مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د روژي پر پنځلسمه اختر شو


دا د هغو درو � څلورو وګړو کيسه ده چې د بل يې نه اوريده .وايي داسې هيوادونه هم شته چې ټول سره يو د بل نه اوري يا لږ اوري بايد توبه وکاږو چې له داسي خلکو څخه مو دی خدای وساتي او خدای دي دا وس ورکړي چې غوږنۍ(ګوشکي) ځان ته واخلي.
وايي کوڼ جمال سپيره غوږونه او وچي شونډې لالهانده هاخوا دېخوا به بېړه ګرځيد را ګرځيد او هر څوک به چې مخي ته ورغی .نو په ډير ټيټ ږغ چې يوازي دی پوهيده چې څه وايي ترې پوښتل:
- وروره زما وزې ورکي دي يوه يې شودې کوي او بله يې وچه ده. د وچي بيا يو ښکر مات دی زوی مې وږی دی...
- لارويو به د ده له حرکاتو او شونډو له رپيدو څخه اټکل کاوه چې خير غواړي نو په غوسه به يې ورته وويل:
- خدای دي درکړي ځوان سړي يې شرم وکړه ځان او اندام دي ګوره خير غواړې بې غيرته..!!
- چا چا به لا له غوسې غاښونه ورته چيچل.
- کوڼ جمال په نهيلۍد کور خوا ته روان و او له ځان سره يې غوم غوم وو او ويل يې:
- اخيره زمانه ده څوک د چا نه اوري نن ده که سبا هرومرو قيامت دی خو سترګې يې پر يوه بزګر ولګېدې له خوشالۍ يې سترګې وبريښيدې او مخامخ ورته ودريد او ورته يې چې هغه هم له بد مرغه کوڼ وو وويل:
- سلام عليکم! زما دوې وزې ورکي شوي دي يوه شودې کوي او بله وچه ده او يو ښکر يې هم مات د ی زوی مې وږی دی مور يې شودې نه لري....
بزګر چې په خپل کار اخته وو فکر يې وکړچې دی هم روژه ماتي ته وړيا ترکاري غواړي نو په غوسه يې ورته وويل:
- زه دلته ترکاري نه پلورم ورځه له باراز نه يې وپلوره!
لاس يې د بازار خواته ونيوي
کوڼ جمال د خير يوسي په ويلو د بازار خواته رهي شو اوله ځان سره يې ويل دا چې قيامت نه راځي د داسو ښو خلکو له برکته دی
جمال سوچ وکړ چې هغه ورته ويل وزې د بازا رخواته تلي دي نو د منني په پار يې و رته وويل:
- خير يوسي وروره چې راودي ښوولې!
بزګر سوچ کاوه هغه ورته بد او رد وايي نو هغه ورته وويل :
- ځه وروره چې بيا را نه شې!
له نيکه مرغه جمال خپلي ورکي وزې په بازار کې وموندلې او په خوشالۍ کورته راغی او ټوله کيسه يې و خپلي ميرمني ته وکړه او دا چې اوس هم ښه ښه خلک پيدا کيږي شکرونه يې وايستل.
جمال او ميرمني يې وپتيله چې دا وچه وزه چې يو ښکر يې مات دی و بزګر ته وبښي ځکه دوی يې له لوی لالهاندي څخه ژغورلي وو . جمال وچې وزه له روغ ښکره ونيوله او بزګر ته ېې بوتله
- بزګره وروه! خدای دی خير درکړي ښه سړی يې زموږ ورکی وزې دي را وښودلې کنه په کومه قصابي کې به يې اوس غوښې پلورل کېدې او زما زوی به له لوږې مړ وای. دا وچه وزه يې ستا خير که يو ښکر يې مات دي
(د اشارو سره).
بزګر چې د جمال شونډې او د وزې مات ښکر وليد داسي پوه : چې په ناحقه تور واوښت او داسړی وايي چې ولي دي زما د وزې ښکر مات کړی دی.
بزګر په داسي حال کې چې له غوسې ريږديدي وويل:
- زه والکه خبر يم بيا لېونی خو نه يم چې د پرديو خلکو د وزي ښکر مات کړم هغه هم په دې مبارکه روژه کې توبه توبه ځه وروره لار دي واهه!
دوه کاڼه دواړه کرار کرار اخته وه يو څه ويل کيدل اويو بل شی مانا ترې اخېستل کيدله.
جمال داسي وانګيرله چې بزګر ورته وايي وچه وزه نه غواړم هغه بله د شودو هغې راکړه!
نوهغه زاری يې ورته پيل کړې:
- دواړه دي له تا جار شي خو د هغې بلي شودې خپل زوی ته ورکوم مور يې شودې نه لري دغه ښکر ماته وزه ومنه(د اشارو سره)
د جمال ننواتي و بزګر ته غوسه او قهر ښکارېده.
( د دې نه ښکاري که څوک د چا خبري نه اوري نو کړه يې هم نه ويني خپل سوچ يې خبري او کړه ورښيي)
دبزګر چې وار په واريې غوسه له دې ناحقه تور څخه زياتيده وويل:
اوس چې ترکاري نه درکوم قست اخلې ما له هغه سره وپيژندي چې دنګه مار ( دعواجلاب) يې!
د دوي خبري دومره ردي بدلي شوې چې لاس او ګريوان شول نو غوره يې دا وګڼله چې درېيم سړي ته ورشي . نو په داسي حال کې چې د دواړو خولې ښوريدي(په اشارو سره) يو په غوسه او بل په ننواتي وو سره رهي شول په لاره کې يې يو سپين ږيری چې د بده مرغه هغه هم کوڼ وو او بام يې اخيړاوه وليد دواړو خپله کيسه ورته په يو وار پيل کړه:
سپين ږيري چې د دواړو د لاسو او شونډانو ښوريدل وليدل نو پوه شو چې دوی شکايت ته راغلي دي دوی وايي دا کوڅه مو ولي په اخېړ بنده کړي ده. ولي ګاڼۍ ( اوګيره) په کور کې نه نيسی.
سپين ږيري سوچ وکړ چې يو خو سپين ږيري دي او بل دا چې روژه ده نو راځه دوی ملامت کړه نو لکه چې شخړه يې په پيسو غوښتله لستوڼې يې بډ وهل ملا يې په پټو ټينګه وتړله له بامه راکوز شو او په کوڅه کې د شو نډانو ښوريدل او لاسونه غورځول خپل لوړ ستونځ (اوج) ته ورسيدل:
دا لاره د چا دپلار ده!خود يې بندوم څوک يې قواله لري !!لاس مو تر لندنه خلاص! زه نر نه وينم! بښنه غواړم مور يې شودې نه لري.. وچه وزه... مات ښکر... ترکاري....
لاسونه هرې خواته په اشارو وه شونډي په ښوريدو وې .
نورو لارويو سوچ کاوه چې ګوندي دوي ورزش کوي
کرار کرار دا و رزش توند او تيز شو،يو پر بل بريدونه پيل شول يو وار به خټګر لاندي شو بيا به بزګر او کله کله کوڼ جمال لاندي شو
په همدې جګړه کې روژه ماتي هم تير شو نو درې سره وپيتيله چې کازي ته ولاړ شي نو درې واره کازي ته ورغلل له بده مرغه کازي هم کوڼ وو او خداي خبر څومره پړيکړې به يې هسي په اټکلي ډول کړي وي :
جمال ، خټګر او بزګر د کازي په ليدو په يو وار په خبرو او اشارو شول:
-چا لاره بنده کړي ... بښنه غواړم مور يې شودې نه لري....پورته مې کاګل کوی... هاخوا بازار....
کازي د د وی په ليدو په غوسه شو او ويې ويل:- يو يو شاهدي ورکړي !
خټګر چې تر نورو ډير سپين ږيري وو لږ مخته او په اشارو شو
-ما پورته پر بام کاګل کوي( پورته يې ګوته ونيوله)
هغو دوو نورو هم سر وښوراوه
کازي چې ډير پوه سړي وو او پوهيدی چې هوښيارانو ته يوه توری بس دی نو له ځان سره يې سوچ وکړ د دوو پر ځای درې شاهدي ته راغلي دي خلګ به وايي کازي بې عقله دی، دی په نيمه نه پوهيږي زه دومره بې عقله نه يم نو له ځايه پورته شو او ويې ويل:
بس بس زه پوه شوم چې تاسوسپوژمۍ ليدلي ده ځی سبا اختر دي ( له داسي پريکړي جار شم رښتيا هم د سپوږمۍ څوارلسمه وه او دوی هم سپوژمي ليدلي وه)
او هغه وو چې د روژي پنځلسمه اختر شو موږ لا د ماشومانو لپاره د کالو ټوکر نه وو اخيستي.
يو مشر چې د بل نه اوري او د بل په اشاره پريکړې کوي هرومرو به د روژې په پنځلسمه اختر وی خو د لسو مشرانو په پريکړو نه پوهيږم چې څه وخت اختر او څرنګه اختر شي او ....
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery