مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ګل خبري


_ښځه به پخپله هم په اور کي سوځي خو د عاشق په سوځېدلو ډېره خوشحاله کيږي.

د مفکورو اختلاف فاجعه نه بلکي يو فرصت دۍ._

_دلويانو په خلاف، ماشومان لږ دې ته اړ دي چي خپل ځان وغولوي.

_هغه څوک چي دزده کړي دپاره خپل ځان زوړ ورته ايسي ښايې چي هيڅ وخت به ځوان ن نه وو.

_دساده شيانو څخه خوند اخيستل د مغلقو خلکو دپاره وروستۍ پناه ګاه ده.

_قهر سړى دحقيقت څخه ليري کوي.

_انسان او طبيعت چي سره جمع سي نو هنر ځيني جوړ سي.

_د ژوند هنر د غيږي ايستلو دسپورت په شان دۍ، په دغه لوبه کي بايد انسان کلک ودريږي او هر ناڅاپي بريد ته تيار واوسي.

_دهر هغه څه هر کلي وکړه چي دځان څخه يې نسې چپولاى.

_دژوند خوند دهغه کار په کولو کي دۍ چي خلک وايي ته يې نسي کولاى.

_د خپل څان دخوشحاله کولو ښه لاره داده چي بل څوک خوشحاله کړې.

_انسان بايد شرايط تر خپل کنترول لاندي راولي نه داچي خپل کنترول شرايطو ته په لاس ورکړي.

_تر تولو ستره غلطي هغه ده چي هيڅ زده کړه ځيني ونسي.

_يوازي شهامت کولاى سي چي ژوند رهبري کړي.

دادب او احترام کولو خوند دښې نڅا دخوند په شان دۍ._

دعدالت ځنډول بې عدالتي ده._

_ددې دپاره چي ژوند دحرکت په حال کي وساتل سي د هدف لرل ضرور دۍ.

نا اميدي داحمقانو نتيجه ګيري ده._

_دډوډۍ پر هېز جسمي روغتيا راکوي او دخبرو پر هېز روحي سلامتيا.

_هلته چي ښځه نه وي هلته به مينه نه وي.

_د قدرت څخه بيا بيا کار واخله ،هغه څه چي اوس مشکل درته ايسي هغه به دي دهري ورځي کار وګرزي.

_ځينو خلکو ته د يوه شي په هکله شک کول دبل شي په باب ړوند باور دۍ.

_هغه څوک چي په هيڅ نه پوهيږي د هيڅ شي په باره کي شک هم نه کوي.

_زما بډايي زما په شتمنۍ کي نه بلکي زما د غوښتنوپه لږوالي کي ده.

_ژوند دبايسيکل د چلولو غوندي دۍ،سړي تر هغو پوري نه ځيني رالويږي چي پايډل وهل يې بس کړي ڼه وي.

ناکامي د برياليتوب لوي لار ښوددۍ._

-هر څوک بايد دخپلي بدبختۍ او دخپل خراب سرنوشت په وړاندي ودريږي، ولي؟ ځکه نوبل کم لوى دښمن سته چي بايد سړى ورسره وجنګيږي؟

_ستر خلک د طبيعت غوندي ساده ژبه استعمالوي.

_که څوک په تيرو پسي ارمان ته ځان وسپاري داکار دونه ضرر لري لکه دخپل ځان چي د بيا رغېدو داميد څخه بې برخي کړي.

_موفقيت دهغه څه په لاس راوړل دي چي ته يې غواړې او خوشحالي دهغه څه غوښتل دي چي ته يې په لاس دروړې.

_هغه وخت چي خوشحاله يې مه غواړه چي لا نورهم خوشحاله واوسې.

_موږ دخپلي ميني د پټولو دپاره دنفرت تر پټولو زياته هڅه کوو.

توده مينه ژر سړيږي._

_نفرت يو مړ شي دۍ، څوک غواړي دمړي دسر شنخته واوسي؟

_سر نه پوهيږي چي زړه په څشي پسي روان دۍ.

ستري مفکورې په زړه کي راپيدا کيږي._

اميد دخوشحالۍ يو جوړونکي عنصر دۍ._

_دا يوه عمومي قاعده ده هغه څوک چي زيات معلومات لري ډېر موفق دي.

_د ژوند دبې ګناهۍ بايلل د پوهي قيمت دۍ.

ازادي څشي ده؟ خوند دۍ.خوند څشي دۍ؟ ازادي ده._

_په لاس کي دښو ورقو لرل د لوبي د ګټلو دپاره کافي نده بلکي د ورقو ښه لوبول ضروروي دي.

_ژوند که خوشحاله وي که نه وي، که موفق وي او که نه وي په هر صورت په زړه پوري دۍ.

_هغه څوک چي غوږ نيسي هغه پو هيږي.

ژوند دخوږېدو او رغيدو يوه سلسله ده._

د ژوند سره مينه داوږد ژوند سره دميني ضد ده._

_ هدف هغه وخت بايللې شمېرل کيږي چي لاس ځيني واخستل سي.

_ښه بخت د احمقانو پاسبان دۍ.

_درواغ ويل هم هوښيار سړى غواړي. ښه داده چي احمق سړى تل رشتيا ووايي.

_ضرورت انسان دانتخاب د عذاب څخه ژغوري.

د ژوند ماښام خپل څراغ د ځان سره راوړي._

_هغه څوک چي خپل تېر ژوند يې په ياد نه وي دهغه په تکرارولو محکوم دۍ.

_هنر هغه درواغ دي چي موږته حقيقت را پيژني.

_ښکلا تر زرو لا ژر غل تحريکوي

_يوه ورځ دزمري ژوند د پسه تر سلو کالو ژوند ښه دۍ.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery