مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ګل خبري

_ديوه دښمن لرل ډېر زيات دي او دسلو دوستانو لرل ډېر لږ دي.

_هغه څوک چي د کوچني شي په قدر پو هيږي ستر شيان لاسته وروړي.

_راتلونکي ژوند دهغو کسانو دۍ چي د خپلوهيلو پر ښکلا باندي باور ولري.

_په هغه ورځ چي ته ونه خاندې هغه ستا دژوند لويه ضايعه ده.

_خوښي هغه عطر دي چي تر څو پوري چي تا پخپل ځان نه وي وهلي بل چاته دي خوشبويى نه رسيږي.

_په ډک زړه کي د هر شي دپاره ځاى سته خو په تش زړه کي د هيڅ شي دپاره ځاى نسته.

_د نا ممکن کليمه يوازي داحمقانو په قاموس کي ځاى لري.

_هيله د قدرت او برياليتوب مور ده.

_روښانه زړه ډېر ژوند کوي.

_حکمت دحيرت څخه را زيږي.

_مينه په موسکا سره پيل کيږي،په مچولو سره وده کوي او داوښکو په څاڅکو سره پاى ته رسيږي.

_په نړۍ کي يوازي يوه لويه خوښي سته، هغه داده چي ته ديو چا سره مينه ولرې اوهغه هم ستا سره مينه ولري.

_که غواړې چي ستا همسر او يا همسره په غور ستا خبرو ته غوږ ونيسي او ژوره توجه ورته وکړي نو د خوب په حالت کي خبري کوه.

_يا مينه راسره وکړه اوياهم کرکه را څخه ولره خو دخپلي بې تفاوتۍ څخه مي وساته.

_کله چي په قهر سې تر سلو پوري حساب کوه.

_حتي د زرهاوو کيلو مترو لار هم په لومړي ګام سره پيل کيږي.

_برياليتوب دهغو کسانو په برخه کيږي چي د ډېر مصروفيت لامله دهغه په هکله فکر نسي کولاى.

_دسختو کارونو کول اسانه دي ځکه د هغو په کولو کي رقابت نسته.

_تاريخ ښوولې ده چي ځيني خلک هغه وخت معقوله لاره غوره کوي چي نوري تولي لاري يى ازمايلي وي.

_دا ښه ده چي سړى خوله پټه ونيسي او بې عقل ښکاره سي تر دې چي خبري وکړي او دغه شک په يقين بدل سي.

_ستا داجازې څخه پرته هيڅوک تا توهينولاى نسي.

د چلند کمزوري دشخصيت په کمزورۍ بدليږي._

_زه هغه وخت ډېر غښتلي وم چي پر خپله کمزورۍ باتدي مي وخندل.

_نن هغه سبا دۍ چي ته يى پرون په اندېښنه کي وې.

تر ټولو ښه ښکلا هغه ده چي پخپل ځان خبره نه وي._

_هيڅ وخت داحمق سره دلايل مه وايه ځکه ښايى خلک ستاسي تر منځ په توپير پوه نسي.

_هغه نارينه ډېر نيکمرغه دۍ چي د ښځي دپاره لومړي عشق وي خو هغه ښځه نيکمرغه ده چي د نارينه دپاره وروستۍ مينه وي.

_د خپرو په جګړه کي دواړي خواوي د خوږېدو ادعا کوي خو د توپک په جګړه کي حتي زخمي سوي طرف لا هم خپل ځان فاتح بولي.

_خاموش کسان دويلو دپاره زيات شيان لري.

_کله کله دځان سره فکر کوم چي ايا نارينه او ښځي يو دبل سره وړ دي که نه؟ خوښه به وي چي دوۍ يو دبل په ګاونډ کي سره واوسيږي اوکله کله ملاقات سره وکړي.

_نيژدې کسان مو تر هر چا زيات خوږولاى سى.

_حتي غير مذهبي کسان لا هم بايد معنوي ارزشونو ته عقيده ولري.

_دانسان تنزل هغه وخت پيل کيږي چي پر ځان باندي د کامل انسان ګومان وکړي.

د موفقيت لاره د ناکاميو څخه تيريږي._

_ښه سر او ښه زړه يو پياوړي ترکيب دۍ خو که سواد لرونکې ژبه يا قلم ور سره يوځاى سي بيا نويو ډېر اعلي شي ځيني جوړيږي.

د عزت غريبي تر بې عزته شتمنۍ ښه ده. _

مينه يوازي په مينه کولو سره زده کيږي._

_دهغه چا دلاسه چي اشتباه نه خيژي دهغه دلاسه هيڅ شي هم نه خيژي.

_هغه کار چي ته يى نسې کولاى مه پرېږده هغه څه اخلال کړي چي ته يى کولاى سې.

_ملګرتيا پناه ورکونکې درخته ده.

_د بحث د ګټلو هنر مقابل لوري ته په غوږ نيولو کي دۍ که څه هم ستا مخالف وي.

د نارينه دپاره لويه شتنمي خوا خوږې ماندينه ده._

_بې اميده پياوړتيا امکان نلري.

_که غواړې کشف کړې چي ستا دښمن دڅشي څخه زيات بيريږي نو هغو شيانوته پام کوه چي دي يى ستا دبيرولو دپاره په کار اچوي.

_يوازي بې غيرته خلک ادعاکوي چي دوي بېره ګردسره نه پېژني.

_هغه انسان په رشتيا ازاد دي چي حتي د بې شهرتۍ په وخت کي لا د مصىونيت احساس کوي.

_قهر سړي کوچنى کوي او بخښنه يۍ تر اوسني حالت زيات غټوي.

_د نورو په عقل ژوند کول د مريىتوب څخه پرته بل شى ندۍ.

_هيڅکله هغه څه مه هېروه چي يو څوک يى د قهر په وخت کي درته وايى.

_په اشتباه کولو مه شر مېږه که نه نو بيا هغه په جرم بد ليږي.

_مخکي تر دې چي د انتقام اخستلو فکر وکړې دوه قبرونه وکينده.

_رشتيا ويل ښه پاليسي ده په تېره بيا چي پيسې پکښې وي.

تر بخښني لوى انتقام نسته._

زوړعمردژوند تاج او زموږ دژوند وروستۍ صحنه ده._
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery