مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

> تصوف او عرفان

محترمو مسلمانانودتصوف اوعرفان په تیره برخه کښی ماتاسی ته دمرابطې داول قسم چی مشارطه ورته ويل کيږی بيان وکړاوس په دې برخه کښی دمرابطې د دوهم قسم چی مراقبه ورته ويل کيږی بيان درته کوم محترمواوليا ء کرام اودطريقت استاذان دمريدانو اودمسلمانانوداصلاح دپاره ودوئ ته له مشارطې څخه وروسته دوهم تعليم دمراقبې کوي ،مراقبه چی په اسانه طريقه زه وتاسی ته دروښيم نوبايد و وايم چی دمشارطې کوم چی دمرابطې اول قسم دۍ اودمراقبې کوم چی دمرابطې دوهم قسم دۍ مثال داسی دۍ لکه يو امير بادشاه اوحکيم چی يوچاته يوه وظيفه ورسپاري نوورته و وايی چی ګوره دغه وظيفه به پدغه طريقه ترسره کوې اوله دغې طريقې څخه به مخالفت نه کوې دادمشارطې مثال دۍ کومه چی ودېته ويله کيږي چی مسلمان دسهار له لمانځه څخه وروسته يوڅه وخت تنهاکښينی اوخپل ځان او وخپلی خولې ته اودبدن وټولو انداموته داو وايی چی اۍ ځما ځانه اۍ ځما دبدن اعضاووداچی نن زه سهار بياژوندۍ راکښينستم داپرماباندی دالله پاک لوی فضل وسو چی ځماژوند ئی رادراز کړاود دې موقع ئی راکړه چی داخرت دپاره خواری وکاږم نوبايد پدغه ورځ کښی دخيرکارونه وکړم اودبدو کاروڅخه ځان وساتم اودمراقبې مثال دادۍ چی يوحکيم ويوچاته يو وظيفه ور وسپاری اوهدايت اوتوصيه ورته وکړی وروسته بيا دشالخوا پسی ګوري چی ايا دغه ځما وظيفه دارځما دهدايت مطابق اجرا آ ت کوي اوکې نکوي ځکه که امير دشالخوا پخپلو وظيفه دارانوپسی ګوري نوکه ئی بالفرض وغله ته وظيفه ورسپارلې وي نودهغه غله څخه شريف اوامين سړئ جوړيږي اوکه دشا لخوا فهم اوفکرنه پسی کوي نوله بزرګو وظيفه دارانوڅخه به اخيرغله جوړسی دارنګه کله چی هرانسان هرسهار وخپل ځان اونفس ته دخيرتوصيه وکړي نوله دې څخه وروسته چی بيا په عمل اوکارشروع وکړي نوباید په خپل ځان اودخپل ځان په ټولواعضاوو اوانداموپسی ګوري چی ايا ځما دسهارني نصيحت اودستورمطابق کار روان دۍ اوکه نه دۍ ځکه هرانسان چی وخپل نفس ته متوجه نه وي اودخپل نفس مراقب نه وي اود دې خيال اوسوچ نه وي ورسره چی الله جل جلاله ځما هرڅه وينی اوالله پاک وماته اوځما وهرڅه ته حاضراوناظر دۍ نوبيا د ده نفس طغيان سرکښی اوفسادکوي حاصل دادۍ چی مراقبه له دووشيانوڅخه عبارت ده اول شئ دادۍ چی انسان وخپل ځان ته متوجه وي چی کوم يونالايقه کار ورڅخه و نه سی اويا يولايق کارورڅخه پاته نه سی البته دکسلت اودسستۍ اودغفلت اودبې غورۍپه وجه اودوهم شئ دادۍ چی انسان په هرکارکښی ودېته متوجه وي چی الله جل جلاله ماوينی که زه ښه کار کوم اوکه بد کار کوم الله جل جلاله وماته حاضر اوناظردۍ دقران کريم داياتو اودنبی عليه السلام دحديثواودارنګه د دين دبزرګانو داقوالو له مخی دمسلمان دپاره مراقبه يوسترضروری عمل دۍ ،
من ارادالاستقصاء فعليه بالاحيا ء




محترمو وروڼو ! دمرابطې دریم قسم �محاسبه بعدالعمل �ده یعني له خپله نفسه سره حساب کول وروسته له عمل اوکارڅخه ،دمحاسبي تحلیل اوبیان کښي ددوو(۲) شیانو تفصیل درته کوم اول دمحاسبې د حقیقت اودمعنی تفصیل دوهم دمحاسبې دفضیلت اودشرعي ارزښت تفصيل .
محترمو وروڼو! لکه څرنګه چي دمشارطې په بحث کي داخبره ذکر سوه چه هرمسلمان ته پکارده چه باید دئ هرسهاردورځي په سرکښي بایدداسي وخت ولري چه وخپل نفس ته اوو خپل ځان ته دخیر تو صیه وکړي ،دارنګه وهر مسلمان ته داهم پکار ده چه هره ورځ چه تیره شي نو دورځي په اخیر کښي باید داسي وقت ولري چه په هغه وقت دئ له ځانه سره ددې حساب وکړي چه په دغه ورځ کښي چه تیره سول ما کوم کوم نیک کارونه وکړل، او په څه طریقه مي وکړل . ایاپه دغه ورځ کي خو به له ما څخه دالله په بندګي کښي کوم تقصیر له ما څخه نه وي سوي ،اودارنګه په دې کښي فکر ووهي چه په دې تیره ورځ کښي خو به له ماڅخه کومه ګناه نه وي صادره سوې . بیا که چیري له خپله نفسه سره په دغه محاسبه کښي کوم د یني نقصان په نظر نه ورغئ نوبایدپه زړه کښي خوشحاله شي ،اوکه يې په کوم نقصان او تقصیر په عبادت کښي دخدائ علم راغي نوباید پریشانه سي اوتوبه ګار سي اودهغه نقصان جبیره وکړي ودغه ته محاسبه بعد العمل ویله کیږي .
دامحاسبه داسي مثال لري لکه یو تاجرچه له خپلو شریکانو سره په کال کي او يا په میاشت کښي حساب کوي لپاره ددې چه د تیرکال دتجارت ګټه اوتاوان معلوم کړي . دمحاسبی فضیلت او شرعې اهمیت :محترمووروڼو! له خپل نفسه سره حساب کول له اسلا مي اعمالو څخه یو بل ډیرمهم اوضروري عمل دئ الله پاک فرمایلې دي : (یاایهاالذین امنوااتقوالله ولتنظرنفس ماقدمت لغد) يعني ائ هغو کسانو چي ايمان يې راوړئ دئ وويريږۍ له الله (جل جلاله ) څخه ،او ودي ګوري هرنفس و دې ته چي څه مخکي ليږلي دي ده لپاره د سبا ،يعني هر نفس دي په دې کښي سوچ او فکر کوي چي ايا د قيامت د ورځي لپاره ما کوم څه کړيدي او که مي نه دي کړي ،اوکه مي کړيوي نو ايا داسي څه مي کړي دي چي د هغه څه په سبب الله (جل جلاله ) راڅخه راضي سي ،اوجنت مي نصيب سي ،او دآخرت له عذابو څخه خلاص سم . او که مي پرعکس او خلاف ددې نورڅه کړي دي . په دغه مبارک آيت کښي الله پاک په دغه قول کښي چي �ولتنظر نفس ما قدمت لغد�و همدغي� محاسبې بعد العمل � ته اشاره فرمايلې ده ،اوبندګان يې په دې سره امر کړيدي چي دوۍ هروخت بايد له خپله نفسه سره حساب کونکي وي . حضرت عمر �رضي الله عنه � فرمايلي دي : (حاسبوا انفسکم قبل ان تحاسبوا، وزِنوهاقبل أن تُوزَنوا) يعني حساب کوۍ ! له نفسو خپلو سره له مخه تر دې چي حساب درسره کړکيږي له تاسي سره ـــــيعني دقيامت په ورځ ــــ او تلۍ نفسونه خپل له مخه تر دې چي تلل کيږۍ تاسي ــ یعني د قيامت په ورځ ــ . همدارنګه روايت دئ چي حضرت عمر به هره شپه خپلي دواړي پښي په � دُره � وهلې ،او و خپل نفس ته به يې ويل چي : کوم څه دي په نن ورځ کښي د آخرت لپاره وکړل ؟ ؟ . همدارنګه حضرت مَيمُون بن مِهران فرمايلي دي چي : هيڅ يو بنده له متقيانو څخه نه سي شميرل کيدلائ ،ترهغه پوري چي دَئ له خپل نفس سره داسي محاسبه عادت و نه ګرځوي چي هغه سخته وي تر محاسبې د يوه شريک له بل شريک سره چي په تجارت کښي ورسره شريک وي .
هم دارنګه روايت دئ چي حضرت أبو طلحه �رضي الله عنه �په حال د لمانځه کښي په يوه مرغه مشغول سو ،یعني يو مرغه يې وليدئ او په هغه کښي يې سوچ بندسو،اوپه دې وجه يې په حضور د زړه کښي خلل راغلئ . نو ده مبارک په بدل کښي ددغه کار يو باغ د الله (جل جلاله ) درضا لپاره صدقه کړ . *
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery