مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ګل خبري


_دا به ښه وي چي سړى ددوست سره په يوه زولانه تړلى وي تر دې چي ددښمن سره په باغ کي ګرزي.

ژوند دښو هيلو بې پايه بهير دۍ، ځکه نو ژوند ښه دۍ._

مړينه هغونه طبيعي ده لکه ژوند._

_ژوند داميدونو لاره ده، راځۍ چي پر ولاړ سو پر هره خوا چي مو بيايى.

د خپلو ملګرو صفت کوه ، ددښمنانو په باب چپ اوسه._

_هغه دوست ته متوجه اوسه چي تا زورولي وي.

_ژوند ځکه ښکلي دۍ چي جبر دۍ.

_مينه د اميد پر اوږو باندي ژوند کوي او په نا اميدۍ کي مړه کيږې يعني مينه هغه اور دۍ چي په تيلو پسي ګرزي.

_کله چي پيسې خبري کوي حقيقت خاموش وي.

_بې ملګري انسان دهغه چا په شان دۍ چي راسته لاس نلري.

_عاشق مريى او معشوق بادار دۍ.

د بادار سترګي دهغه تر پښو او لاسونو ډېر کار کوي._

_وفاداره خلک د ميني دخوند په معنا پوهيږي او بې وفا خلک دهغې د تراژيدۍ په معنا پو هيږي.

_شنې ستر ګي وايى يا مينه را سره وکړه يا موږ مرو، توري سترګي وايى يا مينه را سره وکړه يا به دي مړ کړو.

_مينه او جګړه يو شان دي؛ په دواړو کي ديو راز چلونو څخه کار اخستل کيږي.

_دهغي ښځي سره مينه کول چي تا توهينوي داسي کار دۍ لکه څوک چي دتوري څخه په ژبه عسل څټي.

_ددو دوستانو دپاره د ستني سورى په کافي اندازه پراخ دي خو ددوو دښمنانو دپاره ټوله نړۍ تنګه ده.

_هغه څوک چي د خپل ځان باداردۍ کېداى سي چي دنورو بادار هم واوسي.

_هغه څوک چي ددوو بادارانو نوکر وي ضرور بايد يوه ته درواغ وايى.

_شر مښ به خپل غْاښونه دلاسه ورکړي خو خپل خوى به د لاسه ورنکړي.

_د خلکو سره داسي ژوند کوه چي ګني خداى دي ويني او د خداى سره داسي ږغېږه چي ګني خلک دي اوري.

_هلته چي پسيې مخته رهي وي ټولي بندي دروازې خلاصيږي.

_خپل ځان د اوسپني په دېوال مه ساته بلکي دملګرو په ټولۍ يى وساته.

_که ما کولاى سواى چي خپل ژوند بيرته د سره پيل کړم ما به د موسيقي څخه پرته بل کار نه واى کړي.

_کله چي زه يو ملګري د لاسه ورکوم يوه اندازه مړ کېږم.

_دپيسو شکل ځکه ګردى دي چي هغه بايد دهر چا څخه وځغلي.

بايدانسان هم په جنت کي ملګري ولري هم په دوږخ _
کي.

کله چي زه پيسې ولرم هر څوک ماته ورور وايى._

_واده هغه يوازنۍ جګړه ده چي په هغې کي دوه دښمنان يو ځاى سره بيده کيږي.

_موسيقي دانسانانو تر منځ د زړه خواله کولو تر ټولو بشپړه او ښکلې لاره ده.

_ملګر تيا په نورو ټولو حالاتو کي دوام کولاى سي خو نه د ميني او ددفتر په شرايطو کي.

ايا داسي زړه هم سته چي موسيقي دي يى ويلي نکړي؟_

_د هر حکومت ورانېدل دهغو اصولو د شوړېدو سره يو ځاي پيل کيږي چي حکومت دهغو پر بنسټ جوړ سوي دۍ.

_بې عقل انسان د بد سلوک څخه خوند اخلي او په ښه چلند شر ميږي.

_هيڅ شى د بيري په اندازه د انسان څخه د عقل او عمل توان نسي اخستلاى.

_زه چي موسيقۍ ته غوږ نيسم داسي حالت را کوي لکه چي زما ديوازيتوب حجره يو دم په خلکو ډکه سي.

_په کال کي يو دوست په سختۍ سره پيدا کېداى سي خو په يو ساعت کي په لس هاوو دوستان دلاسه ورکول کېداى سي.

_هغه څوک چي غواړي پر خلکو حکومت وکړي لومړى بايد پر خپل ځان باندي حاکم سي.

_که د موسيقۍ اواز د طبيعت تر ږغونو زياته اغېزه لري په دې سبب ده چي طبيعت موږ ته دژوند په باره کي احساسونه را کوي خو موسيقي موږ ته احساسونه معنا کوي.

_جګړه غله په نس مړوي خو سوله هغوۍ په دار ځړوي.

دوستي د عسل په شان ده خو ټوله مه خوره._

_مه پرېږ ده چي لومړۍ ناکامي دي درزم څخه واچوي.

_تر اندازې زيات ازادي انسان او ټولنه مريىتوب ته بيايى.

_بر ياليتوب حتي احمق سړى لا هو ښيار ايسوي.

_ازاد فاسد خلک خرا بترين غلامان دي.

_هغه غل چي د غلا کولو چانس نلري ځان صادق سړى بولي.

_ همغه راز چي زه نسم کولاى چي مريى واوسم، نه غواړم چي بادار هم واوسم.

_هغه څوک چي ډېر پو هيږي لږخبري کوي.

هيڅوک د پټ استعداد ستاينه نه کوي.

_هغه څوک چي ددار څخه بيريږي هيڅکله به غل ځيني جوړ نسي.

_هغه يوازنى راز چي ښځه يى ساتلاى سي هغه دي چي دا په خبره نه وي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery