مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مامور باشي خشره باشي پيش بيا



په داسي حال چې لاسونه مې په خپلو پړسيدلو جيبو نيولی وو په بسم الله ويلو سره د ميوو د کراچيو ګڼه ګوڼې ته ننوتلم او له ځان سره مې وويل:
- شريفه! نن دي پوره پنځه بنډله د لسګونو نوټونو تنخواه او ماکول اخيستي ،جيب دي ډک دی چې نن ميوه نه اخلې نو کله به يې اخلې؟
د ميرمني خبرې مې په غوږو کې ازانګې کوي چې ويلې:
- هو سړيه! ګوره شودې نه لرم ماشوم وږۍ دی د ګاونډي ښځې ته ډاکټر ويلي وو ښوروا او ميوه خوره چې شودې وکړې نو يا غوښه راوړه يا ميوه چې شودې وکړم.
غوښې خو مود لوی اختر په لومړۍ و رځ وخورې پاته شوه ميوه د ځان سره مې حساب وکړ که پوډري شودې واخلم د کور کرايه، برېښنا، صابون ، کوپوني توکې،جارو، تيل او د راديو بالتۍ به په څه واخلم نو هرومرو شودې اخلم.
ښه کومه ميوه واخلم را په ياد شول خټکی ښه دی ځکه کله چې مې ميرمن د هيلۍ په واده کې خټکی خوړلۍ وو نو په ډيره خوشالۍ يې د شپې راته ويلي وه:
هو سړيه! نن مې شودې ډيري شوي دي ولي؟
نن مې خټکی خوړلی دی ( په ډيره خوشالۍ) نو خټکي پلورنکي ته نژدې شوم او زړه نا زړه مې ترې پوښتنه وکړه:
کاکا من په څو دی؟
پلورونکي ما ته وکتل خو څه يې ونه ويل. له شا نه يو بل ږغ کړه:
من په څو دی ؟
پلورونکي د رښتني پيرودونکي د ږغ په اوريدو له واره ځواب ورکړ:
-اته سوه.
ډير ورو د دوکان له څنګه تير شوم چې پلورنکي مې ونه ويني. هر خټکی له من - درې چارکه کم نه وو او ما ۲۲۰ افغانی ونډه ورته ايستلې وه نو له ځانه سره مې وويل:
خټکی نه شفتالو، نو د شفتالو کراچې ته ودريدم ،خو ژر پوه شوم چې شفتالو هم شودې نه ډيروي ،همدارنګه هندوانې،زردالو. ام ، ګيلاس...
يو هم زما په خيال شودې نه ډيروي ،په همدې چورتونو کې وم چې کومه ميوه شودې زياتوي، چې د مامور سرګردان خبرې را په ياد شوې، چې ويل يې که ميوه خورې نو ماښام يې اخله ډير ارزانه وي.
کور ته ولاړم او ناوخته د ميوې د کراچيو بازار ته د دوه سوو افغانيو سره ورغلم پيسې مې د کيسه برانو له ويرې په کور کې پريښودې ځان او کيسه بر مې دواړه بيغمه کړل.
جوړ جشن وو په هري کراچي ګيس ځړيده او ځليده خو نرخونه همدا رنګه لوړ وه نود هري ميوې د نرخ په اوريدو په موزون قدم ترې تيريدم اخير ګيسونه هم تيل خوري، خو د شودو د زياتيدو ميوه نه پيداکيده. له يوې کراچی نه چې د نورونه لږ وړاندي وه د سړک منځ کي ولاړه وه او ګيس يې هم نه درلود داسي ږغ پورته کيده:
مامور باشي خشره خور باشي پيش بيا!
له ځانه سره مې وويل:
لکه چې همدا بې ګيسه کراچی د مامورينو ده او همدا ماته وايي پيش بيا، نو کراچی ته نژدې شوم په کراچی کې الوبالو وو هغه هم ډير ارزانه چارک په ۱۶۰ افغاني له واره مې له الوبالو څخه کڅوړه ډکه کړه او د سترګو تر کونجو مې بل پيريدونکي ته چې زما څنګ ته ولاړ وکتل هغه هم ماته مامور ښکاره شو او هغه ته زه . په ډير وياړ او غرور مې د ميوې کڅوړه په لاس کې ونيوله او د موټر تم ځی ته وراغلم خو اخيري سرويس را نه تللی وو او پر ځای يې ټکسي ولاړ ووچې په سل افغانۍ يې يو تن پورته کاوه او زما سره څلويښت افغانۍ وې. ټکسي موټران تلل او راتلل هيچ چا چنه منه نه ورسره واهله او هيڅ ټکسي وان هم نه ويل مامور باشي خشره خور باشي بی پول باشي پيش بيا!
يو ټکسي ته چې دوه سپرلۍ يې کمي وې ورغلم او په عذر مې ورته وويل:
وروه څلويښت افغانۍ درکوم مامور يم نوري راسره نشته!
هغه راته په غوسه وويل:
ځوک بيا تجار دی چې ته مامور يې اخير موټر تيل خوری څه اوبه خو نه خوري!
موټر يې سويچ کړ او ولاړ.
پر سړک څوک نه ښکارېده يوه کراچی روانه وه چې يو تن پر هغه ناست او بل هغه راکښله زه هم د کوڅه دربو سپو له ويرې ورسره ملګری شوم .هغوی تيز تلل او ما ورسره ځغاستل له ځانه سره مې سوچ وکړ او داسي هوډ مې وکړ. چې دوی دواړه پر کراچی کښيني او زه به يې راکاږم، ما کڅوړه پر کراچی کيښووله چی څيري نه شي او په دې ډول تر يو ځای پوري له دوی سره او هغه نه وروسته يوازي په داسي حال کې چې دشپې بنديز پيل کيده کورته ورسيدم .
ميرمني مې په وره کې ولاړه وه فکر يې کاوه چې کونډه شوې ده زما په ليدو خوشاله شوه او په شکر کښلو شوه او زما ژوندي راتګ ته يې خيراتونه او حلواوي ايښي وې.
له هغه وروسته چې ډوډۍ مو وخوړله نو په پوره غرور مې ږغ کړل:
راواخله هغه ميوه چې ويې خورو!
د ميوي له ټکي سره مې درې واړه ماشومان په بستره کې جګ کيناستل او کورس يې نارې کړ:
کومه ده ميوه!
تا به ويل نه چې پيشلمی دی که څه!
د ميوې په ليدو لږ وارختا شوم ځکه الوبالو چنجن وه او هلته نه ښکاريده نو ژر مي بهانه جوړه کړه:
چنجن الوبالو ويتامين لري!
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery