مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سرخبري

د سرخبري



د لوي څښتن په نامه

بريټيش کتابتون د نړۍ له هغو بډايو کتابتونو څخه دئ، چي پرانګرېزي اثارو سربېره يې د ختيزو او افريقايي ملتونو خورا نادر او بې ساري اثار هم خوندي کړي دي . په دې ډله کي د پښتو ادب ځيني په زړه پوري اثار هم شامل دي . له بده مرغه، په دې کتابتون کي د پښتو خطي نسخې، پخواني او اوسني چاپي اثار په خوره وره بڼه ساتل کيږي . د خطي نسخو او پخوانييو چاپي اثارو د ډېري لويي برخي جزييات د دې کتابتون د اينټرنيټ پاڼي د اينټيګرېټيدکټلاګ له لاري د لېدو وړ نه دي؛ نوځکه مينه وال نسي کولای د نړۍله ګوټ ګوټ څخه د اينټرنيټ په مرسته د دې کتابتون د پښتو خطي نسخو اولرغونو چاپي اثارو په اړه، بشپړ مالومات ومومي؛ او داړتيا پر مهال يې د مايکرو فيلمونو يا فوټوکاپييو د ترلاسه کولو لپاره اقدام وکړي . دا کار بې شکه دپښتو اثارو د پېژندني او ګټي اخيستني چاري د کتابتون د تالار په څلورو دېوالو پوري محدودوي . له همدې کبله مي هوډ وکړ، چي په دې غني کتابتون کي، د پښتوادب زياتره خطي او پخواني چاپي اثار د دوو بېلو مجموعو په توګه مينه والو ته وړاندي کړم . د اينټرنيټ له لاري به د دغو فهرستو په خپرېدو سره، نور د پښتو ادب څېړونکي او پلټونکي د نړۍ له هري برخي څخه په اسانۍ سره کولای سي، په بريټيش کتابتون کــــي د د ې لرغوني ژبي ځيني نادِر خطي اوچاپي اثار په لنډه بڼه وپېژني؛ اود زياتي څېړني لپاره يې د مايکروفيلمونو يا فوټوکاپييو په غوښتنه لاس پوري کړي .

په بريټيش کتابتون کي، د پښتو د پخوانييو چاپي اثارو د بېلابېلو ځانګړتياوو تر لنډي پېژندني مخکي، بې ګټي نه ده چي د پښتو ادب په پراخه غېږ کي، د پيدا سوو اثارو د څرنګوالي او بېلابېلو دورو په باره کي، د څو ټکو يادونه وکوو . د پښتو ادب مختلفو تاريخي او پرمختيايي پړاو ته په پاملرني سره، کېدای سي د دې ژبي ټول اثار پر درو لويو ډلو و وېشو :

په لومړۍ ډله کي هغه اثار راځي، چي په پښتني ټولنه کي د ډول ډول سياسي او اجتماعي ناخوالو له امله يا بېخي ورک او يا تر دې دمه زموږ له سترګو نيهام دي؛ لکه : � د خدای مينه �، � تاريخ سوری �،� لرغوني پښتانه �، � بُستان الاوليأ�،� کليدِ کامرانی �او داسي نور، چي په � پټه خزانه � کي يې يادونه سوې ده . د محمد هوتک � پټه خزانه � د پښتنو شاعرانو، اديبانو، عالمانو، مؤرخانو او مفکرانو د هغو ادبي، ديني، عرفاني، تاريخي او علمي اثارو ځيني بولګې په ګوته کوي، چي په خواشينۍ سره يې تر اوسه پوري د ملا نورمحمدغلجي له � نافع المسلمين � پرته، د ډېرو نورو څرک نه دئ لګېدلئ . ښايي د پښتنو شاعرانو، ليکوالو او څېړونکو ډېر نور اثار هم په بېلابېلو تاريخي پړاونو کي د زمانو تر دوړو او خاورو لاندي ورک سوي وي، چي د پټه خزانې ليکوال يا زموږ د عصر څېړونکو او پلټونکو يې تر اوسه نوم او نښان نه دئ اورېدلئ . دغه راز، د هغو اثارو شمېر هم لږ نه دئ، چي زموږ ځينو مؤرخانو او محققانو يې خطي نسخې په سترګو ليدلي دي؛ خو سره له هغه يې هم د هیواد او بهرنۍ نړۍ فرهنګي- تحقيقي مرکزونه په هر اړخيزه پېژندنه نه دي بريالي سوي . د دې لنډو ټکو د يادوني اساسي مقصد دا دئ، چي د پښتو ادب ډېر ګران بيه اثار د هغو د يوازنييوخطي نسخو په ورکېدو سره، اوس تل تر تله له منځه تللي دي .

په دوهمه ډله کي هغه اثار شامليږي، چي په پښتني چاپېر کي، د چاپي صنعت تر دودکېدو مخکي ليکل سوي دي؛ خوله نېکه مرغه د ځينو خطي نسخې اوس زموږ په لاس کي دي . په دې ډله کي لــــه پير روښان او معاصرانو څخه نيولې بيا په پښتنوکي د چاپي صنعت تر رواج کېدو پوري، ټول شعري ديوانونه اومنثوري ليکني راځي، چي په خواشينۍ سره يې ځيني اثار تر اوسه د خطي نسخو په بڼه پاته دي .

دريمه ډله هغه اثار دي، چي د چاپي صنعت په مرسته خپاره سوي دي . دا لړۍ زموږ د مالوماتو له مخي د ۱۸۱۸م کال په شاوخوا کي د هند له سيرامپور څخه پيل سوې ده؛ او تر اوسه دوام لري . البته د چاپ بهير په خپله هم له صنعتي پرمختګونو سره جوخت، تر بېلابېلو پړاونو تېر سوی او لاتېريږي . د پښتو د لومړنييو چاپي اثارو زياته برخه د اوسني هند او پاکستان په بېلابېلو ښارونوکي خپاره سوي دي . دا بهير له سيرامپورڅخه ډيلي، بمبيي اوورسته لاهور او پېښور ته وغزول سو .

که څه هم د پښتو اثارو د چاپ صنعت د هند په ښارونو کي پيل سو؛ او د پېښور په قصه خوانۍ کي لوړتيا او پرمختيا ته ورسيد؛ خو په کابل کي هم د امير شېرعليخان په زمانه ( د ۱۲۹۰هـ ق کال په شاوخوا)کي د سيمي او نړۍ د صنعتي- فرهنګي پرمختګ تر اغېزو لاندي، له بالاحصار څخه د � شمس النهار � جريده خپره سوه . وروسته په ( ۱۳۲۳هـ ق کال )کي د مولوي عبدالرووف خان کاکړ کندهاري په مشرۍ، د پوهانو د يوې ډلي له خوا د � سراج الاخبار افغانستان � لومړنۍ ګڼه له چاپه راووته؛ او په دې ډول د پوهني، مطبوعاتو، ترجمې، تأليف، فکري او کلتوري نوښت هغه دوره پيل سوه، چي مشر يې د سردار غلام محمد خان طرزي زوی - علامه محمود طرزي ؤ . محـــمود طـــــــرزي په ( ۱۳۲۹هـ ق کال)کي د � سراج الاخبار افغانيه � خپرونه، چي تر يوې ګڼي وروسته بنده سوې وه، بيرته له سره پيل کړه؛ او اته کاله يې د مهالنۍ جرېدې په توګه خپره کړه .

له تاريخي پلوه د پښتولومړني چاپي اثار، په واقعيت کي هغه مسيحي ليکني وي، چي د استعماري هدفونو تر سيوري لاندي د پښتنو په منځ کي د عيسوي دين د تبليغ او ترويج په خاطر چاپ سوي وې؛ او د پښتنو په نيول سوو مځکو يې د انګرېزي واکمنۍ له دوام او بقا سره کومک کاوه . په دې دوره کي، د مسيحيت د بېلابېلو ليکنو تر څنګ، له پښتو ژبي او ادب سره د انګرېزي پوځونو د منصبدارانو او عسکرو د اشنايي لپاره د انګرېزانو له خوا ځيني درسي کتابونه، لارښودونه، قاموسونه، ادبي غورچاڼونه، کيسې او داسي نور اثار هم وليکل سوه، چي د انګرېزانو پر استعماري ګټو سربېره يې د پښتو ژبي او ادب په ژوندي ساتلو او پرمختګ کي هم ستره ونډه واخيسته . دا اثار د پښتو ژبي او ادب خورا ګټوره او مغتنمه پانګه ګڼله کيږي . په حقيقت کي همدغو اثارو، د پښتو ژبي او ادب مخکښ ليکوال، څېړونکي او ژباړونکي د ليکني، څېړني او ترجمې له نوو او پرمختللو علمي لارو چارو سره اشنا کړه . د دې دورې داثارو ليکوال او مؤلفان هم زياتره د عيسوي دين مبلغين او د انګرېزي پوځ د مختلفو څانګوکارکوونکي وه . په همدې تاريخي پېر کي له څو ګوتو په شمېر ليکنو پرته، د نورو اروپايي هيوادو علمي او فرهنګي ټولنو هم د استعماري انګېزو او ستراتېژيکو سيالييو پر اساس، د پښتو ژبي او ادبياتو دځينو اړخونو په شننه او سپړنه ګوتي وهلې .

د محتوا له اړخه، د پښتوپه لومړنييو چاپي اثارو کي د پښتو ژبي د ديواني او ولسي ادب پر ارزښتناکو خزانو سربېره اسلامي، تاريخي، ژبنۍ او طبي ليکني شاملي دي، چي ځيني يې د پښتنو او اروپايي ليکوالو له خوا ليکلي سوي او ځيني نوري يې له عربي، پارسي، اوردو، هيندکو او پنجابي ژبوڅخه پښتو ته ژباړل سوي دي . عربي او پارسي ژبي د دې دورې په ديني، فقهي او عرفاني اثارو کي ډېره غټه برخه لري . په داسي حال کي چي له اوردو، هيندکواو پنجابي ژبو څخه د پښتو د دغه پېر په داستاني اثاروکي، پراخه ګټه اخيستل سوې ده . مسيحي اثار زياتره له عبري، يوناني يا انګرېزي ژبو څخه په پښتو ترجمه سوي دي؛ او د ځينو په پښتو ژباړه کي پښتنو ليکوالو او عالمانو هم برخه اخيستې ده . ځيني اثار پر ادبي او فرهنګي ارزښتونو سربېره، د پام وړ تاريخي مواد هم لري، چي د مسعود ګُل � مجموعۀ مناقب ميا محمد عمر صاحب څمکنی ( ر ح ) �،� اسقلال امانيه �،� قصه د فتح خان قندهاري با تصويرات �، � قصۀ بختيار[-] شاه ايران � او ځیني نور په دې ډله کي دي . متأسفانه د دې وخت په ليکنو کي، د ستور پېژندني، مځکپېژندني،کرني، فلسفې، هونر، ښکلاپېژندني، ارواپوهني، حقوقو، اقتصاد، سياسي او اجتماعي تاريخونو، جغرافيې، ادب پوهني، کتاب پېژندني او داسي نورو علمي څانګوپه اړه، ډېر څه نه تر سترګو کيږي .

لکه څنګه چي ښکاري د دغو اثارو د ليکني، تأليف او ژباړي پر مهال، پښتنو ليکوالو او څېړونکو له اروپايي ژبو سره چندان اشنايي نه لرله، نو ځکه په اروپايي ژبو د پښتو اثارو ترجمه زياتره پخپله د اروپاييانو له خوا کېده؛ خو ډېر ژرګورو چي پښتنو ژباړونکو د انګرېزي ژبي په زده کولو سره، د افغانانو او افغانستان په باره کي، د انګرېزي ليکوالو او محققانو د اثارو په ترجمه لاس پوري کړی دئ .

د پښتو ادب د دې دوَر په اثاروکي، د نظم پله تر نثر ډېره درنه ده . له څو منثورو اثارو پرته، د ليکنو او ژباړو زياته برخه، په منظوم ډول کښل سوې ده . د دغو اثارو منظوم بيان له خپلو ټولو محدوديتونو سره سره ډېر ساده، اسانه او په زړه پوري دئ؛ خو نثر په تېره بيا ديني او فقهي نثر، سره له ټولو اسانتياوو ډېر زموخته، پېچلی او کړکېچن دئ . د دې بې خوندۍ او پېچلتيا د لويو علتونو په ډله کي کېدای سي، د ليکوالو او مؤلفانو د تجربې لږ والي او د پردوژبو پراخو اغېزو ته اشاره وسي .
د پردو ژبو او فرهنګونو د همدې سياسي، اجتماعي او فکري يرغلونو پر اساس د پښتو د ځينو پخوانييو اثارو عنوانونه کټ مټ له عربي يا پارسي ژبو څخه اخيستل سوي دي؛ مثلاَ : �کنزالحسنات �، �کنزالمصلی کـــــتاب الدر النظيم فی احوال علوم التـــعليم �، �جنة الفـــــردوس �، �جنــــــــة النعيم �، � رشيدالبيان �،� فوايد الشريعت �، �نصحيت البيان �، � قا مِعُ البدع والشرور فی زيارت القبور �، � مخزن الاسلام �، � اسرار العارفين �، � نصيحت النسأ �او ډېر نور . ځينو نورو اثارو ته يو مخ پارسي سرليکونه غوره سوي دي؛ لکه : � بهار جانان �، �ګلزار محبوبان �، �ګلزار ولايت �، �مناجات، کلان � او داسي نور . د عربي او پارسي ژبو تر څنګ، په ځينو سرليکونو کي، د اوردو ژبي نښي نښانې هم له ورايه څرګندي دي؛ د مثال په توګه : � پهلی افغانی جديد �، � دوسری افغانی جديد �، � افغانی کی پهلی کتاب المعروف به چمنستان �، � پښتو بات چيت � او داسي نور . د ځينو اثارو په سرليکونو کي عربي، پارسي، اوردو او پښتو ژبي سره ګډي سوي دي؛ لکه : � قصه د بوډۍ . . . �، � قصه د فتح خان قندهاري باتصويرات �، � قصه د مهتاب جان او بېګم جان المعروف به مکر زنان �،� ګلزار عشق المعروف [به] قصۀ شاهزاده ماه منير و ملکه بينظير با تصوير � . د ځينو اثارو ليکوالو او مؤلفانو هڅه کړې ده، چي خپلو ليکنو او تأليفاتو ته د عربي او پارسي ژبو پر ځای پښتو عنوانونه وټاکي؛ خو په هغو کي هم د نورو ژبو لغوي اوګرامري اغېزه د لمر په شان روښانه ده؛ د مثال په توګه : � صرف ونحو د ژبي د پښتو �، � کتاب د ابنيت د حضرت عيسی �، � انجيل شريف په معرفت ديوحنا�، � انجيلِ مقدس په معرفت د مقدس لوقا �، � ديوان د عبدالرحمن �، � قصه د چنړی با تصوير معروف [به] شاهزاده سندی � �قصه د سيف الملوک � او داسي نور، چي نه يې صفت او موصوف يا مضاف او مضاف اليه د پښتو ګرامر له قواعدو سره سمون لري؛ او نه يې هم د سپېڅلي پښتو سادګي او اساني له ځانه سره ساتلې ده . په خواشينۍ سره، د ځينو پښتنو ژبه تر اوسه هم له دغه راز بې خونده اوکړکېچنو ګرامري اغېزو ډکه ده . تر دې تېر سو، د دې دورې د زياترو اثارو په عنوانوکي د � افغانی � ټکی تر سترګو کيږي، چي په ځينو حالاتو کي له ګرامري اړخه نامناسب او بې ځايه دئ؛ لکه � طب افغانی و مجرباتِ اکسير�، � طب شهابی افغانی درمتن و بر حاشيه مجربات افغانی �، � طب دليل العليل افغانی �، � نصيحت البيان افغانی �، � الفنامۀ افغانی � او ډېر نور . له دې کبله، چي اثار ګرده په پښتو ژبه ليکل سوي دي؛ او د � افغاني � ټکی تر اوسه پوري د افغانستان په غير پښتنو قومونو کي د پښتو ژبي په مانا کاريږي، نو له هر عنوان سره په زايد بڼه د د ې کليمې زياتولو ته څه اړتيا نه ليدل کېده. البته په هغو عنوانوکي مو د � افغانی � ټکی پر خپل حال پرېښود، چي ايستل يې د سرليک مانا نيمګړې کوي؛ لکه : � آئينۀ الفاظ افغانی �، � افغانی کی پهلی کتاب المعروف چمنستان �،� افغانی کی پهلی کتاب مع ترجمۀ اردو�، � خلاصۀ افغانی مع مناجات پير صاحب �، � خلاصۀ کيدانی باترجمۀ افغانی �، � کليدِ افغانی � او ډېر نور، چي د � افغانی � ټکی د پښتو ژبي په مفهوم د عنوان نه بېلېدونکې برخه ده .

د پښتو د لومړنييو چاپي اثارو بله ځانګړتيا دا ده، چي په دې ليکنو کي زياتره د ليکوال، ژباړونکي، شارح، مفسر او داسي نورو پېژندنه خورا ګرانه ده . کله کله ژباړل سوی اثر د ليکني يا تأليف په بڼه ښوول سوی دئ؛ او ژباړونکي هم د خپل ژباړل سوي اثر په هيڅ برخه کي د هغه د ترجمې يادونه نه ده کړې . په داسي حال کي، چي د اثر ليکوال اصلاَ بل څوک دئ . په ځينو نورو حالاتو کي ژباړونکی د خپل اثر د ترجمې په اړه خبري کوي؛ خود اصلي اثر د نامه او ليکوال په تړاو څه روښانه بيان نه کوي . کله کله هم ژباړونکو له ترجمه سوي اثر سره خپله لیکنه په داسي ډول ګډه کړې وي، چي د ژباړي او اصلي لیکني بېلول يې ډېرګران کړي وي . ځيني داسي نمونې او مثالونه هم سته، چي ليکوال يا ژباړونکی د اثر په هيڅ ځای کي، د خپل نامه او شهرت يادونه نه کوي .

د پښتوپخواني چاپي اثار په عمومي توګه، پر خپلو ارزښتناکو محتوياتو سربېره د پښتو ليکدودونو، ګړدودونو، لغوي زېرمو، ګرامري بدلونونو او ډېرو نورو په زړه پورو مسألو په تړاو، ډېر ګټور اسناد او مدارک وړاندي کوي، چي تحقيق او پلټنه يې د ډېرو څانګو څېړونکو ته بې ګټي نه ده .

تر دې لنډو خبرو وروسته، هغه څه چي د زياترو اثارو پر لومړني يا وروستي پوښ په غټو تورو پام اړوي، د اثارو د خپروونکو يا خطاطانو نومونه دي . د پښتو د چاپي اثارو په پراخېدو او پر مختګ کي مو د شخصي سوداګرو د لويي ونډي دسرسري پېژندګلوي په خاطر، کوښښ وکړ چي په دې کتابښود کي له ټولو راغلو اثارو سره د هغو د خپروونکو او اړونده مطبعو لنډ مالومات هم وړاند ي کوو. سربېره پردې دلته بې ځايه نه بولو، چي د الفبا د تورو په ترتيب، ددغو اثارو د خطاطانو او مهتممانو نومونه هم يادکړو .
خطاطان
بازمحمد، مولوي،کندهاری
بټالوي لاهوري، نورالدين
سيد احمد عفي عنه
شاه افضل
عيشي
غلام جيلاني، د پېښور اوسېدونکی
غلام قادر، د غلام جيلاني زوی
فقير محمدحسين عفي عنه
فقير نهتو شاه
ګل احمد عفي عنه
محمد حسين، مولوي، د پېښور اوسېدونکی
محمد عظيم
نقيب احمد

مهتمامان
احمد دين
امرالدين
بهار رام
پنډت رګناتهـ
پياري لال
داود صاحب، مفتي ( وکيل پېښوری نورزی ) او نور
سلطان بخش داروغه
سيد علي حسين
شنکر داس، منشي
شېخ نورالدين
شېراحمد
عبادالله الصمد
عزيزالدين، حافظ
عمر الدين
غلام اثيم
فتح محمد، قاضي
فقير نهتو شاه
محمد شريف
محمد صادق، ميرزا
محمد عبدالعزيز
محمد عمر
مظفرالدين، حاجي
ملک دين محمد
مير علي حسين
ميرا ميربخش
ميرمحمد معظم
نواب الدين، مولوي

د پښتو لومړني چاپي اثار د کيفيت له مخي پر دوو ډولو وېشلای سو . په لومړۍ ډله کي هغه اثار شامل دي، چي اروپايي ليکوالو او مؤسسو د هغه مهال له معيارونو سره سم، په ښه کيفيت چاپ کړي دي . دوهمه ډله هغه اثار دي، چي د خصوصي سوداګرو له خوا، په نسبتاَ ټيټ کيفيت چاپ سوي دي؛ او زياتره د ليتوګرافۍبڼه لري .

په دې کتابښود کي، ټول راغلي ا ثار د � د، له، مِن او داسي نورو اداتو يا نا خپلواکو کليمو� په ليري کولو سره، د الفبا د تورو په ترتيب، اوډل سوي دي . د پام وړ اثارو په پلټنه او موندنه کي مو د اسانۍ لپاره پر عمومي فهرست سربېره، د ټولو اثارو موضوعي فهرست هم وړاندي کړی دئ . په ځينو کتابو کي تر يوه عمومي عنوان لاندي څونور کوچني اثار هم په متن يا څنډو کي ځای پر ځای سوي دي، چي په ځينو حالاتو کي يې پېژندنه او بېلول خاصه توجه غواړي . له همدې کبله مو تر هر څه مخکي تلاښ وکړ، چي لومړی دغه راز واړه اوله پامه لوېدلي اثار ګرده يو له بله بېل کړو؛ او بيا يې په څو لنډو جوملو کي د پښتو ادب د بهرنييو مينه والو او څېړونکو د اسانۍ لپاره په انګرېزي ژبه هم معرفي کوو. په پای کي مو د ليکوالو، شاعرانو، ژباړونکو، مفسرانو، شارحانو، ټولوونکو او سموونکو د اسانه پيدا کولو په موخه، د هغوی د نومونو فهرست هم چمتو کړی دئ، چي د تخلُص يا نامه د تورو له مخي اوډل سوی دئ . د نومونو په فهرست کي مو دګډوډۍ او تېروتني د مخنيوي لپاره،ځيني اثار تر بېلو نومونو لاندي وليکل .

په دې کتابښودکي، اثار د اړونده سرچينو يا کراس ريفرينس د اصولو له مخي اوډل سوي دي، چي د هغو په رڼا کي له زياتره موضوعاتو سره د بېلابېلو اړونده سرچينو يا ريفرينسونو يادونه هم کيږي . په ځينوځايونوکي د پښتو خطي نسخو د المارۍ نخښي هم په ګوته سوي دي . دا کار بې شکه څېړونکو او پلټونکو ته د دې وس ورکوي، چي د اړتيا پر مهال د ځينو اثارو پر چاپي بڼو سربېره، د هغو خطي نسخې( په برتانوي کتابتونو کي، د پښتو خطي نسخو فهرست، په يوه بېله ليکنه کي وړاندي کيږي) هم تر نظر تېري کړي . لکه څنګه چي يې له نامه برېښي، دا کتابښود د پښتو ادب د هغو نادِرو پخوانييو چاپ سوو اثارو پېژندګلوي کوي، چي نُسخې يې له ځينو څېړونکواو مسلکي کتابتونو پرته، په عام ډول نه موندل کيږي؛ خو دا خبره هم بايد هيره نه کوو، چي دامجموعه د پښتو ادب د ټولو پخوانييو چاپي اثارو بشپړ غونډ نه دئ . ښايي د دغو اثارو يوه برخه له لويه سره د بريټيش کتابتون په کلکسيون کي نه وي ثبت سوي؛ او ځيني هم زما د تېروتني يابې صبرۍ په وجه له قلمه پاته سوي وي . د ژوندانه سرګرانييو او ناخوالو دمګړی دا اجازه را نه کړه، چي د اثارو او ليکوالو د لا ښه پېژندګلوي لپاره مي، ځيني تعليقات هم له دې کتابښود سره مل کړي وای .

په پای کي د دې واقعيت يادونه هم ضروري ګڼم، چي کتاب پېژندنه يا کتاب ښوونه د علومو يوه بېله څانګه ده، چي دې عاجز ته له هغې هيڅ برخه نه ده رسېدلې . پوره باور لرم، چي په دې کتابښود کي به هرو مرو د دې علمي څانګي ټول اصول او قواعد په پام کي نه وي نيول سوي، نو ځکه له ټولو درنو محققانو اوکتاب پېژندونکو څخه په درناوي هيله کوم، چي د خپلو ګټورو نظريو او انتقادونو له لاري، د دې ماتي او ګوډي ليکني په کره کولو او بشپړولو کي، د زړه له کومي برخه واخلي .


محمد هارون خپل شعشعي
انګلستان، ۱۹۹۸ کال
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery