مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ګل خبري

_زړورتوب د بېري په وړاندي مقاومت کول او پر هغې باندي غلبه کول دي نه دهغې پر موجوديت باندي سترګي پټول.

_کوچني غله په زندان کي لويږي ، لوى غله پر چوکۍ باندي کښېني.

_په ژوند کي تر ټولو سخت کار سم فکر کول دي.

پسته ژبه هډوکي ماتوي._

_د احمق ژبه دومره اوږده ده چي دده خپل سر ور پرې کولاى سي.

_ښه ښځه پټه خزانه ده، هرنارينه چي يى کشف کړي هغه به د نړۍ تر ټولو نيکمرغه انسان وي.

_هر وخت چي په قهر کېږې اول دهغه دعواقبو به باره کي فکر کوه.

_نفرت دهغي سکروټي په شان دي چي اول پخپله تا سوځوي.

_مريانو ته ډوډۍ او کالي وررسيږي خو د خبرو کولو حق نلري ځکه بيريږي باداران ګومان ونکړۍ چي دوۍ مخالف فکر کوي.

_په اميد سره سفر کول منزل ته تر رسيدو ښه خوند لري.

_کار ددرو مصيبتونو څخه تا ساتي: ديغت، خياثت او احتياج.

_لوږي د زحمتکښ سړي کورته سترګي نيولي وي خو دورننوتو جرىت نسي کولاى.

_د کارګر سړي خوب خوږ دۍ.

_نړۍ د زينې په شان ده؛ يو سړى باندي پورته کيږي بل ځيني را کښته کيږي.

_ښه سړى طرفدارانوته ضرورت نلري.

_ځواني هم دشتمنۍ د پاره ښه وخت دۍ هم دغريبۍ دپاره.

_تر جګړې وروسته دونه ډيموکراسي نه پاته کيږي چي په ساتلو دي وارزي.

_حسادت له دې نه پرته بل شى ندۍ چي څوک د خوشحاله دښمن په وړاندي ځان يوازي احساس کړي.

_ښځه په انتقام اخستلو ډېره خوشحاله کيږي.

_زړېدل د ځوانۍ بايلل نه بلکي د فرصتونو او پياوړتيا بل پړاو دۍ.

_که غواړي چي اټومي جګړه وګټې کوښښ وکړه چي هغه پيل نسي.

_حقيقت وجود لري خو درواغ کشف کيږي.

ځوانه وينه زوړ فر مان نه مني._

_د بانک جوړول او دبانک وهل يو دبل سره څه توپير لري؟

_يوازي کاچوغه ښه پو هيږي چي د دېګ په تل کي څه شي سته.

_ژوند د استاد په مخ کي د ويلون دږغولو په شان دۍ چي د وخت په تېرېدوسره زده کيږي.

د هنر تاريخ دانسان دراژوندي کېدو تاريخ دۍ._

_په نړۍ کي داسي څه نسته چي د علاقې وړ نه وي خو کېد اى سي چي بې علا قې سړي وجود ولري.

_هغه څوک چي په حل نه پو هيږي هغه اصلا په پرابلم سم نه پو هيږي.

_ژوند دحقيقت او درواغو داسي مجموعه ده چي کله درواغ په حقيقت بدليږي او کله هم بر عکس.

_څلوېښت کلني د ځوانۍ زوړتيا ده او پنځوس کلني د زوړ تيا ځواني.

_نا خوښي زموږ د هيلو او زموږ د استعدادونو ترمنځ د توپير څخه عبارت ده.

هغه څوک چي دوستان لري هيڅکله بې ګټي نه وي._

_ځوان دزوړ تيا په معنا نه پوهيږي او زوړ هېروي چي ځواني څنګه وه.

_غلط هدف ته درسېدو دپاره نېک عمل کول بې معنا کار دۍ.

_هر ليکوال او هنر مند پخپلو اثرونو کي خپله سوانح ليکي.

ښځه چي خاموشه وي دوه برابره ښه ايسي._

_په کنفرانس کي هيڅکله ستره مفکوره نه زيږي خو هلته ډيري احمقانه مفکورې مري.

_د جګړي پاي يوه سپينه شنخته ده چي د مړي نوم پر ليکل سوى وي.

زما دپاره اميدونه دساعت تيري ښه وسيله ده._

_داسي ذهنيت ولره چي د ټولو شيانو په وړاندي خلاص وي خوپه هيڅ شي پوري تړلي نه وي.

_هغه څه چي بايد موږ ځيني وبيريږوهغه پخپله بېره ده.

_هيله لرم چي زما کور تل زما د ملګرو دپاره کوچني وي.

_خوښي ددې دپاره ده چي بايد دنورو سره شريکه سي.

_نن پخپل ټول وس سره ښه ژوند وکړه ځکه چي نن ستا د پاته ژوند لومړۍ ورځ ده.

_سمندر دبې غيرته سړي څخه کرکه کوي.

_سولي ته لاره نسته بلکي سوله پخپله لاره ده.

د خوشحاله واده راز به تل پټ پاته سي._

_ځيني سياسي ويناوي د نه دفاع کيدونکو کارونو ددفاع هڅه ده.

_زه دهغو محکومينو څخه کرکه کوم چي دخپلو جلادانو ستاينه کوي.

_هغه کورنۍ چي په ګډه عبادت سره کوي په ګډه ژوند سره کوي.

_هيڅوک خپل ځان په خوب کي اتيا کلن نه ويني.

_هغه دښمن ته متوجه اوسه چي ستا د ګوزار جواب نه در کوي ، هغه نه تا بخښي اونه تا پرېږدي چي ته خپل ځان وپېژنې.

_ځيني کسان خپل روح خرڅوي او په هغو پيسو ارام وجدان رانيسي.

_ددو شيطانانو څخه زه تل هغه يو انتخابوم چي پخوا مي ندۍ ازمايلي.

_هغه زړه چي دښکلا سره مينه لري هيڅ وخت نه زړيږي.

_ښه ملګرى هغه سوغات دي چي ته يى خپل ځان ته ورکوې.

_بېره هغه ماليه ده چي وجدان يى د ګناه په مقابل کي ورکوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery