مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

> تصوف او عرفان

محترمووروڼو ! په دریمه برخه کښی موږدشپږقسمه مرابطوذکرکړی ؤاوس ئې تفصیل درته کوم خوپه دې برخه کښی دمرابطې داول قسم کوم چی مشارطه ورته ویله کیږی تفصیل کوم خوړومبی ودؤوخبروته فهم وکړۍ، اوله خبرداده چي دطریقت اودتصوف چي کوم هدفونه دي نوپه هغوۍ کښي ترټولو ډیرمهم هدف دغه شپږ قسمه مرابطې دي
چي تفصيل به يې درته راسي ، او په کار دئ چي( ام الأهداف ) يعني د طريقت دټولو مقاصدو او أهدافو مور ورته وويله سي ، هر مسلمان ته ډير ضروري دئ چي ددغو مرابطو تفصيل په ډير غور سره مطالعه کړي ، او په ياد يې کړي
. دوهمه خبرداده چي دطريقت علماؤ ددغومرابطو اخذ له دې قوله د الله (جل جلاله ) څخه کړئ دئ چي الله پاک فرمايلي دي : {ياأيهاالذين آمنوا إصبروا و صابروا ورابطوا} يعني ائ هغه کسانو ! چي ايمان يې ر اوړئ دئ صبر کوۍ، يعني پر طاعت او عبادت باندي ، او له ګناه او ناروا کارو څخه ، او پر سختيو او مصيبتو باندي ، او غلبه کوۍ په صبرکولو کښي پر مقابل طرف خپل چي له دين څخه دباندي خلګ دي ، يعني پر نورو خلګو بايد تاسي هميشه په صبر کولو کښي پر هر قسم سختيو باندي غالبه ياست ، او مُرابطه کوۍ . ددغه مبارک ايت په اخير کښي د� رابطو� لفظ له (مرابطة ) څخه جوړ دئ د طريقت علماؤ له دغي اخيري کلمې څخه دغه شپږقسمه مرابطې رايستلی دی امام غزالی د ورابطوا دجملې تفسيرپه دې ډول کړيدۍ، فرابطواانفسهم اولاً بالمشارطة ثم بالمراقبة ثم بالمحاسبة ثم بالمعاقبة ثم بالمجاهدة ثم بالمعاتبة،فکانت لهم في المرابطة ست مقامات انتهی، محترمووروڼودغه شپږقسمه مرابطې په دې ترتیب دی ، اول مشارطه ، دوهم مراقبه ، دريم محاسبه ، ۴ معاقبه ، پنځم مجاهده ، او شپږم معاتبه ، چي تفصيل او بيان يې په دې ډول دئ : اول دمشارَطې تفصيل :
محترمو وروڼو ! مَشَارَطَه ودې ته ويله کيږي چي هر وخت چي مسلمان سهار راکښيني او د سهار له لمانځه څخه فارغ سي نو ده ته په کار دئ چي يو ساعت يعني يو لږ وخت خپل زړه له نورو فکرو څخه فارغ کړي ، او وخپل نفس ته دا ډول ووايي : چي اې ځما نفسه دآخرت لپاره دلته په دنيا کښي ځما سرمايه فقط اوفقط دغه ځما عمر دئ که لږ وو او که ډير ، او هر وخت که ځما دغه عمر پائ ته ور سيدئ نو ځما دآخرت راس المال او سرمايه ختمه سوه ، او نور بيا زه د آخرت لپاره يو داسي عمل نه سم کولائ چي بيا د هغه ګټه تر لاسه کړم ،او دا اوس نوې ورځ ده چي الله پاک ځما اجل ځنډه ولئ دئ ، او زه يې د دغي ورځي په سهارکښي ژوندئ راپورته کړم ، که په شپه کښي الله پاک ځما روح قبض کړيوائ نو بيا به مي دغه ورځ له لاسه وتلې وائ ، نو ائ ځما نفسه ! ، او ائ ځما سترګو اوغوږو ! ، او ائ ځما د بدن ټولو أعضاوو ! ، اوائ ځماعقله او ځما حواسو او د بدن ټولو قواوو ټول خيال کوۍ چي دغه ورځ درڅخه ضايع نه سي . په خلاصه ډول مسلمان بايد هر سهار له لمانځه څخه وروسته له خپل ځان سره دغه سوچ ، او فکر بايد پوخ کړي چي دغه ورځ چي ماته بيا خدائ پاک �عزوجل � مهلت دژوند پکښي راکړ بايد عبث يې تيره نه کړم ، او ځما دبدن له هري عضوي څخه چي کوم دخير او د نيکۍ کار صادريدلائ سي هغه کار بايد وکړم ، او چي کوم کار د بدۍ ورڅخه صادريدلائ سي له هغه څخه بايد ځان وساتم ، د مثال په ډول دا فکر له ځانه سره ووهي چي دغه خوله او ژبه چي ماته الله راکړيده ، او ددې صلاحيت هم الله پاک پکښي ايښئ دئ چي خير او نيکي ورڅخه صادره سي لکه دقرآن کريم تلاوت ، د الله جل جلاله ذکر ، ومسلمانانو ته د سمي لاري ښوونه ، اوداسي نور . اودا صلاحيت يې هم پکښي ايښئ دئ چي بد ورڅخه صادر سي لکه غيبت ، درواغ ، بُهتان ، دنميمت او شيطانت خبري ، د دروغو شاهدي ، و خلګو ته بد رد ويل اوداسي نور ، نوزه بايد خپله دغه خوله او ژبه په دغه ټوله ورځ کښي ــــــ چي ځما د دې شيرين عُمر يوه برخه ده ، او دا معلومه هم نه ده چي دا به ځما د عمر اخيري ورځ وي او که به مي عمر يو څه لاپاته وي ــــ دخير په کارو کښي کار کړم ، او له بدو کارو څخه يې وساتم .
په يوه حديث شريف کښي ــــ چي صا حب دمشکوة او نورو يې روايت کړيدئ ــــــ راغلي دي : چي هر سهار دانسان د بدن ټول اندامونه د انسان وژبي ته د خدائ روۍ نيسي چي خيال کوه که ته سمه چليدلي نو موږ ټول سم چليږو ، اوکه ته چپه و چليدلې نو موږ دي ټول بې لاري کړلو . محترمو وروڼو! ودغه ته مشارطه ويله کيږي ، او دغه د مشارطې بيان دئ .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery