مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مشابه نومونه



زموږ د تاريخ ښوونکی يوه ځانګړتيا دا ده چې نومونه به يې د يو بل سره غلطول هر وخت چې ټولګي ته راغي نو نسيم ته به يې عبداله ، عبداله ته خليل ، خليل ته قمبر وايه
يوه ورځ چې ټولګي ته راغلي نو غلام ته يې وويل :نورالله ته د پرون لوست تکرار کړه.
او خپله په قدم وهلو شو ټول چوپ وو ښوونکی په غوسه شو او بيا يې تکرار کړل:
نورالله دي لوست تکرار کړی بيا راغی غلام ته يې ګوته ونيوله
نورالله ولي ځواب نه راکوې!
- صيب زه غلام يم! ښوونکي لږ جټکه وخوړله او ويې ويل:
مقصد مي غلام وو!
موږ نه پوهيدو چې احمد شاه بابا ، بابر ووکه تيمور شاه و که وزير اکبر خان....
دومره پوهيدو چې پانې پت فتح شوی ولي دا چې چا فتح کړی غلام سخي ، نورالله که قسيم نه پوهيدو ددې جنجال د ختميدو په خاطر ښوونکي موږ ته کورنی کار راکړ چې هر يو دي خپل نوم پر يو ټوکر وګنډي. موږ ټولو دا کار وکړ، خوبيا هم چا چا نوم په ټټر نه ټومبی هغه به له پوښتنې څخه خلاص وو غبی شاګردانو به د جامو د پريولولو په پلمه نوم پر ټتر نه ټومبی .
موږ په تاريخ کې په نيټو پوهيدو خو د پاچاهانو په نومونو نه پوهيدو،
پوهيدو چې يو پاچا ۲۴ زامن درلوده اوپايتخت يې کابل ته وليږدوی خو نه پوهيدو دا احمدشاه وو تيمور شاه که زمانشاه و...
نور نو موږ په يو بل نومونه کيښوول چې ښوونکی ته اسان شی .:تپين،ژړ،لېونی،کچل،پک،
يوه ورځ زموږ ټولګي ته دوه نوي شاګردان را وپيژندل شول چې په حقيقت کې په دغه ګڼو نومونو کې دوه نور هم زيات شول چې ټولګي ته راغلل نو د تاريخ ښوونکي ترې وپوښتل
هلک ستا نوم څه دي :
جبار
بيايې د دويم شاګرد نه وپوښتل هلکه ستا نوم؟
موږ نارې کړل:
بيزوګۍ
ښوونکی په غوسه شو او ويي ويل:
بلا مو وواهه په دې مشابه نومو څه خپلوان خو نه ياست.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery