مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ستنګري ښځې



فرانکلن وايي د ښځو ژبې تورې دي او هغوی هيڅ وخت نه پريږدي چې تورې يې زنګ ووهي ر ښتيا هم د ښځو ژبې غوڅوونکي ( جارحه) او اورنيو(ناريه) وسلو ته ورته دي او دځينو ژبې د سرو زرو کوچنۍ زينتي تورې دي چې په اساني د مېړه د خپلوانو پر بدن ننوتلای شي. دي ډول ژبه لرونکو ښځو ته لاکتي ښځې هم وايي د ځينو نوري ژبې کټ مټ د ستوې(پيش قبضې) په غټوالي او تيره والي دي چې د مېړه د دوستانو لاسونه او پښې په يو ه ګوزار پرې کوي چې تور زنی ښځې هم ورته وايي.
د دي ښځو او د هغو د مېړو ځانګړتياوي داسي لنديز مومي:
- لاکټي ښځې کور او ميړه خپل کڼي د سهار له لمانځه څخه تر ماخستن پوري د کور کارونه لکه جارو ، اوړه اخښل، دډوډۍ پخول، کالي پريولل د مېړه چاپي کول او پر مخ سرخي او سپيده ټپل او د سهار دپاره اوبه تودول په يوازي توګه پر مخ بيايي مېړونه يې هم د دوتر له څوکۍ څخه د ناستي ستړي شوي وي لکه يرغه آس تر کوره ځان رسوي خو د کور وره ته د رسيدو سره سم سست او بيحاله لکه سل کلن سپين ږيری کړوپ او او کوږ په ټوخه ټوخه د کاله انګړ ته ننوځي او ځان هغې کوربچې ته چې تر مخه ورته اواره شوې ده رسوي او اوږد اوږد غځيږي توري هيلي چای او چاپي کول يې اړين( حتمي) کار دی خو د زينتي تورې د زنګ د مخنيوي په پار د ميړه د نورو خپلوانو د چخولو نغمه د مېړه غوږ ته رسوي.
ستوې ډوله ښځې د مېړه سره يو ځای له خوبه راکښيني د کور ساده کارونه په خپله يا پر خواښي اجرا کوي او ګران کارونه د کورني کار په ډول مېړه ته پريږدي ،د مېړه د تګ سر يو ځاي دا هم له کوروځی او د مېړه د رارسيدو سره يوځای کورته رارسيږي او مېړه يې د رسېدو سره سم په کورني کار بوخت کيږي غوړ لوښې، خيرن کالي، اوتو... او چای دمول...
ستومانه ستوې ښځې تر چای دمولو پوري ارام کوي د پيالو په شړنګي سره پر ځاي جګي کښيني او چای څښي او د دې لپاره چې تورې يې زنګ ونه وهي د مېړه د خپلوانو په ردو او بدو ويلو پيل کوي د دې غوږونه او د هغه بل پوزه پرې کوي.
درېيمه ډله يې تور زني ښځې دي چې په يوولسو بجو له خوبه را کښيني په ببرسر او ناولي مخ د مېړه د تياري کړی سړې چای نوش جان کوي تر سينګار و روسته د پلار او يا دوستانو کره ځي او هغه وخت چې مېړه يې ټول کورني کارونه وکړي ايله بېله دا هم کورته رارسيږي او له واره د دي لپاره چې تورې يې زنګ ونه وهي د ميړه پر دوستانو بريد کو ي د هغو سرونه پرې کوي او چې مېړونه خوار يې څه ووايي نو د واره په سينګار ځي کې سينګار کړی مخونه پريمنځی او مېړونه لړمون خوړين پريږدي.
خو يه وروره ! يوه بله ډله ښځې هم شته چې اورني(ناريه) ژبې لري چې يو وار يې موخه ( هدف) ونيسي او هغه تباه کوي د ستنګر غوندي د موخې پسې وي دې ښځو ته ستنګرې ښځې وايي که دا ښځې ووايي چې ستا مور نور په دې کور کې اوسيدی نشي بيا چې هغه ورکه يا مړه نه کړي نه يې پريږدي د دې ښځو مېړونه سهار وختي راکښيني ټول کورني کارونه تر سره کوي بيا نو خپلو دندو ته ځي د دندو له بشپړيدو نه مخکې په يوه بهانه کورونو ته راځي چای دموي چې ميرمني يې راورسيږي بوټونه يې ورباسي هندي ګل ماله ( ګيت ماله) ويدو ته اچوي او ورو ورو يې چاپي کوي .د ستنګري غوم غوم چې نور دي ورورنه دي ورور تر هغه دوام کوي چې خوار مېړه يې ومني چې ورور يې نه دي نور ورور.
خوار مېړه چې د ديګ او چايبر څخه وزګار شي نو سينګار ځي ته کښيني سترګې توري، ميک اپ او لبسرين وټپي د زرو اميل واچوي او په ناز ناز د ستنګرې خوا ته ورشي او د جار دي شم جار دي شم په ويلو د ستنګرې دود پو کوي او په چورت کې وي چې سهار ته اوبه تودي کړي کنه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery