مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مختار العقاید



د رسول اللهﷺ
و خپل امت ته يو څو اهم تعليمات
د انسانيت د تکميل لپاره د رسول علیه السلام يوڅو اهم تعليمات په لاندي احاديثو کي درته وړاندي کوو نو په کار دی چي نارينه او ښځينه ټول د دې په رڼا کي خپل ژوند روښانه کړي او د دواړو جهانو نېکبختي ورته حاصله سي او الله تعالْیﷻ دي زموږ
د ټولو پردغه عمل نصيب کړي آمين.
ابوداؤد او ترمذي د ابودردا(رض) څخه روايت کړی دی:
چي رسول اللهﷺ فرمايلي دي:
ډېر دروند، سنګين او ښه کار په قيامت کي بېره او ترس د اللهﷻ څخه، ښه خوی او اخلاق دی.
بيهقي د حسن څخه روايت کړی دی چي: درې خويونه يعني درې خبري او کارونه که چيري په يو شخص کي د دغو درو کارو څخه يو کار او خوی نه وي موجود نو سپی تر دغه بهتر دی:
۱- تقوْی، د ګناه څخه پرهېز کول.
۲- حلم چي خپل ځان راټول کړي د جاهلانو او د جهل څخه.
۳- ښه اخلاق يعني ښه ګُزاره، ښه معامله کول د خلکو سره.
[مرقات،ج۴، ص۷۴۰]
نېک نيت کول د اعمالو په دارومدار کي نو د چا هجرت چي
د الله تعالْیﷻ او رسول علیه السلام و طرفته وي نو د هغه هجرت د الله تعالْیﷻ او رسول علیه السلام و طرفته سو د چاچي د نکاح په غرص يا د دنيا د ګټلو په غرض هجرت وکړ نو د هغه هجرت د هغه شي طرفته سو چي د کوم شي لپاره ده نيت کړی وي. (يعني هر عمل په نيت پوري اړه لري) [بخاري، مسلم]
رسول علیه السلام فرمايي الله تعالْیﷻ دي هغه سړی آباد کړي چي زما خبري واري او نورو ته يې ورسوي. [مسلم]
د اسلام بنياد په دغه پنځو شيانو سره دی:
۱- لااله الاالله محمدرسول الله. ۲- لمونځ. ۳- روژه. ۴- حج. ۵- زکوْة.
رسول علیه السلام فرمايي: د کوم شي چي ما حکم کړی دی په هغه سره عمل وکړئ او د کوم شي څخه چي مامنع کړي ياست د هغو څخه منع وکړئ ځکه چي مخکيني خلکو به د خپلو پيغمبرانو سره اختلاف کولو په دغه سبب هلاک او برباد سول. [بخاري و مسلم]
دين څه معنْی لري؟
رسول علیه السلام فرمايي: دين د الله تعالْیﷻ د کتاب د هغه د رسول د خلفاء اسلام او عامو مسلمانانو سره د خيرخواهۍ کولو نوم دی. [مسلم]
مردود څوک دی؟
چا چي زموږ په دين کي داسي خبري پيدا کړې چي هغه په دين کي نسته يعني له ځانه يې نوي خبري پيدا کړې هغه مردود دی. [بخاري]
کوم شيان پرېښودل او کوم شيان اختيارول په کار دي. مشکوک او اشتباهي شيان پرېږدئ او يقيني خبره اختيار کړئ. [نسايي، ترمذي]
مؤمن څوک کېدای سي رسول علیه السلام فرمايي چي: په تاسو کي هيڅوک نه سي مؤمن کېدای تر څو زه د هغه په نزد د پلار او زوی او ټولو خلکو ورته محبوب نه سم. [بخاري]
رسول علیه السلام فرمايي: په تاسو کي څوک تر هغه وخته پوري مؤمن کېدای نه سي تر څو چي د خپل ورور لپاره هغه شی خوښ نه کړي کوم چي يې د ځان لپاره خوښ وي. [بخاري]
نېکه خبره يا خاموشي: رسول علیه السلام فرمايي: څوک چي پر الله تعالْیﷻ او په ورځ د آخرت ايمان لري هغه له پکار دی چي نېکه خبره کوي کنې نو خاموش دي اوسي يعني د فضول او بېهوده خبرو او تر بې فايدې ګپو شپو خاموشي غوره ده. [بخاري، مسلم]
د همسايه ګانو عزت: رسول علیه السلام فرمايي: څوک چي پر الله تعالْیﷻ او پر ورځ د آخرة ايمان لري هغه ته په کار دی چي د همسايه ګانو عزت وکړي او داسي نه چي هر وخت جنګ او دعوې سره کوي. [بخاري، مسلم]
د مېلمه عزت کول:
رسول علیه السلام فرمايي: څوک چي پر الله تعالْیﷻ او پر ورځ د آخرة ايمان لري هغه ته په کار دی چي د خپل مېلمه عزت وکړي. [بخاري، مسلم]
(مېلمه يوازي اشنای ته نه وايي بلکه هر مسافر اجنبي فقير ملنګ مسکين يتيم چي درته راسي نو چي فرق يې ونه کړې دا ټول د مېلمه په ډله کي حساب دي نو تر خپله وسه پوري د دوی ټولو خدمت کول په کار دي او مېلمه ته دروازه بندول نه دي په کار ځکه چي مېلمه راځي له ځانه سره خپل رزق هم راوړي څه چي د هغه ستا سره په نصيب وي هغه به خوري او څښي که ستا خوښه وي او که ناخوښه نو ولي په ورين تندي نه ورته وايې چي هم مېلمه در څخه راضي سي او هم الله تعالْیﷻ در څخه راضي سي او څوک چي د مېلمنو په دعا رنګ سوي دي هغه د ابدالابد پوري رنګ دي او الله تعالْیﷻ د هغه چا په رزق او روزي کي برکت او شفاء اچوي څوک چي د مېلمه لپاره زړه ور سترخان جوړ کړي الله تعالْیﷻ دي دا نعمت د آل او اولاد سره زموږ نصيب جوړ کړي آمين يارب العلمين. [ګل محمد]
که يو سړی په سفر تللی وي يا دی اشنای او انډيوال وي له يوه ځايه راځي ته خبر سوې نو مخ ته ورتللای سې ځکه حضرت سائب بن يزيد(رض) فرمايي چي: رسولﷺ د تبوک څخه تشريف راوړی نو موږ د خپلو اولادو سره مخ ته ور ووتلو تر ثنية الوداع پوري او موږ د رسول علیه السلام ملاقات وکړی. [بخاري، ابوداؤد، ترمذي]
يو سړی له ليري ځايه راغلی او يا دي ډېر وخت نه وو ليدلی نو په دغسي وختونو کي د غېږي روغبړ کول سنت او مستحب دی ځکه حضرت شعبي(رض) فرمايي: رسول علیه السلام چي د حضرت جعفر(رض) بن ابي طالب سره ملاقات وکړ نو غاړه تر غاړه يعني د غېږي روغبړ يې سره وکړ او د سترګو په منځ کي يعني پر تندي يې مچ کړ. [ابو داؤد]
حضرت عائشه فرمايي چي: حضرت زيد بن حارثه(رض) راغلی زموږ دروازه يې راوټکول نو رسول علیه السلام لڅي اوږې ور ووت او د زيد(رض) سره يې د غېږي روغبړ وکړ او پر تندي يې مچ کړ او زما دي قسم په خدایﷻ وي چي تر دغه مخکي او وروسته ما رسول علیه السلام داسي لڅي اوږې نه وو ليدلی خامخا بې يو پټو يا کميس استعمالوی او دغسي هيڅکله دننه يا دباندي چا نه وو ليدلی. [ترمذي]
د مېلمه سره ځواني کول سنت او مستحب دی حضرت عمر(رض) او نور صحابۀ کرامو(رض) او په خپله رسول علیه السلام به چي کله څوک په سفر استوی نو تر يو ځايه به ورسره تلی نو دغه ته د مېلمه سره ځواني بلل کېږي ابوهريره(رض) فرمايي: د مېلمه سره د کور دروازې پوري تلل سنت دي يعني چي رسول علیه السلام به دغسي کول. [ابن ماجه]
زکندن او قبر ډېر عذابونه لري:
حضرت موسْی علیه السلام چي الله تعالْیﷻ عزرائيل علیه السلام ورته راواستوی او د ده روح يې واخستی نو الله تعالْیﷻ پوښتنه ځني وکړل چي اې موسْی! مرګ څنګه وو حضرت موسْی علیه السلام ورته وويل چي اې زما ربه! ماته خپل ځان داسي معلومېدی لکه ژوندی مرغه چي پر اور کبابېږي چي نه د دغه مرغه روح خېژي او نه الوتلای سي او په بل روايت کي داسي راغلي دي چي د زکندن سختي داسي ده لکه د ژوندي حيوان څخه چي پوست جلا کوې
د عائشې څخه روايت دی چي کله رسول علیه السلام ته وخت د زکندن راغلی نو يوه پياله د اوبو ډکه د رسول علیه السلام سرته پرته وه چي په وخت د زکندن کي به رسول علیه السلام لاس مبارک په پياله کي اچوی او پر خپل مخ مبارک بې تېروی او دا دعا بې کول چي يا الله تعالْی زما سره کومک او نصرت په وخت د زکندن کي وکړې: و يقول (لااله الاالله) ان للموت سکراةُ.
او آخرينۍ کلمه يې دا وويل چي (اللهم الرفيق الاعلْی) ای الله تعالْی زه اعلْی ملګری اختياروم نو د دغه کلمې څخه الله تعالْیﷻ مراد دی يا مقربي ملايکي يا انبياء يا صديقان او شهيدان يا مرګ ځکه الله تعالْیﷻ و رسول علیه السلام ته اختيار ورکړی چي په دنيا کي پاته کېدل غواړې او که د آخرة سفر کوې نو علیه السلام وفرمايل چي زه اعلْی ملګری غواړم نو پور ته حديث مبارک د دعا غوښتلو په باب کي. [بخاري، مسلم]
مرګ حق دی خامخا به و انسان ته مرګ راځي نو د مرګ لپاره تياري کول په ژوند کي چي هرڅومره زورور وي خو مرګ به ورته راځي الله تعالْیﷻ فرمايي:
﴿         ﴾. [النساء/۷۸]
ترجمه: هر چيري چي ياست مرګ به درځي که څه هم تاسو په ټينګو او غټو کلاوو غټو برجونو کي ياست ضرور به دا مرګ درځي.
او الله تعالْیﷻ فرمايي:
﴿         ﴾.
[طْـهْ /۵۵]
ترجمه: چي ما د دغه مځکي څخه تاسو پيدا کړاست او په دغه مځکه مو بېرته ننباسم او بيا مو د دغي مځکي څخه راباسم.
نو په دې آيت مبارک کي الله تعالْیﷻ د انسان حقيقت بيان کړ چي انسان د مځکي څخه پيدا دی الله تعالْیﷻ و موږ ته په اعتبار د اصل خلقت سره ويلي دي چي زموږ نيکه حضرت آدم علیه السلام د دغه مځکي څخه پيدا کړل سوی دی او په تفسيرخازن کي راغلي دي چي کله الله تعالْیﷻ اراده وکړل د پيدائش د انسان نومځکي ته يې وويل چي زه ستا څخه انسان پيدا کوم په هغو کي به بعض زما تابعداره وي او بعض به نافرماني کوي تابعدار خلک به جنت ته ځي او نافرمانه به دوزخ ته ځي نو مځکي وژړل چي يا الله تعالْیﷻ زما څخه مخلوق مه پيدا کوه چي د هغو نصيب په اور کي وي نو الله تعالْیﷻ په خپله فيصله کي د چا عذر نه مني او ترقيامته پوري چي په مځکه کي چينې د اوبو بهېږي دا د مځکي ژړا ده چي د الله تعالْیﷻ له بيري يې وژړل نو الله تعالْیﷻ جبرائيل علیه السلام مځکي ته راواستوی چي خاوره د مځکي څخه يو سي او مځکي ته يې وويل چي زه خاوره وړم الله تعالْیﷻ انسان ځني جوړوي چي څوک به فرمانبرداره وي جنت ته به ځي او څوک به نافرمانه وي هغه به دوزخ ته ځي نو مځکه ورته وايي چي ستا دي په هغه خدایﷻ قسم وي چي ته يې رالېږلی يې دا خاوره مه وړه زه د دوزخ طاقت نه لرم نو جبرائل علیه السلام ځني ولاړی او بيا ميکائل علیه السلام ورته راغی و هغه ته يې همدغه قسم ورکړی نو بېرته ځني ولاړی درېيم وار الله تعالْیﷻ عزرائيل علیه السلام ورته راواستوی و هغه ته هم مځکي دا قسم ورکړی چي خاوره مه راڅخه وړه زه طاقت د دوزخ نه لرم عزرائل علیه السلام ورته وويل چي ته په کوم نامه باندي وماته قسم راکوې زه هغه را استولی يم د الله تعالْیﷻ حکم پوره کول ستا تر قسم ضروري دی نو د ټولي مځکي پر مخ يې لاس را تېر کړ او ګډه وډه خاوره يې ځني يووړل نو په دغه وجه د انسانانو رنګونه مختلف سول بعضي سپين بعض سره بعض تور بعض خړ بعض ژړ دي او په حديث شريف کي دا هم راغلي دي چي الله تعالْیﷻ دا خاوره په مختلفو اوبو سره واخښل نو په دغه وجه سره د انسانانو طبيعتونه سره مختلف دي آدم ته آدم ځکه وايي چي (لانه خلق من اديم الارض) ځکه دی د مځکي د مخ څخه پيدا کړل سوی دی او يا آدم مشتق د (ادمت) څخه دی چي غنم رنګه ته وايي او حضرت آدم علیه السلام غنم رنګه وو نو موږ ته الله تعالْیﷻ فرمايي چي: د دنيا په مال او متاع او تجارت باندي خطانه سئ (وفيها نعيدکم) او په دغه مځکه مو ننباسم او بيا ډېر خلک سته وايي چي دوهم وار ژوند نسته نو هغو ته الله تعالْیﷻ فرمايي: (ومنها نخرجکم تارة اخرْی) او د دې مځکي څخه به موږ تاسوبيا راپورته کوو نو دغه د انسان ټول حقيقت دی د مځکي څخه راغلی دی دنيا ته د دنيا څخه به ځي مځکي ته او بيا به
د قيامت په ورځ بېرته د مځکي څخه حساب ته راځي يو عجيبه خبره دا ده چي انسان د مځکي څخه پيدا کړل سو د ګناهو څخه پاک وو او چي مځکي ته ځي د ګناهونو څخه يې بار تړلی وي روان دی خو د انسان د دنيا څخه تلل دي چي د دنيا څخه ولاړ سي نو به تر قيامته پوري په قبر کي پروت وي او د ژوند سره دوې غټي خطرې تړلي دي چي يو زکندن دی او بل قبر دی چي دواړه ډېر خطرناک دي. د زکندن متعلق خو ډېر واقعات په کتابونو کي راغلي دي خو زه دلته تاسو ته د عيسْی علیه السلام د معجزې بيان کوم چي زموږ د بحث لپاره کافي دليل ګرځي روايت سوی دی چي: عيسْی علیه السلام پر يوه هديره راغی يو غټ سر د انسان پروت وو چي حيوانان يې کله د هديرې يوه سرته يو سي او کله يې بل سر ته وړي دا د يو باچا چي نوم يې جم جمه وو د هغه د سر کوپړۍ وه عيسْی علیه السلام ورته وفرمايل چي: (قم باذن الله) پورته سه د الله تعالْیﷻ په امر نو هغه را ژوندی سو عيسْی علیه السلام ورته فرمايي: ووايه څومره عمر دي خوښ دی چي الله تعالْیﷻ ته خواست وکړم چي هغومره عمر درکړي هغه ورته وايي چي اې پيغمبره! دا راته ووايه چي مرګ به پکښې وي که نه عيسْی علیه السلام ورته وويل چي ژوندوي نو مرګ به خامخا وي نو هغه وويل چي زکندن وي نو ژوند مي نه دی په کار عيسْی علیه السلام ورته وايي چي: د زکندن د سختۍ څخه خو يو څه حال راته بيان که هغه ورته وايي چي: د زوزانو ډکه لښته څلور سوه واره د يو سړي په خُله کي ورننباسي او بيا يې راوباسي دا اسانه ده او زکندن تر دغه هم ګران دی او يوه بله واقعه تفسير روح المعاني او نورو بعضو تفاسيرو هم ليکلې ده چي عيسْی علیه السلام ته خپل قوم وويل چي ته داسي مړي راژوندي کوي چي هغه تازه مړه وي ته موږ ته سام بن نوح را ژوندی که نو موږ به يې ومنو نو عيسْی علیه السلام و خلکو ته وويل راځئ قبر يې راوښوی خلکو د هغه قبر وروښودی نو عيسْی علیه السلام راغلی د هغه قبر ته ودرېدی آواز يې وکړ چي: (قم باذن الله) پور ته سه د خدای تعالْیﷻ په امر سره نو هغه راپور ته سو د سر او ږيري ورېښتان يې تکسپين وه نو عيسْی علیه السلام ورته وايي چي: ورېښتان سپينېدل خو ستاسو په زمانه کي نه وو نو دا ستا ورېښتان ولي سپين سوي دي هغه ورته وايي چي: اې روح الله! چي کله تا ماته ږغ راوکړ نو ما يو آواز واورېدی چي راته وايي د روح الله خبره واوره نو ما چي ويل قيامت دی او د ډېر وهم او هيبت څخه مي ورېښتان سپين سول بيا عيسْی علیه السلام د زکندن پوښتنه ځني وکړل هغه ورته وايي چي: اې روح الله! زما دي په الله تعالْیﷻ سره قسم وي چي د زکندن تريخوالی لا تر اوسه پوري زما په ستوني کي دی او حال دا وو چي د ده د زکندن او ژوندي کولو په منځ کي څلور زره کاله تېر سوي وه. [قرطبي ابوسعود، روح المعاني]
خوڅومره کتابونه چي د زکندن بيان کوي او په زکندن عموماً آساني نسته چي ژوند وي د زکندن دا سختي به وي خو پر مؤمنانو به آسانه وي په دې دليل سره د سورة نازعات اول آيتونه دي:
﴿ �   �  ﴾. [النْزعات/۱ - ۲]
ترجمه: زما دي قسم وي په هغه ملايکو چي روح ايستونکي دي په سختي سره او زما دي په هغه ملايکو سره چي روح ايستونکي دي په اسانتيا سره.
د دې وجي څخه په حديث شريف کي راغلي دي چي دا حديث په مشکوْة شريف کي په حواله د مسنداحمد رانقل دی په باب من حضرةالموت کي په صفحه ۱۴۲ او راوي د دې حديث براء بن عازب دی وايي چي موږ د رسول علیه السلام سره په ملګرتيا کي د يو انصاري جنازې ته ولاړو کله چي قبر ته ورسېدلو نو قبر يې لا نه وو تيار سوی پيغمبر علیه السلام کښېناستی او موږ شا وخوا پر راټول سوو او موږ خاموش سره ناست وو سرونه مو کښته ځړولي وه داسي لکه زموږ پر سرو چي مرغان ناست وي د رسول علیه السلام په لاس مبارک کي يو چخله وه چي مځکه يې په ګرول سر يې راپورته کړ او ويې فرمايل چي:
فنا غواړئ د عذابه څخه د قبر دا يې دوه واره وويل يا يې درې واري وويل او بيا يې وفرمايل: چي کله يو مؤمن د دنيا څخه په تلوکي وي او آخرت ته په ورتلو کي وي وده ته د آسمان ملايکي راکښته سي چي سپين مخان يې وي په شان د لمر او ورسره د جنت کفنونه او خوشبوياني وي حتْی چي ورته مخامخ کښېني نو بيا ملک الموت راسي او د ده سرته کښېني او ورته وايي چي اې روح! راووزه د الله تعالْیﷻ په امر د مغفرت او بخښني سره لکه څنګه چي اوبه رابهېږي دغسي په آسانه باندي له ده څخه روح راووزي او ملک الموت يې روح قبض کړي او فوراً يې آسمان ته وخېژوي او په دغه خوشبويه کفنو کي يې ونغاړي چي د مشکو څخه يې زياته خوشبويي وي او دی پر يوه ډله ملايکو باندي هم نه تېرېږي مګر هغوی وايي چي دا څه پاک روح دی نو دغه ملايکي ورته وايي چي دغه د فلانکي زوی فلانکی دی دا د هغه روح دی حتْی چي اول آسمان ته يې وخېژوي په دې آسمان کي باقاعده دروازې دي نو هغه دروازه وان ملايکي ته ږغ ور وکړي چي دروازه ورخلاصه که نو دروازه ورخلاصه کي او د اول آسمان ملايکه ورسره ولاړه سي تر دوهم آسمانه پوري د دوهم آسمان ملايکه تر درېيم حتْی پر دغه ترتيب اووم آسمان ته وخيژي او هلته لوړ تر عرش لاندي يو دفتر دی چي (عليين) ورته وايي چي دغه مقام ته ورسي نو الله تعالْیﷻ ورته وفرمايي چي: ما د دغه بنده ثبت او اندراج په عليين کي وکړ دا جنتي دی او مسلمان دی او روح يې يوسئ بېرته مځکي ته ځکه چي ما د دې مځکي څخه دوی پيدا کړی دی او په دې مځکه کي بې ښخوم او د دې مځکي څخه بې راباسم نو رسول علیه السلام وفرمايل چي: روح يې جسد ته راسي نو ظاهر د حديث خو دا دی چي روح دا راتلل يې ټول بدن ته کېږي او د بعضي علماوو دا قول دی چي بعض اجزاء د بدن ته کېږي او ابن حجر وايي چي نيمی بدن ته روح راځي خو بالآخره الله تعالْیﷻ دي زموږ او زموږ د وروڼو مسلمانانو ټولو ارواح هم دغسي و عليين ته پورته کړی. آمين
د کافر زکندن او مرګ:
د کافر متعلق رسول علیه السلام فرمايي: چي کله کافر له دنيا څخه روان سي و آخرت ته نو له آسمانه ملايکي راسي چي تک تورمخان يې وي او مخامخ ورته کښېني او ورته و وايي چي اې مردار پليت روح راووزه د الله تعالْیﷻ و نارازګۍ او قهر ته نو د ده روح په بدن کي وښوري ملک الموت دا روح په داسي زور ځني راوباسي لکه هغه زيږې پره داره لښتي چي په لندو وړيو کي بندي وي او بيا يې په زوره راباسي نو فوراً يې د دوزخ په ټوکرانو کي ونغاړي چي ډېره بدبويي يې ځي هر کله چي د ملايکو پر ډله راسي نو ملايکي پوښتنه ځني وکړي چي دا څه شی دی نو دوی ورته ووايي چي دا د فلانکي زوی فلانکي روح دی نو چي آسمان ته يې وخېژوي نو دوی آواز وکړي چي دروازه خلاصه کړئ دروازه به خلاصه نه سي نو رسول علیه السلام دا آيت تلاوت کړی:
﴿�             �           ﴾.[الاعراف/۴۰]
اوس د دې آيت مبارک ترجمې ته ښه وګورئ: چي بېشکه هغه کسان چي د روغجن ګڼي آيتونه زموږ او کبر کوي له دغو آيتونو څخه خلاص به نه سي و دوی ته دروازې د آسمانو او نه به سي دوی داخل و جنت ته تردې پوري چي ورننوځي اوښ په سپم دستني.
يعني اوښ خوننوتل دستني په سپم باندي امکان نه لري د دغو کافرانو هم و جنت لره ورتلل غير ممکن دي نو بيا قبر ته ملايکي ورته راسي سوال او جواب ورسره وکړي چي رب دي څوک او په کوم دين يې او په دغه سړي کي چي په تاسو کي پيدا سوی څه حيثيت لري دلته ملايکي د رسول او نبي لفظ نه ورته وايي داسي نه چي د دغو الفاظو څخه کار واخلي نو دی جواب ورکړي چي: های های! زه نه پوهېږم نو د آسمان له طرفه يو آواز ورته وسي چي دغه انسان درواغ وويل (فافرشوه من النار) په دې قبر کي د اور فرش ورته واچوئ (والبسوه من النار) د اور کالي په واغوندئ (وافتحو له باباً من النار) او د اور له طرفه يوه دروازه پر راخلاصه کړئ، نو بيا د راسته طرف لخوا يو سوری پيدا سي او ملايکه ورته وايي چي اې! بدقسمته که دي د الله تعالْیﷻ توحيد قبول کړی وای نو دغه به دي ځای وای دلته به اوسېدلای اوس چپه طرفته ګوره چي دروازه ورته خلاصه سول د جنهم څخه بوی او د اور ګرمي لمبې ورته راځي او ملايکي ورته وايي چي تر حساب وروسته به دلته راځې ستا دغه ځای او مقام دی نو قبر پر را تنګ سي (حتْی تختلف اضلاعه) چي پوښتۍ بې يو تر بله سره ورتېري کړي.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery