مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ځانګړې مصاحبه


خبر يال (خبرلوڅ) د يوې ډلې سندر غاړو سره د مرکې په ترڅ کې يې لومړي د بلبل څخه وپوښتل:
ستاو په زمزمه کې څه راز پروت دی چې شتمن او خوار ټول ستا ليوال دي؟
بلبل په ډير پراخ تندي ځواب ورکړ،
زړه لري ټول که خان وي که خوار
بيا خبريال د کينري نه پوښتل:
ستا د يوازيتوب د زمزمې مطلع څه ده؟
واړه عاشقان دي څوک چې و ږي په نس په دې جهان دي
نو همدا علت دی چې د دې زمانې عاشقان ستا د ږغ سره مينه لري
خبريال بيا مخ زرکې ته کړ او ځيني يې وپوښتل:
تاسو چې کله په لرګينه قفس او کله د جنګ په ميدان کې ياست د سندورو مطلع مو څه ده؟
زرکي لکه چې زړه يې د چا نه کوټل شوی وي په يوه سا وويل : ازادي ازادي ازادي
خبريال د کرک نه وپوښتل:
ستا په ږغ کې څه مطلب نغښتی دی ؟
کرک يو سوړ اسويلی وکيښ او ويي ويل:
مياو، مياو، مياو(پيشو) زه کرک دلته يم ځکه د ډير لاس مروړلو څخه د پيشو خوړل شرافتمندانه ګڼم.
خبريال بيا د چونګښې څخه وپوښتل:
ستاد زمزمې مطلع څه ده؟
هغې ويل: قناعت قناعت
خو د هيچا نه خوښيږم له همدې کبله نژدې دی چې له اتحادې نه مې وباسي.
خبريال له خره نه چې تراوسه يې په سندرو کې ډيري وياړنې تر لاسه کړی، څو ديپلومونه او جايږې يې اخيستي او په څو ملي او بين المللي فيستوالو کې يې هم برخه اخيستي ده وپوښتل:
محترمه ستاسو اواز چي موډ روز او د جاز موسيقي د ټون سره برابر دی آيا پوښتلای شم چې د اهنګ مطلع مو څه ده؟
خره خپله غاړه تازه کړه او په لوړ ټوخي لرونکي ږغ يې وويل:
زه چې هر وخت واورم چې کوم کانګور، جايزه يا بورس دی نو په بېړه اتحادې ته ځان رسوم خوله اسمان ته نيسم او په هر څه توان چې لرم نارې واهم:
ای واسطې را رسيږه، رارسيږه
د واسطې له رارسيدو نه مخکي چې يې نه لرم زما د لوړ اواز په احترام چې څوک فکر ونه کړي چا وهلی يم هغه ما ته راکوي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery