مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ډانکټر صايب کوتان(قوطان)



دږ غ د ککړ تيا ( شوربګت) څخه د ژغورو دپاره د ځنګله ټولنې د ګاونډيانو په سلا او مشوره و پتيله چې د ګاونډي ځنګله له ازمېښتونو څخه د ګټې اخيستني لپاره ډانکټر صايب کوتان ته بلنه ورکړي
ډانکټر کوتان چې ځانګړي غوړي يې د قبض، چاغيښت، هډوکو درد. د ږغ د ککړتيا د مخنيوي لپاره را بر سيره ( کشف) کړي وه او د غوړولو د ځای له پلوه يې بيلا بيلې ګټې درلودې ، له خپلو نظرياتو سره راغی.
د نوموړي ځنګله به رسنيو ( مطبوعاتو) کې د دې ځانګړو غوړو اعلانونه پيل شول او د ږغ د ټيټوالي له کبله د کټه کولمې ( مقعد) غوړول حتمي او اړين امر وګرځيد، او نه کارول يې لوي جرم او ګناه وګڼل شول د دغو نويو را بر سيره شوي غوړو د ږغ په جګوالي او ټيټوالي کې په رښتيا چې اعجاز کاوه .ځکه د کټه کولمې په غوړولو هغه ځواک ( قوه) چې د ږغ د ايستلو لپاره اړينه وه چې ږغ خپل اصلي غاړه او تون له حنجرې وباسي ضايع کيده. لومړي ددغه کار ازمېښت پر يو کولنګي چرګ چې ډير بې وخته اذانونه يې کوله وشو د چرګ دکټه کولمې ترغوړولو و روسته چرګ غاړه پورته کړه چې اذان وکړي خو دا قوه به يې له شا له خوا ضايع کيده او اواز يې له خنجرې نه ووت .
ټول ژوي اړ شول په دې فرمان کړه وکړي او خپلي کټه کولمې په دې غوړو غوړ کړي او خپله منندويې ( فرمانبرداري) وښيي.
او هغه و چې په دې کار سره د زمرو غور په غول بدل شو.د خره هرهر په ال ال، د مار پښهار په پښ پښ... بدل شول د هر ژوي د ژبې د بدلون سره د هغو ارو اصل هم ورک شول.
مخکې به نورو ژوي د زمري له غوره وېرېدل خو اوس يې ورباندي د غول په اوريدو پوزخند واهه اوخندا يې پرې کوله. نور چا د زمري زور و ځواک او واکمني، د پيلمرغ درايت او عقل مندي ،دپيل درنوالی، د بلبل غزلبولي... ته ارزښت نه ورکاوه هر ژوي ځان ته نوي پښتونې(شجرې) او تاريخونه جوړ کړل نور نو پړانګانو هوسۍ نه شوه ښکارولای، کربشا(سنجاب) غوزان نه شوای په خاورو کې پټولای، سګ لاهو د اوبو ډنډونه نه شو جوړولای او...
کرار کرار ځنګل په وچيدو شو او ګل ګل ميري او خپل سري شول.
خو په ځنګل مينو ژوو هوډ وکړ چې ځنګل به بېرته جوړي. نو په توره شپه يې ډانکټر صيب کوتان سره له غوړو او نظرياتو له ځنګله نه ورک کړ او دا عادت يې هم ورسره ورک کړ. او دا عادت هم ورو ورو له ځناورو هير شو.
يو زمری د يوې ډبرې شا ته پروت وو او يوموږک يې پر لکۍ غاښ ورولګوی له درده يې ناببره له خولې غور ووت، دده دغور سره ټول موږکان له ځنګله نه وتښتيدل او ځنګل يې خوشي کړ، بيرته بيديا ته وتښتيدل. د مار د خولې بيرته پښهار راووت ،د خره له خولې هرهر...
جوړي شوي پښتونې ( شجرې) څيرې شوې او هر يو دخپل کار پسې روان شول.
خر چې د خېتابې ميز ته ولاړ وو او خپله عالمانه وينا يې وړاندي کوله ميزيې پر شا کړ او خپل اصلي ځای ته يې يووړ
بيرته جم او جوش جوړ شو د چرګانو هوهو، د بلبلو چوچو، د پيلانو بوهو اوريدل پيل شول .خو د دې لپاره چې دګاونډي ځنګله اړيکې له دې ځنګله سره ويجاړ نه شي بيا هم دا غوړي يوازي د هغو چرګانو لپاره چې بې وخته اذانونه يې کوله او د هغو خرو لپاره چې د هرهر نه يې نه اوريدل کيږي چې خاندي که ژاړي. وارديدل او په نسخه ورکول کيدل.
لندن ۲۰۰۲
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery