مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سریزه

د نقل قولونو ددغي کوچنۍ مجموعې دپاره دنوم انتخابولو يوڅه وخت را څخه ونيوۍ ٠لومړى مي (قيمتي لوستونه)
ونوموله،بيامي په وار سره د( طﻻيي ويناوي)،(عالمانه -ښووني)او (پخې خبري ) نومونه ورته وټاکل، خو په پاى کي مي د(ګل خبري)نوم ورته ورکۍ٠ له دغو نومونو څه د يوه خوښول ځکه مشکل وو چي ټول يي دمحتوياتوپه باب صدق کوي او پر ځاى دي خو د(ګل خبري ) نوم مي ځکه خوښ سو چي دغه اصطﻻح په پښتو کي خورا عامه ده او ګل خبره هغي لنډي وينا ته ويل کيږي چي په يو څو محدودو لفظونوکي ژور، منطقي او په معنا ډک مطلب وايي او په خوراخواږه ډول يې وايى. دغه راز وينا وي
دنقل قولونوپه ډول ديوه نسل څخه بل ته په ميراث رسيږي او د هر ملت دفرهنګي او ټولنيز انکشاف دسطحي سره سم عموميت او پراختيا پيداکوي.

که ادبيات د ملتونو دژوند هينداره بلل کيږي نو دغه ادبي برخه،چي دلته مو گل خبرې وبللې،دهينداري هغه برخه ده چي د ملتونو زړه پکښي ښکاري. د د ې معنا داده چي دغه لنډى خبري د انسانانو تر منځ د اړ يکو دبيلوبيلو اړخونو او همدارازد ژوند د خورا پىچلي مفهوم او فلسفي او ټولنيزو پديدو په باب دحکمونو حيثيت لري اوله همدې امله ده چى وايي:د پوه سړي خوله د هغه په زړه کي ده .

ما دغه مجموعه د څو کلونو په بهير کي د سيکالوژۍ،ټولنپوهني او فلسفي کتابونو، دنقل قولونو د مجموعو او ډکشنريو، انټرنيټ او نورو متفرقو ليکنو څخه او په عمده ډول د هغو بيلا بيلو تربيوي-علمي سيمينارونو، کنفرانسونو، ادبي غونډو او محفلونو په جريان کي را غونډه کړې ده چى په هغو کي دغه راز مقولې د هر ي غونډي د موضوع په مطابق د شعارونو او پوسترونو په ډول پر دېوالونو باندي مښلول کيږي او وينا کوونکي دخپل مطلب د اثبات په خاطراستناد په کوي.

څرنګه چي د زيات شمېر مقولو ويونکي ندي معلوم نو ما د معلوموويونکو دنمونو ديايدوني څخه هم صرف نظر وکي . په دغه مجموعه کي را غونډي سوي ويناوي لاندني دوه مهم خصوصيتونه لري:

١-د متلونو په خلاف،دغه لنډي ويناوي د عوامو کلام نه بلکي هغوۍ د عالمانو، فيلسوفانو، سيکالو ژيستانو، ټولنپوهانو، سترو ليکوالانو، شاعرانو او سياست پوهانوويناوي يا ليکني دي چي د خپلو پحثونو دروحيې سره سمي يې کړي دي ، په هغوۍ کي يې د ژوند خواږه او ترخه واقعيتونه بيان کړي دي او دفلسفي او علمي مطلبونونتيجه اخيستنه يې پکښي کړېده، حتي هغه ويناوي چي په اول نظر ساده ايسي او فکر کيږي چي د ټوکو په ډول سوي دي لا هم ژوري معناوي لري او بايد ددرک دپاره يې زيات غورپه کار واچول سي . .
٢-د هغوزرهاوو ګل خبرو څخه چي په دغه موده کي ماته په مخه راغلي دي ما يوازي هغه څودانې انتخاب کړي دي چي مثبته او انتباهي جنبه لري. سره له دې چي دهغو لنډو خبروشمېر چي منفي او نا اميده کونکي اړخ لري دونه زيات دۍ چي څو کتابونه په ډکيدلاى سي خو ما دهغوۍ د رانقلولو څخه ډډه وکړه ځکه زما په عقيده ژوند يو جبر دۍ چي بايد په تدبيراو متانت سره تر پاي پوري ورسول سي او حتي هغه کسان چي دژوند څخه يې يوازي د خواريو او کړاوونو برخه په نصيب سوې ده لا هم دا چانس لر لاى سي چي لږ تر لږه دخپلو کړاونوسره په رزم کي يو څه خوند او روحي راحت تر لاسه کړي.همدغه د کړاونو او نا خوالو په وړاندي په ميړانه درېدل د مثپت ذهنيت معنا لري.مثپت ذهنيت هغه قيمتي ارزښت دۍ چي د انسان ژوند ته غناوربخښي او د مايوسۍ دوژونکي مفهوم پر څاي داميد،ښکلا،هنر، خوشحالۍ،ميني،دوستۍ،زړورتيا،رښتينولي،سولي،ځوان- مردۍ،عزم،مهربانۍ،لذت،انصاف،عدالت،کار،زحمت، استعداد،برياليتوب،تقوا،درناوي،غيرت،مقاومت،بخښني حوصلې،متانت،مېړاني،ملګرتيا،پيرزويني ،آزادۍ،
معقوليت،هوښيارۍ،اعتماد،رزم،بزم،فداکارۍاومخ په وړاندي تللو مفهومونه دبشريت په قاموس کي درج کوي.

ددې د پاره چي ددغو ګل خبروڅيني پيچلي برخي د لوستونکود پاره دپوره فهم وړ وګرزې يعني د ځينو داسي انګليسي اصطلاح ګانو د موجوديت له امله چي زموږ په ژبه کي معادلي کليمې ورته نسته او يا هم زموږ په کلتورکي پردۍ ايسي نومي په ځينو حالتونوکي په ترجمه کي بدلون راوستلي دۍخو هڅه مي کړې چي دويونکي مطلب او دويناد مفهوم امانت وساتل سي.
بايدو وايم چي ما په قصد سره ددغي مجموعې محتويات دموضوع له مخي د الفبا په ترتيب نه دي اوډلي.زه ددغه راز ويناوو د زياتو مجموعو دمطالعې په وخت کي چي موضوع ګاني يې د الفبا په ترتيپ تنظيم سوي وې متوجه سوم چي دغه کار په تېره بياپه هغه صورت کي چي ديوې موضوع په باب زياتي يو شان وينا وي يو په بل پسې ليکل سوي وي د موضوع خوند کموي او خسته کوونکې جنبه ورکوي.ځکه لوستونکي ديوې موضوع په هکله زيات نقل قولونه لولي او تکرار ورته ښکاري.په داسي حال کي چي که لوستونکي په نا څاپي توګه د يوې خوندوري او په زړه پوري وينا سره مخامخ سي نو زيات هيجان توليدوي .البته دالفبا ترتيب د موضوع په پيدا کولوکي د لوستونکي سره مرسته کوي په تېره بيا په لويه مجموعه کي.
جولاي ٢٠٠٦
کليفورنيا
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery