مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ګل خبري

_ دا دژوند بار ندۍ چي ستا ملا در ماتوي بلکي خبره داده چي هغه په څه ډول وړې.

لوړي غونډۍ ته ختل په ورو ورو تګ سره کيږي. _

_ يوه شمعه دبلي شمعي په روښانه کولو سره هيڅ شي د لاسه نه ورکوي.

_ ته کولاى سې شکايت وکړې چي ګلان اغزي لري او هم کولاى سې خوشحاله اوسې چي اغزي ګلان لري.

_انسانان هغه ملايکي دي چي يو وزر لري، ددې د پاره چي والوزي بايد يو او بل په غيږ کي سره ونيسي.

_ ستر او پياړي کسان هغه څوک دي چي د ژوند ډېر تر خه واقعيتونه زغملاى سي.

_که ته نن د بدلون پر اوږو باندي سفر و نه کړې سبا به هرو مرو د هغه تر پښو لا ندي پروت يې.

_د انسان زړه د پراشوټ په شان دۍ،پراشوټ هغه وخت کار کوي چي خلاص سي.

_خنډونه بېرونکي بلاوي دي او يوازي هغه وخت ستا مخته دريږي چي ته دخپل هدف څخه مخ واړوې.

_ناکامي دا نده چي ته خپل هدف ته ونه رسېږې بلکي ناکامي هغه ده چي هيڅ هدف ونلرې.

_کله چي موږ وده کوو موږ نه بدليږوخوهره ورڅ په وضاحت سره زموږ اصليت څرګنديږي.

_زما مشوره داده چي واده وکړه ،که دي ښه جوړه په نصيب سوه نو به خوشحاله ژوند ولرې او که نه نو بيا به فليسوف در څخه جوړسي.

دستونزي څخه دتيښتي ښه لاره دهغې حل کول دي._

_هغه څوک چي دتازه مېوې هيله لري باي د درختي سرته پورته سي.


_هغه څه چي د خداى د رضاىيت سبب کيږي د هغه د مخلوق خدمت دۍ، يوڅوک نسي کولاى د خداى سره مينه ولري خو د خپل ورور څخه کرکه وکړي.

_خپل دښمنان وبخښه خو نومونه يې مه هيروه.

_د فلسفې زده کړه ددې سبب کيږي چي انسان په ژوند کي په هوښيارۍ سره نا خوښه واوسي.

_هيڅ کله چاته په کښته سترګه مه ګوره مګر داچي ته دهغه دراپورته کولو په وخت کي مرسته ورسره کوې.

_کله چي يو څوک د چا کور سوځوي،نو وه! څه عجب اور به ځيني پورته کيږي.

_د بشريت په وړاندي بايد باور د لاسه ورنکړو،بشريت هغه سمندر دۍ چي په څو چټلو څاڅکو نه مورداريږي.

_اصل پت اووقار هغه دۍ جي دنورو په بې توپيرۍ سره متاثره نسي.

_ښه چانس په ژوند کي يووار دروازه ټکوي.


_بې غيرته خلک د خپل مرګ څخه دمخه څوواره مړه کيږي.

_دزړېدو څخه شکايت مه کوه ځکه ډېر خلک دهغه چانس نه پيداکوي.


_که غواړې خپله نړۍ بدله کړې نو خپل فکرونه دي بدل کړه.

_هغه کسان چي پر خپلو کوچنيو اشتباه ګانو باندي اعتراف کوي غواړي خپلي غټي غلطۍ پټي کړي.

_هيڅوک په هغه اندازه چي پخپله فکر کوي بد مرغه يا نيک مرغه ندۍ.

_هغه څوک چي تا په غوسه کولاى سي تا فتح کولاى هم سي.

_هغه څوک چي بېره ايجادوي نسي کولاى د بيري څخه ازاد ژوند وکړي.

دتنګ نظر خاوندان معمولا پراخه خوله لري._

_ښځه خوشحاله کيږي چي د هرشي په باب پوښتنه ځيني وسي.

_ډېر خوشحاله خلک هغه دي چي دخپلي خوشحالۍ دپاره کم خاص دليل نلري خوفقط خوشحاله دي.

_دسولي په وخت کي اولادونه خپل مشران ښخوي خو دجګړې په وختکي مشران خپل اولادونه خاوروته سپاري.


_موږ يوازي هغه څوک هوښيار ګڼو چي زموږ سره سر ښوروي.

دبايللو په وخت کي دګټونکي اکټ کوه._

_ددې دپاره چي کارونه سم تر سره سي نوبايد کميټه دداسي درو کسانو څخه جوړه سي چي دوه تنه يې تل غير حاضر وي.

_هغه کسان چي دنوروسره په جګړه بوخت دي دخپل ځان سره هم په سوله کي ندي.

_که ته دباد لوري بدلولاى نسې نو خپله بيړۍ دي ورسره عياره کړه.

_که ته دقهر په وخت کي يوه شېبه حوصله وکړاى سې نوبه دسلو ورځو د پښېمانۍ څخه ځان وژغورې.

د ماشومتوب خوشحالي د ژوند تر پايه دوام کوي._

_خپلو فکرونوته پام کوه ځکه هغوۍ ستا په خبرو بدليږي،خپلو خبرو ته پام کوه ځکه هغوۍ ستا په عمل بدليږي ، خپل عمل ته پام کوه ځکه هغه ستا په عادت بدليږي،خپل عادت ته پام کوه ځکه هغه ستا په کرکټر بدليږي،خپل کرکټر ته پام کوه ځکه هغه ستا په سرنوشت بدليږي.

_د خلکو سره ستا اړيکي د بانکي حساب په شان دي،خلک په بانک کي يا پىسې اچوي يا يې را باسي،نو پام کوه چي پخپلو خبرو او کړوسره خپل بانکي حساب تش نه کړې.

_دټولو انسانانو تر منځ يو مشترک خاصيت سته ،هغه دادۍ چي ټول يو دبل سره توپير لري.

_تر څو چي دي خپل هنر خلکو ته نه وي ښوولي، مه پرېږده چي مړ سې.

_هيڅ شي ديوې مخکنې دقيقې په اندازه ليري ندۍ.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery