مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ګل خبري

_( سترګه د سترګي په بدل کي) ټوله نړۍ ړندوي.

موسيقي تر فلسفې لا عالي سويه غواړي._

_هغه جېب وهونکۍ چي خاندي دغله څخه غلا کوي.

_ټول خلک په خوشحالۍ پسي ځغلي خو خوشحالي په دوۍ پسي روانه ده.

_ژوند دغمونو څخه د ځان د بچولو هنر دۍ.

ددوست ساتل ددښمن تر ماتولو زيات مهارت غواړي._

_دخوشحالۍ رمز په دې کي دۍ چي نور خلک په دې متقاعد کړې چي هغوۍ ستا دخوشحالۍ سبب سوي دي.

_دژوند معامله داده چي سړى بايد مخ په وړاندي ولاړ سي.

دپوهي په قدر پوهيدل پوهه غواړي، هغه موسيقي هيڅ_
شي نده چي اورېدونکي يى کاڼه وي.

د څو تنو ګرانښت د بشريت تر ګرانښت سخت کار دۍ._

_ددې خبري پوهيدل چي کم شي خوشحالي منځته راوړي هيڅ امکان نلري، غريبي او شتمني دواړي دهغې په منځ ته راوړلو کي ناکامي سويدي.

_زموږ د استعداد او زموږ د توقع تر منځ فرق د نا خوښۍ تعريف دۍ.

_ځيني خلک د خپل ژوند لومړۍ برخه داسي تيروي چي _وروستۍ برخه يى په غم ور ولړي.

_ دزوړ دوست لرل کمال دۍ.

_بې پوهي غرورکمزوري دۍ اوبې غروره پوهه خطرناکه ده.

مايوسي د ناممکن هدف دټاکلو بيه ده._

_د مسووليت او مايوسۍ احساس دواړه په يووخت کي نسي کېدلاي.

د انسان ژوند دمايوسۍ پر آبله خوا پيل کيږي._

نا رسېدلي شاعرتقليد کوي، رسېدلي شاعر غلا کوي._

_زموږ ژوند په هغو شيانو سره نه ټاکل کيږي چي موږته را پيښيږي بلکي د هغو په وړاندي زموږ په عکس العمل سره ټاکل کيږي.

_د ښکاره دښمن لرل دپټ دوست تر لرلو ښه دي.

_هغه خلک ډېر خوشحاله دي چي کولاى سي دخپل ژوند پاى دهغه دپيل سره وموښلوي.

_هغه څوک چي پوښتنه کوي دڅو شېبو دپاره بېعقل معلوميږي، هغه څوک چي پوښتنه نه کوي د ټول عمر دپاره بېعقل پاته کيږي.

_هغه څوکي چي دهر چاسره مرسته کوي پخپله لويى مرستي ته اړدۍ.

_کله چي زه تر روحي فشار لاندي يم سندري وايم،که دګروم احساس وکړم خاندم،که مي طبيعت خراب سي دوه برابره کار کوم،که دبېري احساس وکړم مخ په وړاندي ځم،که دسپکاوي احساس وکړم خپل نوي کالي اغوندم،که ځان بې باوره را ته وايسي خپل اواز لوړوم،که د غريبۍ احساس وکړم دراتلونکي شتمنۍ فکرونه کوم، که د بې چارګۍ چرت راته پيداسي د خپلو پخوانيو بر ياليتوبونو په باره کي فکر کوم،که ځان بې اهميته راته وايسي خپل راتلونکي هدفونه شمېرم، نوبه هغه وخت زه دخپلو احساساتو بادار يم.

_کله چي ته اشتباه وکړي هغې ته تر شا ډېر مه ګوره، دهغې دعلت په باب فکر وکړه او مخ په وړاندي ځه.

دوست يوازي ددوستۍ په بيه رانيول کېداى سى._

_بې عقل سړى په خوښۍ پسي واټنونه وهي خو هوښيار سړى يى تر خيلوپښو لاندي لټوي.

_تېر سوي وختونه نه بدليږي، راتلونکې لا اوس هم ستا په اختيار کي ده.

_ژوند کله دخپل ځان سره او کله هم دنورو سره خاموشه جګړه ده.

_ځيني خلک تر هغو پوري خپل زړه نسي پيداکولاى څوچي خپل سريى نه وي بايللي.

_د کتابتون موجوديت ددې خبري يوازنى شاهد دۍ چي خلک لا تر اوسه هم فکر کوي.

_هغه دښمن چي تا ماتي ته مجبوره کوي پخپله د ماتي څڅه سخت بيريږي.

_زخم په مهربانۍ سره ژر جوړيږي.

_بايد په ياد ولرو چي خوښي يو سفر دي نه دسفر هدف.

_دښمن ته پام کوه، هغه تر هرڅه دمخه ستا غلطيوته متوجه دۍ.

_هوښيار سړي دخپلو دښمنانو څخه تر هغه زياته زده کړه کوي چي يو بې عقل يى د خپلو دوستانو څخه کوي.

دډيري خوښۍ توقع درښتيني خوښۍ په وړاندي خنډ_
دۍ.

_هيڅکله د ځان ستاينه مه کوه ځکه ستا دوستان ضرورت نه ورته لري او دښمنان دي باور نه په کوي.

_ددښمن په غوځارېدو ژر خوشحالي مه کوه او دهغه په راپورته کولو کي تلوار هم مه کوه.

_د يو تن دمفکورې غلا ادبي غلا ده خو دڅو کسانو دمفکورو غلاکول څېړنه ده.

_ژوند دکلونو په شمېر نه اندازه کيږي.

_کله چي ستا دښمن غلطي کوي مه يى اخلالوه.

د مار دنيولو دپاره ددښمن د لاس څخه کاراخله._

_په پيسو دوستان نسي را نيول کېداى خو دښمنان په جوړېداى سى.

_صادقانه مخالفت د تکامل سر چينه ده.

_که ته د( زه وخت نلرم) دجملې دويلو څخه ډډه وکړې نو ژربه درته ثابته سي چي تقريبا د هر کار دکولو وخت لرې.

رښتيني لار ښود تل لار ښوونه کوي._

_تر غلط معلومات لرلو معلومات نلرل ښه دي.

_دوستان راځي او ځي خو دښمنان سره جمع کيږي.

_هغه څوک چي در ښتيا ويلو په وړاندي صادق نه وي ددرواغ ويلو په وړاندي هم صداقت نلري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery