مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

چاغ چاغ


د ښاروالي په انګړ کې يوه ډله مظاهره چيان را ټول شوي وه او همدا يو شعار يې را غبرګاوه :
چاغ، چاغ
بيا به يوه ږغ کړل :چاغ
نورو به په يو ږغ غبرګول:
چاغ چاغ، چاغ چاغ
د انتصابي کميسون رييس چې ډير ډار شوی وو سل زړونه يو کړل او له مظاهره چيانو څخه يې وپوښتل:
ـ ولي چاغ؟
يو تن مظاهره چی چې اوقي (پوخ پتير) ښکاريده په سا نيولي ګردود ( لهجه) ځواب ورکړ:
هر ډنګر چې چاغيږي بيا يې بل ډنګر پر ځاي ټاکل کيږي!
پوخ پتير بيا مخ مظاهرې چيانو ته واړوه او په حق جانبه بڼه يې هغوي ته وکتل اوويې ويل:
نو موږ چاغ غواړو
ټولو په يوه اواز ورسره غبرګه کړه :
چاغ چاغ، چاغ چاغ
چاغ چاغ ، چاغ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery