مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مډرنه سيالۍ


د مکروريانو په اپارتمانو کې د دوو ښځو تر منځ په کوم کوچني شي لفظي شخړه پيل شوه . لا څو شيبې نه وې تيري شوي چې ګڼ شمير ليدونکي دې بې ټکيټه نندارې ته را غونډشول .
ته څه شي يې!
څه لرې ؟
په څه نازيږې ؟؟
خبرې کرا رکرار تودېدې، لومړۍ ښځې له لږ سوچ نه وروسته پر پوړني ملا لکه پهلوان ټنګه وتړله او په منډه خپل اپارتمان خواته ولاړه او د هغې خوا يې په داسي حال کې چې يو برقي داش يې پر اوږه راخيستي وو او خندنې وه بهر راووتله او خپلي حريفي ښځې ته يې په طعنه وويل:
او خوارکۍ ! راشه زما د دې برقي داش سره خبري وکه!
دويمه ښځه د داش په ليدولو لکه چې برق نيولې وی هغه هم په بېړه خپل اپارتمان ته ننوتله او له څلورم پوړ نه يې پر اوږه خپل سل کيلويې برقي داش بهر راويسته او ورسره يې وويل:
او بيچاره ته څه له ماسره خبرې کوي! زما د دي نوي برقي داش سره خبرې وکړه!
د نندارچيانو پرله پسي چکچکو لومړۍ ښځه وهڅوله چې په منډه ولاړه شي او ځان وښي ،هغې هم په پنځو ثانيو کې يوه دولس ګزه غالۍ چې دوو پهلوانانو له ځايه نشوای ښورولای له پېنځم پوړ نه پر اوږه راويستله اوپه ميدان کې يې وچرخوله او مخ يې خپلي حريفي خوا ته کړ او ويې ويل:
ته کم بخته لومړی زما د دې دولس ګزه غالۍ سره خبرې وکړه!
دويمي ښځې خپل لستوڼي بډ واهه او لکه فنر ولاړه هغې هم هم هغسي يو دولس ګزه غالۍ پراوږه راويستله او ويې ويل:
ته خواره هم لومړی زما ددې( ماور) غالۍ سره خبرې وکړه! زما سره څه خبرې کوې!
لومړۍ ښځې ۲۶ انچه رنګه تلويزيون د المارۍ سره چې څلور تنو هغه نشوای انتقالولای لکه بڼکه بهر راويست او حريفي ته يې په کنايه وويل:
او بيچاره لومړی زما د دې رنګه ۲۶ انچه تلويزيون سره خبرې وکړه! زما سره څه خبرې کوې!
دويمي ښځې هم همداسي يو تلويزيون او يو راديو کسيټ سره بهر راووتله او ويې ويل:
ته لومړي زما د دې شل انچه رنګه تلويزيون او دوکسيټه نېشنل پانو سونيک تيپ سره خبري وکړه!
شخړه دومره توده شوه چې سړک بند شو د سينګار المارۍ تخت، ګاڼې، لوښي ، بستري، چرګان...ورو ورو د دويمي ښځې په تندي خولې راماتي شوې ځکه د لومړۍ ښځې سامانونه او د نندارکوونکو چکچکو لږ زياتی کوی، خصوصاً د سرو زرو يو کيلويې اميل يې روحيات بلکل خراب کړل او په نيمه ضعف حالت يې پر يوې بسترې تکيه وکړه.
لومړي ښځې چې ميدان يې وړی ګاڼه لکه يو ملي اتل د يو ميز له پاسه ودريده او د کاليو او ګاڼو په ښوولو لکه کلنګ چې ښکاره کوي پيل وکړ او د هر توکي په ښکاره کيدو سره به يې زياته کړه:
زما سره څه خبرې کوې د دې ...!
د ننداره چيانو چکچکو ميدان ښه تود کړی وو د دې نه وروسته يې د ميړه د بانکونو او نوي رانيول شوو جايدادونواو د دوستانو دموقفونو په لست په ويلو پيل وکړ:
په پغمان کې سل جريبه باغ!
چکچکي
زما سره څه خبرې کوې راشه زما د ميړه سره چې رييس دی خبرې وکړه !
دويمه ښځه چې ضعف وه د رييس په اوريدوسره يې جتکه وخوړله له ځايه را پورته شوه او ويې پوښتل:
- څومره وخت کيږي چې رييس دی؟
- يو کال کيږي.
دويمي ښځې چې لاس يې پر ملا نيولی و و کټ کټ وخندل او او ويويل:
هوو بيچاره! ږغونه يې پيل کړه ټول چوپ شوه چې څه خبره ده .
هغې ويل:
هو بيچاره! زما ميړه يوه اوونۍ کيږي چې رييس شوی دی.
سامانونو ته يې اشاره وکړه او زياته يې کړه:
دا يې د يوې اوونۍ کمايې ده يو کال وروسته راشه بيا سيالۍ را سره وکړه ولي لي.
لومړۍ ښځې د ولي لي په اوريدو ضعف وکړ او ګاونډيانو هغه خپل اپارتمان ته بوتله
د ميدان پر مخ دومره کالي او سامانو نه وو چې د ديرشو ځوانانو په درو ورځو کې هم نشوای دننه کولای ( خدای دې مو د ښځو د سيالۍ نه وساتي) ،
(دا دهغه رييسانو ميرمني وې چې رشوت يې نه خوړۍخدای مو له رشوت خوره ساته )
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery