مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د څوکۍ خوند


ترهغې وروسته چې جلندر خان له رياست ليري شو برات ګل خان چې ډير ښه چلندي او ټولنيږ سړي دی زموږ رييس شو هغه هر چا ته ان که د نهمې رتبې مامور هم وي له ځايه ورته پورته کيږي د لاس روغبړ ورسره کوي او تر کتنې وروسته يې تر وره پوري بدرګه کوي. زما دا کړه وړه ډير خوښيږي ځکه د انسان کرامت ته درناوی تر ټولو ښه کار دی .
ورو ورو ځير کيدم چې نوی رييس صيب يوازي پخواني رييس جلندر خان ته له ځايه نه پورته کيږي په ناستي روغبړ ورسره کوي او وروسته يې هم نه بدرګه کوي
ما ته دا معما پيچلې وه نو ځکه مې يوه ورځ رييس صيب ته ورغلم .ماته چې د تحريراتو کارمند وم له ځايه جګ شو تر روغبړ وروسته مې د يوې پوښتنې غوښتنه ترې وکړه هغه په ورين تندي اجازه راکړه:
ماځيني وپوښتل:
- رييس صيب که څه سپين سترګې کيږي خو بيا هم ستاسو ښه چلند دا جورت راکوي چې يوه پوښتنه درڅخه وکړم.
- مهرباني!
تاسود هغه ښه چال چلنداو سلوک له مخي چې لری ټولو اړوندو ته چې ستاسو ليدو ته راځي له ځايه جګيږی خو... خو يوازي جلندر خان ته ...
که مو ډير ځيني بد راځی چې نور دلته د راتلو اجازه ورنه کړم.
رييس وويل:
- نه، نه!
د رييس تندي لا پراخ شو او لږ موسکی شو او ويې ويل:-
-هغه داسي سړي دی که چيري زه له ځايه پورته شم هغه سم له لاسه زما پر ځای کښېني او ورو يې زياته کړه :
هغه د دې څوکۍ خوند ليدلی دی.
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery