مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پر پاچاهي يې نه ورکوم



ترافيک غورازه چکله موټر ته لاس ورکړ . موټر و دريد او د کړکۍ له ماتې ښيښې نه د موټروان سر را ښکاره شو.
ترافيک : ليسانس او جواز سير دي راکړه!
چلونکي دېخوا هاخوا د واسکټ جيبونه ولټول او ويي ويل:
-راڅخه ورک شوي دي!
ترافيک ورته په غوسه شو او له يو � دوه پټکو وروسته يې موټر د سړک پر غاړه ودروی او د جريمې د پاڼې په ليکلو بوخت شو
موټروان د واسکت له غوړ جيب نه د نسوارو ډبلی راوکيښ د مخ او غاښو په ليدو شو او له ځان سره يې غوم غوم وکړ او ورو يې وويل:
تر دې موټرواني خو د ترافيکو کومنداني ښه ده .
ترافيک د جريمې پاڼه موټروان ته ورکړه
موټروان په تونده لهجه وپوښتل:
-څودي؟
- دوه سوه!
موټروان د شنو لوټو بنډل راويست او يو لوټ يې ترافيک ته ګذ‌ار کړ او ورسره يې وويل :
نوريې ستا!
موټر يې سوچ کړ او په داسي حال کې چې ګير يې اليشاوه(بدلاوه) د ځان سره و ويل:
- نه بابا پر پاچاهي يې نه ورکوم او په روڼ تندي پر خپله لار روان شو
کابل ۱۹۹۱
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery