه مراد ميانه مزل د ورځو څخه مراد تر ټولو کوچنۍ ورځ ده. مسافر به تر هغه پوري لمونځ سفريانه کوي تر څو چي
د ۱۵ ورځو يا زياتو ورځو د اقامت نيت يې نه وي کړی، چي کله يې د اقامت نيت وکړ يعني چي د مقصد په ځای کي ۱۵ ورځي تېر وم، نو هغه وخت به لمونځ پوره کوي او که چيري د ۱۰ يا ۱۲ شپو نيت وکي مګر کار يې خلاص نه سو، بيا يې د يو څو ورځو نيت وکړ او داسي ډېري ورځي په نن سبا کي پر تېري سوې دا مسافر دی لمونځ به مسافرانه کوي. که په دغه نيت کي کلونه تېر سي.
د مسافرانه لمانځه نيت:
نيت کوم د زړه له اخلاصه، لمونځ کوم دوه رکعته فرض مسافرانه په دې حاضر وخت د ماپښين يا ماځيګر يا ماخستن خاص خدای تعالْی لره مخ کي پر لوري د کعبې شريفي الله اکبر.
د مسافر او کورني سړي په لمانځه کي دا فرق دی چي مسافر به د څلورو فرضو رکعتو پر ځای دوه رکعته فرض کوي، وتر،
د ماښام لمونځ او د سهار لمونځ به پوره کوي ليکن که چيري يو مسافر د يو کورني مقيم امام تر شا لمونځ کوي نو هغه وخت به څلور رکعته پوره کوي. قصر به نه کوي.
مسافر چي تر څه وخته پوري د خپل کلي د آبادۍ څخه دباندي ووزي تر هغه وخته پوري به مسافرانه لمونځ نه کوي که چيري
د يوه ښار په آبادي کي دننه و، نو تر څو پوري چي د آبادۍ څخه دباندي ولاړ نه سي مسافر نه ورته ويل کېږي، ځکه اوس لا په کور کي بلل کېږي. [هدايه]
که چيري يو مسافر څلور رکعتيز لمونځ پوره وکړي او قصر يې نه کړي نو که يې چيري په دوهم رکعت کي ناسته وکړه، نو په آخر کي دي سجده سهوه (د سجده سهوي په کولو سره لمونځ صحيح کېږي، يعني د لمانځه په آخر کي به سجده سهوه کوي) وکړي، چي لمونځ يې صحت پيدا کي، ليکن که يې په قصد څلور رکعته وکړل نو ګنهکاره کېږي او که يې په هېره سره څلور رکعته وکړل نو دوه رکعته يې فرض او پاته دوه رکعته يې نفل بلل کېږي، او که يې چيري تر دوهم رکعت وروسته ناسته نه وکړه نو څلور سره نفل ګرځي، دوه رکعته فرض به دوهم واري کوي. [درمختار]
که مسافر چيري پر يو ځای باندي په بېغمي او اطمينان سره د ځان ساتني لپاره ودرېږي نو ښايي چي سنت مؤکد هم وکړي او که يې تلوار وي يا موټر يا د رېل ګاډۍ څخه پاته کېدو خطره وي او يا بله داسي بې اطميناني وي نو په سنتو پرېښوولو کي ګناه نسته. [شامي]
ليکن د سهار د لمانځه سنت دي نه پرېږدي، ځکه چي ځينو علماوو په ترک د سهار د سنتو درجه واجب ته نزدې کړې ده. سنت په سفر کي نفل ګرځي ليکن په هيڅ وخت کي بايد نه سي پاته ځکه بيا دي عادت ګرځي.
کوم لمونځ چي په سفر کي قضا سي، تر مقيم کېدلو وروسته دي هم د هغه لمانځه قضايي مسافرانه راوړي. [عالمګيري]
که چيري امام مسافر و او مقتديان يې کورني وه، امام دي خپل دوه رکعته پوره کړي او سلام دي وګرځوي او کورني مقتديان دي سلام نه ګرځوي د امام تر سلام ګرځولو وروسته دي دوه رکعته نور وکړي او په هغه دواړو رکعتو کي دي قرائت نه وايي، بلکي د قرائت ويلو په اندازه دي پټه خوله ودرېږي. [عالمګيري]
او که چيري مسافر په کورني امام پسې لمونځ کوی په دې صورت کي به مسافر هم پوره څلور رکعته کوي. داسي نه چي پر دوه رکعته سلام وګرځوي او وايي چي زه مسافر يم، حتماً به دغه څلور رکعته ورسره کوي.
که څوک پر لمانځه ولاړ و د پنځلسو ورځو نيت يې وکړ، نو کورنی او مقيم سو نو په دغه صورت کي چي نيت د اقامت يې کړی وي هغه لمونځ به هم پوره کوي او قصر به نه کوي. [بهشتي زيور]
که يې په ښار يا کوم بل ځای کي تر پنځلسو ورځو کم
د اوسېدلو اراده نيت وو، مسافر دی، ده لره ښايي چي مسافرانه لمونځ وکړي، [هدايه]
او که سړی مسافر وي او امام مقيم وي په دې صورت کي به مقتدی د رکعتونو تعداد نه معلوموي نيت به داسي تړي:
چي نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم فرض د ماځيګر او که سړی مقيم وي امام مسافر وي نو به د رکعتونو تعداد معلوموي نيت به داسي تړي چي نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم څلور رکعته فرض د ماځيګر خاص خدای تعالْی لره اقتدا مي ده په دې حاضر امام پسې مخ مي دی پر لوري د کعبې شريفي الله اکبر.
د جمعې لمونځ :
د جمعې د لمانځه لپاره دا شرطونه دي ښار به وي يا به لوی کلی وي چي په هغه کي ۲۰۰۰ يا ۲۵۰۰ زره نفروي نابالغ او بالغ، نر، ښځي مسلمان، کافر او په دغه کلي او ښار کي به د زندګۍ لپاره پوره اسباب موجود وي نو د جمعې لمونځ صحيح دی که نه وو موجود بيا د جمعې لمونځ صحت نه لري. [شامي ج ۱- ص ۷۴۸]
الله تعالْْی ﷻ فرمايي:
&﴿                     ﴾. [الجمعه/۹]
اې د ايمان خاوندانو، کوم وخت چي د جمعې په ورځ د جمعې لپاره اذان وسي نو تاسي د خدایﷻ د ذکر و خواته ځئ او خرڅول او رانيول بيع او شرا پرېږدئ، دا ستاسي لپاره ډېر ښه دی که تاسي پوهېږی.
د جمعې لمونځ دوه رکعته دی دا لمونځ فرض عين دی، د دې لمانځه په مورد کي تر ماپښين د لمانځه زيات ټينګوالی راغلی دی.
په کلي او صحرا کي چي د جمعې لمونځ نه کېږي هلته به د ماپښين لمونځ کېږي، سره د اذان او اقامت په جماعت سره. [هنديه ج ۱ ص ۱۵۴]
اول څلور رکعته سنت مؤکد کېږي، که په کور کي وسي او که په مسجد کي خو تر خطبې به مخکي ادا کېږي بيا دوه رکعته فرض په امام پسې کېږي، نيت يې په دې ډول دی:
نيت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم دوه رکعته فرض د جمعې په دا حاضر وخت د ماپښين خاص خدای تعالْی لره، اقتدا مي ده په دا حاضر امام پسې، مخ مي دی پر لوري د کعبې شريفي الله اکبر.
تر دې وروسته بيا څلور رکعته سنت تر هغه وروسته نور دوه رکعته سنت کېږي. د جمعې په ورځ د ماپښين لمونځ نسته، د جمعې لمونځ د هغه پر ځای درېږي. ډېر بېځايه صوفيان سته چي د جمعې لمونځ وکړي او بيا بېرته څلور رکعته د ماپښين فرض وکړي وايي ښه دی احتياطاً که مي لمونځ نه وو صحيح سوی نو به اصلي فرض د ماپښين لمونځ خو پر ځای سي د وخت ډېر خلک زه وينم چي شرائط نه دي پر ځای خطبه پر چا ويل کېږي کېدای سي چي
د جمعې لمونځ دي نه وي صحيح که شرائط ورته معلوم وي نو په هغه ښار کي دي د جمعې لمونځ نه کوي، خو دغه دوهم وار لمونځ کول احتياطاً هيڅ اصل نه لري.
د جمعې تر فرضي لمانځه وروسته د نبيﷺ طريقه:
حضرت ابوهريره(رض) فرمايي: چي ستاسي څخه هر څوک د جمعې د لمانځه څخه وروسته سنت ادا کوي هغه ښايي چي څلور رکعته سنت ادا کړي. د حضرت ابن عمر(رض) څخه روايت دی چي ده مبارک به د جمعې د لمانځه څخه وروسته کور ته تشريف وړی او هلته به يې څلور رکعته سنت ادا کول.
نو له دې سببه څخه ښه صورت دا دی چي د جمعې تر لمانځه وروسته اول څلور رکعته بيا دوه رکعته سنت وکړي. په دې صورت کي په دواړو ذکر سوو حديثونو عمل کېږي.
د جمعې لمونځ پر عاقل، آزاد مسلمان بالغ، روغ او کورنيو خلکو باندي فرض دی پر نابالغو، مريانو، لېونيانو، ناروغانو او ړنديانو، ګوډانو، مسافرو او ښځو باندي د جمعې لمونځ فرض نه دی او که چيري ړنديانو، ګوډانو مسافرو يا ښځو د جمعې لمونځ وکی، دا صحت لري ودې کي، د ماپښين د لمانځه په ځای کي ورته درېږي.
او د جمعې لمونځ فرض عين دی، کوم څوک چي يې د فرضيت څخه انکار وکړي او منکر سي کافر کېږي، نو له همدې جهته بايد د جمعې د لمانځه ساتنه او اهتمام وسي.
د خطبې په وخت کي ناروا کارونه:
رسول اکرمﷺ ارشاد فرمايلی دی چي: هر څوک چي د خطبې د ويلو په وخت کي خبري کوي نو د هغه مثال داسي دی لکه د بار وړونکي خره. [مشکوْة شريف]
څه وخت چي امام د خطبې لپاره ولاړ سي له هغه وخته څخه بيا د خطبې تر ختمېدو پوري لمونځ کول يا يو له بله سره خبري کول مکروه تحريمي دي، يعني خبري کول حرام کار دی. [درمختار، ج ۱ ص ۱۱۳]
د خطبې اورېدل پر ټولو حاضرينو باندي د مسجد واجب دي، که د جمعې خطبه وي يا د اخترو خطبه وي که څه هم آواز و غوږو ته رسېږي يا نه رسېږي اورېدل يې واجب دي، يعني پر خپل ځای به په اطمينان ناست وي او په دغه وخت کي که کوم شی د خطبې په اورولو کي خنډ اچوي مکروه تحريمي دی، خوړل، چښل، خبري، تګ راتګ، سلام اچول او د سلام جواب ورکول، تسبيح ويل يا و يو چاته مسئله ورښودل ماسوا د خطيب او امام څخه ځکه چي د امام لپاره مسئله ښودل روا ده. لکه څنګه چي دلمانځه په وخت کي
دا شيان منع دي همدارنګه د خطبې په وخت کي هم منع دي.
د اول آذان تر اورېدلو وروسته بايد ټول مشاغل، کاروبار، پرېښودل سي او د جمعې د لمانځه لپاره تلل واجب دي، رانيول، خرڅول يا په بل کار اخته کېدل منع دي. [درمختار]
امام احمد(رح) له ابو ايوب انصاري(رض) څخه روايت کوي چي ده مبارک وويل: ما د رسول علیه السلام څخه اورېدلي دي چي څوک د جمعې لمانځه ته حاضر سي چا ته تکليف ور نه کړي په آرامه سره پر خپل ځای ناست وي د لمانځه تر ختمېدو پوري دغه لمونځ نو د دغه مسلمان لپاره تر بلي جمعې پوري کفاره د ګناه ګرځي. [حديث]
د جمعې د لمانځه ضروري مسئلې:
د دواړو خطبو په مابين کي د ناستي په وخت کي د امام يا مقتدي لپاره په دعا سره لاس پورته کول مکروه تحريمي دي، مګر بې له لاسو پورته کولو څخه په زړه کي دعا غوښتلای سي، نه په ژبه سره. [شامي، ج ۱ ص ۵۵۴]
که چيري يو سړی د سنتو په ادا کولو سره اخته وي. خطبه شروع سي نو هغه دي پوره کړي، سلام دي وګرځوي او که يې چيري نفل لمونځ کوی نو دوه رکعته دي پوره کړي، سلام دي وګرځوي.
[بحرالرائق، ج ۲ ص ۱۵۵]
کله چي په خطبه کي د نبي کريمﷺ مبارک نوم راسي اورېدونکي په زړه کي د ژبي له ښورولو پرته درود شريف ويلای سي. [درمختار، ج ۱ ص ۱۱۳]
رسول اللهﷺ فرمايلي دي:
هر څوک چي د جمعې په ورځ د خلکو تر اوږو پښې اړوي هغه د ځان لپاره د دوږخ پول جوړوي، ډېر احتياط په کار دی چي راغلې ځای پيدا سو بې تکليفه بس کښېنه خلکو ته تکليف مه ورکوه ځکه تر ثواب به دي ګناه ډېره سي.
د جمعې په ورځ سورة کهف ويل ډېر ثواب لري. نبي کريمﷺ فرمايلي دي چي هر سړی چي د جمعې په ورځ سورت کهف وايي د هغه لپاره تر عرش لاندي لوړ د آسمان پر برابر يو نور ښکاره کېږي، چي هغه د قيامت په تياره کي ده ته په کار ورځي او د يوې جمعې څخه تر بلي جمعې پوري چي څومره کوچنۍ ګناوي د ده څخه سوي وي هغه ټولي وربخښل کېږي.
د ابوهريره(رض) څخه روايت سوی دی چي: رسول علیه السلام وفرمايل د جمعې په ورځ کي يو ساعت يعني يو ګړی سته چي که هر مسلمان په دغه ګړی کي دعا وغواړي الله تعالْیﷻ يې قبلوي زموږ د مذهب د علماوو اتفاق پردغه قول سوی دی چي تر ماځيګر لمانځه وروسته به دغه ساعت او ګړی وي.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery