مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ګل خبري

_ته په هغه ذهنيت مشکل نسې حلولاي چي دغه مشکل يې زېږولي دۍ.

ديوتن مړينه تراژيدي ده،دملينونو تنو مړينه احصاييه ده.-

_عقل دهغو فکرونو څخه ځان ګوښه کوي چي دکمزورۍ سبب کيږي.

_عمل تر الفاظو په لوړ اواز ږغيږي.

_دښڅي مړه کاته ډېره پياوړې تلکه ده.

_موږ ځکه ديو چاڅخه کرکه کوو چي سم يې نه پېژنواو هيڅکله به يې سم ونه پېژنو ځکه چي کرکه ځيني کوو.

_د ضايع سوي وخت په خاطر پښېماني لا نوره هم دوخت ضياع ده.

_که ته دخپل ځان سره مينه ونلرې، بل چاته هم مينه نسې ورکولاى.

_باور دميني ډېر پياوړي ثبوت دۍ.

_حتي که ډېر ښايسته انسان په غوسه سي لا هم بد ايسي.

_ستر مغزونه دمفکورو په باره کي ږغيږي،متوسط مغزونه د پيښو په هکله خبري کوي او کوچني مغزونه دخلکو په اړه بيان کوي.

_هغه څوک چي پيسې بايلي هغه ډېر څه دلاسه ورکوي،هغه څوک چي يودوست دلاسه ورکوي هغه بيخي ډېر څه بايلي،هغه څوک چي اميد دلاسه ورکوي هغه ټوله شيان بايلي.

_پرون تاريخ دۍ،نن سوغات دۍ، سبا معماده.

_مهربان زړه باغ دۍ،مهربان فکر ريښه ده،مهربانه خبره ګل دۍ،مهربان عمل مېوه ده.

_تل په ياد لره چي ته هم دبل هر چا په شان يو خاص انسان يې.

دکتاب په باب دهغه دپوښ له مخي قضاوت مه کوه. _

_تر څوچي ژوندي يې خوشحاله اوسه ځکه بيا به د تل دپاره مړ يې.

_هيڅکله داوبو ژور تيا په دواړو پښو مه ګوره.

_که ته رشتيا ووايې هيڅکله به ضرورت ونلرې چي کم شي په ياد وساتې.

_د ژوندستره کنايه داده چي هيڅوک دهغه څخه ژوندي نسي وتلاى.

_که ستا شونډان هر وخت ښوري نوزيات څه نسې زده کولاى.

_هر څوک تر هغه وخت پوري نورمال ايسي چي ته يې پېژنې.

_خوشحاله واده دبخت په خزانه کي تر ټولوستره متاع ده.

_د انسانانودزړونو تر منځ ډېر لنډ واټن خنداده.

_هيڅوک دازل څخه کمزوري ندۍ.

_که ته ما هېروې،په حقيقت کي زما خخه خپل ځان هېروې.

_احمق سړي دخپل ځان جاسوس دۍ.

_که ته صادق او مهربان سړي يې ښايي ځيني کسان ستا د صداقت او مهربانۍ خخه ناوړه استفاده وکړي خوته بياهم صادق اومهربان پاته سه.

دپښې ښوييدل ښه دي نه دژبي ښوييدل._

د ميني غشۍ د هدف نيولو تر مخه خپل نښان ولي._

د ژوند دمفهوم پرابلم دميني په راز سره حل کيږي._

_دکمزوري انسان د پاره ازادي نسته.

_تر هغه چا کمزوري سړى نسته چي د تصميم نيولو توان نلري.

_هغه څوک چي دخپل ژوند څخه شکايت نه کوي هغه دنورو دتمسخر وړ هم نه ګرزي.

دهر کار خوند دهغه په پيل کولو کي دۍ._

_ملګرتيا دهغو دوو ساعتانو په څېر ده چي يو ډول وخت ښيي.

_احساساتو انسان ته ور وښوول چي بايد په عقل سره ژوند وکړي.

_هغه کسان چي لږ خبري کوي هغوۍ دخپل ځان په باب ډېر فکر کوي.

_هر څوک چي ستا څخه مخامخ بيريږي په غياب کي کرکه درڅخه کوي.

_د په قهر کېدو معنا داده چي څوک د بل چا د ګناه کسات دخبل ځان څخه اخلي.

_واده هغه رومانس دۍ چي دهغه قهرمان په لومړي فصل کي مري.

_هغه کسان چي په کوچنيو شيانو متاثره کيږي هغوي ستر ګوزارونه زغملاى سي.

_شتمني څوک نه بدلوي بلکي دمخ څخه يې پرده پورته کوي.

_بد بينه خلک هغه څوک دي چي مجبوره دي په خوشبينۍ کي ژوند وکړي.

کله چي څوک دبل چا د کرکټر په باره کي خبري کوي په _حقيقت کي خپل کرکتر تشريح کوي.

_هغه څه چي انسانان سره بېلوي دهغوۍ تر منځ توپيرونه نه بلکي دهغوۍ د خودخواهيو ورته والي دۍ.

_هغه څوک چي په ژبه وهل کوي د سر بيه ورکوي.

د هر چا دوست دهيچا دوست ندۍ._

_هغه وخت چي لمر ځليږي هيڅوک نه ورته ګوري کله چي يې تندر ونيسي هر څوک ورته ځير سي.

شهرت دسترتوب دپاى ته رسيدلو پيل دۍ._

_زموږ په هکله زموږ تر خپلو نظريو زموږ ددښمن نظريې حقيقت ته نيژدې دي.

د شخړي عذاب دهغې تر ګټي ډېر دۍ._

_هغه کسان چي دجګړې په وخت کي ترټولوپه لوړ اواز دهيواد پالني چيغي وهي هغوۍ تر ټولو غټ منفعت پرستان دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery