مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ګل خبري

_ دمادياتو غريبي د چارې وړ ده خو دروح غريبي هيڅ چاره نلري.

_هغه څوک چي کتاب سوځوي هغه يوه ورځ انسان هم سوځوي.

_ايا ژوند سل واره تر هغه لنډ ندۍ چي څوک دي پکښي ديغ سي؟

ښه ماندينه اوروغتيا د نارينه دپاره دجنت نعمتونه دي._

_هغه څوک چي خپل ځان رسوي دټولني په رسولو کي برخه اخلي.

_ښورښ دهغه چا ژبه ده چي څوک يې پر خبره غوږ نه نيسي.

_زه ډېر شتمن يم ځکه چي ښه ملګري لرم.

_د اعصابو ارامي هغه ذهني حالت دۍ چي سړى بد ترين حالت منلاى سي.

_کيداى سي خوند په تصور کي پيداسي خوخوشحالي يوازي په واقعيت کي را پيدا کيدلاى سي.

_غل فکر کوي چي ټوله خلک غله دي.

_بشپړه همفکري يوازي په هديره کي پيداکىداى سي.

_د مهم هدف په لاس راوړل دهغه تر پريښوولو اسان دۍ.

_کله چي فيلان جګړه سره کوي ،دا واښـه دي چي تر پښو لاندي کيږي.

قهر يو لنډ ليونتوب دۍ._

_ماته مه را ښيه چي ماهى څنګه وخورم بلکي را وښيه چي ماهى څنګه ونيسم.

_د بشر ژوند ددوو ټکو تر منځ زانګي: يو حرکت او بل سکون.

_سخاوت په بخښنه کي ندۍ بلکي دهغه په موقع کي دۍ.

لويان ترک سوي ماشومان دي._

زه بهترين نسم انتخابولاى، بهترين ما انتخابوي._

_کميډي اخلال سوې تراژيدي ده.

داهانت مخنيوى دکميډۍ او تراژيدۍ ددواړو هسته ده._

_دهر چا په باب دهغه دملګرو دمخي قضاوت کيږي

ځکه چي هوښياران او احمقان نه سره جوړيږي.

_موږ په تراژيدۍ کي برخه اخلو خو کميډۍ ته يوازي ګورو.

_د ملګرو لرل ښه دي خو ورته اړ کېدل يې ښه ندي.

_موږدهيڅ وظيفې په هکله دونه بې پروايي نده کړې لکه دخپل ځا ن دخوشحاله کولو د وظيفې په هکله چي موکړې ده.

_مفلس د غله مخته سندري وايي.

_د يو کار د تر سره کولو مکافات دبل کار د تر سره کولو توان دۍ.

_تعليم دملت اداره کول اسانه کوي خودهغه ځپل سختوي،پر هغه باندي حکومت کول اسانه کوي خو د هغه مر يي کول نا ممکن کوي.

_دميني دوا داده چي بايد نوره هم مينه وسي.

_خوشحالي د ښه صحت او خرابي حافظې پرته بل شى نده.

بخښنه د پيا وړو خلکو خوى دۍ._

_ په زده کړه کي تر تولو لوى هدف دادۍ چي خپل عصبي سيستم د ځان دوست کړو.

_که ته يو نا رينه ته ښوونه وکړې ته يو انسان پوهوې ، خو که يوې ښځي ته تعليم ورکړې ته يوه کورنۍ پوهوې.

_هيڅ لوي هدف بې هيجانه په لاس نه راځي.

_کله چي لوبه پاى ته ورسيږي فيل او پاچا دواړه په يوه بکس کي لويږي.

_هغه څوک چي هيخ اشتباه نه کوي هغوي هغه خلک دي چي هيڅ فکر نه کوي.

بې دوستانو ژوند کول لکه بې شاهده مړينه ده._

_زه يوازي هغه وخت بشپړ ازاد يم چي دخپلو شا او خوا خلکو ازادي په رسميت وپيژنم.

_بېره ډيري سترګي لري او تر مځکي لاندي شيان ليدلاى سي.

_احمق تل تر خپل ځان لوي احمق پيداکوي چي د خپل ځان صفت په وکړي.

_موږ اورو چي بايد خپل دښمن وبخښو خو هيڅکله نه اورو چي بايد خپل دوست وبخښو.

_خطاکول بشري کاردۍ خو بخښنه اسماني خاصيت دۍ.

_دانتقام اخيستل دزخمونو سره تر ژوند کولوپه زيات قيمت تماميږي.

_ازادي دښکاري او ښکار تر منڅ د واټن څخه پرته بل هيڅ شى ندۍ.

_سندري ويونکې مرغۍ خپل قفس هېروې.

_د انسان درښتيني بډايي اندازه هغه وخت ښه څرګنديږي چي خپلي ټولي پيسې بايلوي.

_ما دهغه چا څخه هيڅ زده نکړل چي تل زما سره سر ښوروي.

_مخالفت رښتينې ملګر تيا ده.

_رښتينې مينه کميابه ده خو رښتينې ملګرتيا ډېره کميابه ده.

_ژوندترهغه زيات مهم دۍ چي موږ يى په هکله ږغيږو.

_که غواړې چي د يو چا زړه په لاس در وړې بايد خپل زړه هغه ته ورکړې.

_راتلونکې بې هينداري ښيښه ده.

_ملګرتياهر وخت خوند لري خو مينه کله کله سړي زخمي کوي.

_کوچنى دښمن وجود نلري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery