مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

کسر شان


شمشتوخپله دنده د کسر شان په خاطر پريښووله هغه لومړی د سينما ګانو د ټکيټونو د تور بازار تکړه غړی وو هغه هدو په دې دنده کې بهرنۍ ژبه هم زده کړې وه او وروسته يې د ښو فېلمونو د کموالی په خاطر دا پخه دنده پريښووله او نوې دنده يې غوره کړه.
هغه چې لاس او پښه يې پلستر وه او د ابن سينا د روغتون په عاجلي کوټه کې بستر وو خپله کيسه داسي کوي:
هره ورځ به له څيرو کالو او لوڅو پښو او شليدلي ګريوان سره له يوې ټوټې وچې ډوډۍ د نوي ښار د لوکسو او پيسه والا خلکو د کورو مخي ته د خځلو(کثافاتو) بيرل تر څنګه کيناستم د کور د څښتن په ليدو به مې په پټه له جيبه وچه ډوډۍ راويستله نو هغه به مې په مزه مزه خوړله او د خځلو د بيرل په لټولو به بوخت شوم خو زما داکار په ليدو به کور والا شتمن زړه را باندي وسو، جيب ته به يې لاس کړ ښې ډيري پيسې به يې راکړې. تر ډيره مې دا کار وکړ په دې کار کې ډير بريالی وم او ژوند مې ښه چليده.
د ډالرو د بيې په لوړيدو سره ماته هم نوي چورتونه را پيدا شول او له ځان سره مې وپيتيله.
چې بايد زه هم د ډالرو کار وبار وکړم نو د وزير اکبر خان مينې ته چې هلته ټول بهرنيان ژوند کوي ورغلم هلته د يو ښه لوکس بهرني کور مخي ته کيناستم د کور والا د دروازې په پرانيستلو سره يو وروستی ماډل موټر راووت ،ما هم د چپه شوی بيرل په لټولو پيل وکړ . موټر راووت ما ته نژدې شو له سترګو له کونجو مې وکتل، په موټر کې يوه پی مخي بهرنۍ پيغله ناسته وه، غاړه دې مې بنده نه شې وايي: په بهرنيانو کې پيغلې نه شته نو يوه انجلۍ ناسته وه ما ته يې اشاره وکړه:
چې موټر کې ورسره سپور شم ما دېخوا هاخوا وکتل چې ډاډه شم هدف يې زه يم په خوشالۍ په موټر کې سپور شوم او په خوږو چورتونو کې لاهو شوم :
ښايي کوم لوکس رستورانت ته مې بيايي ؟ يا به يې خوښ شوي يم؟ وايي په بهر کې داسي ځوانان نه پيدا کيږي يا به مې کوم بل هيواد ته استوي ؟ نقدي پيسې به نه لري له چا نه به يې اخلي ؟ په همدي چورتونوکې وم چې موټر بيريک ونيوه او پی مخي ما ته په اشاره په مکروريانوکې د کثافاتو لوی سيمنټي صندوق راوښووه چې په چټلويو پټ وو او د دس � مس- چس په ويلو يې ما ته وويل:
دلته ډيري خځلي شته انشاءالله چاره دي په دې کيږي او که دي چاره ونه شوه زه مازيګر بيرته دديخوا نه تيريږم بيا دي د کابل درياب ته بيايم....
ما له خوشالۍ نه په هندي اکټ سره ځان په هغه خځلو وغورځاوه او هلته پرتو ښيښو زه ټپي کړم.
او د باي باي په ويلو ولاړه .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery