مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مختار العقاید

د وهابيانو شروع د ابن تيمه څخه

د لومړي ځل لپاره چي يې د ټولو اهل سنتو پر خلاف فاسد او باطل عقايد ښكاره كړل او د څلورو مذاهبو څخه مخالف اصول يې كېښودل هغه ابن تيميه دى چي خپل پېروان ورته شيخ الاسلام وايي.
مولانا عبدالحى په فوايد بهيه ص ۱۵ كي ليكلي دي:
ابوالعباس احمد بن عبدالحكيم بن عبدالسلام ابن تيميه يې نسبي سلسله ده، نوموړى د هجرت په ۶۶۱ كال كي زېږېدلى دى او د هجرت په ۷۳۸ كال د ۷۷ كالو په عمر يې وفات كړى دى.
علامه تقي الدين سبكي علي بن عبدالكافي چي په ۷۵۶ كال كي وفات سوى دى د نوموړي هم عصره ؤ.
كله چي ابن تيميه دنيا ته راغى داسي فاسد او باطل عقايد يې له ځانه سره راوړل چي هيڅ مسلمان ته د قبول وړ نه وو او له داسي مسئلو څخه يې انكار كاوه چي د ټولو مسلمانانو په اتفاق حق او ثابتي وې نو ځكه په ټولو مسلمانانو كي په بد انسان سره مشهور سو.
مولوي عبدالحكيم په شرح العقايدکي ليكلي دي چي: د تيميه سره د ده پر عقايدو باندي په ۷۰۵ كال کي مجلس جوړ سو د بحث څخه وروسته ملامت سو او قاضي القضاوت زين الدين السبكي المالكي د ده د بندي كولو حكم صادر كړ، نوموړى د دغه حكم پر اساس بندي سو او په ټول دمشق كي اعلان وسو چي كه هر څوك د ده د عقايدو پېروي كوي د هغه سړي وينه او مال مباح دی. [مرية الجنان]
تر دوه كاله بند تېرولو څخه وروسته يې توبه وكښله او ځان يې د اشعري مذهب پېرو و باله نو له بند څخه خوشى سو. [حاشيه نبراس ص ۱۱۹]
د نوموړي د عصر علماوو د ده د عقيدي په ابطال كي ډېره هڅه وكړه او دى يې د دوهم ځل لپاره بيا ونيوى او د مصر مدرسې ته يې راوست چي هلته ډېر غټ علماء او مفتيان سره جمع سوي وو، هغه يې بيا ملامت كړ او د وخت اسلامي پاچا حكم صادر كړ چي داسي اعلان دي وسي چي د ابن تيميه عقيده
د اجماع څخه خلاف ده او هر چا كه د ابن تيميه عقيده له ځانه سره ساتله نو سخت غذاب به وركړل سي. له دې بحث او اعلاميې څخه وروسته د يو څه وخت لپاره نوموړى پټ و، خو وروسته يې دا اولياوو په سپكوالي خوله پوري كړه او د رسولﷺ په توسل باندي منكر سو، د وخت علماوو بيا د نوموړي د بندي كولو حكم صادر كړ او بيا بندي سو تر څو د ناصريه حكومت په دوران كي يې توبه وكښله او له بند څخه د خوشي كېدو سره سم شام ته ولاړ او هلته يې بيا د خپلي عقيدې په پلي كولو سره پيل وكړ، يو ځل بيا د دمشق په بندي خانه كي بندي سو او اسلامي حكومت بيا حكم صادر كړ چي هر څوك چي د ابن تيميه په عقيده وي ويني تويول يې مباح او حلال دي.
د محمدبن عبدالوهاب نجدي د لارښووني سره سم وهابيانو له پخوا څخه داسي فكر كاوه چي زموږ عقيده به په اطرافي سيمو كي ښه وچلېږي ځكه چي هغه خلك د شرعي مسائلو سره ښه بلدتيا نه لري، بله خبره د ده دا ده چي اطرافي خلك د خپلي ناپوهۍ له امله د دلايلو پر ځاى جنګ ته اماده دي او همدارنګه
د قوم پر بنسټ كه چېري په يوه قوم كي په يوه نفر كي د وهابي عقيده پيداسي نو ډېر خلك د همدې قوميت پر اساس همدغه
د وهابيت عقيده قبلوي.
د دوى دغه سياست په ډېرو سيمو كي تجربه سوى دى او په ډېر برياليتوب سره دوى خپلي موخي ته رسېدلي دي.
دوهم سياست يې دا دى چي دوى خپلو پيروانو ته وايي چي زموږ څخه پرته نور ټول خلك مشركان دي، د دوى وينه تويول روا او مالونه يې غنيمت دي او ډېره هڅه كوي چي ديني عالمان، مشايخ او روحانيون دوى ته په غټو مشركانو سره وروپېژني تر څو له هغوى څخه فاصله ونيسي او د وهابيت عقيدې د حق يا نا حق د معلومولو لپاره مراجعه ورته و نه كړي.
ديني عالمان تر دې اندازې پوري مشركان ورته معرفي كوي چي په هغوى پسې لمونځ كول روا نه بولي.
په دې اساس وايي چي زموږ څخه پرته نور ټول مشركان دي
او جهاد ورسره روا دى، هر ډول ازار رسول ورته عبادت بولي، له دې كبله كله چي د وهابيانو ډله قوت پيدا كړي نو مسلمانان لكه كفار داسي وژني، ښځي او هلكان يې غلامان كوي او مالونه يې غنيمت ګڼي.
د مثال په ډول: كله چي محمد بن عبدالوهاب د سعوديانو
د رعيت امير ته لار پيدا كړه امير د خپلي پاچاهۍ د پراخۍ او محمد بن عبدالوهاب د خپل مذهب د ښكاره كېدو او رواج په خاطر ټول مسلمانان په قتل ورسول او پر عربستان باندي يې قبضه وكړه.
د دوى د سياست بل اړخ دا دى: كله چي دوى له ماتي سره مخامخ سي نو خپله عقيده پرېږدي او پر خپلو كړو باندي انكار كوي، بېرته اسلامي عقيده ښكاره كوي.
دغه سياست ته ورته پېښه په ۱۳۹۳ ق كال كي په كندهار كي رامنځ ته سوه، د كندهار علماوو، مفتيانو او قاضيانو د وخت
د حكومت تر سياست لاندي راوستل او ملامت يې كړل، د پنځو كالو په بند يې محكوم كړل، د څه مودې بند تېرولو څخه وروسته يې د پورته ذكر سوي سياست له مخي ځانونه خلاص كړل.
دغه سياست دوى ته د رسولﷺ د وخت د منافقانو څخه ورپاته دى، ځكه هغوى هم چي كله به له كفارو سره يو ځاى سول ويل به يې چي موږ په مسلمانانو ملنډي وهو او چي كله به له مسلمانانو سره يو ځاى سول ويل به يې چي موږ ستاسي سره يو.
وهابيانو د خپلي عقيدې د خپرولو لپاره ځيني كتابونه ليكلي او چاپ كړي دي چي خلكو ته يې په وړيا ډول وركړي، همدا رنګه ځينو خلكو ته د دوى د عقيدې په منلو سره نقدي پيسې وركوي چي دغه سياست يې د انګرېزانو دى.
د هندوستان ځيني علماء د ابن تيميه پر قول ډېر ټينګ ولاړ دي او د ده اقوالو ته ډېر اعتبار وركوي له دې كبله د هندوستان ديوبند مدرسه په وهابيت سره بدنامه سوه، هغه علماء په لاندي ډول دي.
۱- اسمْعيل شاه،۲- احمد ګنګوهي، ۳- صديق حسن البهوپالي، ۴- نذير احسن، ۵- شهودالحق، ٦- وحيد الزمان، ۷- عبدالجبار، ۸- غلام خان راولپنډي، ۹- طاهر الپشاوري.
محمد بن عبدالوهاب څوک ؤ؟:
محمد بن عبدالوهاب د عبدالوهاب زوى، د هجرت په (۱۱۱۱) كال كي زېږېدلى دى، له ۹۵ كالو ژوند كولو څخه وروسته
د هجرت په ۱۲۰۶ كال كي مړ سو.
نوموړى د بني تميمو څخه ؤ چي ابتدايي زده كړه يې هم په مدينه منوره كي پيل كړه او كله كله به مكې معظمې ته په سفر ولاړى او هلته يې هم له مختلفو استادانو څخه زده كړه كړې ده، په مدينه منوره كي د نوموړي استادان شيخ محمد بن سليمان الكردي الشافعي او شيخ احمد حياة السفيدي الحنفي وو چي هغوى د ده په ګمراهۍ باندي پوهېدل او خلكو ته يې ويل چي
له دې سړي څخه به غټ ګمراه جوړ سي او ډېر خلك به نور هم ګمراهان كړي، د نوموړي پلار عبدالوهاب ډېر صالح انسان و، هغه به هم د ده ډېر بدويل او خلك به يې د نوموړي له بدۍ څخه خبرول. همدا رنګه د ده ورور شيخ سليمان  ډېر بد ورباندي ويل، د ده د بدي او خرابي عقيدې د روښانه كولو او د خلكو
د خبرتيا لپاره يې يوه رساله ورباندي وليكله، چي هغه رساله تر اوسه پوري په ټوله اسلامي نړۍ كي نشر او خپره ده.
د هجرت ۱۱۴۳ كال تېر شوى ؤ چي محمد بن عبدالوهاب وغوښتل چي خپله فاسده عقيده په نورو خلكو باندي ومني،
د لومړي ځل لپاره د مدينې منورې د شرق خواته ولاړى او هلته يې خلكو ته د خپلي عقيدې اظهار وكړی، دغه ځاى ته ځكه ولاړ چي هلته خلكو چنداني زده كړه نه وه كړې نو خلكو د خپلي ناپوهۍ له امله ډېر ژر د ده عقيده ورسره ومنله.
د محمد بن عبدالوهاب هيله دا وه چي د درعيې امير محمد بن مسعود د خپل ځان تابع او هم مسلك كړي او د محمد بن مسعود هيله دا وه چي پاچاهي يې پراخه سي، محمد بن مسعود د محمد بن عبدالوهاب متابعت وكړ او خپل ټول رعيت يې د نوموړي
د عقيدې په قبلولو باندي امر كړل، په دې اساس د دعوت سلسلې جريان پيدا كړ، كور، كلى، قبيله د نوموړي په فاسده عقيده كي داخلېدل او دغه ډله مخ پر ترقي روانه سوه.

وهابيان وايي محمد بن عبدالوهاب النجدي شيخ الاسلام دی:
موږ جواب ورکوو چي شيخ الاسلام خو هغه څوک کېدای سي چي په اسلام کي يې ډېر داسي خدمتونه کړي وي چي د تاريخ په اوږدو کي يې تر قيامته پوري مسلمانان ورته په دعا وي نو چي کوم چاته رسول علیه السلام په فتنه ويلي وي هغه به بيا څنګه شيخ الاسلام وي د وهابيانو دا خبره ډېر غلطه ده ځکه محمد بن عبدالوهاب النجدي خو ډېر غټ قاتل دی چي د نجد څخه راووتی راغلی مکې مکرمې او مدينې منورې ته او ځان يې خلکو ته يادوی چي حنبلي مذهب يم نو چي څوک زموږ په عقيده وي هغه مسلمان دی او که زموږ د عقيدې څخه خلاف وي هغه مشرک دی يعني اهل سنت والجماعت مشرکين دي او مباح الدم دی او قتل د دغه اهل سنت والجماعت لازم دی او مالونه او ښځي يې و موږ ته حلال دي تر هغه وخته پوري دوی دا غلطه فاسده عقيده چلول چي الله تعالْیﷻ پر دوی باندي د ترکو فوجونه مسلط کړل چي د دوی کلي او کورونه يې ورخراب کړل ۱۲۳۳ هـ کال وو. [شامي باب البغات ج ۳ ص ۳۰۹]
عبدالوهاب النجدي او د ده تابع خلک هيڅوک هم زموږ د يو سلسلې د مشائخو څخه نه دي نه د تفسير فقه او نه د تصوف څخه او پاته سول دا چي د مسلمانانو ځان او مال او عزت حلال ګڼي دا به يا حق وي او يا ناحق که ناحق وي نو دا خو فتوْی نه غواړي
د اسلام څخه و وتل بې له څه تأويل څخه دې ته کفر ويل او يا فاسق ويل او پاته سو چي اهل اسلام ته کفر وويل سي دا کار زموږ په نزد دين پرېښودل او په دين کي نوي خبري پيدا کول دي، او موږ اهل قبله ته چي څومره بدعتيان وي لاهم کافر نه وايو تر هغه وخته پوري چي د يو حکم قطعي څخه انکار و نه کړي که د ضروري حکم څخه انکار وکړي بيا ورته کافر وايو: علامه شامي(رح) په حاشه کي وايي: وهابيان خپل کتابونه لري د هغو کتل حرام دي او ځان ساتل د هغه کتابو څخه فرض دی که څوک و چا ته په مذهبي دلائلو سره جواب نه سي ورکولای، او د وهابيانو کتابونه په اور سوځل فايده د دين ده. [شواهدالحق]، [کشف العقائد]، [قاضي عياض(رح)].
وهابيان استاذان کول حرام دي روايت سوی دی د ابن سيرين(رح) څخه ده ويلي دي چي بېشکه دا علم دين دی او تاسو ښه ورته ګورئ چي دا علم څوک در ښيي چي ګمراه نه وي. [رواه مسلم ج ۱ ص ۱۱]، [مشکوْة ج ۳ ص ۲۹]
روايت سوی دی د ابن سيرين(رح) څخه ده ويلي دي چي په تېره زمانه کي دا سوال نه کېدی د استاذانو د اسنادو چي فتنې راپورته سوې نو مسلمانانو وويل چي نومونه د استاذانو بيان کړئ و موږ ته چي اهل سنت دي او که اهل بدعت دي که اهل سنت دي نو به موږ اخسته ځني وکړو او که اهل بدعت دي نو بې پرېږدو. [رواه مسلم ج ۱ ص ۱۱]
نو دلته ښه معلومه سول چي وهابي استاذ کول حرام سول او خبري ورسره کول هم ښه کار نه دی. او معلومات د عالم لازمي سو چي څنګه عالم د کوم وطن د کوم استاذ شاګرد او د چا سند او څو درجې ممتاز دی.

د وهابيانو د غلطو عقائدو يو څو مثالونه:
د اولياوو کرامو د کرامت څخه انکار کوي موږ جواب ورکوو، چي کرامت مخ کي تر مرګ او وروسته تر مرګ ثابت دی مخ کي تر مرګ لکه قصه د بي بي مريمي او قصه د حضرت خضر علیه السلام وګورئ دا خو پټه خبره نه ده او تر مرګ وروسته واقعه د عاصم بن ثابت(رض) چي شهيد سو او کافرانو د ده د سر پرېکولو اراده وکړل او اللهﷻ مچمچۍ ورباندي مسلطي کړې. [حديث د بخاري شريف ج ۲ ص ۵۸٦]
دوهمه قصه د هغه صحابي چي خيمه يې پر قبر درولې وه دی خبر نه وو چي دا قبر دی او د قبر څخه يې د سورة الملک د تلاوت آواز واورېدی. [حديث د ترمذي شريف]
درېمه واقعه د ثابت بنايي چي ډېره مشهوره ده چي په قبر کي لمونځ کول يې ثابت دي. [مولانا عبدالحی لکنوي في اقامة الحجة ص ۲۱]
په اسلامي امت کي خامخا داسي خلګ پيدا کېږي چي د ټول امت څخه پر جلا لاره روان وي او کرار، کرار يوه غټه ډله ورڅخه جوړه سي ځکه چي حضرت رسولﷺ فرمايلي دي چي:
زما امت به پر ۷۳ ډلو باندي وويشل سي او ټول به په دوزخ کي وي خو يوه ډله به په جنت کي وي او هغه (ناجيه) ډله ده چي
د رسولﷺ سنت پر ځای کوي او ټول يو جماعت وي.
څرنګه چي د وهابيانو ډله له ډېري پخوا زمانې څخه د ديني عالمانو په جامه کي ځانونه ښکاره کوي او ډېری هغه کسان چي نه ديني او نه عصري زدکړه لري، له خپلي لاري څخه بې لاري کوي، په اصل کي دغه ډله خلک د ابليس د نماينده ګانو په صفت د خلکو په منځ کي د ګمراهۍ تخم پاشي او خلکو ته د غلطي لاري ښوونه ورکوي، د داسي عالمانو په هکله حضرت محمدﷺ فرمايلي دي چي:
زه د هغه لېوه له خرابۍ څخه چي په بې چوپانه رمه ګډ سي دومره نه بېرېږم لکه يو بد عالم چي زما په امت کي پيدا سي.
څنګه چي دلته د وهابيانو د وهابيت او د دوی د تبليغ په اړه بحث کېږي نو غواړم چي د دوی د تاريخ او عقايدو په اړه څه نا څه درته وړاندي کړم.
دغه ډله چي د تيميه محمد بن عبدالوهاب مقلدين دي د هجرت په ۷۰۰ کال کي خلکو ته خپل ځانونه ښکاره کړل خو زموږ ګران هيواد افغانستان ته يې په ۱۳۸۴کال کي پوره لاره پيدا کړه، سره له دې چي ديني عالمانو خپلو عوامو ته د دې ډلي د عقايدو په اړه معلومات ورکړل خو بيا همدغه ډله و توانېدل چي يو څو د ګوتو په شمار خلک خپل کړي او په خپله عقيده باندي يې په بشپړه توګه وپوهوي.
له دې ډلي خلکو سره په ډېرو مجالسو کي زموږ ديني عالمانو بحثونه وکړل، يو د بل په مقابل کي يې د لايل سره وويل چي بالآخره دغه منافقه ډله ملامته کړه سوه او وعده يې وکړه چي بيا به موږ تبليغ نه کوو، خو پر خپله وعده باندي يې وفا ونه کړه او څه وخت وروسته يې بيا هم خپلو تبليغاتو ته ادامه ورکړل چي دا هم
د منافقت غلطه علامه بلل کېږي. د دوی د منافقت يوه بله علامه دا ده چي هر وخت خپل ځانونه په جلاجلا نومونو خلکو ته ورپېژني لکه: اهل حديث، اهل سنت، غيرمقليدين، موحدين او کله بيا د حنفيت او حنبليت جامه په تن کوي، خو دوی په دغه نومونو کي هم درواغجن دي او په دغه ټولو کي د يوه عقيده هم نه لري او نه يې مني.
۱- حضرت رسول اکرمﷺ په يوه حديث شريف کي فرمايلي دي: هر څوک چي په هره جامه کي مړ سي نو د آخرت په ورځ به په هغه جامه کي راپورته سي.
اهل حديث د دې حديث شريف ترجمه داسي کوي:
هر څوک چي په هر ډول کالو کي مړ سي نو د آخرت په ورځ به په هغه ډول کالو کي راپورته کېږي.
په پورته حديث شريف کي د اهل حديث او اهل سنت والجماعت تر منځ ډېر لږ توپير سته او هغه د (تأويل) موضوع ده.
اهل حديث د حديث شريف ظاهر ته ګوري، خو اهل سنت والجماعت په حديث شريف کي تأويل کوي.
دا چي وهابيان وايي چي موږ اهل حديث يا اهل سنت والجماعت يو نو درواغ وايي ځکه د دې دوو ډلو څخه د يوې ډلي څخه هم نه دي.
۲- غير مقليدين: دا چي وهابيان خپل ځانونه غيرمقليدين خلکو ته ورپېژني دا دليل وړاندي کوي چي موږ يوازي په قرآن کريم او حديث شريف باندي عمل کوو، خو دا خبره يې هم غلطه ده ځکه چي دوی د تيميه او محمدبن عبدالوهاب کلک تقليد کوي.
۳- موحدين: همدا رنګه دوی ځانونه د موحدينو ډله بولي چي د دې نامه معنْی دا ده چي زموږ څخه پرته نور ټول د رسولﷺ امت مشرکان دي، که فکر وسي نو دا خبره هيڅ امکان نه لري چي ټول امت دي مشرکان سي او يوازي د تيميه او محمد بن عبدالوهاب ډله دي کلک مسلمانان وي.
۱- د رسولﷺ پر ټول امت باندي بد و لعنت وايي.
۲- د څلورو مذاهبو او مجتهدينو له تقليد څخه انکار کوي.
۳- د څلورو طريقو څخه انکار کوي.
۴- د اولياوو کرامو د کرامت څخه انکار کوي.
۵- د اولياوو او روحانينو څخه کومک غوښتل شرک بولي.
٦- د مړو لپاره خيرات ورکول بدعت بولي.
۷- د رسول اللهﷺ او نورو انبياوو زيارت ته سفر کول شرک او حرام بولي.
۸- د انبياوو او اولياوو پر ارواح باندي توسل کول حرام او شرک بولي.
۹- امکان سته چي خدایﷻ دي درواغ ووايي. نعوذبالله من ذالک.
۱۰- خدای پاکﷻ په يوه طرف يا يو جهت کي نه ګڼل ګمراهي
او بدعت بولي. [ايضاح الحق تصنيف مولوي اسمْعيل ص ۲۴، هيان الايمان تصنيف شهودالحق ص ۵]
۱۱- د خدای تعالْیﷻ ذاتي صفات حادث يعني نوي بولي.[اقامت البرهان ۷]
۱۲- د مځکي او آسمانونو له پيدايښت څخه پخوا خدایﷻ په هوا کي و. [فتاوای محمديه ص ۲۳]
۱۳- رسول اکرمﷺ د ټولو انبياوو خاتم نه بولي.[جامع الشواهدص۱۲-۲]
۱۴- ټول انبياء د احکامو په تبليغ کي معصوم نه بولي.
[جامع الشواهدص۱۲]
۱۵- د رسول اکرمﷺ تعظيم د خپل مشر ورور په اندازه په کار بولي او تر دې زيات يې په کار نه بولي. [تقويةالايمان ص ۲]
۱٦- رسول اکرمﷺ په قبر کي ژوندی نه بولي بلکي مړ يې بولي او وايي مړی خاوري دی.[تقويةالايمان، ص ۵ ۲]
۱۷- خدای پاکﷻ پر عرش ناست دی او پښې يې کښته راځړولي دي او چوکۍ يې چغ چغ کوي. [وحيدالزمان د آية الکرسي شريفي په ترجمه کي ويلي دي]
۱۸- د انبياوو او اولياوو زيارتو ته سفر کول شرک بولي ځکه چي د دوی په اندازه دا داسي معنْی لري لکه څوک چي بتانو ته ورځي.[ تقويةالايمان۹۴]
۱۹- د خدای تعالْیﷻ په ښوونه د علم الغيب عقيده
د رسولﷺ په خوله بدکار بولي.[ تقويةالايمان ص ۲٦]
۲۰- انبياء او اولياء بېکاره خلک دي هيڅ کار نه لري.
[ تقويةالايمان ص ۱۵]
۲۱- انبياء او اولياء هيڅ قدر نه لري او نه څه خبره اوري.
[تقويةالايمان ص ۲۹-۲۳]
۲۲- د محمدﷺ په مثل بل نبي پيدا كېدل ممكن بولي. [تقوية الايمان]
۲۳- انبياء او اولياء شفاعت كوونكي ګڼل شرك بولي.
[تقويةالايمان ص ۶]
۲۴- د اوسنۍ زمانې ټول خلك كافران بولي. [تقويةالايمان ص ۴۵]
۲۵- د فقهي كتابونو په لوستلو سړى مشرك بولي او بايد وسوځول سي. [غسلين]
۲٦- د انبياء او اولياء زيارتونه د بتانو په مثل بولي.
[هديةالرسول ص ۲۰۸]
۲۷- د رسولﷺ زيارت ته په تعظيم درېدل شرك بولي.[تقويةالايمان ص ۳۴]
۲۸- د نقشبندي، قادري او چشتي خاندانونه ټول ګمراهان بولي.
[تذكرالاخوان ص ۷]
۲۹- د تعويذ په غاړه كول يا پر يو ځاى غوټه كول شرك بولي.
[تذكرالاخوان ص ۷]
۳۰- لاندي خبري كفر، شرك او بدعت بولي.
د يوه مذهب پېروي كول.
د مولود شريف وظيفه كول.[لوامع الانوار ص ۸]
د شيخ عبدالقادر جيلاني(رح) وظيفه كول.[براهين قاطعيه ص ۴۸]
د مړي اسقاط ګرځول. [شپږ فتواوى د عبدالجبار]
محمد بن عبدالوهاب النجدي مذهبيانو ته مشرکين وايي:
ډېر افسوس دی چي د عبدالوهاب مذهبيان چي ځانونه موحدين بولي او موږ ته په مشرکانو وايي ځکه موږ د رسول اللهﷺ و زيارت مقدس ته ورځو او يا عبدالوهاب النجدي ته خپل استاذ نصيحت کوي چي فهم کوه د خدایﷻ روی ته وګوره خوله بنده که و چا ته په کافر مه وايه و تا ته په کافر ويلو سره هم موږ ته ډېره ګرانه خبره نه ده د ده استاذ شيخ محمد بن سليمان الکردي (رح). [درة النسيه ج ۴ ص ۳۹]
نو محترمو لوستونکو عبدالوهاب له خپله ځانه مذهب جوړ کړی دا خبره د ده د پيرانو غلطه ده چي وايي موږ هيڅ مذهب نه منو فقط زموږ د دغه څلورو مذهبو سره عناد لري په حقيقت کي
د دوی تقليد شرکي دی او زموږ تقليد او مذهب شرعي دی چي رسول اللهﷺ فرمايي:
(اصحابي کاالنجوم بايهم اِقتديتم اِهتديتم). [بيهقي]
نو په دغه حديث شريف کي حکم سوی دی د متابعت د صحابه کرامو(رض) او دغه حديث و دې ته هم شامل دی چي په هره مسئله کي د يو صحابي متابعت وسي. [ملاعلي قاري ص ۹۴]
کله چي رسول اللهﷺ معاذ بن جبل(رض) و يمن ته واستوی او دا يې ورته وويل چي: څرنګه به ته هلته د خلکو فيصلې کوې نو معاذ(رض) ورته وويل چي: په (کتاب الله) فيصله کوم نو رسول اللهﷺ ورته وفرمايل: که دي حکم په (کتاب الله) کي نه کړ پيدا، نو معاذ(رض) ورته وويل چي: په حديث د رسواللهﷺ فيصله کوم، نو رسول اللهﷺ ورته وفرمايل: که دي حکم په حديث کي هم نه کړ پيدا، نو معاذ(رض) ورته وويل چي: په خپله رايه فيصله کوم يعني اجتهاد کوم، نو رسول اللهﷺ ورته وفرمايل چي: زه د هغه خدایﷻ حمد او ثنا وايم چي زما قول او زما د رسول معاذ(رض) قول يې سره موافق کړ. [حديث د ترمذي]
شيخ الحديث مفتي محمد فريد صاحب د ترمذي په شرح کي ليکلي دي چي اهل مدينه وو تقليد د زيد بن ثابت(رض) کاوه لکه په بخاري شريف کي روايت دی: چي اهل مدينه وو سوال وکړی
د ابن عباس(رض) څخه چي يوې ښځي ته وروسته تر طواف زيارت حيض ورسي نو به انتظار کوي، او که به ځي خپل وطن ته ابن عباس(رض) ورته وفرمايل چي وطن ته به ځي طواف رخصت دي نه کوي ولاړه دي سي نو اهل مدينه وو ورته وويل چي آيا موږ ستا په قول نه کوو، بلکي کوو، د زيد بن ثابت(رض) قول پرېږدو. دغه وه اتباع د صحابه کرامو(رض).
او نبي علیه السلام فرمايي: (اتبعوا السواد الاعظم). [رواه ابن ماجه]
د دغه حديث صريح مفهوم دا دی چي تقليد به کوئ د امامانو چي هغه هم محدثين او مفسرين او مصلحين او فقهاء او شارحين د احاديثو دي په تقليد شخصي سره. او حضرت عثمان(رض) قرآن مجيد جمع کړی او بيا يې امر وکړی چي پر لغت د قريش به قرآن واياست او منع يې وکړل پر لغت او لهجه د نورو په خاطر د دې چي فتنه واقع نه سي. [منهاج السنن شرح جامع السنن ج ۱- ص ۴۴]
په دغه خبره ښه ځانونه پوه کړئ چي ناپوه کسان عوام چي يوه خبره د بې دينه بې مذهبه واوري دستي ورته و وايي چي هو!
په قرآن او حديث کي چي يو شی وي نو هغه صحيح دی دا مذهب له کومي خوا راغلی وايي موږ اهل حديث والا يو موږ وايو چي قال الله او قال الرسول باندي عمل کوو او تاسو په قال ابوحنيفه باندي او په قال الشافعي باندي عمل کوی ليکن داخبره د اهل حديث ډېره غلطه ده ځکه هر امام تصريح کړې ده چي زموږ حجت او دليل قرآن او حديث دی، او د قرآن او حديث په مقابل کي
د خپلي رايي رد يې کړی دی او امامان د وحي د عبارت، اشارت، دلالت، اقتضاء، د مشترک، مجمل اصل مراد ښکاره کوي دوی تعارض دفع کوي او چي کوم حکم په وحي کي ښکاره موجود نه وي د هغه حکم استنباط کوي دوی شارحين دي شارعين نه دي او دغه کارو ته اهل حديث او نوري ډلي هم ضرورت لري ليکن چي بدبخته دي په دغو شيانو نه پوهېږي او بيا هم زموږ د مذهبو تقليد نه کوي خو لا نور هم موږ ته مشرکان وايي (سبحان الله)
د هغه خلکو دعوه چي امام صاحب(رح) له خپله ځانه مذهب جوړ کړی د هغو لپاره جواب ته غوږ ونيسئ ښه متوجه سئ: د عبدالله بن مبارک څخه روايت دی چي امام صاحب کله حج ته ولاړی
د ابوجعفر محمد بن علي بن حسين بن علي سره يې وليدل ابو جعفر(رح) و امام صاحب(رح) وته وويل ته هغه سړی يې چي زما د نيکه نبي علیه السلام د حديث په مقابل کي د خپلي رايي يعني قياس څخه کار اخلي يعني مسئله په حديث ثابت وي او ته د حديث مخالفت کوې امام صاحب(رح) ورته وايي و ابو جعفر(رح) ته، راسه دلته کښېنه مهرباني وکه ستا عزت او احترام او درناوی پرما باندي داسي واجب دی لکه ستا د نيکه مبارک علیه السلام اللهﷻ دي داسي نه کوي چي زه به ستا د نيکه د حديث مخالفت کوم امام صاحب(رح) داسي ورته کښېناستی لکه پر لمانځه ډېر په ادب يې ورته وويل چي زه ستا څخه د درو (۳) مسئلو پوښتنه کوم ځواب يې راکه:
اوله پوښته: داده جواب راکه چي نر کمزوری دی او که ښځه ابو جعفر(رح) ورته وايي چي ښځه، امام صاحب(رح) ورته وايي چي ميراث د ښځي څومره حصه کېږي ابو جعفر(رح) وايي چي د نر د حصې نيمه حصه کېږي، امام صاحب(رح) ورته وايي چي که ما قياس کولای نو تقسيم به مي داسي کړی وای چي ښځي ته به مي دوې حصې د نر ورکړي وای ځکه ښځه کمزورې ده او يا به مي د نر سره پوره حصه ورکړې وای، دوهمه پوښنته: دا جواب راکه چي لمونځ افضل دی او که روژه ابوجعفر(رح) ورته وايي چي لمونځ افضل دی، نو امام صاحب ورته وايي که ما قياس کولای نو به مي ويلي وای چي حائضه دي د لمانځه قضا راوړي نه د روژې، درېيمه پوښتنه: دا جواب راکه چي مَنِي ډېر مردار دي او که بولي، ابوجعفر(رح) ورته وايي: چي بولي ډېري مرداري دي، امام صاحب(رح) ورته وايي: که ما قياس کولای نو به مي ويلي وای چي په بولو کولو سره غسل لازمېږي نه په مَنِي سره اوس پورته مسئلې ته وګوره چي د امام صاحب مذهب د قرآن او حديث څخه دی او که ده له ځانه جوړ کړی دی دا څنګه عقل دی چي د سر په سترګو ګوري خو بيا هم و حق ويلو ته تيار نه دي نو دغه د مذهب دښمنان دي تباه او برباد سي ډېر نازک وخت دی حياء او شرم تللي دي فتنې ورځ په ورځ زياتېږي د نن زمانې
د مذهب مخالفين ډېر عجب دلائل وايي هيڅ عقل کار نه پکښي کوي ځکه د دوی د دلائلو جوابونه زموږ د کوچنيانو په طاقت هم پوره دي خو ليکن موږ په خپله و مذهب ته شا کړې هغه دا چي څوک د مذهب خبره وکړي موږ مسخرې ورسره کوو ورته وايو چي تاسو خو وهابيان ياست دوی وايي راسئ زموږ سره دلائل
و واياست يو امي سړی دلايل ورسره وايي يو طرف ورته وايي چي امام صاحب(رح) خو نبي نه دی نو ته ولي د هغه خبره منې زموږ له طرفه بېچاره ورته وايي چي رشتيا دا خو نبي نه دی نو موږ يې په مذهب ولي يو دا خو موږ غلط يو زه به د يو ملا څخه پوښتنه وکړم د نمونې په توګه، زه په برو دروازه کي ناست يم هغه وخت ۱۳۸۴هـ ش کال وو چي د کم عمر هلک راغلی و ما ته يې کاغذ راکړی راته وايي چي ته خو ملا يې د دغه جوابونه راکه ما چي کاغذ وکتی په کاغذ کي هغه خبيثانو ليکلي دي چي تاسو په ملا پسې ولي قرأت او آمين په زوره نه واياست او لاسونه پر ځګر ولي نه نيسی د هغې ورځي څخه زه وبېرېدم چي د امام ابوحنيفه(رح) مذهب اوس له منځه ځي که موږ کوشش ونه کړو نو به زموږ بچيان هم دغسي خبيثان جوړ سي دغو ظالمانو زموږ و مذهب ته ډېر په سپکه سترګه وکتل نو مي هلي ځلي شروع کړې چي يو مسلمان خبر کړم او دغه خبيثان اکثره په مدرسو کي داخل سوه چي زموږ او ستاسو بچيان راتباه کړي تاسي په مدرسو کي داسي معلومات وکړئ چي دا ملا د کوم ځای دی او څنګه عقيده يې ده څنګه تربيه يې ده دا خو زموږ او ستاسو ذمه واري ده چي اول به کوچنی په مذهب خبروو د مذهب حقيقت او د مذهب تګلاره به ورښيو او که دا هم ونه کړو نو بيا به زموږ او د وهابيانو څه فرق وسي مور او پلار بايد و اولاد ته دعا وکړي چي اللهﷻ دي علم نافع درکړي تر دعا وروسته به ان شاء الله بيا و حق ته غوږ کښېږدي.
د عبدالوهاب النجدي د رسول اللهﷺ سره دښمني او عناد:
۱- يوه ورځ يوه ډله خلك د رسول اللهﷺ زيارت ته د زيارت كولو لپاره ولاړل نو يوه سړي محمد بن عبدالوهاب ته خبر وركړ چي يوه ډله خلك د زيارت كولو لپاره د رسول اللهﷺ زيارت ته راغلي دي، څرنګه چي محمد بن عبدالوهاب دومره توان نه درلود چي هغه خلك د زيارت كولو څخه منع كړي نو يې له ځانه سره وويل چي پرېږده چي مشركين مدينې منورې ته ولاړ سي او مسلمانان خو زموږ سره پاته دي.
۲- محمد بن عبدالوهاب خلك د فقهي، تفسيرشريف، احاديثو او نورو ديني كتابونو له مطالعې څخه منع كول، دا ځكه چي په دې كي د ده موخه دا وه چي خلك د ده په ګمراهۍ باندي پوه نه سي، په دې اساس يې زيات كتابونه وسوځول.
۳- محمد بن عبدالوهاب خلك پر رسول اللهﷺ باندي له درود ويلو څخه منع كول، په خاص ډول د جمعې د شپې له درود ويلو څخه ځكه چي ده ويل چي دا بدعت دى، يوه روځ يوه ړانده سړي تر اذان وروسته پر رسول اللهﷺ باندي درود ووايه، محمد بن عبدالوهاب دغه سړى له درود ويلو څخه منع نه كړاى سو خو وروسته يې په شهادت ورساوه.
۴- كله كله به يې ويل چي كتاب يو دى او سنت يو دى، څلور مذاهب له كومي خوا پكښي رامنځ ته سول، دا بدعت دى، په دې كي د ده موخه دا وه چي ټول خلك د ده متابعت وكړي او په ګمراهي باندي يې خبر نه سي.
۵- محمد بن عبدالوهاب به د رسول اللهﷺ ډېر تنقيض او تحقير كاوه، په دې بهانه چي تعظيم يوازي د اللهﷻ لپاره دى او بل چاته تعظيم كول شرك دى، همدارنګه به يې كله كله رسول اللهﷺ ته د (طارش) لقب استعمالاوه، طارش په عربي كي د كتاب راوړونكي ته ويل كېږي، نو د خلكو په نظر كي يې داسي وركول چي رسول اللهﷺ كاغذ راوړونكى و، راغى او بېرته ولاړى او پر موږ باندي د احترام څه نه لري، حال دا چي قرآن كريم د حضرت رسول اللهﷺ د احترام په هکله څو ځايونه يادونه كړې ده لكه په لاندي آيت شريف كي:
﴿     �﴾.[آل عمران/ ۳۱]
ترجمه: ته محمدﷺ! خلكو ته ووايه كه چېري تاسي د خداىﷻ سره محبت كوئ نو زما متابعت وكړئ چي خداىﷻ ستاسي سره محبت وكړي.
همدا رنګه په بل آيت شريف كي فرمايي:
﴿        ﴾.[حشر /۷]
ترجمه: هغه شى چي رسول اللهﷺ تاسي ته راوړى دى هغه واخلئ او عمل ورباندي وكړئ او له هغه شي څخه چي تاسي منع كوي نو تاسي پرهېز ورڅخه وكړئ.
په پورته آيتونو كي د رسول اللهﷺ احترام په ښكاره ټكو كي په واضع ډول قرآن كريم بيان كړى دى چي ټول علماء او په ځانګړي ډول مفسرين ورباندي پوهېږي، د محمد بن عبدالوهاب ځينو تابعينو به د ده په مخ كي د رسول اللهﷺ ډېره بې ادبي كوله او دى به ډېر ورباندي خوشحاله سو، د بېلګي په توګه: يوه سړي په يوه مجلس كي وويل چي زما دغه لكړه تر رسول اللهﷺ ښه ده او ګټه يې رارسېږي ځكه چي په دې لكړه باندي زه مار، لړم او نور خزندګان وژنم او رسول اللهﷺ خو يو طارش و مړ سو، او ما ته يې اوس هيڅ ګټه نه رسېږي. اللهﷻ مو دي
د هر قسم بې ادبۍ څخه وساتي په روی د سردار عالمﷺ.
د وهابيان جنګونه په مکه مکرمه او طائف کي:
كله چي د هجرت په ۱۱۴۲ كال كي د مكې معظمې امير سعود بن سعيد بن سعد بن زيد و، په دې وخت كي وهابيان د بيت الله شريف د زيارت كولو په بهانه د نوموړي امير څخه اجازه وغوښته چي په دې كي د دوى اصلي هدف د خپلو عقايدو په اړه تبليغ او دغه د بدعت تخم پاشل وه، نوموړي امير اجازه وركړه، په دې اساس ۳۰، نفره وهابيان مكې شريفي ته د زيارت كولو په بهانه روان سول، امير سعود د حرم شريف علماء كرام امر كړل تر څو له دوى سره د دوى د فاسدو عقايدو پر بطلان باندي بحث وكړي،
د حرم شريف علماء كرام د بحث لپاره تيار سول. كله چي بحث او مناظره پيل سوه، د دوى خبري او عقايد بېخي د كفر او شرك سره برابر وو، په دې بحث كي دوى د مكې شريفې د قاضي القضات په مخكي په قرآني آيتونو او نبوي احاديثو سره ملامت سول، نو شريف سعود ته يې د دوى د ملامتۍ خبر وركړ او ورته ويې ويل چي د دوى د كفر اعلان دي وسي او دوى دي بنديان كړل سي چي همداسي ورسره وسوه.
كله چي د درعيې امير ته د دې موضوع په اړه معلومات وسو، نو دا توان يې نه درلود چي د شريف سعود سره مقابله وكړي او خپل بنديان ايله كړي، دا خبره پټه پاته سوه، تر څو شريف سعود په ۱۱۶۵كال كي وفات سو او د ده ورور ساعد بن سعيد ته امارت وسپارل سو.
وهابيانو بيا د موقع څخه په استفادې سره د نوي امير څخه
د حج د فريضې د اداءكولو په نيت مكې شريفې ته د تللو اجازه وغوښته، نوموړي امير د خپل ورور پر خلاف دوى ته اجازه ور نه كړه، تر هغه پوري چي د نوموړي امير امارت برحال و، دوى مكې ته د تګ اجازه نه درلوده تر څو ساعد بن سعيد د هجرت په ۱۱۸۴ كال كي وفات سو او د مكې شريفې امارت د ده بل ورور شريف احمد بن سعيد ته وسپارل سو.
وهابيانو بيا د تېر وار په رنګه د بيت الله شريف د زيارت كولو اجازه د شريف احمد څخه وغوښته هغه د لومړي امير په څېر اجازه وركړه، كله چي دوى اجازه تر لاسه كړه نو د درعيې امير محمد بن سعود د وهابيانو يوه قوي ډله جوړه كړه او مكې معظمې ته يې واستول، دغه امير هم د لومړي امير په رنګه د وهابيانو د عقايدو د معلومولو لپاره د حرم شريف علماء كرام په كار وګومارل تر څو د دوى د عقايدو امتحان واخلي او موضوع ځان ته روښانه كړي، علماء كرامو چي كله د موضوع په اړوند پوښتني ورڅخه وكړې نو معلومه سوه چي دا خلك ګمراهان دي، دې امير امر وكړ او دغه ټوله خلك يې له مكې شريفې څخه وشړل.
كله چي د هجرت په۱۱۸۶ كال سرور بن مساعد د خپل اكا څخه د امارت واك په زوره تر لاسه كړ د وهابيانو ډلي بيا د نوي امير څخه د بيت الله شريفي د زيارت كولو اجازه وغوښته، سرور بن مساعد وهابيانو ته په دې شرط اجازه وركړه چي دوى به خراج وركوي لكه د عجمو رافضيان چي په كومه اندازه خراج وركوي دوى به تر هغوى سل اسان اضافه وركوي.
كله چي په ۱۲۰۲ كال كي سرور بن مساعد وفات سو او امارت د ده ورور شريف غالب ته وسپارل سو، وهابيانو بيا مكې ته د تګ پېشنهاد وكړ، د دې په ځواب كي شريف غالب يوازي دا چي اجازه يې ور نه كړه بلكي د دوى د مقابلې لپاره يې يو جنګي لښكر هم ورته برابر كړ، د هجرت د ۱۲۰۵ كال څخه بيا تر ۱۲۲۰كال پوري (۱۵كاله) د وهابيانو او د مكې شريفي د مسلمانانو تر منځ جنګ دوام پيدا كړ، د دې ۱۵ كلن جنګ په جريان كي ډېري پېښي رامنځ ته سوې، چي په لنډه توګه به يې دلته يادونه وكړو.
مكې ته تر داخلېدو دمخه د وهابيانو پادشاهي ډېر پراخوالى موندلى و، او لا د مشرق پر زمين، د لاحاء، ولايت، بغداد، بصره، الحرار، احينوف، ذوات النخل، الحربيه، انواع الجهيسنيه او شام سيمي يې تر خپل تسلط لاندي راوستلې او هغه عرب چي
د شام او بغداد په منځ كي وو ټول محكوم سول.
په ۱۲۱۷هـ كال يې پر طايف باندي حمله وكړه، د طايف پر مسلمانانو باندي يې دومره ظلمونه وكړل چي د دوى په تاريخ كي چا دومره ظلمونه نه و ورباندي كړي، په ښارو او بازارو كي يې پر نر، ښځه، كشر او مشر باندي قتل عام شروع كړ، د ښځو پر ځيګر باندي يې د هغوى كوچنيان ور حلال كړل، د اسلامي فقهي، حديثو او تفاسيرو كتابونه يې د خلكو او اسونو تر پښو لاندي پايمال كړل.
د خلكو مالونه يې لوټ او تالان كړل، ښځي يې د كفارو د ښځو په رنګه منځياني كړلې، دا پېښه داسي يو زړه لړزونكې وه چي په ټول طايف كي په شمار درې سوه مسلمانان پاته نه سول او خلك د دوى سخت زړه توب ته حيران پاته سول. [خلاصة المرام ص ۲۷۳ ج ۲]
د طايف له جنګ څخه وروسته د هجرت په ۱۲۱۸ كال وهابيانو د مكې د حرم پر لور د جنګ اراده وكړل، د مكې امير له دوى سره د جنګ كولو توان نه درلود او جدې ته په تېښته ولاړ، د مكې خلكو د بېري له كبله د وهابيانو د لښكر مخ ته ورغلل او د امن غوښتنه يې ورڅخه وكړه او هغوى هم د دوى غوښتنه ومنله او بېله كومي جګړې كولو څخه وهابيان مكې ته ننوتل او تر خپل واك لاندي يې راوستل.
له څو ورځو وروسته يې د جدې پر لوري د جنګ لپاره تيارى ونيو خو هلته بريالي نه سول او بېرته مكې ته راستانه سول او د دې ښار د ساتلو لپاره يې يوه ډله پوځ په مكه كي پرېښود او خپله دوى خپل اصلي ټاټوبي نجد ته ولاړل چي هغه يې خپل وطن دی.
د هجرت په ۱۲۱۸ كال شريف غالب د جدې د امير په مرسته د يو لوى لښكر په واسطه پر مكه باندي حمله وكړه او د مكې ښار يې د وهابيانو له لاسه و ايست، د وهابيانو ځيني كسان وتښتېدل او ځيني يې مړه سول خو د دوى تر منځ د جنګ موضوع د هجرت تر ۱۲۲۰ كال پوري جاري وه. [خلاصة المرام مفتي الحرمين احمد بن زيني د حلان]
د هجرت په ۱۲۲۰ كال وهابيانو يو ځل بيا مكه محاصره كړه او پر خلكو باندي يې سخت تكليفونه راوستل، د مكې خلكو د لوږي له كبله د مردارو سپو غوښې خوړلې، په دې وخت كي شريف غالب مجبور سو او د وهابيانو سره يې سوله وكړه او بېله كم مقاومت څخه د مكې ښار ته ننوتل، د دوى واكمني تر ۱۲۲۷كال پوري دوام وكړ، واكمني يې د مكې تر ښاره پوري محدوده نه وه بلكي ټول سعودي عربستان د دوى تر واكمنۍ لاندي و.
په دې وخت كي مسلمانان ډېر زيات په تكليف وو حتْى خپله مسلماني يې لا هم پټه ساتله، د وهابيانو سلطنت پر سعودي عربستان باندي تر هغه دوام وكړ تر څو د تركانو لوى پاچا سلطان محمود
د خپل مشاور وزير او د مصر والي محمد علي ته امر وكړ چي د وهابيانو سره جنګ وكړي، نوموړي يو لوى لښكر تيار او حمله يې ورباندي وكړه، دحرمينو شريفينو مځكه يې له دوى څخه پاكه كړه، وهابيان خپل اصلي ټاټوبي ته وتښتېدل، نوموړي خپل پوځ ته امر وكړ او هلته ورپسې ورغلل هلته يې هم سخته ماته وركړه او د وهابي نوم بېخي ورك سو. خو د ترکانو وروسته په ټول سعودي کي په کراره کراره بيا واکمن دي تر دې چي زموږ هيواد افغانستان ته په ۱۴۲٦ کال کي راښکاره سول چي ايوبي صاحب د سيف الکندهاري په نامه توره پسې راواخستل او موږ هم بډي راونغښتلې چي وطن په قلم او توره د خبيثانو د مردارۍ څخه پاک کړو.
وهابيان د وهابي په نامه بد نه وړي:
وهابيان وايي چي: موږ ته په دې خاطر وهابيان وايي ځكه چي موږ موحدين يو يعني يوازي د خداىﷻ وحدانيت منو او څرنګه چي د خداىﷻ نوم وهاب دى نو ځكه موږ هم پر خپل ځان باندي دغه نوم ايښى دى خو د دوى دغه خبره درواغ ده ځكه دوى دغه نوم د خپل مشر نوم ته منسوبوي.
مفتي شيخ الاسلام سيد احمد بن زيني دحلان وايي چي: ما د شيخ محمد بن سليمان الكردي المدني يوه رساله وليده چي هغه د محمد بن عبدالوهاب استاد و، هغه په خپله رساله كي محمد بن عبدالوهاب ته وايي چي:
(سلام پر هغه چا باندي چي هغه د هدايت تابع وي، وروسته تر سلام زه تاته نصيحت كوم. د خداىﷻ په خاطر د مسلمانانو له كفر كولو څخه دي خوله بنده كړه، كه چېري يو نفر پر غلطه لار روان وي نو لار ورته وښيه او حق دلايل ورته ووايه، دا چي ته پر ډېرو خلكو باندي د كفر ټاپه لګوې نو تاته هم د كفر نسبت كول ډېر اسانه كار دى). [دررالنسية ص ۳۹ څلورم ټوك]
د پورته ذكر سوي كتاب په ۴۳ مخ كي وايي چي: يوه ورځ محمد بن عبدالوهاب النجدي د جمعې د لمانځه په خطبه كي داسي وويل: هر څوك چي په نبيﷺ سره توسل كوي هغه كافر دى. د محمد بن عبدالوهاب النجدي ورور شيخ سلېمان چي ډېر لوى عالم او ښه سړى و، نوموړي په بدعت كي پر خپل خبيث ورور باندي رد كاوه او په هيڅ بدعت (په دين كي نوى كار پيدا كول) كي يې د ده متابعت نه دى كړى. يوه ورځ شيخ سليمان خپل خبيث ورور ته وويل چي: د اسلام اركان څو دي محمد بن عبدالوهاب په ځواب كي ورته وويل پنځه دي، شيخ سليمان ورته وويل چي ستا په مذهب كي خو شپږ دي او شپږم دا دى چي ستا متابعت به كوي او كه يې ستا متابعت و نه كړ هغه خو ستا په نظر كافر دى، يو چا محمد بن عبدالوهاب ته وويل چي: خداىﷻ د روژې په مياشت كي هره شپه څو ګناهكاران له دوزخ څخه آزادوي؟ ده ورته وويل يو لك نفره او د روژې په آخره شپه دومره نفره آزادوي لكه په ټوله مياشت كي چي يې آزاد كړي وي چي ټوله شپېته لكه كېږي، نو هغه سړي ورته وويل چي دغه كسان چي خداىﷻ يې بخښي دا خو به مسلمانان وي؟، ابن عبدالوهاب ورته وويل چي هو! هغه ورته وويل ته خو هغه څوك مسلمانان بولې چي هغه ستا خبره مني او ته خو د دغه شمېر په اندازه خپل پېروان نه لرې، ستا پېروان تر اوسه پوري يو لك هم نه دي نو دا خلك به څوك وي چي خداىﷻ يې بخښي؟.
كله چي شيخ سليمان د خپل ورور څخه وبېرېدى چي هسي نه
د يو چا په واسطه زما د مرګ توطيه جوړه كړي نو يې مدينې منورې ته هجرت وكړ او هلته يې د ده د عقيدې په غندنه کي يوه رساله جوړه كړه او ده ته يې ورولېږله، خو بيا هم مسلمان نه سو او خپله عقيده يې سمه نه كړه، دا ډول نورو علماوو كرامو هم د ده په اړه ډېري رسالې جوړې كړې او ور ويې لېږلې خو هدايت يې پيدا نه كړ،ځکه قرآن مجيد پر دې شاهد دی:
﴿�          ﴾. [ا لقصص/ ۵۶]
ته هغه چا ته هدايت نه سې كولاى چي ستا (محمدﷺ) خوښه وي، ستا خداىﷻ هغه چاته هدايت كوي چي ستا د خداىﷻ خوښه وي.
يوه ورځ يو سړى چي د خپل قوم مشر و او واك يې تر محمد بن عبدالوهاب ډېر و، ورته راغى او ورته ويې ويل: (كه تا ته يو سړى راسي او درته ووايي چي د فلاني غره شا ته ستا د وژلو لپاره يو غټ لښكر راروان دى او بيا ته د دې موضوع د معلومولو لپاره زركسېزه هيأت هغې سيمي ته واستوې او هغه هيأت د ليدني كتني وروسته درته ووايي چي هيڅوك هم نسته نو ته د هغه يوه سړي خبره منې او كه د زركسيز هيأت خبره منې؟) ده ورته وويل چي: د زرو كسانو خبره منم او د هغه يوه سړي خبره نه منم، نو هغه سړي ورته وويل چي ټول علماء كه ژوندي دي او كه مړه دي ستا عقيده درواغ بولي او يوازي ته خپله عقيده سمه بولې نو موږ
د هغه ډېرو علماوو خبره منو او ستا خبره نه منو، په دې وخت كي محمد بن عبدالوهاب ملامت او حيران سو. [سنيه ص ۴۴]
د اهل سنت والجماعت او وهابيانو تر منځ په څوشيانو كي اختلاف دی:
وهابيان وايي چي د اللهﷻ څخه پرته بل چاته په عزت او درناوي سره عقيده لرل شرك دى او اهل سنت والجماعت وايي چي عزت او درناوى ځيني وخت مباح، ځيني وخت سنت او ځيني وخت واجب وي.
۱- وهابيان وايي انبياء او اولياء او علما خداىﷻ ته واسطه كول شرك (كفر) دى او اهل سنت والجماعت وايي چي دا كار مباح او سنت دى.
۲- وهابيان وايي دا عقيده درلودل چي په قبر كي مړى
د ژونديو خبري اوري شرك دى او اهل سنت والجماعت وايي چي دا خبره سنت ده چي مړى د ژونديو خبري اوري.
۳- وهابيان وايي چي د څلورو امامانو (ابوحنيفه، امام شافعي، امام احمد حنبل، او امام مالك) خبري منل شرك دى او اهل سنت والجماعت وايي چي د دغه څلورو مذاهبو تقليد لازمي دى او د دغه څلورو مذاهبو څخه وتل ناروا دي.
د وهابيانو په نظر په مړي پسي خيرات کول بدعت دی:
وهابيان وايي چي سړی مړ سي نو ختم سو بيا نه وده ته خيرات رسېږي او نه څه له ده څخه غوښتل کېږي، هغه د غوښتلو ثبوت خو موږ تاسو ته وړاندي کړ اوس دغه دعوه چي انسان ژوندی وي که نېک عمله وو نو جنت ته به ځي که بد عمله وو دوزخ ته به ځي و مړي ته هيڅ يو شی هم فايده نه کوي، موږ جواب ورکوو
د عائشې څخه روايت سوی دی چي: بېشکه يو سړي وويل چي يا رسول اللهﷺ چي زما مور ناڅاپه مړه سوې ده او وصيت يې نه دی کړی او زما دا ګمان دی کې خبري کړي وای نو خيرات بې کړی وای اوس چي زه په هغې پسې خيرات وکم ثواب يې ور رسېږي؟ رسول اللهﷺ ورته وفرمايل چي بېشکه خيرات پسې وکه.
[شرح الصدور ص ۲۰۷ و بخاري و مسلم و ابوداؤد و هدايه]
او مستحب دی خيرات کول په مړه پسې لپاره د ثواب چي سړی مړ سي تر اوو ورځو پوري چي ورته اسانه وي هغه صدقه دي وکړي.
[طحطاوی ص ۳۷۳]
(او په شرعة الاسلام) کي راوړي چي سړی مړ سي نو د هغه ولي دي خيرات پسې وکړي، که مسکين وو شی ورسره نه وو نو دي دوه رکعته نفل پسې وکړي چي په هر رکعت کي الحمدلله، آيت کرسي يو وار او سورة التکاثر لس واره و وايي دا طريقه سُنت ده.
[طحطاوی ص ۳۸۳]
وهابيان وايي پيري او مريدي شرک او بدعت دی:
موږ جواب ورکوو چي پيري او مريدي خو زموږ په مذهب کي په ډېره اندازه سته هغه داسي چي موږ الحمدلله همېشه ذکر او اذکار او زيارتونه او پيران صاحبان راشه درشه سره لرو ځکه موږ بيعت د پير صاحب سره پر خپل ځان لازمي ګڼو چي تزکيه د زړو مو وسي چي د کوم انسان زړه پاک صاف سي په ذکر د الله تعالْیﷻ نو دغه انسان بيا د ادب او احترام او عزت په اوبو اوبه سي نو پيري او مريدي ته بيعت ويل کېږي يعني ما د فلاني شيخ سره بيعت کړی دی، بيعت په لغت کي معاهدې او معاقدې ته ويل کېږي نو بيعت بيع لغوي ده او بيع په لغت کي مقابله د شي ده د شي سره په وجه د عوض کولو باندي او په شيخزاده کي وايي چي مسمْی سوې ده معاهده په مبالغه سره د وجه د مشابهة د دې د هغه سره او دغه بيعت په قرآن او حديث ثابت دی الله تعالْی فرمايي:
﴿    ﴾.[الممتحنه/۱۲]
او رسول اللهﷺ فرمايي:
(الاتبايعوني علْی ما بايعت النساء)، (و اصل التصوف حديث ان تعبد الله کانک تراه).
ډېر نور احاديث سته چي رسول اللهﷺ د خلکو سره په لاس بيعت او د ښځو سره په خوله بيعت کړی دی د نن زمانې بيعت چي موږ د خپل شيخ او پير صاحب سره بيعت کوو هغه ته تصوف ويل کېږي نو ښه ځان پوه کړه چي تصوف عبارت د رياضت د نفس څخه په پوره کوشش کولو سره، هغه داسي کوشش چي د شريعت سره موافق وي د کُدورات بشريه وو څخه خالي وي او توجه بې وي همېشه و طرفته د پروردګار او دوام به کوي په طاعت آواذکارو سره او بيعت به کوي يعني لاس نيوی به کوي د يو پير څخه يعني چي د شريعت او طريقت په مسائلو خبر وي نو دغه لاس نيوی او بيعت کول مستحب دی او که تصوف د دې نګاه څخه چي مراد ورڅخه علم په حِل او حُرمت سي نو بيا دغه تصوف فرض عين دی. [عرف شذي ج ۱ ص ۲۳۰]
که څوک غواړي چي تصوف ښه پوره مطالعه کړي نو دغه کتابونه دي وګوري: [قطب الارشاد ص ۵۳۳]، [فيض الباری ج ۱ ص ۱۵۰]، [احياء العلوم ج ۲ ص ۲۹۷]، [تفسير احمدي ص ٦۰۲].
او وهابيان وايي چي دغه صوفيان په بدعت اخته دي پير څه شی دی مريد څه شی دی دا ټول مشرکين دي. (العياذ بالله)
نو د تصوف څخه انکار کول دا مطلق انکار دی د قرآن او حديث څخه ځکه چي سَر و الله تعالْی ته کښته نه سي نو الله تعالْی ته نژدې کېدل ډېر مشکل کار دی الله تعالْیﷻ دي هدايت ورته وکي خپله خرتوبي يې د خدای تعالْیﷻ پر ذکر خوښه ده تاسو پام پر وکئ چي څوک مريد وي د هغه اخلاق، اخلاص، تقوْی، غيرت، ستر او حياء څومره ډېره وي او چي څوک مريد نه وي که عالم وي که امي وي داسي وي لکه يو فقير چي د مړو خلکو سره ناست وي د يو صوفي سره مجلس کوه زړه به دي خوشحاله سي تجربه په وکه او د وهابي سره مجلس کول حرام دی خو که په سفر کي ورسره ملګری سې نو حقيقت د خباثت بې درته معلوم سي ځکه زما تجربه وسول زه مکې مکرمې ته په سفر کي د وهابيانو سره مل سوم چي ما به عبادت کاوی. مثلاً لمونځ، ذکر، احرام، تلبيه و ماته به خوشحالي ښکاره سول او دوی به وماته کتل د الله تعالْیﷻ په عبادت به خوشحالي نه ورته ښکاره کېدل خو مطلق بې و ماته کتل چي آمين او الحمدلله ولي په زوره نه وايي د دوی په فکر کي دا وه چي دغه زموږ ملګری کاشکي زموږ په عقيده زموږ سره شريک وای نو بې راته ويل چي ملا صاحب دومره ذکر او عبادت دي وکړ نو دا څه فايده چي پير پرست نه وای نو به مو ښه انډيوالي سره کړې وای ما په جواب کي ورته وويل چي پر لمانځه درېږې نو د پښو په مابين کي د څلور ګوتو اندازه خالي پرېږده پښې ليري مه ايږده الصاق د کعبين کوه، دوی راته ويل! چي الله تعالْیﷻ دي هدايت درته وکي ما ورته ويل آمين ثم آمين دغه خبره زما په زړه کي همېشه پرته ده چي زه به دغه ورته وايم او دوی به دغه جواب راکوي ليکن چي زه اوس په خپل ښار کي ګورم زموږ خپل مذهبيان وينم چي پښې ليري ږدي د دغه اصلاح په کار ده (مشت نمونه خروار) که نن دا کار وکې سبا بل نو به خدا نخواسته وهابي سې ځکه مخ کي زموږ په وطن کي به په صحرا کي يو ملا وو د هغه څخه ټول وطن استفاده کول اوس خو په هر مسجد او هر کلي کي دومري د ملايانو په نامه خلک راغلل چي تر شمار زيات سول ليکن د دين بې قدري مخ پر زياتېدو سوه ځکه که په محراب کي هر امي سړی ولاړ وي نو عوام ورته ناست وي او دکانونه وتړل سي چي راځئ ولاړ سو د دين او اسلام خبري به زده کړو ولي د خپل مسجد امام ته خپل ځان په لاس نه ورکوې چي هغه ۲۵ کاله طالبي وکړل او بيا ملا سو قوم، وطن، عمل او علم يې ښه در معلوم دي نو ته چي د عوامو خبري واورې نو بيا راسې چي د مسجد مخته تېرېږي نو خپلو ملګرو ته وايي چي د دغه مسجد مولوي صاحب ډېر بدعتي دی نو تا ته خو د عوامو جلسې دغه ګټه در رسوي ستا پلار او نيکه څنګه پر خپل مذهب روان و، د خدای په لحاظ د هر چا ملګري او آشنايي مه کوئ نن د قرآن حافظان ډېر سول څومره بې قدري د قرآن کوي د پنځه لسوکالو حافظ وايي چي عبدالرب اخندزاده مشرک وو داسي خرافاتي يې ويلي دي په دا فيتو کي (سبحان الله العظيم) پنځلس کلن هلک د تېر سوي دور پر علماوو باندي ردونه کوي ځکه اخندزاده صاحب مريد وو او ذکر يې کاوه عاشق وو نو د ده په وخت کي په دغه ښار کي يو عالم نه وو چي ورته ويلي يې وای دا ستا رنګه جوابونه دا څومره عقل دی چي ته په زوی قرآن مجيد وايې او فقه او حديث نه په وايې فقط د انډيوالانو څخه دي اورېدلي دي چي زما زوی خو هم حافظ د قرآن دی ته خو د خپلو علماوو څخه معلومات وکړه چي
د قرآن د حفظ لپاره څومره شرطونه دي چي روسان راغلل زموږ وطن ته يوه فتوا و وتل چي جهاد فرض سو، تر ننه پوري بيا چا هغه فتوْی نه ده رد کړې په اوس دور کي چي کافران متحد سول او راغلل اوس دا نه معلومېږي چي دغه ملا يا عالم له کومه ځايه راځي چي د کفارو په کفر کي ورته شک موجود دی دا بدبختي ځکه ډېره سول چي سپينه لنګوته وتړي بس ملا دی د سپين ږيرو پخوانيو علماوو لمن ونيسئ که مړه دي کتابونه يې درته کښېږدئ که ژوندي دي ملاقات ورسره کوئ. د کفارو غټ چال په سپينه لنګوټه کي د ملا و د حافظ په نامه دين درڅخه وړي قرآن او حديث درته بيانوي. و تا ته وايي ته مشرک يې تېر وخت تا دا خبري اورېدلي وې چي مشرک څوک دی تا بدعت پېژندی چي بدعت څه شی دی دغه د تبليغيانو سلسله چي شروع سوه او په اوله مرحله کي يې باني مولانا الياس(رح) وو چي کومه طريقه روانه ده پر هغه طريقه اوس تبليغي جماعتونه روان دي ليکن
د مولانا صاحب مرحوم په ژوند کي د يوه تبليغي له خُلې څخه
و بل ته داسي لفظ ووتی چي ته بدعتي يې سبحان الله چي مولانا صاحب مرحوم ډېر په نا آرامه سو ډېر په قهر سو ډېره سخته اګاهي او تنبيه يې ورکړه چي بل وخت دغسي خبره ونه کړې د الله تعالْیﷻ لاري ته خلک رابوله او د خلکو د دين څخه نفرت مه کوه.
[مکاتيب مولانا الياس مرحوم، ص ۱۴۲]، [السيف المبير ص ۵۵]
په مړه پسې خيرات کول بدعت نه دی:
وهابيان د مړو لپاره خيرات کول بدعت بولي، موږ جواب ورکوو چي د اهل سنت او اهل جماعت دا عقيده ده چي دعاء، خيرات، نفل، حج، عمره او نور ښه اعمال چي مسلمان وکي په نيت د ثواب د مړو لپاره مړو ته د دغو شيانو ثواب رسېږي (دليل) د ابي هريره(رض) څخه روايت سوی دی چي رسول اللهﷺ وفرمايل: کله چي انسان مړ سي د ده ټول عمل بند سي ليکن درې شيان نه بندېږي لکه صدقه جاريه، علم نافعه او صالح اولاد، که څوک پوره تفصيل غواړي د خيرات په مړو پسي نو دي فتاوْی هنديه ج ۱- ص ۲۵۷ بحرالرائق ج۳- ص ۵۹ وګورئ.
نبيان او وليان ژوندي دي له دوی څخه غوښتنه په روی د دوی بدعت نه دی:
وهابيان وايي چي نبيان هم داسي مړه دي لکه نور انسانان موږ جواب ورکوو چي نبي علیه السلام فرمايي:
نبيان ژوندي دي په قبرو کي لمونځونه کوي. [مسلم ج ۲ ص ۲٦۸]
وهابيان وايي د نبيانو، اولياوو او نور ښو خلکو روحانينو څخه کومک غوښتل شرک دی موږ جواب ورکوو.
چي غوښتل خو توسل دی. بلال بن حارث مزني(رح) توسل باالدعاء وکړی چي و قبر ته د نبي علیه السلام راغلی او ويې ويل: چي طلب د باران وکړه د خپل امت لپاره. [رواه البيهقي في دلائل النبوة]
او د توسل لپاره بايد دا کتابونه وکتل سي: [فتح القدير،ج۲ ص ۳۳۷]، [احياء العلوم ج ۱ ص ۲٦۰]
توسل: مثلاً يو سړی و وايي چي يا اللهﷻ ما وبخښه په وسيله او په روی د نبي علیه السلام يا په روی د وليانو يا په روی
د ملايانو يا په روی د نورو ښو خلکو يا په روی د ژوندو يا په روی د مړو و دغه ته توسل ويل کېږي وهابيان وايي که چا دغسي وويل هغه کافر او مشرک دی موږ جواب دغه خبيثانو ته ورکوو په قرآن سره چي الله تعالْیﷻ فرمايي:
﴿               ﴾. [النساء/٦۴]
ترجمه: که چيري مسلمانان ګناه وکړي او بيا راسي و تاته بيا بخښه وغواړي د الله تعالْیﷻ څخه او بخښه وغواړي دوی له رسول اللهﷺ څخه نو خامخا به پيدا کړي الله تعالْیﷻ توبه قبولوونکی او زيات رحم کوونکی.
يعني الله تعالْیﷻ به خامخا توبه قبوله کړي او رحم به پر دغه مسلمانانو وکړي چي دوی راسي و تاته ای زما ګران حبيبه.
بل جواب ورکوو په قرآن سره چي الله تعالْیﷻ فرمايي:
﴿             ﴾.[المائده/۳۵]
ترجمه: اې! هغه کسانو چي تا سو ايمان راوړی دی نېکي کوئ بد مه کوئ او طلب وکړئ د الله تعالْیﷻ څخه په وسيله او په روی د پيغمبرانو او وليانو، او غزا وکړئ په لاره د الله تعالْیﷻ کي بېشکه چي خلاص به سي له دوزخ څخه او کامياب به سي په جنت کي.
دعا به وکو يا الله تعالْیﷻ موږ په مجاهدينو کي حساب کړې آمين په روی او وسيله د علیه السلام مبارک، بل جواب ورکوو: په قصيده النعمان کي] امام صاحب(رح) فرمايي:
(اَنتَ الذِی َلما سَتوسلَ آَدَم من زلة بک فاذو هواباک)
ته يا رسول اللهﷺ هغه ذات يې چي وسيله وکړه په تا سره آدم علیه السلام په هغه کار سره چي ده وکړ نو کامياب سو او حال دا دی چي هغه ستا نيکه دی روايت سوی د عمر(رض) څخه چي فرمايلي دي رسول علیه السلام هر کله چي وکړ آدم علیه السلام هغه کار چي مقرر سوی ؤ په ازل کي د ده لپاره نو ده عرض وکړ الله تعالْیﷻ ته چي يا الله تعالْیﷻ په روی د محمد علیه السلام و ماته بخښه وکه زما سره احسان وکه او الله تعالْیﷻ ورته وفرمايل ای آدم علیه السلام ما محمد علیه السلام پيدا کړی نه دی تا څنګه وپېژندی نو آدم علیه السلام ورته وويل چي هر کله تازه پيدا کړم نو ما سر راپور ته کړی او پر عرش مي وليدل نوشته: (لااله الاالله محمد رسول الله) نو زه پوه سوم چي تا د خپل نامه سره پيوست کړی دی يو زيات محبوب ترين ستا دی نو الله تعالْیﷻ ورته وفرمايل: اې آدم علیه السلام تا رشتيا وويل چي دغه محمد علیه السلام زيات محبوب دی و ما ته تر ټولو مخلوقاتو او تا سوال وکړی په برکت د ده نو قبول کړی ما سوال ستا او که ما محمد رسول اللهﷺ نه پيدا کولای نو مي ته هم نه پيدا کولې.
[رواه البيهقي في دلائل النبوة باسناد صحيح ورواه الحاکم).
او په دغه توسل سره د آدم علیه السلام چي حديث د عمر(رض) دی اشاره کړې ده امام مالک(رح) په طرف د دويم خليفه د بني العباس چي هغه مشهور دی په منصور سره چي نيکه د خلفاء عباسيه دی چي هر کله منصور حج وکړ نو راغلی و مدينې منورې ته د پېغمبر علیه السلام زيارت ته ودرېدی نو پوښتنه يې وکړه د امام مالک(رح) څخه چي مخ روضي ته کړم او که کعبې ته يعني قبر مبارک ته مخامخ دعا وکړم او که مخ قبلې ته شا قبر شريف ته کړم نو امام مالک(رح) ورته وويل چي اې منصوره! مخ څنګه ګرځوې د محمدرسول اللهﷺ څخه چي هغه ستا وسيله ده او ستا د نيکه آدم علیه السلام وسيله والله تعالْیﷻ ته، مخ مه ګرځوه د قبر شريف څخه دعا وکه چي يا الله تعالْی په حرمت او برکت او روی د محمد رسول اللهﷺ ماته بخښه وکی الله تعالْیﷻ به يې قبوله کړي ستا مشکل به در حل کړي ځکه الله تعالْی فرمايي:
﴿     ﴾.[النساء/٦۴]
او دغه آيت مبارک و قبر شريف ته لوړ نوشته دی د دغه آيت شريف ترجمه وګورئ بيا و دغه سرکوزانو وهابيانو ته و واياست چي تاسو څنګه په نامه مسلمانان ياست د خپل اسلاميت څه دليل لری زموږ دلائل خو دغه مذکوره آيتونه او د فقهاوو قولونه سول چي تاسو د دغه آيتو څخه انکار کړی دی نو بيا تاسو څرنګه مسلمانان ياست نو د دغه توسل او تبرک انکار ستاسو پر دغه دلالت کوي چي ستا سو حصه په اسلام کي نسته ځکه ستاسو انکار د قرآن شريف څخه ثابت سو مثلاً زه وايم چي يا الله تعالْی ما په برکت د خرقي شريفي و بخښه يا ما په روی د فلاني شيخ وبخښه او ته ماته وايي چي مشرک يې دا ستا عقل دی نو تر تا خو هغه د هري يهود او نصراني ښه دی ځکه د هغو دغسي غلطه او فاسده عقيده نه ده لکه ستا.
امام ابوحنيفه(رح) فرمايي چي ابراهيم علیه السلام په اور کي محمد رسول اللهﷺ وسيله و الله تعالْی ته وګرځوی او اور پر مړ سو وګوره اثبات د توسل مخ کي تر پيدا کېدو د محمد رسول اللهﷺ ثابت سو. او ايوب علیه السلام چي ډېر وخت مريض سو نو يې وويل چي يا الله تعالْی ما په روی د محمد رسول اللهﷺ جوړ که الله تعالْیﷻ جوړ کړی. [اثبات الاغراض ص ۷۳]
او رسولﷺ په خپله دعا کول، (اللهم اني اسـئلک بحق السائلين) يا الله تعالْی زه سوال کوم ستا څخه په برکت او شرافت د هغو پيغمبرانو چي ستا څخه يې سوالونه کړي دي او روايت کړی دی عثمان بن حنيف(رض) چي بېشکه يو سړی ضعيف البصر راغلی يعني په سترګو کمزوری و نبي علیه السلام ته طلب يې وکړی د دعا چي الله تعالْی زما سترګي را جوړي کي نو نبي علیه السلام ورته وفرمايل که دعا غواړې دعا به درته وکړم او که صبر کوې نو صبر پر ښه دی نو ده وويل چي دعا راته وکړه نو نبي علیه السلام ورته وويل چي ښه اودس تازه که او داسي دعا وکړه: يا الله تعالْی په برکت د نبي ستا چي محمد رسول اللهﷺ دی او نبي د رحمت دی زه توجه کوم په تا سره چي رب زما يې زما حاجت را پوره کې او قبول کړې شفاعت
د ده په حق کي زما نو چي دغه دعا يې وکړه الله تعالْی قبوله کړه اوجوړ سو. [رواه الترمذي ۵۱۵]
يو د صحرا سړی راغلی و قبر شريف ته د علیه السلام او ويې ويل چي يا الله تعالْی دا په قبر کي ستا محبوب دی او زه ستا بنده يم او شيطان ستا دښمن دی ماته بخښه وکه که بخښه راته وکې دغه ستا دوست به خوشحاله سي ځکه زه يې امتي يم او زه به کاميابه سم ستا بنده يم او ذليل به سي دښمن ستا اوکه بخښه راته و نه کړې نو خفه به سي دوست ستا ځکه زه يې امتي يم او خوشحاله به سي دښمن ستا او هلاک به سي بنده ستا يا الله تعالْی ته ډېر سخي يې چي په دغه بخښه خفه کړې دوست خپل او خوشحاله کړې دښمن او هلاک کړې بنده خپل يا الله تعالْی د عربو سردار چي مړ سي نو د ده پر قبر مريان آزادوي نو يا الله تعالْی نبي علیه السلام خو سردار د مخلوقاتو دی ما آزاد که په برکت او عزت د قبر د ده نو په حاضرو خلکو کي يو سړي وويل چي اې د عربو وروره ډېر ښايسته سوال دي وکړ بېشکه الله تعالْی بخښلی يې په سبب
د ښايسته سوال. [الدر رالنسيه فی الرد علی الوهابيه، ص ۲۴]، [و شواهدالحق، ص ۸۱]
ابي سعيد سمعاني(رض) روايت کړی د حضرت علي څخه ده ويل چي بېشکه موږ درې ورځي وروسته تر دفن د نبي علیه السلام يو صحرايي سړی وليدی چي راغلی د علیه السلام قبر مبارک ته او د ځان مالک نه سو پر قبر مبارک پرېوتی او پر سر يې خاوري پاشلې اوويل يې چي بېشکه تا ويلي دي ما اورېدلي او سوال کړی دی تا د الله تعالْیﷻ څخه د هغه شی چي سوال کړی دی موږ له تا څخه د هغه شي او هغه شی په قرآن کي چي پر تا نازل سوی دی:
﴿     ﴾.
دغه آيت مبارک يې ور ياد کړی چي ترجمه يې مخ کي تېره سوه نو دغه صحرايي وويل چي ما ظلم کړی دی پر خپل ځان باندي او راغلی يم تا لره بخښه غواړم د رب خپل څخه نو آواز د قبر مبارک څخه ورته وسو چي بېشکه الله تعالْی بخښلی يې (فنودي من القبرالشريف انه قد غفرلک).
[الشيخ بالمسجد الحرام السيد احمد بن زيني دحلان، ص ۳۳ ]، [و مدارک ج ۱ ص ۲۳۲]
نو دغه بې دينه او بې مذهبه کسان چي وايي صرف د يوه الله تعالْیﷻ څخه غوښته پيري، مريدي، امام، عالم او متقي زيارت هيڅ نه سي کولای، صرف الله تعالْیﷻ خو يهود او نصارا هم مني ليکن قانون د الله تعالْیﷻ نه مني چي هغه قرآن مجيد دی چي ښکاره آيتونه دي او دوی انکار ځني کوي مطلق وهابي که د پنجپير په نامه وي که د اهل حديث په نامه وي که
د سلفي يا نور امثال د هغوی ټول يوه طبقه ده نو توسل خو په قرآن او حديث او اجماع ثابت دی نور نو کوم دلائل غواړي.
تر فرضو وروسته سنت تر سنتو وروسته دعا کول بدعت نه دی:
وهابيان وايي تر سنت لمانځه وروسته دعا نسته، موږ جواب ورکوو چي الله تعالْی فرمايي:
﴿        ﴾.[البقره/۱۲۲]
اې! بني اسرائيلو ياد کړئ نعمت زما چي نعمت کړی ما پرتاسو باندي.
او نبي علیه السلام فرمايي چي زه حکايت کوم د الله تعالْیﷻ څخه چي حديث قدسي دی چي الله تعالْیﷻ فرمايي: وګورئ زما بنده ته چي نفل لمونځ کوي لپاره د پوره کېدو د فرضو. [رواه ابوداؤد] دلته سنت مراد دي يعني چي سنت هم تر فرضو وروسته وسي نو فرض پوره سوه [هدايه] نو امام صاحب(رح) فرمايي چي: فرض او سنت دواړه ادا کړئ نو دي دعا وکړي او په قرآن کريم کي ډېر آيتونه سته چي پروردګار عالم فرمايي چي: تاسو زما څخه طلب د دعا وکړئ خو په هغو دعاګانو کي تخصيص نسته چي يا څه وخت يا پر کوم ځای مطلق د الله تعالْیﷻ څخه غوښتنه ده ليکن په پورته حديث قدسي سره اشاره وسوه چي تر سنت وروسته دعا بايد وسي ځکه رسول علیه السلام فرمايي چي: تر هر فرض لمانځه وروسته دعا قبلېږي د نمونې په توګه الله تعالْی فرمايي:
﴿        ﴾.[البقره/۱۸٦]
دلته خو اشاره و عام ته سول نه و فرد ته چي يعني زه د دعا کوونکو د عا قبلوم نو دغه اجتماعي دعا سول نور آيتونه وګورئ ټول عام دي او تاسو ورته ګورئ وهابيان دعا نه کوي او الله تعالْی فرمايي:
﴿      �         ﴾.[المؤمن/٦۰]
فرمايلي دي الله تعالْی چي رب ستا سو دی چي طلب وکړئ زما څخه زه بې قبول کړم او په تحقيق سره هغه کسان چي تکبر کوي په دې شان چي سوال نه کوي زما څخه ژر دی چي داخل به سي دوزخ ته او شرمنده او ذليل به سي.
اللهﷻ دي موږ او تاسو او د څلورو مذهبو پيروان له دغسي بدبختۍ وساتي په روی د سردار عالم آمين يا رب العْلمين.
روايت سوی دی د ابي هريره(رض) څخه چي رسول اللهﷺ فرمايلي دي چي: هر څوک د الله تعالْیﷻ څخه طلب د دعا نه کوي نو الله تعالْی پر هغه باندي غضب کوي. [رواه الحاکم فی المستدرک، ص ۹۴۱]
نو الله تعالْیﷻ دي موږ د غضب څخه وساتي نو ډېر احتياط په کار دی بايد هر مسلمان پوه سي چي تر هر لمانځه وروسته که په جماعت وي که يوازي وي دعاګاني وکړي ځکه د دعا نه کولو په صورت کي ډېر سخت وعيد راغلي دي فرياد وکړئ و الله تعالْیﷻ ته، خپل حبيب، وليان، پيران او بزرګان شفيع کړئ چي الله تعالْیﷻ دي زموږ او ستاسو ټول مشکلات را حل کړي په روی د خپلو دوستانو.
روايت سوی د نعمان بن مقترن څخه ده وويل چي: زه حاضر سوم غزا ته د رسول اللهﷺ سره چي جنګ بې نه کوی په اول
د ورځي کي چي لمر به نه ؤ راختلی او چي لمر به راوختی نو بې جنګ شروع کړی تر نيمي ورځي پوري بيا بې جنګ نه کوی تر هغو پوري چي زوال به راتلی او د امداد او نصرت به بادونه راغلل د ما پښين لمونځ بې وکړی بيا به يې جنګ شروع کړی تر ماځيګره، د ماځيګر لمونځ به يې وکړی بيا بې جنګ شروع کړی حضرت قتاده(رض) فرمايي چي: صحابه کرامو(رض) به داسره ويل چي حکمت دادی. علیه السلام مبارک وفرمايل چي د امداد بادونه او يا تر هر لمانځه وروسته دعاګاني کېږي دغه برکت دی چي اللهﷻ موږ ته نصرة راکوي نو چي رسول علیه السلام جنګ و لمانځه ته پرېښودی په دغه لمانځه کي حکمت دادی چي دعا وروسته تر لمانځه سبب د نصرت ګرځي نو دلته اجتماعي دعا ثابته سول تر سنتو وروسته ځکه چي په حديث شريف کي: (ويدعوالمؤمنون في دبر صلوْتهم). [رواه الترمذي] راغلي دي دغه مؤمنون خو جمع ده مفرد نه دی دغه لوی دليل د دعا اجتماعي لپاره کافي دی بعض ناپوه کسان لاس نه پورته کوي په دعا کي او لاس پورته کېدل د دعا ادب دی او دعا اجتماعي مثلاً يو عالم لاس پورته کړي عوام په زوره آمين وايي دا مستحب دی نو چي اجتماعي دعا ثابته سول د رسول علیه السلام او اصحابو(رض) څخه او سره د پورته کولو د لاسونو نو ثابته سول دعا د هر لمانځه وروسته که د اختر وي، د جمعې وي، د استسقاء وي، د جنازې يا د هر لمانځه وروسته چي وي په اجتماعي ډول سره نو تر هر نېک عمل وروسته هم اجتماعي دعا ثابته سول مثلاً د ډوډۍ دعا، د حج دعا، د عمرې دعا، د خيرات دعا، د ختم دعا د قرآن مجيد او د يو نوي کار د شروع کېدو دعا په اجتماعي ډول سره ثابته سول. [اثبات الاغراض ص ۱۳۷]، [مرقات علی المشکْوة ص ۳۳۴]
نو امام صاحب(رح) فرمايي چي: تر هر لمانځه وروسته که سنت وي چي سلام و ګرځوئ فوراً به ولاړېږئ سنت به کوئ بيا به لاسونه پورته کوئ و ټول اسلام ته به دعا کوئ بيا به لاسونه پر مخ تېر کړئ د فرضو او سنتو په منځ کي تسبيح اذکار ويل مکروه دي فقط (اللهم انت السلام) به وايي نور به څه نه وايي متصل به سنت کوي. [جلد ۲ ص ۱۳٦ نقلاً عن فتح الباری]، [نورالايضاح ص ۷]، [درمختار ص ۳۵۲]
زيارتو ته ورتلل شرک او بدعت نه دی:
وهابيان وايي چي زيارتو او قبرو ته ورتلل شرک او بدعت دی، موږ جواب ورکوو د عائشې څخه روايت سوی دی چي يوه شپه نبي علیه السلام زما خوني ته راتلی او ولاړی چي روان سو زه هم پسې ورغلم چي قبرو ته ولاړ وو، دواړه لاسونه مبارکان يې پورته کړي بيا بې لاسونه راکښته کړل بيا بې پورته کړل خو درې واري يې پورته کړل را روان سو زه هم را روانه سوم و ماتې وفرمايل چي بېشکه الله تعالْیﷻ تا امر کوي چي ولاړه سه جنت البقيع ته وقبروته مړو ته د بخښني دعا وکه زيارت لره ورتګ ثابت سو.[رواه مسلم ج ۱ ص ۳۱۳]
په حديث کي پوره ثبوت معلوم سو چي زيارت لره ورتلل سنت کار دی او مجتهدين څه وايي امام شافعي(رح) فرمايي: زه به ورتلم و قبر ته د امام ابوحنيفه(رح) چي تبرک حاصلوم په قبر
د امام صاحب(رح) چي يو مشکل کار به مي وو نو به مي دوه رکعته نفل وکړل د قبر سره او هغه به مي وبخښل و روح ته د امام صاحب(رح) نو به مي د خپل حاجت خواست وکړی چي يا الله تعالْی په روی د امام صاحب زما پلانی مشکل راحل کړې هغه حاجت به مي پوره سو. [شامي مقدمه ج ۱ ص ۵۷ يا ۳۹]
او دا را نقل سوي دي د بعضي شيخانو څخه چي په تحقيق سره شيخ معروف کرخي(رح) او شيخ اعظم سردار زموږ عبدالقادر جيلاني(رح) د دوی دواړو تصرف داسي دی لکه تصرف په ژوند کي. [احياء العلوم]
که مسجد نژدې جوړوي و قبر ته د نبي يا ولي يا بل ښه عابد يو سړی هلته لمونځ کوي په دغه سبب چي دا خو وښو خلکو ته نژدې دی دغه ښه خلک چي يا نبيان يا وليان دي دا به شفيع کم والله تعالْیﷻ ته ځکه دا ځای د تبرک دی په برکت او په همسايه توب د دغه پاکو ارواحونو هيڅ پروا نه لري. [شيخ الدهلوي في شرح المشکوْة]
حجةالاسلام امام غزالي(رح) ويلي دي چي څوک طلب کوي د حاجت د ژوندی څخه، نو دغسي طلب د حاجت د مړه څخه هم کولای چي په قبر کي وي. [لمعات زيارة القبور ج ۱ ص ۹۳۳]
په جواهرالدرر کي بعض استاذانو د عبدالوهاب الشعراني ليکلي دي چي الله تعالْیﷻ د هر ولي پر قبر باندي ملايکي مقرري کړي دي لپاره د حاجتونو د خلکو لکه پر قبر د امام شافعي(رح) او احمد بدوي(رح) لکه د هغه مسلمان آزادېدل چي د کافرانو په لاس کي بندي وو او کله کله بيا د الله تعالْیﷻ وليان په خپله د قبرو څخه راوزي د خلکو د حاجتونو لپاره ځکه اولياء ګرځي په برزخ کي او ګرځېدل سته د ارواح د اولياء کرامو. [نفحات القرب ص ۲۲۲]
د مړه اسقاط ګرځول بدعت نه دی:
وهابيان وايي چي اسقاط د مړه لپاره شرک او بدعت دی، موږ جواب ورکوو: چي مسلمان مړ سي نو موږ شاوخوا دوره سره راټول سو چي د مړه لپاره هغه شيان چي د ده پر ذمه وه لکه لمونځونه، روژې، زکاة، حج د الله تعالْیﷻ اوامر او منهيات
د دغو شيانو په باره کي موږ حيله د اسقاط سره جوړه کړو ځکه په [مجموعة رسائل الشامي ج ۱ ص ۲۲۲] کي ليکلي دي: (بل تعين ذالک الوکيل ليسقط عمافي ذمت الميت و يتخلص من العهدة ان شاء الله تعالْی).
چي تاسو وکيل معلوم کئ لپاره د ګرځولو د اسقاط چي هغه وکيل د مړه ساقط کړي هغه حقوق د الله تعالْیﷻ چي ثابت دي په ذمه د مړه کي او خلاص سي مړی له تاوانه چي ان شاء الله خدای تعالْیﷻ به احسان ورسره وکړي او په دغه کتاب مذکور ص ۲۱۲ کي ليکلي دي که يو سړي بالکل په ټوله ژوند کي لمونځ نه وي قضا کړی او دغسي روژه او نور حقوق د الله تعالْیﷻ يې پوره ادا کړي وي هم به اسقاط ګرځوي، احتياطاً دا په کار دی چي انسان د خطا څخه خالي نه دی.
دغه اسقاط حيله شرعي ده لپاره د خلاصولو د مړي د ټولو حقوقو څخه د الله تعالْیﷻ چي د مړه پر ذيمه وي ان شاءالله چي مړی به د الله تعالْیﷻ له حقوقو خلاص سي په سبب د دغه اسقاط سره.
[مراقي الفلاح ص ۲٦۳]
د مړه وکيل روپۍ سره يو ځای کړي او بيا يې په دوره کي شروع وکړه چي دغه روپۍ واخله ما در بخښلي دي و تا ته چي ساقط سي د دغه مړه څخه هغه شيان چي پرده واجب دي لکه لمونځ يا روژه يا نور دغسي حقوق او هغه يې قبول کړي بېرته يې ورکي و وکيل ته او هغه يې بل ته ورکي نو دا صحيح او جائز ده. [طحطاوي ، درمختار]
او هغه خبره چي ښکاره کړې ده علماء کرامو په متونو، حواشيو او شروحو کي هغه دا ده چي بېشکه که سړی مړ سي او داسي مسکين وي چي هيڅ شی نه لري نو بايد وارث له خپله ماله څخه اسقاط وګرځوي او که وارث هم څه نه درلودل بيا دي د يو چا څخه په بخښه وغواړي او يا دي وارث په قرض واخلي د بل سړي څخه چي اسقاط وګرځوي مطلق به اسقاط نه پرېږدي. [مجموع رسائل الشامي ج ۱ ص ۲۱۲]r> اوس د نن زمانې جاهلان وايي اسقاط نسته سبحان الله ډېر احتياط په کار دی دين په خپله رايه مه کوئ که څوک اسقاط نه مني او مسلمان ځان ته وايي او په دين مبين اسلام يې خوا بدېږي نو اسقاط ثابت دی په اجماع د امت که څوک اشتباه ولري نو دغه کتابونه دي وګوري لازمي:
۱- فتاوْی الحجةالقاضيخان، ۲- الهندية ج ۱ ص ۱۷۰، ۳- کبيري ص ۵۸۳، ۴- مراقي الفلاح ص ۲٦۲، ۵- مجموع الرسائل الشامي ج ۱ ص ۲۱۰ بيا ۲۲۲ پوري، ٦- شامي ج ۱ ص ۴۹۲ ، ۷- عيني الهدايه ج ۲ ص ۱۲۵۳، ۸- مالابدمنه ص ۱۰۸.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery